May 11, 2020 16:09 Asia/Kabul
  • د لویديځي آسیاپيښې په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دلویديځي آسیا د مهمو پيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په پیل کې د ځينو پيښو یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې مو هم تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو ،نو تر پایه راسره ملتیا ولرئ

*/*/*/*/*/   دعراق د حکومتي کابینې  جوړیدا*/*/*// د داعش د خوځښتونو زیاتیدا/*/*/*/*/*/  دکابینې دجوړولو لپاره د نتن یاهو معرفی کیدا */*/*/*/*/     او د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ په ضد دجرمني  په اقدام غبرګونونه  په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهم بدلونونه  ؤ چې په اوس مو هم په دې اړه رابولوو ، دتحلیلي برخې آوریدو ته . */*/*//*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

            بلاخره  له پنځه میاشتنې سیاسی بندون وروسته لومړي وزیرمصطفی الکاظمياو دهغه  کابینې د عراق له پارلیمانه دتیرې پنجشنبې په ورځېطد اعتماد رایه واخستله .د ۲۰۱۹کال د نومبر  له ۲۹راهسې چې عادل عبدالمهدي د عراق له ضدراعظمۍاستعفی ورکړې،د عراق ولسمشر برهم صالح د کابینې  د جوړولو  لپاره درې ځله درې کاندیدان معرفي  کړل .

محمد توفیق علاوي او عدنان الزرفي حتی دپارلیمان په غونډې کې په شتون هم بریالي نه شول .د عراق د اطلاعاتي ادارې د وخت مشر مصطفی  الکاظمي د کابینې په جوړولو ګمارل شوی دریم کاندید ؤ  چې د عراق د سیاسی ډلو ټپلو په اجماع سره  د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره معرفي شو . د کاظمي کابینې ته د پارلیمان د استازو  د باؤر په رایو ورکولو سره  عملا  د عادل عبدالمهدي  د لومړي وزارت د موقتي پړاؤ  دندې  هم پاي ته دورسیدې  او پنځه میاشتنی سیاسی بندون  هم  تقریبا ختم شوی دی .

 الکاظمي د بعثي رژيم  له نسکوریدا وروسته  له آیاد علاوي،ابراهیم جعفري ، نوري مالکي ،حیدرالعبادي  او عادل عبدالمهدي وروسته  شپږم لومړی وزیر  دی .

            د تیرې پنجشنبې په شپه   دپارلیمان  په غونډې کې چې  دجمعې تر سهار پورې روانه وه،د عراق د پارلیمان  له ۳۲۹ استازو څخه ۲۶۶استازو  پکې  شتون درلود او په بله وینا،د اعتماد د رای د ورکولو په ناستې کې ۶۳استازي  موجود نه وو. 

  دمصطفی الکاظمي  له وړاندیزي ۲۲وزیرانو څخه  پارلیمنان  پنځلسو  وزیرانو ته د باؤر رایه ورکړه او  پنځو نورو د باؤر رایه ترلاسه نه کړائ شوه   او  د  خارجه واو تیلو د چارو د دوو مهمو وزارتونو  لپاره هم کوم کاندید معرفي نه شو او باید  په یوې میاشتې کې ددغو اوو وزارتونو دندې  هم مشخصې شي  څو عراق  په بشپړ ډول  له وروستي پنځه میاشتنې سیاسی بندونه ووځي. په  هغو پنځلسو وزیرانو چې  د باؤر راي ئې ترلاسه کړي دي ،  نهه اهل تشیع، پنځه اهل تسنن  او  یو هم کرد وزیر  دی او  په هغو پنځو وزیرانو کې  چې  د اعتماد رایه ئې نه دي ګټلي،دوه شیعه،یو اهل سنت او یوهم کرد او یو مسحیي کاندید وزیران  دی .

               دعراق د  نوي کابینې جوړیدا د هیواد په داخل کې  او په سیمه ایزه سویه  له پراخ هرکلي سره مخامخ شوې ده .د عراق د ولسمشر برهم صالح پشمول  زیاتره رسمي چارواکو پخواني لومړي و زیر  عادل عبدالمهدي ، د کردستان  سیمې د ځاي حکومت مشر مسرور بارزاني ، هم د مصطفی الکاظمي  د کابینې د جوړولو  تود هرکلی کړی دی .

په سیمه  ایزه سویه  د  اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د  عراق پارلیمان او ولس ته  په دغه هیواد کې  د نوي حکومت  دجوړیدا په باب  د مبارکۍ په وئيلو سره  ټينګار ک ړی ، اسلامی ایران  تل د عراق  د وس او د دوي د ټاکل شوي حکومت ترڅنګ  دریږي .

