Jul 12, 2020 16:37 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په  تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۴-۲۱

وړومبې په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به په دې اړه څو تحليلي رپوټونه درته وړاندې کړوو.

په سر کښې هم د مهمو خبرونو سرټکي:

د افغان حکومت د کابينې د تکميل لپاره د عبدا... عبدا... د وړانديزي وزيرانو د لېسټ حتمي کېدل،د جنګ مېدان ته د ځينو ازاد شويو طالبانو د ستنېدو باره کښې د افغانستان د مشرانو د جرګې افشاګري، په کورنا باندې د پاکستان د خارجه وزير اخته کېدل، له القاعده سره د مرستې په باره کښې د پېنټاګان د رپوټ په اړه د طالب ډلې غبرګون، کښې له بلوچستان لېبرېشن آرمي ترهه ګرې ډلې څخه د هند په ملاتړ په ملګرو ملتو د پاکستان اعتراض، د افغان حکومت په ډانچه کښې د طالب ډلې د غړيو په جذبولو د اشرف غني تاکيد، د پاکستان او چين د ګډ کورېډور د عملي کېدو د بهير د بندېدو تکذيب، د طالب بنديانو د آزادولو لپاره د ژمنط په نه پوره کولو کښې د امريکې قصور، د افغانستان د قبضې په دوام باندې د امريکې تاکيد او د افغان کډوالو د وېستلو لپاره د پاکستان له حکومت څخه د سېند د صوبائي چارواکو غوښتنه په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ډېر مهم خبرونه او بدلونونه وو.

د پاکستان د سېند صوبې صوبائي چارواکو له دغې صوبې څخه د افغان کډوالو د وېستلو له طرحې څخه د دغه هېواد د مرکزي حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د پاکستان د سېند صوبې د کرهڼې وزير د پيپلز حکومت مخالف ګوند يو غړي محمد اسماعيل راهو له تحريک انصاف واکمن ګوند څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د وېستلو لپاره دې فوري اقدامات ترسره کړي.

محمد اسماعيل راهو ادعا وکړه، افغان کډوال د تاوتريخوالي، تشدد او جنايت سرچيه دي او د افغان کډوالو په سپکاوي سره يې زياته کړه، د سېند صوبه څه يتيم خانه نه ده.

له سېند صوبې څخه د ټولو افغان کډوالو د وېستلو له پروګرام څخه د ملاتړ لپاره  د پاکستان له حکومته د سېند د صوبائي چارواکو غوښتنه له تېرو کلونو نه تراوسه پورې د افغان کډوالو د مسئلې په  وړاندې يو تند او تريخ دريځ دے.

په پاکستان کښې د افغان کډوالو د مېشته والي د دوام يا وېستلو مسئله تل د دواړو هېوادونو له تاوتريخوالي ډکو تعلقاتو کښې  يو بنيادي مشکل ؤ او دے.

افغان حکومت او حتی د افغان کډوالو په چارو کښې ځينې فعالې نړيوالې ادارې پاکستان په کابل باندې د دباو راوړلو او يا له نړيوالې ټولنې څخه د لا زيات مرستو د حاصلولو لپاره د کډوالو له مسئلې څخه په سياسي استفادې تورنوي.

خو د پاکستان حکومت د داسې يو تور په ردولو سره وائي چې د اقتصادی، امنيتي اواجتماعي ملاحظاتو له مخې پکاردے افغان کډوال په تېره بيا هغه کډوال چې په پاکستان کښې غېر قانوني ژوند کوي له دغه هېواده اوځي.

په تېرو کلونو کښې هم په پاکستان کښې ځينو ملي او ځآي چارواکو له دغه هېواده د غېر قانوني کډوالو د وېستلو غوښتنه کړې وه چې د داسې يو پلان د اجرائي کېدو لپاره په اسلام آباد کښې د ځينو ارادو د شتون باوجود د افغان حکومت د چارواکو او ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د چارواکو صلاح مشورو او وسيل سره په پاکستان کښې د هغوي د شتون دوام تمديد شوے دے.

دې ته پام سره چې په پاکستان کښې د افغان کډوالو د شتنون موده تېر کال د ۲۰۲۰ کال د جون تر مياشتې تمديد شو، د سېند صوبائي

چارواکي  د دغه هېواد له مرکزي حکومته د هغوي د وېستلو له پروګرام څخه ملاتړ کوي.

