Jun 17, 2020 12:15 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه ژباړه: عبدالماجد درانی
    ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه ژباړه: عبدالماجد درانی

د تهران راډیو مینه والو د ایراني شیخصیتونه، نړیوال ویاړونه د لړۍ په دې ننۍ برخه کښې د شپږمې او اوومې قمري پيړۍ (د دولسمې او دیارلسمې میلادي پیړیو) د مشهور شاعر او عارف اوحد الدین کرماني او د هغه د ژوند حالاتو ته کتنه پیلوو.

نن د یو داسې شاعر او عارف د ژوند کیسه پیلوو چې پس له اتو سوو کلونو یې د رباعیاتو اوازه د ځمکې تر لرې پرتو شمالي سیمو رسیدلې ده. د اوحدي کرماني شعرونه تر بُسفُر پورې رسیدلي او له دانوبه تیر شوي او چک جمهوریت ته رسیدلې دي. د اوحدي شعرونه په براتیسلاوا کښې نسبتاً له اوږدې پاتې کیدنې وروسته د قطب شمال په لور تللي او له اسکاژراک اوبلارې په تیریدو سره له بالټیک سمنده اوښتي او د سویډن په اوپسالای نومې د پنځه سوه کلن پوهنتون په چاپخانه کښې د مشهور سویډني ایران پیژاندي ډاکټر بواوتاس Boutas له خوا د طبعې په زیور سنبال شوې دي. 

د ایراني استاد او ادیب باستاني پاریزي په باور،(که اوحدي کرماني اته سوه کاله مخکښې فکر کوه چې یوه ورځ به یې رباعي د نړۍ اکثره سیمو ته سفر وکړي نو هغه وخت به پوه شوی و چې له ځانه د اته پيړۍ وروسته نسل په وړاندې کوم تعهد لري).

د اوحد الدین کرماني د ژوند او د زوکړې د نیټې په هکله زیات معلومات نشته او په خواشینۍ سره تذکره لیکونکو د هغه په هکله یا خو څه لیکلې نه دي او یې هم ډیر کم لیکل شوې دي. د اوحدي د پيژندنې لپاره زمونږ یوازنۍ سرچینې هغه لنډې خبرې دي چې محي الدین عرب په (فتوحات مکیه) کتاب کښې د هغه په هکله کړې دي او هم داشان د (مناقب اوحد الدین کرماني) کتاب دی چې مؤلف یا مؤلفان یې نامعلوم دي.

د اوحدي نوم د ډیرو معتبرو اسنادو له مخې (حامد) و چې محي الدین عربي هم په خپل (فتوحات مکیه) کتاب کښې د (اوحد الدین حامد بن ابی الفخر) په نوم یاد کړی دی. محی الدین عربي هم داشان د هغه د پلار نوم (ابوالفخر) ذکر کړی دی چې ښايي دا یې لقب وي.

د مناقبِ اوحدالدین کرماني کتاب لیکوال یا لیکوالانو هغه د کرمان د واکمن (تورانشاه سه شنبهي) زوی بللی دی. دغه تورانشاه چې په ۵۷۹ قمري کال کښې ووژل شو، د کرمان له سلاجقه ­و څخه و. سلاجقه (سلجوقیانو) په کرمان باندې یونیم سل کاله واکمني کړې ده. د اوحدي د دیوان تصحیح کونکی احمد ابومحبوب دغه نسبت او رشته صحیح او کره نه ګڼي او په دې باور دی چې دغه نسبت ممکنه ده د د مناقب کتاب د مؤلف خپل نظر وي خو دې ته په پام سره چې مناقب کتاب د اوحدالدین د اولادونو په ژوند کښې لیکل شوی او د هغې زمانې ته ډیر نزدې دی او هم د کتاب ډیر محتویات معقول او منطقي دي نو داشان د د اوحدي د پلار به نوم د محی الدین عربي تصریح ته په پام سره هغه د تورانشاه بن طغرل زوی نه شو ګڼلې خو جوته ده چې له دغې کورنۍ سره یې نزدې خپلوي درلودلې ده چې تورانشاه، اوحد الدین د هغه د هوښیارتیا او ذکاوت یا په بلې کومې وجې هغه د خپل ولیعهد په توګه غوره کړی دی.

اوحدي په یوې رباعۍ کښې دې خبرې ته اشاره کړې ده او وايي:

اجداد من از صدور ایران بودند

تقدیر که هر یکی سلیمان بودند

باید که به نفس خود کسی باشم من

ما را جه از آن فخر که ایشان بودند

اوحدي د کرمان اوسیدونکی و او د  مناقب کتاب لیکوال هغه د کرمان له جواشیره بللی دی، لرې نه ده چې په هم دغه ښار کښې زیږیدلی وي. د اوحدي کرماني د زوکړې نیټه په هیڅ مأخذ کښې نه ده ذکر شوې. د مناقب کتاب په استناد پوهیږو چې اوحدالدین په شپاړس کلنۍ کښې په کرمان باندې د ترکان غز د حملې او پرې د ولکې په وجه له کرمانه تښتیدلی دی. دا پیښه له ۵۷۵ نه تر ۵۸۱ کلونو ترمینځ رامینځته شوې ده. دې ته په پام سره چې اوحدالدین د مهاجرت په وخت شپاړس کلن و او هم داشان موجودو پیښو او شواهدو ته په پام سره څیړاندي دې نتیجې ته رسیدلې دي چې هغه د ۵۶۱ کال په ذی الحجې میاشت کښې په کرمان کښې زیږیدلی او د ۶۳۵ کال د د شعبان په دریمه نیټه په ۷۴ کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شوی دی.