 د سعودي عربسان  ولی عهد محمد بن سلمان د عراق له نوي لومړي وزیر  مصطفی  الکاظمي سره  په تماس کې   هغه ته ریاض ته دسفر بلنه  ورکړې ده . د عربستان خارجه وزارت  هم د یوې  اعلامیې په خپرولو سره  له عراقه  ددغه هیواد ملاتړ او  د متقابل احترام په اساس ئې  دعراق له نوی حکومت سره د ملګرتیا لپاره د ریاض  چمتووالی اعلان کړی دی  .

 د متحده عربی اماراتو  دحکومت مشر شیخ خلیفه  بن زاید ال نهیان  او د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الصباح  هم   دمصطفی الکاظمی په ټاکل کیدا مبارکي وئيلې ده .

               په عراق کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  د خوځښتونو زیاتیدا هم  په لویدیځي آسیا سیمې کې د تیرې اونۍ یوه مهمه پيښه  وه .د داعش پاتې  جنایتکارو  تیره اونۍد عراق په امنیتی ځواک او الحشد الشعبي مبارز ځواک  په حملو سره  په لګسونو کسان شهیدان او ټپیان کړي دي . 

 د تیرې شنبې  سهار وختي د عراق په صلاح الدین ولایت کې د سامرا په شمال  او د تکریت په جنوب  په بلد او مکیشفه سیمو کې  د داعشي ترهه ګرو پاتې  جنایتکارو سره د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  په سختو نښتو کط  ددغه ولسی مبارز ځواک  لس سان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي  دي. دتیرې یکشنبې په ورځ هم داعشیانو د عراق د دیاله په شمال ختیځ کې  د پولیسو په یوې پستې  حمله کړې،چې له امله ئې د څو امنیتی مامورانو پشمول دیارلس کسان شهیدان او یو شمیر نور هم ټپیان شو ل .

                  داعشي تکفیریانو  ددیاله او صلاح الدین  ولایتونو ترمینځ  په پولو کې  ړنګ شوي او پخواني کلي دخپلو فعالیتونو د نوي پړاؤ لپاره ټاکلي دي.دغه کلي له یوه پلوه له اوسیدونکو خالی دي او له بل پلوه  امنیتی ځواک  دغو کلو ته ډیره لږه توجه لري .

 مهم ټکی دا دی چې  په  عراق کې د داعش ګواښ   دامریکا ئي پوځيانو  د وتلو لپاره د عراقیانو له دباؤ سره په یووخت  زیات شوی دی .زیاتره شناندي  او همداراز د عراق زیات شمیر شخصیتونه په دې اند دي ، چې  د داعش د ګواښونو بیا زیاتیدا ،  د امریکا په غږملتیا سره ترسره کیږي څو دغه پیغام د عراق حکومت ډلو  او ولس ته منتقل کړي ، چې د  امریکائي پوځيانو د وتلو په بڼه کې به  په عراق کې داعش خپل فعالیتونه  نوره هم زیات کړي . په حقیقت کې  امریکایان هڅه کوي،له د اعشي ترهه ګرو او دهغوي له فعالیتونوڅخه  په ملاتړ سره،په عراق کې د خپلو پوځیانو د شتون د دوام زمینه برابره کړي .

 د عراق  دالنجباء غورځنګ ویندوي نصرالشمري ټينګار کړی،هرکله چې له عراقه د امریکائي نیواکګرو د وتلو په باب خبرې کیږي،نو ترهه ګرخپل فعالیتونه زیاتوي .

             په حقیقت کې دعراق دالحشد الشعبي د اطلاعاتو د رسونې د برخې مسئول صادق الحسیني وئيلي دي،له داعشیانو سره کابو نوی فیصدي وسلې امریکائۍ دي او د امریکا له سلاکوټونو څخه د ا مریکا د متحدانو او همتړونونو له لارې  ددغې ډلې د جنایتکارو لاسونو ته رسیدلي دي .

 د داعش تکفیری  ترهه ګرې ډلې د خوځښتونو په زیاتیداپسې،د عراق امنیتي ځواک او الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک هم د ترهه ګروپه ضد خپل خوځښتونه زیات کړي دي ، په دې ډول چې  په وروستیو شپو ورځو کې ئې په پاکونکو عملیاتو کې په لګسونو تکفیری داعشیان هلاک کړي دي .