په پاکستان کښې د افغان کډوالو په تېره بيا د غېر قانوني کډوالو د وېستلو نظريې ته په پاکستان کښې د زياتره عامه خلقو ملاتړ حاصل دے.

له پاکستانه د افغان کډوالو چې له دوو ميلينو زيات د ي د وېستلو د موافقانو له نظره د دغه شمېر کډوالو په وېستلو سره په دغه هېواد کښې د بې روزګارو کسانو لپاره د روزګار زياتې مواقعې رامنځته کيږي. له دې نه علاوه په پاکستان کښې  قانوني افغان کډوالو ته د خدماتو رسول د هغوي لپاره د زياتو ملي لګښتونو د صرف کېدو سبب کيږي. په  داسې  حال کښې چې د افغان کډوالو په وېستلو سره په پاکستان کښې د ملي او ځاي بجټونو يوه برخه بچت کيږي.

له دې نه علاوه پاکستان کښې د زياترو ناامنيو نسبت غېر قانوني افغان کډوالو ته ورکړې کيږي چې کېدې شي له هغو افراطي او تندلارو ډلو سره چې په دغه هېواد کښې تاوتريخوالے او ترهه ګري ترويجوي په ارتباط کښې وي.

نو د دغو ملاحظاتو په بنياد دي چې په دې وروستيو کلونو کښې د خېبرپښتونخوا او سېند په شمول د پاکستان ځينو صوبائي چارواکي له پاکستانه د ټولو افغان مهاجرو د وېستلو د پروګرام څخه د دغه هېواد مرکزي حکومت د ملاتړ  غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کښې دي افغان حکومت له پاکستانه د دغه هېواد د کډوالو له وېستلو سره مخالف دے. د پاکستان په شمول له نورو هېوادونو څخه د افغان کډولو د ستنېدو لپاره په افغانستان کښې د مناسبو امنيتي، اقتصادي او اجتماعي حالاتو نه شتون د کډوالو د وېستلو لپاره په کابل کښې د مخالفتونو ځينې اصلي دلائل دي.

افغان ولسمشر د دغه هېواد په اوسنۍ نظامي ډانچه کښې د طالب ډلې د غړيو په جذبولو تاکيد وکړ. د افغانستان د اسلامي جمهوريت له نظام سره د يوځاے کېدو په اړه د طالب ډلې د غړيو د جذبولو لپاره کوشش کوي او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو له کاميابيو به هم محافظت وکړي.

په افغانستان کښې د صلحې د هر ډول موافقې له لاسليکېدو او په دغه هېواد کښې د جنګ له ختمېدو نه پس د طالب ځواکونو برخليک د افغان چارواکو او خلقو ترمېنځ د بحث وړ يوه موضوع ده.

 په دې وروستيو کلونو کښې هرکله چې په افغانستان کښې له طالب ډلې سره د صلحې او له عامه ژوند سره د هغوي د يوځاے کېدو مسئله مطرح شوې ده، د دغه هېواد د اساسي قانون د منلو په ضرورت د ضوابطو په لار او په قانوني چاکاټونو کښې په حرکت افغان حکومت او خلقوتاکيد کړےدے چې ملي ميثاق ګڼل کيږي.

البته بايد پاملرنه اوشي چې په  اوس حال کښې په مختلفو پوسټونو کښې د طالب قوماندانانو د شتون په باره کښې د افغانستان د خلقو، پوهانو او رسنيو ترمېنځ ډېره زيات حساسيت موجود دے.

دا نظر مطرح دے چې د افغانستان په اوسني نظام کښې د طالبانو د جذبولو لباره مناسبت انتخاب په انتخاباتو کښې د هغوي د شتون او په حکومتي منصبونو کښې د دغې ډلې د شتون په باره کښې د فېصلو کولو لپاره په خلقو کښې د زمينې برابرول دي.

په داسې حالاتو کښې په ملي او ځاي منصبونو کښې د طالبانو د انتصاب لپاره د هر ډول فېصله د افغانستان د خلقو، ګوندونو او رسنيو له تند غبرګون سره مخامخولې شي.

