Jun 23, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د امریکې د تیرې اونۍ مهم بدلونونه

د امریکې د تیرې اونۍ په مهمو پیښو کښې د دغه هیواد په سترې محکمې باندې د ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې، په دغه قضايي ارګان کښې د وسلو د ساتلو په قانون کښې د اصلاح د طرحې ردیدل، د کرونا د کړکیچ له امله د امریکې د بینکونو په سود کښې ۷۰ فیصده کمی، په امریکایانو کښې د (ویاړ د احساس) بې مخینې کمښت، د امریکې د فضايي دفاع د سټراټیجۍ د سند خپریدو، د شام خلاف د امریکې نويو بندیزونو او د شمالي کوریا خلاف یې د بندیزونو نوې کیدو ته اشاره کوې شو.

*/*/*/*/*/*/

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډاکا په نامه قانون له لغو کیدو سره په مخالفت کښې پر دغه ارګان سخته نیوکه وکړه. ټرمپ په خپل ټویټر باندې د څو پیغاموو په خپرولو سره د امریکې په سترې محکمې باندې په نیوکې سره ولیکل: د سترې محکمې وروستۍ پریکړې نه یوازې د ډاکا په هکله بلکې د نورو مواردو په هکله هم یوازې یو څیز بیانوي او هغه دا چې: مونږ نویو قاضیانو ته ضرورت لرږ. هغه د روان کال په نومبر میاشت کښې د ولسمشرۍ له انتخاباتو ترمخکښې پورې د امریکې د سترې محکمې لپاره د قاضیاڼو د یو نوي لیسټ د وړاندې کولو په لړ کښې د خپلې فیصلې خبر ورکړی دی. د ټرمپ دا نیوکه پس له هغې مطرح کیږي چې د امریکې سترې محکمې تیره پنجشنبه د ډاکا قانون د لغو کولو په هکله د ډونلډ ټرمپ د حکومت طرح رد کړه.

د ډاکا د طرحې له مخې چې د اوباما په دوران کښې تصویب شوه، د هغو بې مدرکه مهاجرینو لپاره چې له ماشومتوبه په امریکا کښې وو او په دغه هیواد کښې لوې شوې دي د اقامت و کار لنډمهاله او شرطمنه اجازه ورکوله کیږي. ټرمپ ګواښ کړی دی چې دغه طرحه به لغوه کړي. د ډاکا طرحې په لغو کیدو سره د هغو لکونو کسانو ژوند چې له ماشوموالي په امریکا کښې لوې شوې دي، له ستونزو سره مخامخیږي.

د امریکې سترې محکمې د څلورو مخالفو رایو په وړاندې په ۵ موافقو رایو سره د ډاکا قانون د لغو کولو لپاره د دغه د ولسمشر طرحه رد کړه. د امریکې د سترې محکمې به بیانیه کښې راغلې دي: ډونلډ ټرمپ د ډاکا د قانون د لغو کولو په هکله د خپلې طرحې د اجرا لپاره ضروري توجیهات نه لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې سترې محکمې تیره دوشنبه یعنې د جون په پنځلسمه نیټه د (دویمې اصلاحیې) په نامه د دغه هیواد په ایالتونو کښې د وسلو د ساتلو د قانون د اصلاح طرحه رد کړه. ټاکل شوې وه چې په دویمه اصلاحیه کښې د بیاکتنې په دوران کښې د امریکې په ایالتونو کښې د وسلو ساتونکو ته لازیات امتیازات ورکړې شي. په دغه قانون کښې یو اعتراض دا و چې په امریکا کښې د وسلو د ساتلو پلویان د دغه هیواد د ایالتونو ترمینځ د وسلې په پیر پلور کښې په لګیدلو بندیزونو معترض وو.

د وسلو د ساتلو موضوع د امریکې په یوې سترې اندیښنې بدله شوې ده. په داسې حال کښې چې هر کال ګڼ امریکايي ښاریز د وسلو له امله د رامینځته شوي تاوتریخوالي قرابني کیږي، د وسلو د اخیستو او ساتلو د آزادۍ مخالف تشکلونه، ارګانونه او هم قانون جوړونکي لاهم نه دي توانیدلې چې د وسلو د پلورونکو د پياوړې لابۍ له نفوذ سره په اغیزناکه توګه مقابله وکړي او په دې لړ کښې جدي محدودیتونه وضع او ولګوي.

