Jul 06, 2020 07:04 Asia/Kabul

p-687-naml-ayaat-61-63 د نمل سورې ترجمه او تفسیر

p-688-naml-ayaat-61-63

(آیا هغه شریکان چې تاسو نیولې ښه دي) یا هغه ذات چې ځمکه یې د قرار ځای وګرځوله او په مینځ کې یې سیندونه جوړ کړل  او ورپاره یې، (د لنګر په شان) کلک غرونه ودرول  او د  دریابونو ( خوږ او تریو) په مینځ کې یې یو خنډ  وټاکه  (چې ګډ نه شي) ایا له دغه خدای سره شریک ( بل کوم) معبود شته ؟ (نه) بلکې د هغوی ډیری یې نه پوهیږي.

 په تیره برخه کې مو ولیدل چې قران مجید  د بت پرستانو او مشرکانو د خرافاتي او چټي  افکارو په وړاندې  ځینې  هغه څیزونه چې خدای پيدا کړې بیانکړل  او د ایت په پیل او پای کې یې د پوښتنې په ډول وفرمایل  آیا دا طبیعي ښکارندې او مخلوقات   ستاسو معبودانو پنځولې او که نه د یوازیني خدای  له خوا پنځول شوې دي؟

 دا ایت هم د تیر ایت په دوام کې  د طبیعت ځینو  بیلګو ته اشاره کوي  او فرمایي:  خدای ځمکه ستاسو لپاره آرام  او مستقره کړه چې  ستاسو د آرامښت او  اسایش   سبب وي   که  زلزلې ته چې کله کله د نړۍ په ځینو سیمو کې راځي او  د سخت ټکانونه یې  د ورانۍ او تباهۍ سبب ګرځي  پام وکړو ، دې ټکي ته رسیږو چې  د ځمکې ارامښت   د دغه خاورینې کرې د استوګنو لپاره  د خدای یو لوی نعمت دی.

د غرونو ، سیندونو او  د خوږو تروو دریابونو  شتون په ځمکه کې د بشر لپاره د  ژواک او ژوند امکان برابر کړی  او د دې خبرې یو  دلیل   د د ښتو او نهرونو په څنګ کې د لویو بشري تمدونونو او ابادیو  جوړیدل دي.  څنګه چې  بیا  مشرکان  بې ځانه  بوتان    د دې با عظمته نړۍ  د چارو په تدبیر او  خلقت کې  له خدای سره شریک ګڼي؟  خبره دا ده چې هغوي بیخي په دې موضوع فکر نه دی کړی او  له حقیقته یې نه دي خبر شوې.

درسونه :

۱: د ځمکې د  استوګنو لپاره د هغې ارامښت په دې ډول دی چې  انسانان ګمان کوي  ځمکه ثابته  او ولاړه ده او حرکت نه کوي . په داسې حال کې چې ځمکه هم له ځانه او هم له لمره په ډیرې تیزۍ او رفتار سره تاویږي خو دې ته په پام سره چې داحرکت  یوشان او منظم  دی نو څوک یې نه احساسوي.

۲:  د کفر او شرک واقعي منشاء او سبب  په حقیقت  سم نه پوهیدل او ورځنې ناخبري ده  چې کله کله   دانسان د ضد او  دښمنۍ په وجه وي  او انسان نه غواړي  په حق پوه شي  او وې مني. کله کله هم غیر عمدي وي  چې دلته زمونږ دنده  تبلیغ او بلنه او د  عمومي افکارو پوهونه ده .

( آیا ستاسو شریکان غوره دي) که هغه ذات چې کله یو پاتې راغلی او مضطر انسان یې  وبلي، ځواب ورکوي  او دهغه ستونزه او مشکل لرې کوي  او تاسو  په ځمکه کې  ځای ناستي ټاکي؟  آیا  له خدای سره  شریک ( بل) معبود شته ؟ څومره کم نصیحت منونکي  یئ.

 دا ایت  د ټولو انسانانو  په ژوند کې د خدای د وجود  یوې بیلګې  ته اشاره کوي  او فرمایي:  کله چې تاسو په مشکلاتو او  ازمیښتونو کې ګېر شئ او ټولې دروازې پر تاسو بندې شي  او بندون ته ورسیږئ آیا هغه وخته  له خدایه پرته بل څوک بلئ.  په دغه  شان حالاتو کې  آیا نور ستاسو لپاره څه کولی شي؟ یا دا چې  په خپل ځان  کې داسې یو طاقت پیژنئ چې  مشکل مو حلولی شي  او  ځکه هغه په ډیر خلوص سره بلئ  او د ځواب  انتظار یې باسئ؟

