سوره نمل ۴۰-۳۶
p-683-naml-ayaat-36-40 د نمل سورې ترجمه او تفسیر
p-683-naml-ayaat-36-40
کله چې ( دسبا استازی) سلیمان ته ورغی، (سلیمان) وویل آیا له ما سره په ( لږ شان) مال سره مرسته کوئ؟ هغه څه چې خدای ( له نبوت او ماله) ماته راکړې، ښه دي تر هغه څه چې تاسو ته یې درکړې دي. (زه ستاسو په تحفې نه خوشالیږم) بلکې تاسو یئ چې په خپلې ډالۍ سره خوشالي کوئ.
(ای استازیه) هغوی ته ورشه چې ضرور به له داسې سپایانو سره د هغوی په لور ورځو چې دمقابلې طاقت یې نه لري او هغوی به له هغه ( ټاټوبي) په خوارۍ او سپکاوي سره وباسو .
په تیره برخه کې مو وویل چې د حضرت سلیمان علیه السلام د لیک په ځواب کې د سبا ملکې خپل استازي له ډالیو سره حضرت سلیمان ته ولیږل چې هغه وازمایی چې آیا د لیک له لیکلو یې مقصد دنیاوي چارې او مال او طاقت دی او که نه بل څه ؟ هغې له خپلو استازو غوښتې وو وګوري چې سلیمان د هغوي د ډالیو په وړاندې څه غبرګون ښيي او بیا یې ماته راپور راکړئ.
په دغو ایتونو کې لولو چې حضرت سلیمان علیه السلام د دغه ډالیو له لیدلو نه یوازې خوشاله نه شو بلکې هغه د غولولو لپاره یو ډول رشوت وګڼلې او وې ویل : تاسو دا خیال کړی دی چې زه د دنیا دمال او طاقت وږی یم چې داسې ډالۍ مو ماته راوړې دي ؟ څه چې تاسو ماته راوړې دي د هغه څه په وړاندې چې خدای ماته راکړې دي ډیر معمولي دي.
زما مقصد د حق په وړاندې ستاسو تسلیمیدل وو. که تسلیم نه شئ نو له ډیر لوی پوځ سره به ستاسو په لور درشم او له تاسو به حکومت او طاقت واخلم . په دې ډول چې مجبوره شئ ډیر په ذلت او خوارۍ سره له دغه سیمې ووځئ. تمه مې لرله چې زما د لیک په ځواب کې تاسو د تحقیق اراده وکړئ او له ما د نبوت د ادعا لپاره دلیل او ثبوت وغواړئ. نه دا چې د ډالۍ په رالیږلو سره زما د غولولو هڅه وکاندئ.
درسونه :
۱: د خدای ولیان په خپلو کارونو کې مادي انګیزې او محرکات نه لري او خپل الهي اهداف او ذمه وارۍ په دنیاوي سامانونو او پیسو نه معامله کوي.
۲: له نورو سره په چلند کې باید له منطقه استفاده وکړو خو دهغو کسانو په وړاندې چې تیار نه دي حق ته تسلیم شي کله کله د طاقت ښودل ضروری دي.
۳: په تیرو دینونو کې هم جهاد و .
(سلیمان) وویل: ای مشرانو په تاسو کې کوم یو دهغې (د سبا د ملکې بلقیس) تخت ماته راوړی شي مخکې تر دې چې هغوي د تسلیم په حالت کې ماته راشي؟
په تفسیرونو کې راغلې دي چې د سبا ملکې استازي له سلیمان سره له کتنې وروسته بلقیس ته ستانه شول او د ډالیو په وړاندې د سلیمان د غبرګون او د هغه د دربار د طاقت او عظمت کیسه یې هغې ته بیان کړه . دغه وخت د سبا ملکې فیصله وکړه چې د خپل دربار له یو مشر سره په خپله حضرت سلیمان ته ورشي او ورته ووایي چې د هغه په وړاندې د ودریدو اراده نه لري . حضرت سلیمان په الهی علم سره د سبا ملکې له حرکته خبر شو نو د خپل الهي طاقت د ښودلو لپاره یې د خپل دربار له کسانو وغوښتل مخکې له دې چې د سبا ملکه شام ته ورسیږي ، په یمن کې د هغې له درباره د هغې تخت، په شام کې د سلیمان ماڼۍ ته راوړي.
