Apr 20, 2020 14:43 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې اسلام وپيژنئ نومې لړۍ له ننني دوه سوه درویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په نننۍ برخې کې د تیرو پروګرامونو په څير د معاد موضوع تعقیبوو. هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

            دوستانو د معاد بحثونه  له نړۍ څخه د انسان د مرګ او جدائۍ  له موضوع سره تعقیبوو .په تیر مطلب کې مو وئيلی دي ،چې د انسان  د عمر ترټولو سختې شیبې ،له نړۍ څخه د هغه د جلا کیدا وخت دی . په هغو شیبو کې چې د قرآن کریم په تعبیر ،پټ (secret)مرګ بلل شوی دی،هیڅوک ئې مخه نشي نیول ی.همسر او بچیان،او د انسان شتمنۍ او مال او دولت نور هیڅ شی  په دغه حساس موقعیّت کې د انسان دژغورنې لپاره هیڅ لاره  نشي پیداکولی.

          دوستانو مرګ  زره وي او که په ځنډ سره ، حتما  د انسان  وخوا ته ورځي  عالم آخرت ته  ورتلو ته ځینی صحنې  ګوري  چې  دهغه لپاره په بشپړ نوي دنیا ده . په دې شیبو کې د انسان یوه مشاهده ،  د مرګ د فرښتې حضرت عزرائيل علیه السلام  لیدل  دي .

Image Caption

 

د بیلابیلو  د  مرګ د فرښتې شکل  او صورت مختلف وي .  هغه د  نیکو او مومنو انسانانو لپاره  په ښکلي او ښه شکل سره ظاهریږي  ، خو د مشرکانو او هغو کسانو لپاره  چې  په ژوند کې ئې   ځيږ او بد کارونه کړي وي ، هغه  په ډير وحشتناکې  او ویرونکي څيرې سره ګوري .

            دمرګ په  وخت د انسان یو جدي مشکل ، د هغه  دګمراه کولو لپاره  شیطان پراخه هڅه ده . شیطان  د انسان  د ایمان دله مینځه وړلو  او د هغه  دمنحرفولو لپاره هیڅ هڅه نه سپموي . هغه  دمرګ او عجل په وخت هم له انسانه لاس نه اخلي  او هڅه کوي  په بیلابیلو پلمو اوحیلو  او تمو سره  د ایمان ملغلره ، له هغه  لیرې وساتي څو له دنیا بې  ایمانه لاړ شي  ، دا د عجل په وخت د انسان لپاره ترټولو خطرناک حالت او شیبه ده .

  اصولا شیطان د انسان د افکارو او باؤرونو یا  د هغه د روحي خصلتونو  له لارې  په هغه کې نفوذ کوي .د انسان په  اعتقاداتو  او افکارو کې  هریو کمزوری او منحرف ټکی،د هغه په وجود کې د شیطان دنفوذ لپاره یوه کړکۍ کیدلی شی . له بل پلوه   د بخل ، حسد، تکبر ، غیبت  او د داسې ځینو نورو کرغیړنو کارونو په څير  ناخوښ خصلتونه ، د انسان  وجودي حریم ته د شیطان د نفوذ  لاره او د شیطان د  پلۀ پل په معنا  دي .

څرګنده ده  دشیطان ورانکار رول ته په پام سره ، باید  د ځان  له وجودي حدودو څخه د شیطان د داخلیدو  لارې وتړو، څو هغه د مونږ په ضد پخپلو هڅو کې ناکام شي . لازمه ده ، چې   دمونږ ایمان او اعتقادات ، پیاوړي او مضبوط بنسټونه ولري  او په  صالح عمل  اوسمې پيژندګلوۍ سره  یو ځاي شي ،څو  پر مونږ د شیطان د غلبې لارې وتړل شي .

             دوستانوپه روایتونو کې راغلي دي ،چې  شیطان  له  دنیا سره د انسان له لیوالتیا  د هغه د  کمزوري ټکي  په توګه او دهغه څه لپاره چې  دهغه کنټرول په لاس کې واخلي ،  استفاده کوي . مثلا،  که انسان  له یوه شي سره له حده زیاته مینه  ولرل شي ، نو شیطان ئې  دهغه د مرګ په وخت  ګواښ کوي ، چې  یا له خداي سره کفر وکړي  یا  هغه شئ چې دی ورسره ډيره مینه لري ،نابودي . 

 په روایتونو کې راغلي دي،چې  د مرګ یا عجل په وخت  باید یوازې  پر خداي  هیله او امید ولرل شي ،ځکه د خداي متعال  مهربانی او عظمت بې انتها  او  د مونږ ګناهانې محدودې دي ، نو ځکه سپارښتنه شوې ده ، دهغه چا په نزد چې  د  مرګ په حال کې وي او عجل سره لاس او ګریوان وي ، ډير زیات  متعال خدای یاد کړي .د  اسلام د ګران پیغمبر په دې باب  فرمائيلي دي ؛ د خپلو مردګانو پر سریعنی د عجل په وخت د هغو پر سر  حاضر شئ  او هغوي ته د لااله الا ا.... ذکر تلقین وکړئ  او هغوي ته د بهشت او جنت  ځیری ورکړئ . ځکه حتی  ینک  ښځې او سړي هم په دې  وخت سربداله اولالهانده کیږی او شیطان  له بل هر وخته زیات  د انسان د مرګ په وخت ورنزیدیکیږي .

