Jul 06, 2020 07:04 Asia/Kabul

p-690-naml-ayaat-76-81 د نمل سورې ترجمه او تفسیر

p-691-naml ayaat-76-81

 

بې شکه دا قرآن، زیاتره هغه څه چې بني اسراییل پکې اختلاف لري ، هغوی ته بیانوي.

 او په رښتیا دا (قران) د مومنانو لپاره د هدایت او رحمت سبب  دی .

بې شکه ستا پالونکی به  په خپل حکم د هغوي په مینځ کې فیصله کوي  او هغه د طاقت خاوند  او پوه دی .

 نو په خدای توکل وکړه   چې ته په  ښکاره حق یې.

 په تیره برخه کې  خبره مشرکانو ته کیده چې  د قیامت منکران وو  او په مختلفو پلمو یې  د مړو په ژوندي کیدو او  په قیامت کې د  الهی سزا او جزا  په مسالې پورې خنداګانې کولې.  دا ایتونه د هغو یهودیانو په باره کې دي چې  په جزیرة العرب کې اوسیدل او د قران او اسلام منلو ته تیار نه وو.  یهودیانو د مسیح  او د اخر الزمان د ژغورونکي په هکله چې په تورات کې  راغلی له یو بل سره اختلاف درلود  همداراز د دین په ځینو احکامو کې یې سره شخړه وه .  دا ایتونه فرمایی:  که قرآن یې د اسماني کتاب په توګه منلی وای د هغوی ټول اختلافات به ختم شوې وو . او هغه بدعتونه او چټیات چې   له حضرت موسی او حضرت عیسی علیهما السلام وروسته  د یهودیت او مسیحیت په دین  کې پیدا شوې وو ، ختم شوې وو.  او په نتیجه کې به  هغوی  ته یو ډیر خالص او له هر ډول غلطو سلیقو او عقیدو پاک دین ورکړل شوی و .

ایتونه په دوام کې   پیغمبر او مومنانو ته فرمایی:  د اهل کتابو د مخالفتو پر وړاندې  په خدای توکل وکړئ او د خدای په بې انتها  علم او قدرت  په تکیې سره  خپله لاره جاري وساتئ. پوه شئ چې تاسو په حقه یئ  او حق  به پایداره او ټینګ وي.

درسونه :

۱: د قرآن یو برکت دا دی چې  فکري او   اوږده اختلافات حلوي . قران د وحدت او یووالی سبب دی  نه یوازې د مسلمانانو لپاره بلکې  د اهل کتابو لپاره هم ، که دوی قران ومني او ایتونو ته یې مراجعه وکړي  خپل اختلافات حلولی شي.

۲: هدایت د خدای یو ډیر لوی نعمت دی  چې خدای په خپل لطف او مهربانۍ  انسان ته ورکړی دی .

۳:  په خدای توکل د انسان د کامیابۍ یو شرط دی . پر دې سربیره ، په خدای توکل  یوازې دحق په لاره کې  معنا او مفهوم لري  نه د باطل په لاره کې .

بې شکه ته  خپله خبره د هغو مړو غوږونو ته نه شې رسولی  او     کاڼه نه شې رابللی هغه وخت چې  مخ  اړوي  او شا کوي .

او ته  هغه کسان چې زړونه یې ړانده دي له ګمراهیو نه شې هدایتولی. ته یوازې خپله خبره د هغوکسانو  غوږونو ته رسولی شې  چې  زمونږ په ایتونو یې ایمان راوړی او  د حق په وړاندې تسلیم دي.  

په تیرو ایتونو کې یې وفرمایل: قرآن ښکاره حق دی  دا ایتونه په دوام کې فرمایي له قران سره د هغوی مخالفت او  دحق نه منل  په دې وجه دي چې دهغوی زړونه ړانده دي    نه دا چې په قرآن کې څه مشکل وي.

څوک  چې په ضد  ، دښمنۍ او  ړوند تقلید اخته وي  د    هغه مثال د مړي دی چې هیڅه نه اوري او یا د هغه ژوندي په شان دی چې  کوڼ وي  او په  خپله لاره روان وي. طبیعي ده چې که څوک  یو   کوڼ کس ته  د شا له خوا غږ وکړي هغه یې نه اوري ،  افسوس چې ډیر کافران د کڼو او ړندو په شان دي  چې  په خپل ځان یې د  حقیقت د پوهیدو ټولې لارې بندې کړې  او ځان یې  د حق له لیدلو او اوریدلو محرومه کړی دی .

روښانه ده   هغه کسان  د قران او پیغمبر له هدایته برخمن کیدی شي  چې اول خو د حق په وړاندې خاضع  او خاشع وي  او دوهمه دا چې  په الهی ایتونو یې سم ایمان لرلی وي . په بله ژبه ، هغه کسان د قران له هدایته برخمن کیدی شي چې د پيژندلو او شناخت خنډونه هغه  د حق له منلو منع نه کړي  دا خنډونه عموما  د انسانانو په افکارو او روحیاتو پورې اړوند وي  او سبب کیږي چې  هغوی په وارمخکې قضاوت او دریځ سره  د خپلو نیکونو د تقلید  او قومي یا قبیله ای تعصباتو په وجه  د حق اوریدلو ته تیار نه وي .  او که حق واهم وري  په ناسمو تحلیلونو  سره هغه  بل ډول تفسیروي.

په دې ډول   مشکل د الهي انبیاوو په  پیغام کې نه دي چې ووایو هغه د منل کیدو وړتیا نه لري بلکې  د منکرانو د تعصب او ضد په وجه دی  که د انسان زړه مړ وي  او نه غواړي  چې حق ومني  نو دحق خبره پرې اثر نه کوي . دا داسې ده لکه چې مونږ سوی بلب  په بریښنا کې ولګوو ، داسې لامپ هیڅکله نه بلیږي.

 درسونه :

۱: د قرآن په لغت کې  مرګ او ژوند هم  طبیعي او مادي مرګ  او ژوند ته ویل کیږی او هم معنوي مرګ او  ژوند  ته .  قران هغه  کسانو ته چې  د حق کلام نه اوري او اثر پرې نه کوي  مړه وایي  که څه هم په ظاهره ژوند کوي . د دغو کسانو په اپوټه کوم کسان چې د خدای په لاره کې شهیدان شوې  ژوندي  ګڼي چې  د خدای له خوا رزق  ترلاسه کوي که څه هم په ظاهره زمونږ په مینځ کې نیشته .

۲:  د غوږونو ، سترګو او عقل لرل کافي نه دي ، مهمه د حق په وړاندې د تسلیمیدو روحیه ده .که چې په  انسان کې نه وي  حتی د خپلو اوریدولو او  لیدلو څيزونو هم انکار کوی  یا هغه په غلط ډول تفسیروي او بل شان یې تاویلوي.  کوم انسان چې اوده وي که غږ وروکړې راویښیږي خو  څوک چې په خپله  ځان  په خوب واچوي  هر څومره چې غږونه ورکوې  ځواب نه  درکوی.

پای.