Jul 06, 2020 07:17 Asia/Kabul

p-691-naml-ayaat-82-85 د نمل سورې ترجمه او تفسیر

p-692-naml-ayaat-82-85

 او کله چې (د قیامت په درشل کې) د ( عذاب) وعده  پر هغوی حتمي شي، د هغوی لپاره به له ځمکې یو خوځیدونکی راوباسو چې  له هغوی سره خبرې وکړي  چې خلکو زمونږ په ایتونو باور نه کاوه .

او هغه ورځ چې  له هر امته یوه ډله  له هغو کسانو چې زمونو ایتونه دروغ ګڼي، راغونډوو، نو هغوی ساتل کیږی (تر دې چې له یو بل سره یو ځای شي)

د تیرو برخو په دوام کې دا ایتونه هم د قیامت په موضوع  خبرې کوي  او فرمایي: د نړۍ په پای او د  قیامت په درشل کې  به خدای یو شمیر کسان چې له دنیا تللې ژوندي کړي  او له ځمکې به یې راوباسي.  په دوي کې به یو کس دقیامت له منکرانو سره خبرې  وکړي  او له حق سره دهغوی د دښمنۍ او ضد خبر به  ورکړي تر دې چې د دومره الهی ایتونو او  معجزو  له لیدلو سره سره  بیا هم منکران  د قیامت او له مرګه وروسته د مړیو د ژوندي کیدو منلو ته تیار نه دي.

د خدای په غوښتنه او ارادې په دې دنیا کې د مړو د ژوندي کیدو مساله   یوه داسې چاره ده چې له دې  مخکې هم پيښه شوې  او قران ورته اشاره کړې ده .  منجمله دا چې د خدای یو پیغمبر  د قیامت د  ‌‌ډګر د لیدلو غوښتنه وکړه  او خدای هغه سل  کاله مړ کړ او بیا یې ژوندی کړ . د بقرې سورې په ۲۵۹ ایت کې دغه کیسې ته اشارې شوې ده .  همداراز د یو بیګناه مقتول  ژوندي کیدل چې د خدای په غوښتنه  او  په هغه پورې د بني اسراییلو د قرباني کړې غوا د یوې ټوټې په  مږل کیدو سره  ژوندی    شو  او  خپل قاتل یې معرفي کړ.  دا کیسه هم د بقرې سورې په  درې اویایم ایت کې بیان شوې ده . اصولا د حضرت عیسی علیه السلام یوه معجزه چې قران یې بیانوي  په دې دنیا کې دمړو ژوندي کول وو.  پر دغو مواردو سربیره ، د بقرې سورې ۲۴۳ او ۵۶ ایتونه هم  په ‌ډاګه  په همدې دنیا کې د ځینو پخوانیو قامونو د مړو د ژوندي کیدو خبره کوي.

دا ایتونه هم  په اخره زمانه کې  د ځینو کسانو د رجعت موضوع ته اشاره کوي  خو د دغه کسانو نومونه او  ځانګړتیاوې یې نه دي بیان کړې ، د قاعدې له مخې په ایتونو د سم پوهیدو لپاره باید  په دې اړه معتبرو او د باور وړ ایتونو  ته مراجعه وکړو.

که څه  هم  د « دابه»  ټکی  چې د خوځيدونکې معنا لري د انسان لپاره ډیر کم استعمالیږي خو په قران کې د  واحد او جمع په توګه  د دغه ټکي د استعمال د مواردو جاج ښیي چې  دا کلمه  پراخ مفهوم لري  چې انسانان هم پکې شاملیږي.

د انفال سورې د دوه ویشتم ایت په شان چې فرمایی: « ان الشر الدواب  عند الله  الصم البکم  الذین لا یعقلون»

د خدای په نزد تر ټولو بد خوځندګان ( هغه کسان دي چې د حق له اوریدلو) کاڼه او  ( د حق له ویلو) ګونګیان دي، هغه کسان چې له عقله کار نه اخلي.

بې  له شکه   په دغه ایت کې له خوځيدونکو  مطلب هغه انسانان دي چې   له دې امله چې  فکر او سوچ نه کوي  له کڼو او  ګونګیانو سره تشیبه شوې  او غندنه یې شوې ده .

   د دغه سورې په دوه اتیایم ایت کې  د  دې تعبیر په هکله چې « یو خوځیدونکی به له دنیا راوباسو  چې له خلکو سره خبرې وکړي»  د روایتونو له مخې ، له دې  مطلب  د خدای یو ولي او یا یو لوی او مهم شخصیت دی چې په ځینو روایتونو کې ، د امام علی ابن ابیطالب  په توګه تفسیر شوې ده .