د امریکې په عمومي ځایونو په تیره بیا ښوونځیو کښې په دې وروستیو کلونو کښې د ډزو پيښې د دغه هیواد د ډیرو ښاریزو د مړینې سبب شوې دي. د امریکې خلک چې له ۳۰۰ میلیونو زیاتې میله وسلې په واک کښې لري، یعنې د هر ښاریز په سر یوه وسله او په هم دې توګه دغه هیواد په ټوله دنیا کښې د وسله والو جرمونو له امله د مړې د اندازې اوله درجه لري.

د امریکې له پنځوسو ایالتونو څخه ۲۹ هغه ایالتونه دي چې په وسلو سره د قتل او وژلو د احصائیو وضعیت یې کړکیچن او له اوسط حده لوړ دی.

د وسله والو تاوتریخوالو د رامینځته کیدو د مخنیوي حقوقي مرکز د خپلو احصائیو په څیړنه کښې دې نتیجې ته ورسید چې په کومو ایالتونو کښې چې د وسلو لپاره لازیات مقررات شته دي، هلته په وسلو سره د وژلو شمیر کم دی.

*/*/*/*/*/*

د (ایف، ډي، آيي) په نامه د امریکې د بانکدارۍ څارونکې ډیټا ښودنه کوي چې د کرونا وایرس راګډیدو پر امریکايي بانکونو سخته اقتصادي اغیزه کړې ده او د دې برخې ګټه یا سود د تیر ۲۰۱۹ کال په پرتله کابو ۷۰ فیصده کم شوی او ۱۸.۵ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې دی.

د امریکې د بانکدارۍ څارونکي وویل د کرونا وایرس د خپریدو تر تاثیر لاندې د اقتصادي فعالیتونو زوال سبب شو بانکونه خلکو ته پاتې پورونه وبخښي او میلیارډونه ډالر د خپلو راتلونکو زیانونو سره د مقابلې لپاره څنګته کیږدي. د امریکې له نیمايي زیاتو بانکونو رپورټ ورکړی چې سود یې کم شوی دی او ۷.۳ فیصدو هم خبر ورکړی چې هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

د کرونا د کړکیچ له امله ډیرو پانګه والو خپلې پیسې د ونډو له بازار یا سټاک ایکسچینج څخه وویستلې او په هم دې وجه په بانکونو کښې د خلکو له خوا پيسې ایښودل ۱،۲ ټریلیون ډالره یا ۸.۵ فیصده زیات شول، په داسې حال کښې چې ډیرو شرکتونو له بانکونو پور اخیستو ته مخه کړې ده نو ورسره د بانکونو د پور ورکولو اندازې هم ۱۵،۴ فیصده ټوپ وهلې دی.

*/*/*/*/*/*/*

د نویو نظر پوښتنو پایلې په امریکې کښې د کرونا د خپریدو او د توکمپالنې خلاف اعتراضونو د دوو سترو کړکیچونو سره هم مهاله د خپل ملیت په نسبت د امریکایانو د ویاړ د اندازې د کمي خبر ورکوي. د ګالوپ په نامه موسسې د تازه نظرپوښتنې نتایجو وښودله چې ۶۳ سلنه امریکایانو د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا د خپل امریکايي توب په هکله د ویاړ احساس کوي، د (ډیر زیات) آپشن انتخاب کړ. دا په داسې حال کښې دي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د خپل ملیت په نسبت د امریکایانو د ویاړ اندازه د ۷ فیصده کمي ښودنه کوي چې ډیر د پام وړ اندازه ده. دا اندازه په تیرو شلو کالو کښې د امریکایانو د ویاړ ترټولو کم رقم دی.

د ګالوپ د نظرپوښتنې پایلو هم داشان وښودله چې ۴۲ فیصده رایې ورکونکو د(زیات) یا (نه زیات) انتخابونه د ځواب لپاره غوره کړل او ۱۲ فیصده امریکایانو هم د (کم) آپشن ته نښه وکړه. هم داشان د دغې نظرپوښتنې له مخې ۹ فیصده ګډونوالو وویل چې پر خپل امریکايي ملیت ویاړ نه کوي. د پام وړ ټکی دا چې په دغې نظرپوښتنې ۲۰ فیصده ګډونوالو د خپل هیواد له روانې لارې رضایت څرګند کړ.

