Apr 06, 2020 17:54 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

په دغه کتاب کی ۵۵۹ لیکونه راغونډ شوی دی . په دغو کی ۲۶ لیکونه د هغو کسانو دي چی جامی ته یې لیکونه لیکلی دی او ۴۳۳ نور لیکونه هغه لیکنې دی چی جامی بیلا بیلړو شخصیتونو ته لیږلی دي .

د پروګرام په دوام کښې د ايران او نړۍ د يو بل وياړ په اړه غږيږوو. د نهمې هجري قمري پېړۍ مشهور شاعر، عارف، ليکوال او متفکر نورالديدين عبدالرحمن جامي يو نامتو ايرانې  ویناوال  چې غواړوو د هغۀ له ژوند، آثارو او افکارو سره بلد شوو.

نورالدين عبدالرحمن جامي په 817 هجري قمري کال کښې د خراسان په جام ولايت کښې دنيا ته راغله . د جامي پلاراو نيکۀ په اصفهان کښې اوسېدل چې  بیا یې خراسان ته کډه وکړه او د جام په خردجرد سيمه کښې مېشته شو.د جامي پلار د عبدالرحمن جامي له زېږېدو نه څوکاله مخکښې له خپلې کورنۍ سره هرات ته لاړ او هلته کښې پاتې شو. جامي د خپلو زدکړو لومړني کلونه په خرګرد سيمه کښې تېر کړل او له خپل پلار څخه يې د فارسي ادبياتو او عربي صرف و نحو په زدکړو لاس پورې کړ.جامي خپلې زدکړې د هرات او سمرقند په نظاميو کښې چې په هغه زمانه کښې له علمي او ادبي مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېدل وکړې او په عربي ژبه، د بلاغت، منطق، حکمت او رياضياتو په فنونو او شرعي علومو کښې د خپلې زمانې مخکښ شو. بيا يې له عرفان سره مينه پېدا شوه او نقشبنديه طريقت يې اختيار کړ.

جامي د هغه علم، پوهې او همدارنګ د عارفانه سېر و سلوک چې يې لرل د هغه وخت د باچايانو په نزد يو خاص مقام لرۀ او د خپل علمي، ادبي او معنوي مقام په وجه له دې مخکښې چې بوډا والي ته ورسي په ټولو هغو هېوادونو کښې چې په هغه زمانه کښې پکښې فارسي ژبه رائجه وه يعنې له عثماني امپراطورۍ نه واخلې د اسيا د براعظم تر مېنځنيو سيمو او برصغير پورې زيات شهرت لرۀ او له خاص احترامه برخور ؤ.

جامي د 898 هجری قمری کال د محرم يا امامانو د مياشتې په اتلسمه نېټه په يو اتيايمه کلنۍ کښې له دنيا لاړ او په هرات ښار کښې چې د ستر خراسان يو ښار ګڼل کېدۀ د خپل استاد سعدالدين کاشغري د مزار تر څنګه خاورو ته وسپارل شو. د جامي قبر په اوس حال کښې په  هرات کې دې او په تخت مزار مشهور دې.

له عبد الرحمان جامي د نظم او نثر په شکل دیر اثار پاتې دي چی ځینې مو په تیرو پروګرامونو کې معرفی کړل . دجامي په ټولو اثارو کی  د مکاتیب کتاب چی پکې د جامی په وسیله لیکل شوی لیکونه شامل دي ، خاصر تاریخی اهمیت لري . د دغو لیکونو اصلی خطی نسخې د ازبکستان جمهوریت د علومو د ختیځ د لاسی نسخو په خزانې کې  ساتل کیږی . دغه لیکونه د مشهور ازیک نسخه پیژندونکی او ایران پیژندونکی عصام الدین اورون بایف او د هغه د همکار  اسرار رحمانوف تصحیح او په دوشنبه کې د جامی د ۵۷۵ کلیزې په مناسبت چاپ شو. دغه کتاب په ۱۳۷۸ کال کی چاپ شو .

په دغه کتاب کی ۵۵۹ لیکونه راغونډ شوی دی . په دغو کی ۲۶ لیکونه د هغو کسانو دي چی جامی ته یې لیکونه لیکلی دی او ۴۳۳ نور لیکونه هغه لیکنې دی چی جامی بیلا بیلړو شخصیتونو ته لیږلی دي . په دغو لیکونو کی د جامي مخاطبان  ستر شخصیتونه ، مشهور واکونالان او سلاطین لکه سلطان حسین باقرا ، سلطان محمد فاتح  او یا وزیران لکه امیر علیشیر نوایی او یا عارفان لکه خواجه عبید ا... احرار په شان کسان دي .

په دغو کی په یو شمیر لیکونو کی ادبی روده کارول شوی ده  او پکې له موضوع سره دسم شعرونه هم ذکر شوی دی ، د دغو لیکونو کلی ځانګړنه چی د هر څیړونکی پام ځانته جلبوی دا دې چی جامی په خپلو لیکونو  اختصار ته ګروهنه درلودلی او خپل مخاطب ته یې خپل مطلب او هدف ګټه ور او مختصر بیان کړې دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 له تاریخی پلوه  د جامی د لیکوننو د ارزښت په اړه باید ووایو چی دغه لیکونه د پینځلسمې میلادی پیړۍ کې د ماوراالنهر او خراسان د کلتوری ، اقتصادی او اجتماعی حالاتو په اړه ګران بیه معلومات ورکوی . د دغو لیکونو په جاجولو سره دغه ټکی روښانه کیږی چی له لیکونو لیکلو د جامی هدف شخصی ګټه نه وه بلکط د جامی ټولې غوښتنې د ټولنې د بیلا بیلو پرګنو د دفاع ، او د ښکیلو او حاجت لرونکیو خلکو د مشکل د اوارولو لپاره  دی . دغه لیکونه ښی چی خلکو څرنګه جامی خپل غمخوار او ملاتړې باله او له هغه سره یې خپل مشکلات مطرحول  او جامی هم د خلکو په خدمت کې وو او د هغو له ګټو به یې دفاع کوله .

د جامی له لیکونو په نهمې هجری قمری پیړۍ کې  د مالیاتی نظام په اړه مهم معلومات ترلاسه کیږی . جامی د خلکو له حالاتو له نږدې خبر وو  .په همدې دلیل  د هغو کلنګونو له ویجاړونکیو نتیجو چی په بیلا بیلو عنوانونو سره په خلکو تپل کیدل ، خبر وو   . هغه د کړیدلیو خلکو د دفاع او د دغو ډول مالیاتو د کمولو اوتعدیل لپاره  باچا او وزیرانو ته لیکونه ورلیږل . د بیلګې په توګه  هغه په یوه لیک کی د بساکوه ښار د خلکو وضعیت چی له وچکالۍ سره مخامخ وو ، بیان کړی او د بساکوه له خلکو یې مالیات اخیستل ظلم بللی او د هغود خیال ساتلو غوښته یې کړی ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««

پر دې سربیره د جامی له لیکونو  د ځینو  هغوجنګونو او لانجو چی د تیموری کورنیو ترمینځ کیدل ،معلومات ترلاسه کیږی . جامی د دغو جنګونو د مخنیوی لپاره چی مسلما د خلکو لمن به یې نیوله ، تل  د هغه وخت باچا سلطان بایقرا ته د سوله ایزو رودو د غوره کولو سپارښتنه کوله او حتی د سولې له ټینګیدا به یې خوشحالۍ څرګندوله .

د جامی ډیر لیکونه د اهل علم د مالی او معیشتی وضعیت د هغه د اندیښنې په اړه دی . د بیلګې په  توګه د تیموری حکومت د وخت وزیر امیر علیشیر نوایی په په یوه لیک کی د مولانا جلال الدین یوسف نوم اخلی چی یو ځوان طلبه وو او د هغه د وړتیا او علمی وس د بیانولو په ترڅ کې یې  له وزیر غوښتی دی چی هغه لپاره تنخواه مقرره کړی تر څو په ارامه او اسانۍ سره زده کړه او پلټنه وکړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د جامی او علیشیر نوایی ترمینځ لیکونه ښی چی د تیموری وخت د دغودو سترو شخصیتونو ترمینځ صمیمانه اړیکی موجودې وې . جامی هغه وخت چی امیر علیشیر نوایی نیت درلود د هغو خپګانونو په وجه چی له دربایانو یې درلودل ، له خپلې څوکۍ استعفا ورکړی  او دربار پریږدی ، هغه صبر او زغم ته وباله او هڅه یې وکړه چی هغه له دغه کاره منع کړی . د جامی د دغه کار هدف هم دا وو چی د خلکو او هیواد د وضعیت د ښه کیدا لپاره ترې استفاده وشی .

وروستۍ خبره دا چی د دغو لیکونو ارزښت هغه وخت زیات جوتیږی چی پوهه شو . د دغه پړاو تاریخونو زیاتره د باچاهانو ژوند ، فتوحاتو او جنګونو ته پام کړی او کمتر د خلکو اقتصادی او اجتماعی وضعیت ته پام شوی دې .

پای

 

 

 

ټیګونه