May 02, 2020 14:01 Asia/Kabul
  • د ټرمپ دوه مخي سیاستونه

برایان کرنسټن په دې باره کی ولیکل نور د ټرمپ د عقل له سلامتیا اندیښنه نلرم . په دې پوهیدل چی هغه ناروغ دې نه غوسه چی په ژوره مې غمجنوی . اوس نور د هغو ټولو کسانو د عقل له سلامتیا اندیښمن یم چی باور لری دغه مشکل لرونکې کس باید هیواد اداره کړی .

  د  امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  سپينې ماڼۍ ته  د رسیدو له وخت راهسې  داسې  کومه اونۍ نشته چې  پخپلو ټویټري پيغامونو ،ویناؤ او فیصلو سره  کوم جنجال نه وی  رامینځته کړي .د هغه نه اټکل کیدونکی او  له سیاسی او اخلاقي عُرفه  لیرې شخصیت،چلند او څرګندونې لامل شوي،چې  هغه  د  امریکا د ولسمشر په توګه تل د خبرونو په سر کې وي . ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ یو ټر ټولو جنجالی پړاؤ تیروي  .هغه  په خبرو اوچلند کې د امریکا  یو تر ټولو نادود ولسمشر دی .په تیرو کابو  درو کلونو کې  داسې کومه  ورځ نه وه چې د امریکا ولسمشر  د بیلابیلو رسندویو په سویه  د څه نا څه شخړه او جنجال ونه لري . د کرونا له راتلو مخکې ټرمپ باور درلود د نورو څلورو کلونو لپاره  د سپینې ماڼۍ د ساتلو لپاره کوم مشکل چیلنج نلری ، خو د کرونا ویروس په خپریدا سره د هغه سیاسی وضعیت او راتلونکې شکمن شوې دې .له همدې امله ټرمپ د سیاست په لوبه کی کرونا منلی تر څو شاید  په فرصت د ګواښ په بدلولو سره  د نومبر په انتخاباتو کی د سختې ماتې مخه ونیسی . هغه لومړې دکرونا ویروس موضوع جدی ونه بلله او هغه یې رد کړه ، بیا یې د کرونا اغیز او کړکیچن وضعیت ومنه خو په دې زمینه کی یې خپله ناکامی د چین پر غاړه واچوله . هغه د کرونا ویروس ته د چینی ویروس او ووهان ویروس نوم ورکړ خو هیڅ رسندوې له هغه سره ملګرتیا ونکړه .

په مقابل کې چین هم د امریکا د پوځ په وسیله په  ووهان کی د ویروس د خپرولو د احتمال موضوع مطرح کړه . د چین او امریکا ترمینځ د تورونو ردو بدل کول که څه هم د امریکایی ښاریزو لپاره حساسه موضوع وه خو د هغو د معیشت د دوام او اقتصاد په اندازه مهمه نه وه . د بیکارانوڅپه ، د تیلو د بیې کمیدا او د اقتصادی حوزو بندیدا د ټرمپ محبوب پانګه وال نظام تر پوښتنې لاندې راوستې دی  او په تیرو اونیو کی د هغه ټولې تیرې بریاوې له مینځه لاړې دي . اوس د امریکا د ولسمشر عجیبه خبرې د سیاسی ټولنو ، رسندویو ، او د امریکا د ټولنیزو چینلونو د خندا او نیوکې وړ ګرځیدلي دي . له کرونا سره د مقابلې لپاره  د ضد عفونی کونکیو موادو د پچکاری کولو په اړه دټرمپ څرګندونو پراخ غبرګون راوپاروه . داسې اقدام چی طبی کارپیژاندو هغه یو خطرناک اقدام بللې دې . ټرمپ په یو لړ نورو څرګندونو کې له ماورا بنفش شعاګانو (الَټراوایلیټ رې )استفاده د کرونا ناروغۍ د مخنیوی لپاره سپارښتنه کړی وه . له هغو نیوکو وروسته چی په دغې ادعا پسې په هغه وشوې ، ټرمپ وویل  چی شوخی یې کړی ده او له خپل دریځه یې شاتګ وکړ . په داسې حال کی چی د هغه په ټویټ کې د شوخی کومه نښه نه وه . نیویارک ټایمز په یوه راپور کی ولیکل کرونا ویروس په بشپړه توګه د امریکا مخې ته د انتخاباتو بڼه بدله کړی ده . اقتصاد په بدوضعیت کې دې  ، خلک په سټریس کې دي او یریدلي دي . ټرمپ په نظر غوښتنو کې محبوبیت کم شوی او راتلونکې لرلید ښه نه ښکاری .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د کرونا په کړکیچ کې د ټرمپ په کړچار یو نیوکه کونکې برایان کرنسټن یا هماغه د بریکنګ بډ د مشهورې ډرامې والټروایټ دې . دغه ۶۴ کلن لوبغاړی له کرونا سره د مقابلې لپاره  د ضد عفونی کونکیو موادو د پچکاری کولو په اړه د ټرمپ په عجیبه څرګندونو په هغه او د هغه په پلویانو سخته نیوکه وکړه . برایان کرنسټن  په دې باره کی ولیکل نور د ټرمپ د عقل له سلامتیا اندیښنه نلرم . په دې پوهیدل چی هغه ناروغ دې نه غوسه چی په ژوره مې غمجنوی . اوس نور د هغو ټولو کسانو د عقل له سلامتیا اندیښمن یم چی باور لری دغه مشکل لرونکې کس باید هیواد اداره کړی .

د پرنسټن پوهنتون تاریخدان جولیان زلیزر هم وایی ټرمپ د کورنۍ د هغه غړی په شان دې چی په دسترخوان ناست وی او له هیڅ کوم معلومات نلری خو په  دوامداره توګه په لوړ باور هر څیز په اړه خپل نظر ورکوی . دغه پوهنتونی څیرې زیاته کړه ټرمپ ګروهنه لری پولې او سرې کرښې ماتې کړي  ځکه چی فکر کوی دا کار د هغه د سیاسی پلویانو د تحریک سبب کیږی . د پرنسټن پوهنتون د تاریخ استاد وویل خو هغه د امریکا ولسمشر دې  او دا کارونه خطرناک دي .  د نیویارک ډیموکراټ ښاریز بیل دی بلازیو وویل دا چی  باید د سلامتیا او علمی مسلو کې د امریکا د ولسمشر خبرې تصحیح کړې ، یوه غمجنه کیسه ده . د نومبر په انتخاباتو کې د ټرمپ سیال جوبایدن په ټویټر کې ولیکل باور مې نه کیږی چی باید دا ووایم خو لطفا وایتکس ونخورۍ .

که څه هم ټرمپ له نیوکو وروسته ویلی دی چی د هغه خبرې هسې شوخی وه خو رسندویو راپور ورکړی دی د امریکا ډیرو خلکو د هغه خبرې شوخی ندي بللی . د بیلګې په توګه د مریلینډ ایالت د بیړنیو چارو د مدیریت اژانس  له څه د پاسه سلوټیلی فونی تماسونو وروسته  په دې ډول یوه بیانیه صادره کړه ، دا بیانیه په دې اړه د تذکر لپاره صادره شوی ده چی په هیڅ شرایطو کې هیڅ ډول ضدعفونی کونکی مواد نشی پچکاری یا بلې هرې لارې بدن ته نشی ورداخلیدلې .

نن سبا په ټرمپ یوه بله نیوکه کونکی څیره د مایکروسافټ شرکت بنسټ ګر او مالک بیل ګیټس ده . بیل ګیټس له کرونا سره په مقابله کی د ټرمپ په غفلت او سستۍ سخته نیوکه کړی او ویلی یې دي هغه په دې لړ کی هیڅ روښانه دستورالعمل نلری .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

