Jul 06, 2020 07:04 Asia/Kabul

p-688-naml-ayaat-64-69 د نمل سورې ترجمه او تفسیر

p-689-naml-ayaat-64-69

 

(ایا ستاسو معبودان غوره دي) که هغه ذات چې خلقت پیلوي او بیا یې (په قیامت کې) راستنوي او هغه  چې تاسو ته  له اسمان او  ځمکې روزي درکوي؟ آیا  له یوازینی معبود سره (بل شریک) معبود شته ؟ ووایه :  دلیل او برهان مو راوړئ که رښتیا وایئ.

 په تیره برخه کې مو وویل چې  قرآن کریم  مشرکانو ته خطاب کړی او له هغوی پوښتنه کوي:  ایا هغه معبودان چې تاسو یې عبادت کوئ بهتره دي او که  هغه خدای چې مخلقان او ځمکې او اسمانونه او ټول واړه لوی مخلوقات یې پیدا کړې دي ؟ دا ایت د هغوی ایتونو په دوام کې  یوه  بله پوښتنه کوي  او هغه دا چې ایا ستاسو معبودان ښه دي او که  یوازینی خدای چې نه یوازې د خلقت مبدا  سرچینه ده بلکې  په قیامت کې به   هم ټول یو ځل بیا ستنوي  او د ټولو جاروت دهغه په لور دی؟  او همداراز هغه خدای چې  د مخلوقاتو د اړتیاوو د پوره کیدو لارې یې هوارې کړې  او د هر مخلوق لپاره  یې د روزۍ د اخستلو لاره  ټاکلې ده ؟

سره له دې که ګمان کوئ  چې بې له یوازیني خدای نور  خدایان هم د هستۍ د چارو په پیدایښت یا   چلښت کې  له هغه سره مرسته کوي   نو د دې کار لپاره خپل دلیل په ښه روښانه او منطقي ډول  وړاندې کړئ.

له مخالفانو سره په چلند کې  د قران یوه بله ځانګړنه  د دلیل او برهان غوښتل دي  چې په ډیرو ایتونو کې ورته اشاره شوې ده . قران لکه څنګه چې   د مبدا او معاد یعنې د خدای او قیامت په مساله کې خپل دلیل روښانه او منطقي بیانوي  تمه لري چې مخالفان هم منطقي خبره وکړي  خیال او ګمان پریږدي  او د  ایمان د خاوندانو  له مسخره کولو،  سپکولو  او ګواښلو ډډه وکړي.

درسونه :

 ۱: له مخالفانو سره په چلند کې  باید له انصافه کار واخلو  او که  مخالف لوري منطقي  دلیل او برهان  راوړ له  وې منو.نه دا چې  د دښمن خبره ده  نو رده یې کړو. ځکه چې اسلام د منطق او برهان دین دی  او له  مخالفانو هم  دلیل غواړي.

۲: خدای تعالی زمونږ  روزي او د ضرورت وسایل برابر کړې  هوا ، رڼا او  له اسمانه ورښت ته زمونږ ضرورت او  ډول ډول خوړو  میوو او  جامو ته زمونږ اړتیا  یې له ځمکې برابره  کړې ده .

(ای پيغمبره) ووایه: بې له خدایه  په اسمانونو او ځمکه کې  هیڅوک له غیبه نه دي خبر او هغوی نه پوهیږي چې  کله به  راپاڅول کیږي.

بلکې د اخرت  په هکله د هغوی  علم  ختم شوی   دی ، بلکې هغوی یې په هکله په شک کې دي، بلکې له  درکه یې (عاجزه) او ړانده دي.

 مشرکان چې د قیامت او له مرګه وروسته د بیا پیدا کیدو په  نفی او انکار یې څه دلیل نه درلود  همیشه به یې  له پيغمبرانو دا پوښتنه کوله چې  قیامت  به کله راځي ؟ او دې ته په پام سره چې پیغمبرانو به د دغه پوښتنې ځواب نه ورکاوه  نو دوی به ویل :  نو په خپله تاسو هم د قیامت په راتګ یقین نه لرئ.