همداراز  د هغه ډول په هکله چې  په درې اتیایم ایت کې یې  د ژوندي کیدو خبر ورکړل شوی دی.  په روایتونو کې لولو   چې خدای تعالی به  یو شمیر صالح مومنان چې  په تاریخ کې راغلې او له دنیا تللې دي ، په اخره زمانه کې ژوندي کوي  چې د امام مهدی علیه السلام  په نړیوالو حکومت څارونکی  او شاهد  او دهغه ملګرې او مرستیالان وي.  له بل پلوه ، په درست تاریخ  کې دکفر او ظلم  ځینې مشران  به  هم ژوندي کوي چې  د امام مهدي په عادلانه  نړیوال حکومت کې  دنیاوي سزا وویني.

درسونه :

۱: د مړیو ژوندي کیدل   له هغو چارو دي چې  نه یوازې په قیامت  بلکې په دې دنیا کې یې هم مثالونه شته دي  او بیا به هم داسې کیږي  او په دې کې شک د خدای په قدرت او طاقت کې شک دی.

۲:  د نړۍ پای به د ایمان د خاوندانو  او د کفر او ظلم د  مشرانو په راحاضریدو سره وي  خو دا ځل به  عزت او سرلوړي  د مومنانو لپاره او ذلت او خواري د کافرانو او ظالمانو لپاره وي.

تر هغه وخته چې  (حساب ته) راشي، خدای به وفرمایي: آیا زما ایتونه مو دروغ وګڼل، په داسې حال کې چې  په هغو  مو علمي ولکه نه لرله ؟ تاسو (په خپل ژوند کې) څه کول؟

او د هغه ظلم په خاطر چې  ویې کړ  د (عذاب) حکم  ورباندې مقرر شو،  نو هغوی  خبره نه کوي.(او د ویلو لپاره څه نه لري)

تیر ایتونه   د نړۍ په پای کې د کفر او ایمان د خاوندانو د رجعت په باره کې ، رجعت له قیامته مخکې  د ځینو انسانانو د ژوندي  کولو مساله ده . له روایتونو ښه پوهیږو چې  رجعت د قیامت د ورځې یوه مرتبه او پړاو دی.  که څه هم د ظهور او څرګندیدو له  نظره  د قیامت ورځې ته نه رسیږي.، په هغه ورځ   دخدای تعالی ایتونه  په ټوله معنا ښکاره کیږي کوم کسان چې په ایمان یا کفر کې مشران او لوړ وو، یعنې دخدای ولیان یا د خدای سخت دښمنان وو، راژوندي کیږي  او دنیا ته ستنیږي  چې د حق او باطل په مینځ کې  فیصله وشي.

دا ایتونه فرمایی:  د کفر او شرک د مشرانو په ژوندي کیدو سره  به خدای  له هغوی پوښتنه  وکړي چې تاسو څنګه  اسماني کتابونه او د پیغمبرانو معجزې دروغ ګڼلې؟ په داسې حال کې چې ستاسو کم علم د  دغه ایتونو او نښو د انکار توان نه درلود .  بر دې سربیره ،  تاسو ډیر بد او ناوړه کارونه کول   چې دخدای له ایتونو ستاسو دانکار له امله وو.

طبیعي ده چې  هغوی  به  د رجعت په وخت  د خدای د ایتونو او معجزو په لیدلو سره  د حق دانکار او  ردولو لپاره هیڅ لاره ونه لري  او هیڅ عذر او پلمه نه شي راوړلی  او هیڅ  خبره نه شي کولی.   نو وبه مني چې  دهغه ظلم  په وجه چې  د خدای له ایتونو او پیغمبرانو سره یې کړی ، سزا ورکړی شي.

درسونه :

۱:  په اخره زمانه کې به د قیامت یوه بیلګه او جلوه ښکاره شي  او ځینې خاص نیک او بد کسان به  په یوې الهي محکمه کې  او دخدای د یو ولي  په  شتون کې محاکمه شي.

۲:  د پوره پوهې او معلوماتو له لرلو پرته د یو شي انکار او  تکذیب نه  دی پکار،  کني  ضرور به توبیخ او  وغندل شو .  له همدې  امله  باید زمونږ  عقیدتي باورنه  او عقاید هم  په پوهې او د قطعي او یقیني دلیلونو په اساس وي ،  په قیامت کې د  ظالمانو عذاب قطعي دی  او هغوی هلته د ویلو لپاره هیڅ نه لري.

پای.