May 29, 2020 04:11 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم. د (ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه) نومې لړۍ د تیر پروګرام په دوام کښې د اوومې هجري قمري پيړۍ د مشهور ایراني شاعر او عارف فخر الدین عراقي په هکله خپل بحث ته دوام ورکوو.

و مو ویل چې  فخرالدین عراقي په اوومې قمري پيړۍ کې  د اسلامي تصوّف او فارسي ادب یوځلانده ستوری  دی. هغه په   ۵۹۲ یا ۶۱۰قمری کال کې د ا یران په لویدیځ کې واقع  همدان ښار کې  په کمجان  کلي کې په یوې علمي کورنۍ کې زیږیدلی.وئیل شوي دي چې عراقي پنځه کلن ؤ چې  وتوانید په نهو میاشتو کې قرآن کریم حفظ کړي او په زړه پورې غږ او زړه سواندۍ سره ئې تلاؤت کړي  او لا اته کلن ؤ چې  په همدان کې مشهور شو. فخرالدین عراقي اولس کلن ؤ چې پر درستو اسلامی معارفو او علمونو مسلط شو  او په همدان کې  دعلومو او معارفو په تدریس بوخت شو. عراقي د اولس یا اتلسو کالو په عمر کښې د هند ملتان ته لاړ  او د سترعارف بهاءالدین زکریا له کړۍ سره  یو ځاي شو. فخرالدین عراقي  په عرفان کې  هغه مقام ته ورسید، چې شیخ زکریا  خپله چوغه یا خرقه(کن) پر هغه  واچوله او د شیخ زکریا یو ځانګړی او غوره شاګرد شو. دشیخ بهاءالدین زکریا له مړینې وروسته  عراقي مکې او له هغه ځایه قونیې ته لاړ او د شیخ صدرالدین قونیوي د درس له کړۍ سره یوځای شو. تر ۶۷۵قمري کال پورې  همدلته پاتې شو. عراقي  په ۷۸ او یا  ۸۲کلنۍ کې  د یوې سختې اومرګوني ناروغۍ له امله  مړ شو  او د دمشق  په جبل الصالحیهّ کې  د محی الدین  ابن عربی د قبر تر شا خاورو ته وسپارل شو.

د فخر الدین عراقي غزلیات له هغه په یادګار پاتې ډیر مشهور آثار دي چې په تیر پروګرام کښې مو ترې د ځینو ځانګړتیاوې او مضامین وڅیړل.

*/*/*/*/*

د عشق او د عشق د درد له مضمون وروسته چې په اړه یې وغږیدو، غم، غم پرستي او د هغه خوږ خوند د عراقي په شعر کښې یو بل د پام وړ مضمون دی. د عرفاني د ژبې یوه ځانګړنه دا ده چې عارف هغه څه د حال په ژبه بیانوي چې د هغه د عرفاني تجربو او روحاني مشاهدو نتیجه وي. مخاطب له دې امله چې دغه عرفاني تجربې نه شي لرلې، نو په دې وجه له دغو تجربو سمه پوهه نه لري، نو بس عارف د خپلو عرفاني تجربو د بیانولو لپاره د استعارې ژبه کاروي. عارف د استعارې په مرستې سره خپلې معنوي تجربې په محسوسو او حسي مفاهیمو بدلوي او په دې وسیله خپل پيغام مخاطب ته رسوي.

د غم او خفګان احساس له هغو مفاهیمو دی چې د عراقي په شعرونو کښې ځاې په ځاې بیان شوی دی. هغه غم چې د معشوق وصال ته د رسیدو لپاره د عاشق د غوښتنې په احساس سره پیلیږي او د عشق په لاره کښې تل د عاشق ملګری وي. د ویلو ده چې دغه غم ډیر دردناک او سوزنده دی او البته ناکام دی. د عراقي د دیوان په ژورې مطالعې سره پوهیدې شو چې په شعرونو کښې یې د غم په اړه دوه بیلې کړنلارې روانې دي، وړومبۍ هغه زیاتیدونکي غمونه چې منفي معنا لري او ورپاره یې ناخوښې ځانګړنې رامینځته کړې دي او د غم بله کړنلاره چې مثبته معنا ورکوي، لوړ او قدرمن غم ګڼل شوی او توصیف شوی دی. غم د عراقي په فکري نظام کښې د استعارې ژبې په مرسته یو د لیدو وړ، لمس کیدونکې، څکل کیدونکی او تر څه حده اوریدل کیدونکې دی.

*/*/*/*/*

غم د عراقي په نزد دومره سخت دی چې د اور تعبیر یې ترې کړی دی. عراقي د هغه عاشق حال چې په غم او خفګان کښې ډوب دی، د یو سوزنده او تود اور په شان ګڼي او د سوزولو، حرارت، نابودۍ، غرغنده کیدو او ژوبل کولو په شان ځانګړتیاؤ نسبت ورکوي.