               د مرګ په باب یو بل د  پام وړ ټکی دادی چې  د انسانانو ځانکدن  یا د ساورکولو وخت  له یوه بل سره فرق کوي . د مرګ په درشل کې ،  له نیکو او غوره کارونو  کونکو مومنانو سره  په احترام سره چلند کیږي ، دوي  په سلام او په دې ځيري سره چې خداوندمتعال   د دوي لپاره  ستر اجر  تیار کړی دی ، برزخ او بهشت ته واردیږي .

د قرآن کریم د نحل سورې  ۳۲آیت پر دې دلالت کوي ،چې  له مومنانو سره ، د سا  د ورکولو په وخت ، په ډير احترام او آسانۍ سره چلندکیږي  او دوي  د جنت ځيری ترلاسه کوي .: هماغه کسان  چې فرښتې  ئې سا اخلي ، په داسې حال کې چې  د شرک او ګناه له ککړتیاؤ پاک دي ، دوي   ته وائي ،  سلام وي پر تا،  د هغه څه په انعام سره ، چې  چې دې ترسره کړي دي ، بهشت ته  وارد شه :::

  دغه آیت د مرګ په وخت دنیکو او پرهیزګارو  وضعیّت  دغه شان بیانوي ، چې   دمرګ مامورې فرښتې ، له هغوي روح  اخلي ، په داسې حال کې چې  پاک اوپاکیزه دي .  له ظلم ، فساد  او  شرک څخه پاک ،  پاکو اونیکو انسانانو ته وائي،پر تاسو سلام وي،داسې سلام چې  دپشپړ آرامښت ،سلامتیا او امنیت نښه ده ،  بهشت ته واردشئ،دهغو نیکو عملونو په خاطر چې  دې  کړي دي . دغه آیتونه ، د پاکو انسانانو د سا د ورکولو یا د عجل په وخت  درې مهمو ټکو ته اشاره  کوي ،پاکیزه  شوه ،له هر نظره  په امنیت او سلامتئ کې  او د جنت په لور   ئې لارښونه  کول.

             دوستانو  د اسلام د  دین مخکښانو ، دایماندارو او پاکو انسانانو دمرګ د شیبې په باب  یو لړ سپارښتنې کړي دي  د دوي وضعیّت په ښه ډول  بیانوي .  د اسلام ګران پیغمبر  فرمائي ؛له  دنیاد مومنو کسانو تګ  یا خارجیدل ، داسې دي ، لکه چې  د مور  له خیټې زیږیدلی وي ، چې له تورتمه او تنګڅو او دباؤنو څخه یوې سترې  اوروښانه فضا ته  واریدیږي .

 په یوه  روایت کې له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه  راغلي دي ، چې  د روح قبض کول یا سا ورکول،د  مومن  لپاره د تر ټولو پاکو اوښو بویونو په څير  دي ::::. هغه بزرګوار  له یولړ توضیحاتو ورسته  دې ته اشاره کوي ، چې  د مومنو انسانانو درد  او کړاؤ  په مرګ سره ختم کیږي . 

 ددغو خبرو  نتیجه  دا چې ،  د غوره عملونو او ایمان له پانګې څخه برخمنیدا ، د سا دورکولو یا دعجل  د وخت  ویره او وحشت  په آرامښت اوامنیت بدلولی شي .

لکه څنګه چې په مخکې پروګرام کې  مو ورته اشاره کړې ده ،  له دغې دنیا آخرت ته د بدکارو انسانانو  دمنتقلولو وخت ، په هغه ژوند  له ډيرې پښمانۍ او افسوس سره یو ځاي  دی ، چې چتي ئې له لاسه ورکړی  او دهغه ژوند په ترټولو روستیو شیبو کې دی . خو هغه ټکی چې  دلته باید ووئيل شي ،  دا دی چې د مرګ په وخت د بدکارو او ظالمانو دروح قبض کیدا ، له ډير دردناک عذاب او سختیو سره یو ځاي  ده .   د روح دقبض کیدا په وخت ، دمرګ فرښتې  له دوي ګیرچاپيره کیږي  او پرې ګوزارونه کوي .   دقرآن کریم  د انفال سورې  ۵۰ او ۵۱ آیتونه   دمرګ په وخت  د کافرانو  اوبدکارو   دغه عبرت اخستونکي  او غمجننونکي وضعیّت ته  اشاره کوي  او فرمائي ؛

Image Caption

 

ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ﴿۵۱﴾ كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۵۲﴾؛ که ووینئ ، هغه وخت چې فرښتې  د کافرانو سا اخلی،او ددوي په مخونو او څټونو ګوزارونه کوي،د سوزونکي عذاب خوند وڅښي .دغه عذاب او سزا،د هغو کارونو په سبب ده چې له مخکې ئې لیږدولي دي او خداوندمتعال  هیڅکله پر خپلو بندګانو ظلم نه  کوي :::: 