 دا ایتونه د مخالفانو د دغه پوښتنې او شبهې په ځواب کې فرمایي:  ځینې چارې یوازې له خدای سره مخصوصې دي حتی پرښتې او پیغمبران هم ترې نه دي خبر خو د  یوې پیښې د پیښیدو له  وخته ناخبري  د هغې نه واقع کیدو  دلیل نه دی  لکه څنګه چې  هیڅ یو انسان نه پوهیږي چې  کله به له دنیا ځي خو ټولو ته یقین دی چې  مړ کیږي به  او د تیښتې هیڅ لاره نیشته .

د قیامت واقع کیدل هم  داسې دي. قیامت یوه ارو مرو چاره ده  چې څوک یې د واقع  کیدو له وخته نه دي خبر   او دا  د هغه د انکار او  پکې دشک  دلیل نه شی کیدلی .

درسونه :

۱:  په دیني عقایدو کې دشک او تردید پیدا کول  د دیني عقیدو د مخالفانو منجمله د قیامت د منکرانو یو پروګرام دی  نو ځکه  باید مسلمانان د هغو په وړاندې  خپل منطقي دلیلونه وړاندې کړي.

۲:  په معاد ایمان   په  خدای د ایمان په شان له غیبي چارو دی چې د انسان په پینځګونو حواسو سره  نه شي درک کیدی  او یوازې عقل کولی شي په منطقي برهانونو سره  هغه ثابت کړي.

کافرانو وویل :  کله چې مونږ او پلرونه مو (مړه او) خاورې شو، ایا ضرور به  ( له قبره ژوندي) راویستل کیږو؟

 په حقیقت کې مونږ او پلرونو ته مو  له دې مخکې  ( هم) داسې وعده ورکړل شوې . خو  دا د پخوانیو له افسانو پرته (بل څه) نه دي

(ای پیغمبره) ووایه : په ځمکه کې وګرځئ او وګورئ چې  د ګناهکارانو انجام څنګه و؟

د تیرو ایتونو په دوام کې چې  د قیامت د منکرانو د شک او تردید یو سبب یې  د پیغمبرانو له خوا د قیامت د واقع کیدو له وخته  د نه خبریدو  پلمه   بیانوله  دا ایتونه فرمایي:  هغوی دخپل شک او تردید د ثابتولو لپاره  دې ټکي ته اشاره ک،ي چې  د تاریخ ټولو پیغمبرانو وعده  ورکړې چې قیامت به  یوه ورځ راځي ، په داسې حال کې چې  زمونږ نیکونه له دنیا لاړل  او ټول خاورې شول او   د بدنونو ذرې  یې خپرې شوې  خو دا وعده پوره نه شوه . نو مونږ هم چې مړه او خاورې شو او زمونږ له بدنه به څه پاتې نه شي چې دوباره ژوندی کړی شو .

د  قران ځواب روښانه دی : اول دا چې تاسو ټول اول له خاورې وئ او  له خاورې راویستل شوې یاست . نو هیڅ   مانع او خنډ نیشته چې  له  خاورې کیدو وروسته  دوباره ژوندي شئ  او په یوې بلې نړۍ کې پیدا شئ.  بله دا چې د پیغمبرانو  له حقه خبرې سره  دښمني او ضد  سبب کیږ ي چې  تاسو هم د نورو ډیرو پخوانیو قامونو په شان  په  همدې دنیا کې  په سخته سزا اخته شئ  ځینې قامونه  چې  په دوي کې ځینې   د وخت او ځای له نظره تاسو ته نزدې وي  او  په یو تاریخي وخت کې  دهغوی عاقبت ته  وګورئ.

درسونه :

۱: اسماني کتاب ته  افسانه ویل ،  د تاریخ په اوږدو کې د مخالفانو سیرت او روده وه .  په افسوس سره  نن هم ځینې کسان  د جهل او ناپوهۍ په وجه  او ځینې په  پوهې سره د اسمان لوړ معارف  افسانه  ګڼي.

۲: قران خلک د تیرو خلکو د تاریخ مطالعې ته بللې او له هغوی یې غوښتې چې  د ظالمانو د برخلیک  د لیدلو لپاره د ځمکې مختلفو سیمو ته سفر کړی  ځکه چې  له ظالمانو په پاتې اثارو کې مطالعه  په خپله د تربیت او هدایت سبب کیږي.

۳: د تیرو خلکو او تاریخي آثارو ساتنه د راتلونکو د پند اخستلو لپاره ضروري  ده .