*/*/*/*/*/*/*

د امریکې دفاع وزارت تیره پنجشنبه د دغه هیواد د (فضايي دفاع سټراټیجي) خپره کړه او ژمنه یې وکړه چې له خپلو انډیوالانو د مرستې په غوښتنه په فضا کښې د چین او روسیې فعالیت محدود کړي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کښې د دغه هیواد د (فضايي ځواک) د جوړولو اعلان وکړ او ورپسې دا وړومبۍ ځل دی چې د فضايي دفاع د سټراټیجۍ سند خپروي. په دې سند کښې ادعا شوې ده چې چین او روسیې د فضايي ضده قابلیتونو د پراختیا، ازموینې او اجرا په وجه ډیر ستر سټراټیجک ګواښونه رامینځته کړې دي. په دې سند کښې ادعا شوې ده: چین او روسیې فضا وسله واله کړې ده څو له دې لارې د امریکې او د هغې د انډیوالانو پوځي اغیزشیندنه کمه کړي او په فضا کښې زمونږ د عمل آزادي لانجمنه او له چیلنج سره مخامخ کړي.

د امریکې د فضايي دفاع د سټراټیجۍ سند ټینګار لري چې واشنګټن به هڅه وکړي څو په فضا په تیره بیا د نړیوال موقعیت موندنې (جي، پي، ایس) له سپوږمکیو د ساتنې په لړ کښې خپله برتري وساتي.

*/*/*/*/*/*/*

د امریکې ولسمشر مایک پمپئو تیره چارشنبه د سزار یا قیصر په نامه قانون له مخې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد او د هغه د میرمنې په شمول د ۳۹ شامي کسانو او ارګانونو خلاف د امریکې د بندیزونو د لګیدو خبر ورکړ. د ټرمپ حکومت وویل چې د سوریې د حکومت او بشار اسد خلاف بندیزونه به تر هغه وخته دوام ولري ترڅو چې، د واشنګټن په تعبیر، هغوي سیاسي حل لارې ته غاړه نه وي ایښې. د پمپئو په وینا: کوم کسان چې په دغو بندیزونو کښې په نښه کړې شوي دي، د سوریې په حکومت باندې د اقتصادي او سیاسي دباؤ اچولو په لړ کښې د دوامداره جنګ یوه برخه ده. امریکا د سوریې د حکومت خلاف د لاسترو بندیزونو څیړنه کوي او تر هغه چې د سوریې حکومت د دغه هیواد د خلکو خلاف خپل جنګ بند نه کړي، دا کار به هم بند نه شي.

د امریکې دفاع وزارت هم مدعي شوی چې هر لوری چې د سوریې له حکومت سره په تعامل کښې وي، په نړۍ کښې به یوازې پاتې شي ځکه چې له مسافرتي محدودیتونو او بندیزونو سره به مخامخ شي.

*/*/*/*/*/*/*/

د کوریا د شخړو په دوران کښې د امریکې ولسمشر تیره چارشنبه د شمالي کوریا خلاف بندیزونه د یو بل کال لپاره تمدید کړل.

له دې مخکښې امنیت شورا د امریکې تر دباؤ لاندې د شمالي کوریا له خوات د څو براعظم ویشتونکو توغندیو د توغولو په پلمه، د رایو په اتفاق سره په شمالي کوریا باندې په څو مرحلو کښې بندیزونه لګولي وو.

د ټرمپ د حکومت جګ پورې چارواکي په کراتو د شمالي کوریا د بې وسلې کولو غوښتونکې شوې دي.

د امریکې او ملګرو ملتونو دباونو او بندیزونو ته په پام سره د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تراوسه درې ځلې د امریکې له ولسمشر ټرمپ سره ملاقات و خبرې اترې کړې دي خو دغه لیده کاته تراوسه د ټرمپ د حکومت د زیاته غوښتنې په وجه نتیجې ته نه دي رسیدلې.

له بلې خوا کیم جونګ اون هم د ۲۰۲۰ کال په مۍ میاشت کښې له درې اونیو غیبت وروسته په خپله وړومنۍ نظر څرګندونه کښې د دغه هیواد د ایټمي توان د پیاوړتیا لپاره د نویو سیاستونو اعلان وکړ.

 

ټیګونه