څه وختونه مخکښې په افغان حکومت کښې ګډون او د دغه هېواد د زمکنۍ بشپړتيا د مدافعانو په ټول کښې  د طالب ځواکونو شتون ته د طالب ډلې د ګروهنې په باره کښې په قطر کښې د دغې ډلې د سياسي دفتر د مشر د ورور ملا برادر وېنا ښودنه کوي چې د طالبانو چارواکي هم د افغانستان د اوسني نظام په ډانچه کښې جذبول په نظر کښې لري.

طالب ډلې امريکه د افغانستان له بندونو څخه د دغې ډلې د بنديانو د آزدېدو ذمه واره وبلله.

طالب ډلې په يوې بيانيه کښې وويل، امريکه  ژمنه ده چې د قطر په دوحه کښې له دغې ډلې سره د لاسليک شوي موافقه ليک په بنياد زره تر زره ټول پينځه زره بنديان د افغان حکومت له بندونو څخه ازاد کړي.

افغان حکومت په دې وروستيو کښې وويل چې تقريبا هغه شپږ سوه طالب بنديان چې اخلاقي جرائم لري آزاد نه کړي.

د دغې ډلې لخوا د ټولو طالب بنديانو د نه ازادولو په مسئله کښې د امريکې ګرم بلل  د هغو ژمنو په چوکاټ کښې دي چې دغه هېواد له طالبانو سره د صلحې د موافقه ليک په مفادو کښې منلے دے.

د دوحې د موافقه ليک له لاسليکېدو نه د څو مياشتو د تېرېدو باوجود د امريکې حکومت په عملي توګه د طالب بنديانو د ازادولو په شمول د خپلو ژمنو د اجرا په لار کښې څه ګام نه اوچت کړے او په دې وروستيو مياشتو کښې د دغې ډلې له څلورو زرو نه د زياتو بنديانو آزادي يوازې د افغان حکومت د فېصلې په بنياد ترسره شوې ده.

د دې باوجود چې طالبانو د افغان حکومت لخوا د خپلو بنديانو د تدريجي آزادولو په بهير کښې په دغه هېواد تاوتريخوالي او جنګ جګړې زياتې کړې دي خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ډلې د بنديانو آزادي د بين الافغاني خبرو اترو د زر شروع کېدو په لړ کښې د کابل د روغ نيت لپاره يو پېغام بولي.

له دې سره سره چې له څلورو زرو نه زيات طالب بنديان آزاد شوي دي او نور د اخلاقي جرائمو په دللي د ازادۍ امکان نه لري خو دغه ډله اوس هم بين الافغاني خبرو اترو بهير ته د داخلېدو لپاره چمتو نه ده او د افغانستان له بندونو څخه د خپلو ټولو پينځو زرو بنديانو د ازادېدو غوښتونکې ده.

په داسې حالاتو کښې چې امريکې د طالب ډلې د بنديانو په مسئله کښې د خپلو ژمنو د نه عملي کولو نه علاوه له افغانستانه د وتلو لپاره څه پروګرام نه دے اعلان کړے، د بين الافغاني خبرو اترو لپاره حالات لا مشکل شوي دي.

په اوس حال کښې له طالبانو نه علاوه چې امريکه د دوحې د موافقې له ماتې سره د مخامخېدو ګرمه بولي، افغان حکومت هم په بين الافغاني خبرو اترو جوړېدو کښې ځنډ د افغانستان د صلحې په بهير کښې د سپينې ماڼۍ د فرېبجنو سياستونو په وجه بولي.

په همدې وجه ده چې په افغانستان کښې چارواکو او مختلفو سياسي ډلو په ځلونو د امريکې له حکومته غوښتي دي چې د صلحې د ټينګښت په خاطر د خپلو هڅو په اړه د ادعاګانو د ثابتولو لپاره دې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د بشپړه وتلو په اړه خپله ترټولو مهمه ژمنه اجرا کړي. امريکه  د دوحې په موافقه ليک کښې د خپلو ژمنو په وړاندې په بدقولۍ سره په افغانستان کښې د طالبانو د تاوتريخوالو اور ته د لمن په وهلو سره د دغه هېواد د خلقو لپاره د صلحې رامنځته کېدل هم لا زيات مشکل کړي دي.

---------

 

ټیګونه