سوره نمل ۹۳-۸۹
p-681-naml-ayaat-89-93 د نمل سورې ترجمه او تفسیر
p-694-naml-ayaat-89-93
هر څوک چې یوه نیکی راوړي، دهغه لپاره ( په قیامت کې) تر هغې غوره ( بدله ) ده. او هغوی به په دغه ورځ له ویرې او ترهې په امن کې وي.
او څوک چې بد کار راوړي ( په قیامت کې به ) پړمخې په اور کې وغورځول شي ایا بې له هغه چې کول مو د بل څه سزا درکول کیږي؟
په تیر برخه کې د نړۍ د ختمیدو او د قیامت د راتللو خبره وشوه . دا ایتونه په قیامت کې د سزا او جزا سسټم ته اشاره کوي او فرمایی: دخدای علم او حکمت اقتضا کوي چې انسانان دهغه څه په وړاندې چې کوي یې مسوول او ځواب ګوی وي ځکه چې خدای هغوی ته عقل او اراده ورکړې او هغوی د اختیار له مخې فیصله او انتخاب کوي.
حقیقت دا دی چې انسانان په دې دنیا کې د خپلو کارونو یوازې یوه برخه ویني، ځکه چې دنیا د انسان د پوره انعام او سزا ظرفیت نه لري. خو په اخرت کې چې د دنیا زماني او مکاني محدودیتونه نه لري هر څوک د خپلو کارونو پوره پوره پایلې او اثار ویني او د خپلو کارونو په اساس ورته سزا یا جزا ورکول کیږی.
د دغه ایت له مخې هر څوک چې یو نیک کار وکړي تر هغه کاره زیاته ښه بدله ورکول کیږي البته په دې شرط چې د هغه نیک کار د ریا ، غرور او د عمل د نورو تباه کوونکو کارونو په وسیله له مینځه لاړ نه شي او روغ مقصد ته ورسیږي.
درسونه :
۱: د نیکو کارونو تر کولو زیات مهم څیز د ریا ځان ښودنې، عجب او ګناه ساتل دي. چې سبب کیږي نیک کارونه له مینځه لاړ شي او اخرت ته ورسیږي.
۲: الهي بدلې د نیکو کسانو تر کارونو ډیرې زیاتې دي خو سزاګانې بیا د مجرمانو له کار سره برابرې دي.
او بې شکه زه مامور یم چې یوازې د دې ښار د پالونکي چې هغه یې عزتمن کړی، او هر څه دهغه دي ، عبادت وکړم او امر راته شوی چې ( دهغه په وړاندې) له تسلیم شویو وم .
او دا چې قرآن ( خلکو ته) تلاوت کړم نو هر څوک چې هدایت شي ، دا هدایت یې په خپله فایده دی او څوک چې ګمراه شي ، ( په خپل تاوان ګمراه شوی) نو ( ای پيغمبره خلکو ته ) ووایه: زه یوازې له خبرداري ورکوونکو یم .
دا ایتونه او ورپسې ایت چې د نمل سورې وروستي ایتونه دي ، دمکې له مشرکانو سره د پیغمبر د وروستیو خبرو ښودنه کوي چې که د بوتانو له عبادته لاس وا نه خلئ پوه شئ چې ما خپله دنده چې یوازې د الهی ایتونو رسول او د خبرداري درکول دي. پوره پوره ترسره کړې ده . دا تاسو یئ چې باید په خپل اختیار سره له دوو لارو یوه غوره کړئ یا د خدای خبره ومنئ او هدایت ته ورسیږئ او یا د حق پر وړاندې ودریږئ او د خپلې ګمراهۍ اسباب برابر کړئ. البته هر یو چې انتخابوئ ګټه او تاوان یې په خپله تاسو ته ګرځي. ګمان مه کوئ چې ستاسو ایمان راوړل ماته څه ګټه رسوي او یا ستاسو کفر او انکار زما له پاره د څه تاوان سبب کیږی.
زه دخداي له خوا په خپلې راکړل شوې دندې عمل کوم او دهغه امر ته تسلیم یم او د لرګو او کاڼو د بوتانو د عبادت په ځای چې په کعبې کې مو ایښې دي د دې کعبې او ښار د پالونکي عبادت کوم چې نه یوازې دا کور بلکې ټوله هستي دهغه ده .
