Jul 06, 2020 10:48 Asia/Kabul

p-689-naml-ayaat-72-75 د نمل سورې ترجمه او تفسیر

p-690-naml-ayaat-70-75

(ای پیغمبره) د  هغوی  په ( بې لاریتوب)  خپګان مه کوه او  له مکر (او سازشه)  چې دوي یې کوي، زړه مه تنګوه.

او وایي: که رښتیا وایئ دا (د دنیا  عذاب یا قیامت) به کله  وي؟

ووایه:  ښایي ځینې  له هغه څه چې تاسو یې په بیړه غواړئ، په تاسو پسې وي (او درورسي)

د دغه سورې په نه شپیتم ایت کې  قران د پيغمبر مخالفانو ته بلنه ورکړه چې  د ځمکې په مختلفو برخو کې سیل وکړئ چې د تیرو تمدنونو او قامونو تباهي او هلاکیدل ووینئ او د هغوی  له برخلیکه عبرته واخلئ. خو دا ایتونه پیغمبر ته په خطاب کې فرمایی:  دا چې مشرکان له  ضد او دښمنۍ لاس نه اخلي او همیشه  له حق سره په  ټکر کې دي  غم او خپګان مه کوه  ځکه چې تا په خپله دنده عمل کړی  او حق دې دهغوی غوږونو ته رسولی دی . خدای هم انسان ازاد او خپلواکه پیدا کړی  او نه یې دي  غوښتي چې هغه په زوره ایمان راوړي.

البته  هغوی نه یوازې ایمان نه راوړي بلکې ستا د  تبلیغ او بلنې دمخنیوي لپاره همیشه  توطئې او سازشونه کوي  او پلانونه جوړوي  چې  مونږ به خپله د هغوی دغه  پلانونه شنډ کړو . نو له دې  اړخه اندیښنه مه کوه .

ایتونه په دوام کې د مشرکانو خبرې ته اشاره کوي او فرمایی:  هغوی به  په ټوکو او مسخرو سره  پیغمبر او مومنانو ته ویل  دا وعده چې تاسو یې راکوئ او وایئ چې   د خدای سزا به دې او په هغه دنیا کې مونږ رانیسي ، ولې  دغه سزا رارسیږي نه  مونږ یې په تمه یوو.

خدای تعالی په ځواب کې فرمایی: زیاته تلوار مه کوئ  ډیر زر به په دغه عذاب اخته شئ او هغه څه به مو راونیسي چې تاسو ورپورې ټوکې کولئ.

درسونه :

۱:  د ګمراهانو لپاره دلسوزي یو حد او اندازه لري ، د بې لارو کسانو دهدایت لپاره کوشش پکار دی خو که هغوی په حق پوه شول او بیا یې هم  په باطلو ټینګار وکړ  نو په خپل حال یې پریږدئ او نور دهغوی غم مه کوئ او  خپل زړه مه خورئ.

۲: کافرانو او ظالمانو ته د خدای مهلت  په دې  وجه نه دی چې  خدای مه کړه  الله تعالی هغوی هیر کړې دي  ډیر زر به هغوی د خپلو بدو کارونو سزا ووینی.

 

او په رښتیا ستا پالونکی  په خلکو د فضل ( او رحمت) خاوند دی. خو په هغوی کې اکثره شکر کوونکي نه دی.

او په رښتیا ستا پالونکی په هغه څه چې  دوی یې  په زړونو کې پټوي  یا یې ښکاره کوي ( ښه) خبر دی.

او په  اسمان او ځمکه کې  هیڅ داسې پټ شی نیشته  مګر دا چې  په  روښانه کتاب کې (دخدای په نزد ثبت) دي.

د تیرو ایتونو په دوام کې  دا  ایتونه فرمایي:  که خدای ستاسو په سزا کې بیړه نه کوي   دا دهغه د  غفلت یا  بې وسۍ او یا هیرې  په وجه نه ده  بلکې  په خپلو بندګانو دخدای د لطف او مهربانۍ له امله ده  چې هغوی ته د توبې او ستنیدو مهلت  ورکوي  خو په خواشینۍ سره  هغوی د خدای دغه لوی نعمت ته پام نه کوي   او شکر یې نه وباسي  او د تیرو د اصلاح کولو په ځای  په خپل غلطو کارونو لا ټینګار کوي.

ښایي  ظالمان خیال وکړي چې خدای په دې  خاطر د هغوی په خلاف  اقدام نه کوي چې   له کارونو یې خبر  نه دی  او د هغوی په خطرناکو نیتونو او نقشو او پروګرامونو  ولکه نه لري  حال  دا چې خدای نه  یوازې دهستۍ د ټولو څیزونو له  ظاهر بلکې باطنه یې هم  خبر دی او هیڅ شی د هغه  له سترګو پټ نه دی. ځکه چې د هستۍ  او کایناتو په نظام کې  یو  لوح محفوظ موجود دی چې  هماغه د خدای بې پایانه علم دی او  د نړۍ هر یو شی په هغه کې  ښه صفا درج  دی .

درسونه :

۱: دخدای  د مهلت قدر پکار دی  او ترې د توبې او اصلاح لپاره استفاده پکار دی . نه دا چې هغه د خپلو کارونو په سموالي  دلیل و ګڼو او ووایو چې مونږ د سزا وړ نه یوو نو خدای مو نه سزا کوي.

۲: خدای تعالی نه یوازې د  هر یو شي له  پټو او ښکاره و خبر دی بلکې  د اسمانونو او ځمکې غیب، د انسان پټ کارونه  د قیامت د راتللو وخت  او نورو ټول رازونه هغه ته معلوم دي . همداراز  ټوله  هستي دهغه تر نظر لاندې ده  او د هغه په نزد حساب و کتاب لري.

۳: مونږ نه یوازې دخپلو اعمالو اصلاح ته ضرورت لرو بلکې خپل نیتونه او  ارادې هم باید سمې کړو   په ځای د دې چې دنورو بده وغواړو ، باید ښه یې وغواړو ځکه چې خدای زمونږ  له باطنه خبر دی او پر اساس یې  خپل رحمت او فضل پر مونږ نازلوي.