May 07, 2020 12:58 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 18-2-99

نن د تهران تقريباً ټولو ورځپاڼو په خپلو غټو سرخيو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پروني بيانات راخېستي دي.

چې وړومبے به ترې د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راواخلو دغه ورځپاڼه ليکي د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي پرون د کار او کارګر د هفتې په مناسبت له اوو توليدي ټولګو سره د ويډيو کانفرنس له لارې ټولو کارګرانو او زيارويستونکو ته د کارګر د هفتې د مبارکۍ په ويلو سره د توليد د هيله منونکو رپوټونو اورېدل خواږۀ او په زړۀ پورې وبلل او په عمومي توګه د دغو رپوټونوپه خپرولو باندې په تاکيد سره وفرمايل: د کارګرې ټولنې د مشکلاتو ختمېدل يوه مهمه مسئله ده چې پکار دي عملي شي.

هغۀ د هېواد د اقتصادو هدف د سرمائې توليد او د د خلقو ترمېنځ د هغو عادلانه وېش وبلۀ او زياته يې کړه، سالمو اقتصادو د رسېدو لپاره کارګر په هېواد کښې د سرمائې د توليد د وړومبۍ درجې يو عامل او يوه اصلي ستنه ده.

ورځپاڼه زياتوي معظم رهبر په دوام کښې د روان ۱۳۹۹ هجري نمريز کال د شعار په توګه د توليد د ځغل او چټکتيا موضوع ته اشاره وکړه او د ايران په اقتصادو کښې د توليد مسئله د انسان د بدن د حفاظتي او دفاعي سېسټم په څېر وبلله او واضحه يې کړه: هم هغه ډول چې له وائرسو سره په مقابله کښې د بدن د حفاظتي سېټم  رول مهم دے، که توليد مناسب او مخ په وده وده وي نو د طبيعي وائرسونوو او بنديز يا د تېلو د بيې د ټيټ والي او لوړوالي او مختلفو لړزاو په شان د لاس جوړو وائرسو په مقابل کښې د هېواد د اقتصادي ډانچې محافظت کولې شي.

ورځپاڼې همدارنګ د اسلامي ايران د ولسمشر حسن روحاني له قوله وليکل: له کرونا سره د مقابلې لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون د آسټریا له ولسمشر الکزېنډر ون ډِر بِلِّن Alexander Van der Bellen سره په ټیلیفوني خبرو اترو کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا له کرونا ناروغۍ سره د مبارزۍ لپاره له روانو سختو حالاتو سره سره د ایران د درملیزو او طبي اړتیاؤ د پوره کولو په لاره کښې خپلو بندیزونو ته دوام ورکوي، زیاته کړه: د امریکې حکومت له دغو وائرسو سره د مقابلې لپاره حتی د پيسو له نړیوال صندوقه د پور له ترلاسه کولو سره سخت مخالفت کوي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د آسټریا ولسمشر هم له ایران سره د ملګرتیا پراختیا ته د خپل هیواد په علاقې او له کرونا سره په مبارزه کښې د تجربو انتقال ته په چمتووالي باندې په ټینګار سره وویل: آسټریا او اروپايي اتحادیه د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو مخالف دي.

هغه په دې خبرې سره چې د امریکې اقدامات د نړیوالو تړونونو خلاف دي، زیاته کړه: هڅه به وکړم چې د ایران او اروپا تعلقات، له امریکې څخه له اغیزمنیدو نه بغېر، ښه شي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې د ايران د خارجه وزرات وياند په حوالې سره وليکل: ايران  جرمني، لبنان او افغانستان  ته طبي سامونه ولېږل.

د ورځپاڼې مطابق سيد عباس موسوي پرون په خپل يو ټوئيټ کښې په "باهم قويتر" هېشټک سره وليکل، هم هغه ډول چې ايران د کورونا بيمارۍ په کمېدو کښې پرمختګ کړے دے د ايران د بهرنيو چارو وزير قول ورکړے دے چې د اروپا او افريقا په شمول د نړۍ د مختلفو هېوادونولپاره له کووېډ نولس بيمارۍ سره اوړوند آلات او سامانونه تامين کړي.

هغۀ زياته کړه په تېرو ورځو کښې ايران افغانستان، لبنان او جرمني ته د کورونا وائرسو له تشخيص سره اړوند آلات او سامانونه ولېږل.

----------

د تهران چاپ کېهان ورځپانې بيا وليکل: په تهران پوهنتون کښې د کورونا واکسينو د جوړولو وړومبني تحقيقات شروع شول.

د تهران پوهنتون مشر محمود نيلي احمد آبادي پرون له ايرنا سره په مرکه کښې وويل: د کورونا په اړه د علاج، واکسينو، ټېسټونو او علمي تحقيقاتو په مختلفو برخو کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ د کاري ډلو په تشکيلېدو سره د تهران د پوهنتون او طبي علومو محققانو د هغو د جوړولو د تحقيقاتو وړومبني مراحل شروع کړل او د دغو واکسينو نتيجې ته رسېدو لپاره په کوشش کښې دي.

د ورځپاڼې په قول په ايران کښې د کورونا معالجاتي پلازمه د پروژې سرپرست حسن ابوالقاسمي هم وويل: په هېواد کښې د معالجاتي پلازمه د تحقيقاتي طرحې نتائج ښودنه کوي چې دغه معالجاتي طريقه د کورونا د بدحالو بيمارانو په ښۀ کېدو کښې موثره کېدې شي.

هغه يادونه وکړه چې د پلازمه پيچکاري کول بايد زر تر زره ترسره شي  ځکه چې ډېر ښه تاثير لري.

----------

اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼې رااخلو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو، دغه ورځپاڼه د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان له قوله ليکلي: هندد حملې لپاره بهانې لټوي او د همدې لپاره په پاکستان تورونه لګوي او په کنټرول لائن کښې ډزې کوي.

ورځپاڼې  د جنوبي کوريا د ماهرينو په حوالې سره وليکل: له کورونا بيمارۍ روغ شوے کس بيا په کورونا وائرسو نه اخته کيږي.

----------

دا هم پېښور چاپ مشرق ورځپاڼه چې په يو خبر کښې  ليکي: پېښور د کورونا وائرسو د خپرېدو او مړو له لحاظه د پاکستان ترټولو خطرناک ښار وبللے شو.

د ورځپاڼې د يو خبر له مخې خېبرپښتونخوا صوبې د جون له وړومبۍ نېټې څخه د تعليمي ادارو د خلاصولو غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان درې نورو صوبو يعنې پنجاب ، سېند او بلوچستان د کورونا وائرسو د شتون په وجه د جون له وړومبۍ نېټې څخه د تعليمي ادارو له خلاصولو سره مخالفت وکړ.

ورځپاڼې همدار ليکلي دي، له اماراتو نه پاکستان ته راستنېدونکو پاکستانيانو کښې د کورونا وائرسو موجودګي ترتشويشناکه حده پورې زياته شوې ده. د خبر له مخې پاکستاني چارواکو په دې اړه د اماراتو چارواکي له خپل تشويش څخه آګاه کړل.

------------

د پاکستان اسلام اباد چاپ دنيا ورځپاڼې وليکل د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د حزب المجاهدين مشر قوماندان او د برهان واني جانشين  د هندي ځواکونو په حمله کښې ووژل شو. د خبر له مخې قوماندان رياض نائيکو په پلوامه سيمه کښې د خپل خاندان ليدو ته لاړ ؤ چې هندي ځواکونو يې کور محاصره کړ او په بارودو سره يې ولوزولو. له دغې پېښې وروسته د سيمې کشميري مسلمانانو د کرفيو په ماتولو سره سړکونو ته راووتل او سخت احتجاج يې وکړ او په فوځي ګاډو يې حملې وکړې.

ورځپاڼې همدارنګ د امريکې د رسنيو له قوله وليکل، په امريکه کښې د کورونا وائرس خپرېدل خطرناک حد ته رسېدلي دي او په دغه هېواد کښې دېرش زره بنديان هم په جېلونو کښې په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي وويل، د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه دنيا د معاشي بحران لوري ته روانه ده چې په دې بحران کښې به د پاکستان په شان پراختيا په حال کښې هېوادونو معاشي حالات ډېر خطرناک وي.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل له اماراتو نه پاکستان ته راستنېدونکو يو سل اتيا کسانو کښې کورونا وائرسو شتون تائيد شو او همدارنګ له قطر نه راستنېدونکي اتلس کسان په کورونا وائرسو اخته وپېژندل شول.

دنيا ورځپاڼې همدارنګ په لاهور کښې د د پاکستان د مسلم ليګ نواز څانګې د مشر شهباز شريف په مشرۍ د يوې غونډې په حوالې سره وليکل، دغه ګوند د پاکستان په اساسي قانونو کښې په اتلسم ترميم کښې د بدلون له راوستلو سره د مخالفت فېصله وکړه.

------

 

ټیګونه