دانم که سوختی ز غم عشق خود مرا

لیکن ندانم آنکه چه سانم بسوختی؟

عراقي په خپلو ځینو غزلونو کښې غم هغې وسلې ته ورته بللی چې د عاشق روح ژوبل کوي، زړه یې زخمي کوي او بدن یې محبوس کوي. په ځینو شعرونو کښې یې هم غم د هغه قفل په څیر بللی چې د هغه په ژبه او زړه وهل شوې او د هغه د خبرو کولو مخه نیسي او د زړه لاره یې بندوي. عراقي د عاشق له درده ډکه سینه د هغې زړې او پخوانۍ هندارې په شان ګڼي چې د غم زنګ یې نیولی او له خوښۍ او خوشالۍ تشه ده او ضروري ده چې معشوق یې صیقل کړي.

*/*/*/*/*/*/*

عراقي د خپلو عرفاني تجربو د لا احساسي کولو لپاره له هر اوزاره کار اخیستې دی. خوراک یا خواړه د انسان د ژوند او سلامتیا ترټولو مهمه اړتیا ده. عراقي د غم د احساس په بیانولو کښې د خوراک او څښاک له محسوسو او عیني افغانانو د پراخې استفادې په ترڅ کښې هغه د غم له باطني او ذهني مفاهیمو سره تړلی دی او په دې وسیله یې د غم مثبت او منفي اړخونه انځور کړې دي. غم د خوړلو او څښلو په څیر دی چې د خوړلو، څښلو او هضمیدو او د عاشق د روح د روزلو قابلیت په عیني تصویري چوکاټ کښې منتقلوي.

د عراقي په عقیده، غم د هغه خوړو په شان دی چې خوړل کیږي او د انسان د وجود په تل کښې نفوذ کوي او په نتیجه کښې د هضمیدو قابلیت او وړتیا لري.

ګويي که مخورغم، چه کنم ګر نخورم؟

چون نیست مرا از تو به جز غم روزی

*/*/*/*/*/*

عراقي په خپلو شعرونو کښې غم یو ژوندی موجود انځور کړی دی. په دې لید سره د عراقي د شعرونو د مخاطب لپاره د غم احساس یوازې یو ذهني مفهوم نه دی بلکې د روح او شعور او قدرت خاوند موجود دی چې د ظلم، دښمنۍ، بې رحمۍ، یرغل او وینه بهونې توانمني لري او کوی شي ې د انسان روح زخمي کړي او هلاک یې کړي او له بلې خوا د انسان همدم، همنشین او ملګری او غم غلطونکې ګرځیدې شي.

عراقي غم یو قدرتمند او قهرناک موجود بللی چې د عاشق د زړه او ځان مالکیت په لاس کښې لري او کله چې پرې برید کوي نو قدرت او اختیار ترې اخلي او په خپل لښکر سره د عاشق زړه او روح نیسي.

جرعه ای ده، مرا ز غم برهان

که دلم بی شراب خرّم نیست

په عین حال کښې دغه غم د هغه انسان په شان دی چې د عاشق ملګری او همدم دی او له هغه سره خپل پټ رازونه شریکوي او ورسره اوسیږي.

*/*/*/*/*

د عراقي په شعر کښې د غم د برخې یو مهم مفهوم د ښاد غم مفهوم دی. د ښاد غم مفهوم او هغه ته ورته تعبیرونه له عرفان څخه د فارسۍ شعر په تیره بیا غزل ته داخل شوې دي او تقریباً د پنځمې سلیزې له دویمې نیمايي وروسته یې په هکله بې شمیره مضامین رامینځته شوې دي.

ډاکټر سعید حمیدیان وايي چې دغه تازه او چندان نه پیژندل شوی مفهوم د تصوف او عرفان له لارې دود شو په دې معنا چې لوړ غم له خوشالۍ سره اخښل شوی دی او هیڅ داسې خوشالي او اصیل وجد نشته چې په مزاج کښې یې لږ ډیر غم نه وي او یا د دې په اپوټه هیڅ داسې لوړ غم نشته چې په خټه کښې یې خوشالي پيدا نه شي.

عراقي دغه غم له آبِ کوثر او حتی له دواړو جهانو ډیر خوږ ګڼي.

مرا ګرچه ز غم جان می برآید

غم عشقت زجانم خوشتر آید

مرا شادی ګهی باشد در این غم

که اندو توام از در در آید

مرا یک ذره اندوه تو خوشتر

که یک عالم پر از سیم و زر آید

غم د عارفانو په نظر کښې وینه بهونکی دی او دغه وینه بهونه لعل او مرجان جوړوي او خوند او عیش په ځان پسې لري. په حقیقت کښې د عراقي په عقیقده، غم، په خپل غوره کړي عاشق باندې د معشوق خاص مرحمت او لورینه ده، په دې وجه عاشق د دلدار غم څرګنده خوشالي او د خوښۍ بنیاد او له همیشني ژونده ډیر ښه ګڼي.

غم او مایه عیش و طربست

از طرب بیش حذر نتوان کرد

*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه