سوره نمل ۸۸-۸۶
p-692-naml-ayaat-86-88 د نمل سورې ترجمه او تفسیر
p-693-naml- ayaat-86-88
آیا وې نه لیدل چې مونږ شپه وټاکله چې پکې آرام وکړي او ورځ مو رڼا بخښونکې (وګرځوله)؟ بې شکه په دې کې نښې دي د هغو کسانو لپاره چې ایمان راوړي.
په تیرو ایتونو کې د قیامت په هکله ځینې خبرې وشوې چې د قیامت انکار کوونکي له خبلو افکارو او اندونو لاس واخلي او قیامت یوه محاله خبره ونه ګڼي. داایت د خدای د قدرت یو بل مظهر او بیلګې ته اشاره کوي او فرمایي: ایا تراوسه مو دې خبرې ته پام کړی دی چې که ځمکه همیشه روښانه او رڼا وه او د لمر تودوښه او وړانګې همیشه جاري وې تاسو به څنګه آرام کاوه ؟یا که ځمکه همیشه توره تیاره او شپه وای څنګه به مو کار او محنت کاوه ؟ او په دې بڼه کې به بوټي او ونې څنګه زرغونیدلې؟ ایا په هرو څلورویشتو ساعتونو کې له ځانه د ځمکې تایودل چې ستاسو لپاره د ورځني کار او یا دشپني خوب پروګرام او مهال ویش برابروي یوه تصادفي او اتفاقي چاره ده ؟ نن له عملي نظره ثابته شوې چې د شپې تیاره د انسان د اعصابو او اروا په آرامښت او د ورځې رڼا په مختلفو برخو کې د انسان په کار او زیاره کې اساسي رول لري.
قران کریم د دغه شان ایتونو په تکرار سره حق غواړو او حق منونکو انسانانو ته یادونه کوي چې خپلو خواوشا ته په کتنې سره د خالق په علم ، قدرت او حکمت ایمان راوړي او هسې په هسې د قیامت انکار ونه کړی.
درسونه :
۱:د شپې او ورځې تګ را تګ د نړۍ د پنځوونکي د علم او تدبیر نښه ده . باید په دغو ښکارندو کې په ځیرتیا او هوښیارۍ سره وګورو او د ژوند ورځنۍ چارې مونږ په خلقت کې له تفکر او سوچ کولو منع نه کړي.
۲: د قیامت په ایتونو کې د ورځې او شپې دمسالې مطرح کول په دې وجه دي چې مونږ په همدې دنیا کې هره ورځ د مرګ او دوباره ژوندي کیدو نمونه وینو.
۳: د انسان د ژوند پروګرام باید د طبیعت له نظام سره برابر وي شپه د ارام لپاره او ورځ د کار لپاره ، په دې ډول تر نیمې شپې ویښ پاتې کیدل او تر نیمې ورځې اوده کیدل د خلقت د نظام په خلاف کار دی.
او هغه ورځ چې په شپیلۍ کې پو کړی شی، نو هر څوک به چې په اسمانونو او هر څوک چې په ځمکه کې دي وویریږی، مګر هغه کس چې خدای یې وغواړي او ټول به په خضوع سره هغه ته ورشي.
د ایت یو ځل بیا د قیامت ورځې ته اشاره کوي چې سریزه یې په شپیلۍ کې د پوکي وهل او د شپيلۍ غږیدل دي. د قران د ایتونو له مخې دوه ځله به شپیلۍ وهل کیږی یو ځل د نړۍ په پای کې چې دا ایت ورته اشاره کوي او په اوریدلو سره به یې په ټولو ویره او ترهه خپره شي او مړه به شی. یو ځل بیا هغه وخت دی چې قیامت به راځي هغه وخت به شپیلۍ ووهل شي او مړي به راژوندي شي او د محشر په صحرا کې به راټول شي.
لکه چې دغه ایت فرمایي کله چې په شپيلۍ کې پوک وهل شی ټول انسانان به په ویره اخته شي مګر پاک او نیک انسانان او همداراز الهي پرښتې له دغه خبرې مستثنی دي او لکه څنګه چې په وروستیو دوو ایتونو کې راغلې هغوی به په ارامښت او امن کې وي . البته په هغه وخت کې ښه او بد او پرښتې ټول مري او د خدای د ارادې په وړاندې په ټول عاجز او خاضع وي تر دې چې د بلې شپیلۍ په اوریدلو سره بیا ژوندي شي او دخدای په در کې به حاضر شي.
د روایتونو له مخې کومه پرښته چې په شپیلۍ کې په پوکي وهلو ماموره ده اسرافیل نومیږي چې خدای یوه نزدې پرښته ده .
درسونه :
۱: د قران له مخې د هستۍ دنظام ختمیدل او د ټولو ځمکنیو او اسماني مخلوقاتو مرګ به له یو بوږنوونکې او ویروونکي غږ سره یو ځای وي.
۲: په اسمانونو کې هم ژوندي مخلوقات شته هغوی هم د ځمکې د مخلقاتو په شان حشر او قیامت لري.
۳: مرګ یوازې له انسان سره مخصوص نه دی بلکې نور مخلوقات منجمله پرښتې به هم یوه ورځ مري.
او غرونه به وینې او ګمان به کوې چې هغه ( ولاړ) او بې حرکته دي په داسې حال کې چې هغه د وریځو په شان په حرکت کې دي ( دا) دخدای صناعي ده چې هر څه یې مزبوت پیدا کړې دی . بې له شکه هغه له هغه څه چې کوئ یې خبر دی .
دا ایت هم د خلقت یوې عجوبې ته اشاره کوي او فرمایی: تاسو ته غرونه ولاړ او بې حرکته ښکاري په داسې حال کې چې هغه د وریځو په شان نرم او ارام حرکت لري. دا د نړۍ د پالونکي د عظمت یوه نښه ده چې له لمر چاپیره د ځمکې تیز حرکت یې داسې ګرځولی چې انسان یې نه محسوسوي اور هر څه ولاړ او بې حرکته ګڼي. تر دې چې په تاریخ کې خلکو او حتی پوهانو هم فکر کاوه چې ځکمه ولاړه او بې حرکته ده او لمر او سپوږمۍ د ځمکې پر مخ تاویږی.
درسونه :
۱:د غرونو حرکت د ځمکې له حرکته جدا نه دی نو ځمکه هم حرکت کوي
۲: دا په زړه پورې خبره ده چې قران له ګیلیلیو او نورو پوهانو زر کاله مخکې د ځمکې د حرکت خبر ورکړی و او دا د قران یوه علمی معجزه ده .
۳: د غرونو حرکت د وریځو د حرکت په شان چټک دی . د ځمکې ارامښت له دې سره سره چې چټک حرکت لري ، د خدای حیرانوونکې معجزه ده .
۴: د قران له نظره د خدای ټول مخلوقات پياوړې او استوار پیدا شوې دي په خلقت کې هیڅ نقص او نیمګړتیا نیشته .