د قران په نورو ایتونو کې   د انسان فطري ایمان ته داسې اشاره شوې ده  چې که  تاسو په کشتۍ کې سپاره یئ او  د سمندر  بوږنوونکې څپې ستاسو ژوند ته خطر پیښ کړي  په دغه حال کې بې له خدایه چاته اواز کوئ  او له هغه پرته له چا د بچ کیدو هیله او  تمه لرئ؟

 ځینو ماده پرستو او د مذهب مخالفانو خدای د  انسان د ویرې او اضطرار زیږنده ګڼلی  او په دې  پلمه یې دخدای د اصل انکار کړی دی . دهغوي په خیال  انسان چې کله له سختو او ځپونکي پيښو سره مخامخ شي  نو له دې امله چې ځان عاجز ګڼي  د ویرې او جهل له  مخې  یو داسې موجود او ذات ته  چې په خپل ذهن کې یې تصور کوي  پناه وړي.

حقیقت دا دی چې  مومن انسانان نه یوزاې د ویرې  او خطر په وخت بلکې د ژوند په ټولو حالاتو کې  په خدای ایمان لري  او په هغه تکیه کوي. ویره او اضطرار سبب کیږي چې  د غفلت پردې لرې شي او  انسان یوازې هغه ذات وویني  او مرستې ته یې داړتیا احساس وکړي . کټ مټ د یو بچي په شان چې  خپل پلار او مور په هر حال کې  د ځان ساتندویه او لوی طاقت ګڼي  خو یوازې  د اړتیا او  مجبورتیا  په بڼه کې هغوی ته ورځي  او ورځنې مرسته غواړي.

آیا ویلی شو چې  مور او پلار   له خطرونو  بچي د ویرې او مجبورتیا زیږنده دي؟ یا دا چې خطرناک عوامل سبب کیږي چې  هغه پوه شي  په خطرناکو او سختو شیبو کې  یوازې  والدین دي چې د هغه لاس نیسي او غوښتنو ته یې ځواب ورکوي.  

په هر حال انسانانو ته چې کله یقین پیدا شي چې نور هیڅ کوم طاقت یې فریاد نه اوري او په کار یې نه ورځي  او له هر ځایه یې هیله غوڅه شي  د بیا د  زړه له تله په یو غیبي  ژغورونکي طاقت پورې  هیله تړه چې همدغه  طاقت  خدای تعالی دی .

درسونه :

۱: دخدای د پيژندلو  ځینې لارې  د ژوند په سختو بندونونو کې  یو ژغورونکي طاقت ته  پام دی .  
 

 ۲: خدای تعالی انسان  په ځمکه واکمن ګرځولی  دی  هغه ته یې  په طبیعت کې د تصرف  او تسخیر طاقت ورکړی او  له امکاناتو  د استفادې قدرت یې ورکړی دی .

( آیا ستاسو شریکان غوره دي) که  هغه ذات چې  د وچې او سمندرونو په تیارو کې ستاسو راهنمایي کوي او هغه ذات چې  بادونه  د رحمت ( له بارانه) مخکې زیرې ورکوونکې رالیږي؟  آیا له خدای سره ( بل) معبود شته ؟ خدای لوړ دی  له هغه څه چې دوي یې ورسره شریک ګرځوي.

 د تیرو ایتونو په دوام  کې دا ایت هم  په هماغه د پوښتنې په لحن کې فرمایی:  د وچې  او اوبو په سفرونو کې  او د شپې مهال تاسو لاره څنګه معلوموئ؟  ایا هغه ستوري چې   د شپې مهال ستاسو راهنمایي کوي ، ستاسو بې روحه بوتانو پیدا کړې دي او که نه دا د یوازیني خدای شاهکار دی ؟

 بادونه چې په وسیله یې  وریځې   له سمندرونو   د ځمکې لرو لرو سیمو ته ځي او  باران وروي  د  چا په اراده  ځی آیا بې له خدایه بل څوک دوي ته حرکت ورکولی شي؟  تاسو ولې بې ارزښت او پست بوتان  د متعال او قادر خدای په څنګ کې راولئ  او هغوی د ځان او نړۍ په برخلیک کې اغیزمن ګڼئ؟

درسونه :

۱:  د طبعیت منظمې او له یو بل سره مرتبطې ښکارندې  که هغه په اسمانونو کې وي او که په ځمکه کې د هستۍ په نظام کې  د یو ټاکلي او منظم پروګرام  ښودنه کوي  او  داسې لوی کار د نړۍ له پالونکي پرته دبل چا کار نه شي کیدلی .

۲:  هیڅ کس او هیڅ شی په داسې پوزیشن او مقام کې نه دی چې  نوم یې دخدای له نوم سره په یوه لیکه کې راشي  او  هغه د نړۍ له ټولو مخلوقاتو لوی او لوړ دی .