استاد باستاني پاریزي له کرمانه د اوحد الدین د کډه کیدو د علت په هکله د هغه د رباعیاتو په دیوان باندې یوه تفصیلي سریزه لیکلې ده. اوحدالدین په هغه زمانه کښې ژوند وکړ چې کرمان د خپل تاریخ ترټولو خراب پړاؤ تیروه او د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي کړکیچونو په وجه مجبور شو چې خپل زیږنځای پریږدي او بغداد ته لاړ شي. په حقیقت کښې د کرمان د سلجوقیانو د باچاهۍ ترمینځ د واټن پیلیدل د دغه صوفي شاعر له ژوند او ځلمیتوب سره هم مهاله دی چې د طغرل بن محمد له مړینې وروسته او د شاهزادګانو ترمینځ د کورنۍ نښتو په دوران کښې رامینځته شو. البته په دغه کورني کړکیچ پسې د لوټمارو ترک اُغُزانو حمله هم د کورني کړکیچ د سختیدو او بلآخره په کرمان کښې د دغې کورنۍ د پرزیدو سبب شوه. په حقیقت کښې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کړکیچ رامینځته کیدو د ژوند حالات دومره سخت کړل چې د ټولنې د مختلفو پرګنو ډیر خلک جلاوطنۍ ته مجبور شول.

اوحدالدین د مهاجرت په پیل کښې بغداد ته لاړ او د بې کسۍ او د پیسو د نشتوالي په وجه په بغداد کښې یوې مدرسې ته لاړ، له  مدرّس سره یې ملاقات وکړ او ورته یې وویل، طالب علم یم، مدرس هم قبول کړ او د هستوګنې لپاره یې یوه کوټه ورکړه. اوحد الدین هلته زده کړه پیل کړه او د (مفتاح) کتاب چې د شافعي فقهې معتبر متن دی، زده کول یې شروع کړل. ویل شوې دي چې هغه د خپلې هوښیارۍ او د ډیرې مطالعې په برکت ورو ورو داسې علمي مقام ترلاسه کړ چې د (معیدي) مقام ته ورسید. دغه علمي رتبه د نن سبا په پوهنتونونو کښې د دانشیار (د مرستیال پروفیسر) برابره ده. په هغه زمانه کښې معیّد هغه کس و چې د استاد د خلیفه یا ځاې ناستي په توګه به یې درسونه طلّابو ته اورول.

په دغو ورځو کښې د اوحدالدین شهرت دومره زیات شو چې د حکاکیه مدرسې مدرس شو. دغه مهال هغه یو مشهور فقیه شوی و. ظاهراً په هم دغه پړاؤ کښې اوحد الدین تصوف ته ګروهنه پیدا کړه. استاد فروزانفر په دې هکله وايي: په دغه زمانه کښې تصوف په اسلامي ملکونو په تیره بیا بغداد کښې ډیر رونق درلود. خلفاؤ، دیواني خلکو او د اطراف ملوکانو او خانقاه به د تصوف پیران جوړول او خپلې زرخیزې مځکې به یې ورته وقف کولې. عامه خلکو له صوفیه شیخانو سره مینه لرله او د هغوي د احکامو به یې لکه د الهي حکمونو اطاعت کوه. خلکو، مشرانو او واکمنانو به خپل نذرونه او فتوحات او ډالۍ خانقاؤ ته ورکول. په دغه زمانه کښې صوفیان ډیر خوشال وو او په حقیقت کښې د تصوف له لارې یو هوسا ژوند او تقریباً بشپړې سوکالتیا ته رسیدلې وو.

اوحدالدین د خپل ژوند یوه برخه په تدریس او بحث و مباحثه کښې تیره کړه خو علم او مدرسې د هغه روح مطمئن نه کړ او تږې روح یې لا نه و خړوب شوی، نو بس تصوف ته یې مخه کړه خو په صوفیه مشایخو یې هیڅ اعتقاد نه درلود. په هغه زمانه کښې د هغه باور دا و چې که هغوي سترو معنوي مقاماتو او کراماتو ته رسیدلې دي نو یوازې د عبادت او ریاضت په برکت دي نو بس ولې یو بل کس داسې رتبې ته ونه رسیږي. داشان هغه معنوي مقاماتو ته د رسیدو لپاره سخت ریاضتونه شروع کړل. فیصله یې وکړه چې پياده او بې له پیسو او د لارې د آدوقې او خوراکې د حج په سفر لاړ شي. خو له دې امله چې له بزرګانو څخه و او په سختۍ نه و عادت، سخت مشقونه یې شروع کړل څو د سفر لپاره تیار شي. لوږه تیرول او اوږدې روژې، پرله پسې او شپه ورځ عبادتونه او لمونځونه او په یخو شپو او ګرمو ورځو کښې پښې ایبلې پلی تګ د هغه په مشقونو کښې شامل وو. خو له دې ټولو ریاضتونو سره سره یې په زړه کښې الهي شوق او جذبه راڅرګنده نه شوه. آخر دا چې یوه ورځ د دغه پلي تګ په دوران کښې د هغې زمانې د ستر صوفي رکن الدین محمد سجاسي په خانقاه پیښ شو.

ګرانو او قدرمنو دوستانو د دې بحث دوام به په راتلونکې برخه کښې درته وړاندې شي.

*/*/**

ژباړه: عبدالماجد درانی

ټیګونه