درسونه :
۱: الهي پيغمبران علم غیب لری او هر چرته چې ضروری وي ورځنې په ښه توګه استفاده کوي.
۲: د طی الارض او په ډير کم وخت کې د ډیرې فاصلې د وهلو خبره ممکنه ده او له پیغمبرانو پرته نور مخلوق هم دغه کار کولی شي . نو ځکه سلیمان علیه السلام له خپلو درباریانو وغوښتل چې په تاسو کې هر یو کس دا کار کولی شی ودې یې کړي.
له پیریانو عفریت ( چې خاص طاقت او هوښیارتیا یې لرله) وویل : زه هغه تاته راوړم مخکې له دې چې له خپل ځایه پاڅیږې او زه د دغه ( کار) وس لرم او امین یم .
یو بل کس چې له ( الهی) کتابه یې لږ شان علم درلود وویل : زه هغه ( تخت) مخکې له دې چې سترګه دې ورپي تا ته راوړم. نو کله چې سلیمان تخت په خپل نزد مستقر (او حاضر) ولیده وې ویل: دا زما د پالونکي فضل دی چې ما وازمایي چې شکر ګزاره یم او که ناشکري کوم؟ او هر څوک چې شکر وباسي، قطعا په خپله ګټه یې شکر کړی دی او څوک چې کفران وکړي (خپل تاوان یې کړی ځکه چې) پالونکی مې بې نیازه او کریم دی.
د حضرت سلیمان علیه السلام له غوښتنې وروسته دوو کسانو چمتووالی څرګند کړ چې د سبا ملکې تخت په ډير کم وخت کې راوړلی شي . په هغوی کې یو ، یو پيری و چې د سلیمان په دربار کې حاضر و او دهغه اوامر به یې منل وویل چې تیار دی مخکې له دې چې دربار ختم شي او سلیمان د پاچاهۍ له تخته پاڅیږي ، د سبا د ملکې تخت راوړي.
خو یو بل کس چې اصف برخیا نومیده او د سلیمان له وزیرانو و او د حضرت سلیمان له وفاته وروسته دهغه ځای ناستی شو وویل چې د سترګو په رپ کې د سبا ملکې تخت دلته راوړلی شي.
دې ته په پام سره چې هغه په ډیر کم وخت کې دغه کار کولی شو حضرت سلیمان علیه السلام د هغه غوښتنه ومنله او د تخت راوړل یې آصف برخیا ته وسپارل . هغه په ډیر کم وخت کې تخت سلیمان ته حاضر کړ .
دغه حیرانوونکی کار چې د سلیمان یو شاګرد او تر لاس لاندې کس ترسره کړ ممکنه وه دهغه او د نورو درباریانو د غاوره کیدو سبب شي نو سلیمان علیه السلام ددې لپاره چې د دغه چارې مخه ونیسی د خدای نوم په ژبه جاري کړ چې هغوی ته خدای وریاد شي او ټولو ته یادونه وکړي چې د دغه لوی کار کول زمونږ په خپل طاقت سره نه دي بلکې دا دخدای طاقت دی چې مونږ ته یې راکړی دی او باید د هغه شکر وباسو. که څه هم هغه زمونږ شکر ایستلو ته اړتیا نه لري او تر دې ډیر لوی او غنی دی چې د خپلو بندګانو شکر ایستلو ته محتاجه وي.
درسونه :
۱: انسان له الهی پوهې په استفادې سره پر پنځون او د هغه پر قوانینو واکمنیدلی شي او څنګه چې غواړي په پنځون کې تصرف کولی شي.
۲: نننی انسان په رسندویو کې د کارولي ټیکنالوجۍ په وسیله د شیانو او کسانو غږ او انځور په یو مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپرولی شي . له مادي زمان او مکانه و رهاخوا شیانو حاضرول هم ناممکنه چاره نه ده که څه هم تر اوسه د بشر علم دغې توانمنۍ ته نه دی رسیدلی .
۳: په خپل علم او قدرت مغروره کیدل نه دي پکار هغه نعمت چې زمونږ په اختیار کې دی په خپله زمونږ نه دی بلکې د خدای د بې پایه فضل او مهربانۍ زیږنده دی .
پای.