دا ایتونه د پیغمبر دوو متفاوتو مسوولیتونو ته اشاره کوي : یو فردي مسوولیت چې هماغه د خدای پرستش او د الهی اوامرو ترسره کول دي چې له دې نظره پیغمبر د نورو مسلمانانو په شان دی . بل د رسالت او پيغمبرۍ مسوولیت یعنې د ایتونو رسول او خلکو ته د خبرداري ورکول . داسې نه ده چې پیغمبر د نورو پاچاهانو او واکمنانو په شان یوازې د امر کوونکی وي او خلکو د امر منونکي. پیغمبر باید هغه څه چې وایي په خپله پرې مخکې عمل وکړي او د نورو مسلمانانو په شان باید په دیني احکاماتو او تعلیماتو عمل وکاندي.
درسونه :
۱: پیغمبران د خدای د امر پوره پوره اطاعت کوونکي دي هغوی له ځانه څه نه وایي او له ځانه څه کار نه کوي.
۲: د پیغمبرانو او د ینی مبلغانو دنده خلکو ته د خدای د روښانه ایتونو رسول دي. د خلکو له خوا یې منل یا نه منل او یا یې کفر او ایمان په خپله په هغوي پورې اړه لري.
۳: انسانان همیشه د خدای له یاده د غافله کیدو له خطر سره مخامخ وي له دې امله د دیني مشرانو او مبلغانو دنده ده چې خلکو ته خبرداری ورکړي او هغوی د خپلو بدو کارونو له ناوړه پایلو خبر کاندي.
( ای پیغمبره) ووایه : شکر او ستاینه خدای لره ده . هغه به ډیر زر خپلې نښې تاسو ته وښیي. او هغه به وپیژنئ. او ستا پالونکی له هغه څه چې کوئ یې غافله نه دی.
دا ایت چې د نمل سورې وروستی ایت دی د خدای په شکر او مننې سره پای ته رسیږي. مننه د قران په شان د لوی نعمت په وجه چې د خدای په لور د انسان د هدایتیدو سبب دی او مننه له هغه پیغمبره چې د یو زړه سواندي استاد په شان نیکمرغۍ او کامیابۍ ته د انسان د رسیدلو په فکر کې و.
ایت په دوام کې فرمایي : راتلونکي خلک به د خدای د علم ،حکمت او قدرت ډیرې نښې ومومي. داسې نښې چې له ډيرو وړو اونرو مخلوقاتو نیولې ، د اسمان تر ډیرو لویو کرو او ستورو کې لیدل کیږی. البته د خلکو د نظر ډول مختلف دی. یو ډاکټر چې د پوسټ مارټم په کوټه کې ځیګر راسپړي چې د طب محصلانو ته یې مختلفې ټوټې تشریح کړي، له هغه قصاب سره فرق کوي چې د ځیګر د کباب کولو په خاطر په چاقو سره هغه ټوټې کوي، دواړه په ظاهره یو کار کوي خو په دوو مختلفو نظرونو او هدفونو سره .
که د هستۍ نظام د خدای مخلقو وګڼو ، هر هغه څه چې پکې وینو، د نړۍ د پالونکي یوه نښه ده او که یو بې هدف او بې مقصده نړۍ او طبیعت یې وګڼو، دهغې دخالق له پیژندلو غافله کیږو ، له خالقه دغه غفلت د انسان په فکر او عمل کې ډیر زیات اثر لري.
درسونه :
۱: د قران نزول او د پیغمبر اکرم بعثت دوه لوی نعمتونه دي چې باید همیشه یې شکر وویستل شي.
۲: هغه څه چې له الهي ایتونو یې وینو دا دخدای د ایتونو یوازې یوه وړه شان برخه ده ، د انساني علومو په ترقۍ سره د خدای د قدرت او عظمت لا نوې نښې په نړۍ کې راښکاره کیږي.
۳: که خدای مونږ او نورو خلکو ته مهلت ورکوي دا باید د خدای د غفلت نښه ونه ګڼو،ځکه چې خدای همیشه زمونږ په کارونو نظر لري او دا همیشنۍ کتنه او څارنه د هغه د ربوبیت له شانونو ده .
پای.
عزیزانو د نمل سوره مو د خدای په فضل سره پای ته ورسوله د خدای شکر کوو چې تر دې دمه مو د قران مجید د شلو سیپارو ایتونه ترجمه او تفسیر تاسو ته وړاندې کړی . که خدای کول په راتونکې برخه کې به د قصص سوره درته پیل کړو تر هغې مو په لوی خدای سپارو .