د مرګ یو خصوصیّت ،د هغه  ناڅاپي شونه ده .مرګ هیچا ته د راتلو خبر نه ورکوي،خو په دې حیرانتیا،چې  دانسان  تر ټولو غفلت  له همدې اړخه   دی، ګواکې هغه کسان چې د ژوند په کامیابیو خوشال،د راتلونکي لپاره نقشې جوړوي  او په ذهن کې اوږدمهاله آرزوګانې لري،خو ناڅاپي د مرګ فرښته رارسیږي  او دهغه درستې نقشې سره ګډوډوي  اوله مینځه ئې وړي .په همدغو شیبو کې ده چې د ژوند خوشالۍ  او خوندونه  په تریخوالي بدلیږي  او انسان حک بک پاتیکیږي . نو ځکه باید له مرګه مخکې  باید د دغه بیرته نه راګرځيدونکي سفر لپاره   لپاره ملا وتړو . حضرت امام علی علیه السلام  خپل زوي امام حسین  ته سپارښتنه کوي  چې ؛  زویه! مرګ ډير یادوه او د مرګ په یاد پسې شه او له هغه  وروسته وخت  هم یادوه ،تردې چې دغه وخت راورسیږي ، نو تیار ووسه او  ورته ملا ټينګه وتړه .  داسې نه چې مرګ دې ناڅاپي  راګیر کړي  او تا مغلوب  کړي .::: 

څوک چې  دنیا  نیمګړي وګڼي،له مرګه وروسته د آخرت اوعالم سختیانې وپيژنياو په آخرتکې د عمل د بازار په یاد کې وي،نوهڅه کوي له دې دنیا په ډکو لاسونولاړشی.هغه له مرګ مخکې  په هغه تل پاتې سرائ یا دنیا کې  د خپلو آسانتیاؤ  وسایل او سامان برابروي . 

د مرګ یادول او د ابدي برخلیک په باب  فکر کول،انسان له ظلم او فساده غړوي،د مرګ یاد،له زړونو د غفلت زنګ لیرې کوي او بې حسابه  خوندونه ورپه برخه  کوي  . ددغې دنیا نیمګړی ژوند ته پام ، د حرص ،تمې ، حسد بخل  او زیات غوښتنو په څير ناخوښ صفتونه ، په انسان کې کموي اوکم رنګه ئې کوي .د مرګ د یاد له آثارو څخه  د نفس کنټرولول  او دهغود  طوفاني او څپانده څپو مخنیوی دی .  امام علی علیه السلام فرمائي ؛ د مرګ په یادونې سره ، نفس  خاضع کیږي او آرامښت مومي .

      هغه انسان چې د مرګ په فکر کې وي،دغه دنیا  له درستو ښکلاؤ او لویوالي سره  دهغه په نزد ډيره واړه کوي .هغه باؤري وي،چې دنیا دآخرت په وړاندې  هیڅ شی نه ده  او اصولا  له ابدیّت سره د پرتلې وړ نه ده . ددغې نړۍ خوشالیانې  هم د  آخرت  له خوندونو سره نه برابریږي  او له هغو کم ارزښته دي. نو ځکه دنیا  د ژوند نهائي موخه نه ګڼي ، بلکې   له دې دنیا سره  له حده زیات اړوندوالی  کموي .خداوندمتعال په قرآن مجید کې د توبې سورې په یوې برخې کې فرمائي؛ :آیا دآخرت په ځاي دې د دنیا له ژوند سره زړه نښلولی دی؟،(په داسې حال کې)چې د آخرت په وړاندې د دنیا د ژوند ډولوالی او خوند  ډير لږ دی . :::::

دوستانو مرګ مونږ ته رازده کوي،چې دغه نړۍد انسان اصلي دیره کیدونکی ځاي نه دی .لکه څنګه  حضرت امام علی السلام  خپل زوی ته په سپارښننې کې فرمائي،ائ زویه !پوه شه چېته ددې دنیا لپاره نه،بلکې د  آخرت لپاره پنځول شوی ئې .:::

وروستۍ خبره دا چې انسان په دغې دنیا کې که وغواړي او  که نه،د آخرت  او مرګ په لور روانیدونکی دی .د زیږیدا او مرګ تر مینځ واټن،د ژوند په نامې سره په یوې ټيټې هسکې لارې کې کچ کیږي .. انسان د ژوند دلارې په کچ کولو کې  ممکنه ده  په مستقیمه لاره حرکت وکړي ، چې د مقصد او هدف په لور تر ټولو غوره او بې خطره  ده او  په قرآن کریم کې   هم د صراط مستقیم په توګه  یا دشوې ده . څوک چې  په مستقیمه لاره لاړ شي ، نو  عاقبت او انجام به ئې ښه اونیک وي ، خو هغه څه چې  له مستقیمې لارې وغړیږي ، نو  له بې لاریتوب  او ګړنګونو سره  مخامخ کیږي  او په نهایت کې به نسکور شي . دغه شان کس  به له ناسم انجام سره مخ شي او جهنم د هغه په انتظار کې دی .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه