سوره قصص ۲۸-۲۶
p-702-qasas-ayaat-26-28 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-702-qasas-ayaat-26-28
په هغو دوو ( د شعیب په لوڼو کې) یوې وویل:ای پلاره! هغه په کار ونیسه بې شکه دا ډیر غوره کس دی چې ته یې استخداموې هم پیاوړی دی او هم امین.
په تیره برخه کې مو وویل چې موسی د حضرت شعیب علیه السلام له لوڼو سره ګډو ته د اوبو په ورکولو کې مرسته وکړه او حضرت شعیب هغه خپل کور ته وباله چې د زحمت بدله یې ورکړي. دا ایت فرمایي: کومه جینۍ چې د پلار له لورې ماموره شوه چې موسی کور ته راولي او هغه ته دخپل کور لاره وښیي، پلار ته وړاندیز وکړ چې هغه د شپون په توګه ونیسي چې دوي مجبوره نه وي هره ورځ ګډې صحرا ته بوځي.
هغې د موسی دوو ځانګړنو ته اشاره وکړه یو دهغه بدني طاقت او بل یې امانت دارۍ ته . د موسی د مټو زور خو هغه وخت معلوم شوی و چې هغه په یوازې د اوبو درنه سلواغه له کوهي راوویستله او ټولو ګډو ته یې اوبه ورکړې. خو د موسی پاکي او امانت داري هغه وخته څرګنده شوه کله چې د حضرت شعیب کور ته د تللو په لاره کې یې له جینۍ وغوښتل چې ته په ما پسې شاته راځه او په هر ځای کې چې لازمه وي ماته لاره ښیه . موسی دا کار ځکه وکړه چې نه یې غوښتل چې جینۍ په قد او قامت یې نظر پریوزي.
درسونه :
۱: بچي که هغه نران وي او که ښځې حق لري هغه څه چې سم او صحیح دي خپلو والدینو او کورنۍ ته په منطق او دلیل سره ووایي او په دې مساله کې د هلک او جینۍ تر مینځ هیڅ فرق نیشته.
۲: د کسانو د استخدام او په کار ګمارلو لپاره باید د کار لپاره مناسب او ښه کسان غوره کړی شي.
۳: د توانمنۍ او امانتدارۍ دوه توکي او په بله ژبه تخصص او ژمنتیا کسانو ته د مسوولیت د سپارلو لپاره دوه ځانګړنې دي.
(شعیب موسی ته) وویل: غواړم له دغو دوو لوڼو مې یوه تاته واده کړم په دې شرط چې اته کاله زما لپاره کار وکړې او که هغه لسو کالو ته ورسوې اختیار یې ستا په لاس کې دی، او زه نه غواړم په تا سختي وکړم . که خدای وغواړي ما به له صالحانو بیامومې.
(موسی) وویل :دا به زما او ستا په مینځ کې خبره وي په دغو دوو کې مې چې هر یو وخت پای ته ورساوه ، پر ما به ظلم نه وي او خدای پر هغه څه چې وایو یې ( ګواه او) وکیل دی.
حضرت شعیب علیه السلام د ګډو د شپنۍ لپاره د حضرت موسی داستخدامولو په هکله د خپلې لور وړاندیز ومانه خو دا یې نه شوه منلې چې یوه ځوان بې واده هلک دهغه په کور کې ووسي. په داسې حال کې چې هغه دوه پیغلې لوڼه لرلې، نو حضرت موسی ته یې وړاندیز وکړ چې له یوې لور سره یې واده وکړي چې دهغوي په کور کې ووسیدلی شي. خو دې ته په پام سره چې نه یې غوښتل د شپنۍ کار یې پاتې شي نو له هغه سره یې شرط کیښوده چې له لور سره له واده وروسته یې لږ ترلږه اته کاله له هغوي سره پاتې شي او شپني وکړي. هغه نه غوښتل چې موسی له واده وروسته له خپلې ښځې سره د هغه له کوره لاړ شي. ځکه چې په دې بڼه کې به یې نه یوازې دا چې له هغه سره کومه مرسته نه وي کړې بلکې یوه لور به یې هم چې د کور ګډې بزې یې څرولې له ځانه سره بوتللې وي.
نو حضرت شعیب علیه السلام له واده سره یو ځای د شپنۍ شرط وړاندې کړ چې د دواړو لورو ګټه پکې وي. له یوه پلوه د حضرت موسی د کور ، ښځې او معاش مساله حل کیده او هم به د حضرت شعیب لوڼه په امن کې پاتې کیدې او نور مجبوره نه وې چې شپني وکړي او د کور کار به هم چلیده .
باید پام ولرو چې د حضرت موسی علیه السلام اته کاله شپني که د هغه جینۍ مهر وي او که د نکاح شرط ، په هر حال د جینۍ وړاندیز او د هغې غوښتنه وه او ګټه یې هم هغې ته رسیدله نه پلاره ته . ځکه چې کله یوه جینۍ مجبوره وي چې د پلار د بوډا توب په وجه هره ورځ صحرا ته لاړه شي او شپني وکړي ارمان یې دا وي چې یو پاک او عزتمند ځوان ته واده شي چې هغه دا مسوولیت په غاړه واخلي او دا له دې درانه کاره خلاصه شي.
په عین حال کې حضرت شعیب علیه السلام حضرت موسی ته د دغه وړاندیز د ورکولو په وخت ټینګار کوي چې مونږ نه غواړو تا په سخته کې واچوو او ستا هم چې څه نظر وي مونږ ته یې ووایه مونږ یې اورو . موسی علیه السلام واده په دې شرې چې اته کاله شپني وکړي ومانه او وې ویل : اته کاله دلته پاتې کیږم او شرط دې پوره کوم او که زړه مې غوښتل دوه کاله به نور هم پاتې شم او په هغه موده کې به هم درته ګډې وڅروم چې هم مې خپل ژوند تامین شي او هم ستاسو ژوند وچلیږي.
درسونه :
۱: که یو ځوان پاک ، سم کاري او امین وي د جینۍ د پلار یا یې خپلوانو له خوا هغه ته د واده وړاندیز کول باک نه لري.
۲: د مخلوط چاپیریال د سلامتیا د ساتلو لپاره واده پر روزګار تقدم او مخکښ توب لري.
۳: د جینۍ د مهر د ټاکلو په مساله کې د هلک توان او طاقت په نظر کې نیول پکار دي او هغه په سخته کې اچول نه دي پکار .
پای