بیل ګیټس په امریکا حکومت دا نیوکه هم کړی ده چی نن له پخوا کم د روغتیایی بیړنۍوضعیت لپاره د نړیوالو حل لارو په پراختیا کې کمتر ګډون کوی .  خو بیل ګیټس د دې په مقابل کې د جرمنی صدر اعظمه میرمن مرکل د هلو ځلو په دلیل  د مشرۍ کولو لپاره مناسب شخصیت او په دغه کړکیچ کې د یوې ښکاره راې درلودلو په دلیبل وستایله . ټرمپ د نیوکو او دباونو په وړاندې تل هڅه کړی ده ، سپینه ماڼۍ او فیدرال حکومت قربانی کړی . په کابو درې نیمو کلونو کی څه د پاسه پنځوس کسان له سپینې ماڼۍ او فیډرال حکومت له خپلې څوکۍ لیرې کړې شوی یا استعفا ته مجبوره شوی دي . نوی احتمالی قربانی د امریکا روغتیا وزیر الکس ایزار کیدلې شی . د سی این این چینل د ټرمپ حکومت د یوه لوړ رتبه چارواکی له قوله ویلی دی تراوسه هیڅ پریکنده ندي خو په سپینه ماڼۍ کې د الکس ایزار د ځای ناستی توب په اړه بحث روان دې . داسې ښکاری چی هغه د ټرمپ د تیروتنو قربانی کیږی . هر څومره چی د امریکا دولسمشرۍ د انتخاباتوترسره کیدا ته وخت نږدې کیږی د ټرمپ نه آتګلیدونکی ، له اخلاقیاتو او عرفه لیرې کړچارونه زیاتیږي. ټرمپ هر څه کوی چی د نومبر په انتخاباتو کی خپل چانس زیات کړی .

په نیویارک ټایمز کې په دې باره کی په یوه یادښت کې راغلی دي ، ټرمپ د یوه انسان او سیاستوال په توګه له نواقصو ډک دې . هغه لپاره دحقیقت ویل یا منل کومه معنا نلری ، ټرمپ هر هغه کار کوی او هر هغه څه وایی وایی چی فکرکوی هغه لپاره ګټه درلودلې شی . هغه هیڅ اصول نلری . اخلاقیاتو او وجدان ته پایبنده ندې ، یوازې له هغو کسانو سره بیوند او اتحاد لری چی له هغه ملاتړ او د هغه د تبلیغاتو په لړ کې ورسره مرسته وکړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د نیویارک ټایمز لیکوال د دغه یادښت په پاې کې ولیکل له ټرامپه هیڅه لیرې ندي . ځان د هغه د اقداماتو لپاره چکتو کړئ  ځکه چی هغه به د نومبر په انتخاباتنو کی د بریالیتوب لپاره  له هیڅ کاره ډډه ونکړی ، هغه کس چی د خپل غږ نوار چی پکې په ویاړ سره د میرمنو د کړولو او سپکاوی خبره کوی ، انکار کولې شی ، نو هر څه کولې شی . د ټرمپ کړچار او له دوهم نړیوال جنګه وروسته له ژورې ځوړتیا سره د امریکا مخامخیدا او پنځلس فیصدو ته د بیکارۍ د اندازې زیاتیدا د ټرمپ موقعیت سخت لړزانه کړې دې .

وروستۍ نظر غوښتنه په ټرمپ د جوبایډن د شپږ فیصدی برترۍ ښودنه کوی . د ټرمپ د محبوبیت کمیدا د اندیښنو سبب شوی ده . د رای الیوم ورځپاڼۍ چیف ایډیټر عبدالباری عطوان په یوه یادښت کې ولیکل که د ټرمپ مخه ونه نیول شی ممکنه ده په خپلې ماتې  د برغولی کیښودلو او د خپل محبوبیت له کمیدا سره د مبارزې لپاره په امریکا کی داخلی جنګ رامینځته کړی . دغه کس دخپلو سیاستونو او حکومت له ماتې د عمومی افکارو د غړولو لپاره له هیڅ اقدامه ډډه نه کوی ، هغه سیاستونه چی ممکنه ده په انتخاباتو کی دهغه د بیا بریالیتوب خنډ شي .

پای

 

ټیګونه