                بلاخره  په نیواکي ټاټوبو کې له یو کلن سیاسی بندون وروسته تیره اونۍ د اسرائيلي پارلیمان  له یو سل شل استازو څخه ۷۲تنو،د بین یامین نتن یاهو له لومړي وزارته ملاتړ وکړ او د صهیونیسټ رژيم  مشر روویّن ریولیّن هم  په یوه کال کې د د ریم ځل لپاره  نتن یاهو د دغه رژيم  دنوی کابینې په جوړولو مامور کړ .

د اسرائيلو  د پارلیمان(کنیسټ)لومړني انتخابات  په تیر یوه کال کې د اپریل په نهمه نیټه ، دوهم پارلیماني انتخابات ئې د ۲۰۱۹کال د ستمبر په اولسمه  ترسره شول  او نتن یاهو او   او دآبی او سپین ګوند مشر بنی ګانټزترمینځ یو هم  د نوی کابینې په جوړولو کې بریالی نه شو .د نتن یاهو او ګانټز له ناکامیدو وروسته وټاکل شوه چې د دریم ځل لپاره  انتخابات د مارچ  په دوهمه نیټه ترسره شي،چې  یوه هم   اکثریّت ترلاسه نه کړائ شو .

 له دېامله له سیاسی بندونه  د وتلو لپاره او همداراز  نیواکي ټاټوبو ته د کرونا ویروس پراخې خوریدا ته په پام سره نتن یاهو او ګانټز د ائيتلافي کابینې د جوړولو ا و د لومړي وزارت د څوکۍ  په مرحله اي کولو سره موافقه وکړه .ګانټز  چې له دې مخکې ئې وئيلي وو،هیڅکله هم حاضر نه دی د نتن یاهو په څير له دروغجن کس سره ائيتلاف جوړ کړي .دپارلیمان د مشرۍ د څوکۍ،د څو وزارتونو په اختیار کې په لرلو او همدرااز په راتلونکو اتلسو میاشتو کې  هغه ته د لومړي وزارتد څوکۍ د سپارلولپاره دنتن یاهو په ژمنې سره د ائیتلافي  کابینې د جوړولو لپاره دصهیونیسټ رژيم  له لومړي وزیر سره  موافقه وکړه .

            مهم ټکی دا دی چې زیاتره شناندي او کارپوهان په دې ا ند دي،چېد اسرائيلو راتلونکي کابینه به یوه ماتیدونکي او د غړو له بې اعتمادۍ ډکه کابینه وي ،ځکه چې د لومړي وزارت څوکۍ به مرحله اي وي  او ډيری  ګانټز ته د دغې څوکۍ د سپارلو لپاره په نتن یاهو  باؤر نه لري .

 له بل پلوه  که څه هم د صهیونیسټ رژيم قضائي ادارې  نتن یاهو د فساد له دوسیې بري کړی او دهغه لپاره ئې د کابینې د جوړولو مجوذ صادرکړي،خو د نتن یاهو مخالفان په بشپړ ډول د هغه پر فساد ګرۍ  اوغلۀ شونې ټينګار کوي او د عدلیې  فیصله  هم  له بې مخینې  سیاسی بندونه  دتیریدا په موخې سره ، یوه سیاسی فیصله ګڼي .

 په داسې حال کې چې  راتلونکي کابینه یوه ماتیدونکي،کمزوري او  له بې باؤرۍ ډکه کابینه  ده ،  دنتن یاهو مخالفان مسنجم او یو موټی دی  اوپه دې اند دي چې  داسرائيلو د تیرې یوې لسیزې لومړي وزیر  نه یوازې ددغې څوکۍ وړتیا نه درلوده ،بلکې باید د مالی فساد په تورونو زندان ته ولیږدول شي .

 د نتن یاهو او ګانټز  د موافقې په اساس ، وټاکل شوه  هر یو کس  داتلسو میاشتو پورې د لومړي وزارت څوکۍ په غاړه ولري  او د کابینې موده هم درې کلنه وي . د بني ګانټز پخواني متحدا یائیر لاپيډ  د ائيتلافي موافقې د مادو په باب  دکنیسټ  دراي اخستنې په غونډې کې  پخپلو څرګندونو کې په نتن یاهو او ګانټز دسختو نیوکو په تکرارولو سره  وئيلي دي ،  په داسې حال کې چې زیاتره خلکو په کرونائي بحران کې  خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او   متوسطه پرګنه   له  یوه سخت پړاؤ سره مخامخ ده،  دا دواړه  د شتمنیو په شان د سیاسی څوکیو  په ویشلو بوخت دي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************