Jul 13, 2020 07:25 Asia/Kabul

p-703-qasas-ayaat-29-32 د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-703-qasas-ayaat-29-32

 

نو کله چې موسی (له شعیب سره د تړون) موده پای ته ورسوله او له خپلې کورنۍ سره یو ځای ( د مصر په لور) وخوځید، د طور غره له لوري یې  یو اور ولید، کورنۍ ته یې وویل: تاسو دلته پاتې شئ ما  یو اور  ولیده. ښایي تاسو ته ترې یو خبر راوړم  یا د اور یوه سکروټه چې تاسو پرې   ګرم شئ.

 په تیره برخه کې مو وویل چې  حضرت موسی  د حضرت شعیب له لور  سره واده وکړ، وې منله چې  لږ تر لږه اته کاله دهغوي لپاره شپني وکړي او که غوښتل یې دوه کاله نور هم پاتې شي او خدمت یې وکړي.دا ایت فرمایي: موسی خپله وعده پوره کړه  او له لسو کلونو شپنۍ وروسته یې د خپلې میرمنې او بچي لاس ونیوه  چې خپل پلرني ټاټوبي یعنې مصر ته ستون شي  خو لاره لرې وه او خطره ډیره، هغوی چې کله د شام   وطن ته ورسیدل، د شپې یې لاره ورکه کړه  او  په یو  چا پسې ګرځیدل چې د لارې پوښتنه ترې وکړی.

حضرت موسی علیه السلام  د طور غره په لمنه کې یو اور ولیده له ځان سره یې وویل ضرور به دغلته یو څوک وي چې اور یې بل کړی  او بلد به هم وي  چې مونږ ته لاره وښیی شي . پردې سربیره   په دغه  سړه شپه کې به  د اور یوه سکروټه هم راوړي  چې  کورنۍ یې پرې توده شي.

درسونه :

۱:  سړی د خپلې میرمنې او کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو ذمه وار دی  کورنۍ  هم باید د  ژوند د ستونزو په هواري کې  دهغه ملګرې وي .

۲: له وطن سره مینه یوه طبیعي خبره ده او هر څوک حق لري  حتی له ډیرو کلونو پردیسۍ وروسته هم خپل وطن ته ستون شي.

۳: موسی چې ډیر کلونه یې  په ماڼۍ کې ژوند کړی و باید  لس کاله یې شپني کړې او په صحراګانو ګرځیدلی وای چې  هم  ترې په ماڼیو  کې د اوسیدو خوی ختم شوی وای او هم  په راتلونکي کې د  مشکلاتو د زغمولو لپاره تیار شوی وای.

 نو کله چې اور ته نزدې ورغی، د هغه  وادۍ له ښي اړخه    په هغه مبارک ځای کې  له یوې ونې غږ ورکړی شو چې ای موسی! بې شکه چې زه الله  د نړیوالو پالونکی یم.

د روایتونو له مخې کله چې حضرت موسی  اور ته نزدې شو  وې لیدل چې دا اور له نورو اورونو سره  چې ده تر ننه لیدلې وو فرق کوي.  اور  له یوې شنې او تازه ونې  راوځي ، او شعلې یې داسې دي چې یوازې رڼا لري او حرارت یا سیز نه لري.

موسی لا په دې فکر کې و چې دا لاڅنګه اور دی  چې ناڅاپه یو غږ هغه مخاطب کړ  او وې ویل:  ای موسی هغه کس چې  ته یې دلته راوستې زه  وم  هماغه  کس چې ستا او د ټولې هستۍ  د اختیار  خاوند دی.

په حقیقت کې  خدای کلام ایجاد کړ  او  په دې ډول یې له  خپل بنده موسی سره خبرې وکړې  داسې خبرې چې حضرت موسی  له نورو پیغمبرانو بیلوي  او په کلیم الله یې مشهوروي.

درسونه :

 ۱: په دیني کلتور کې  هغه ځایونه چې خدای ته منسوب دي  سپیڅلې ځایونه ګڼل کیږي  که څه هم غر او بیابان    وي.

۲:  موسی د کورنۍ لپاره  د اور راوړلو او د لارې د پیدا کولو په غرض طور غره ته لاړ  خو خدای ورته هلته د خلکو د هدایت مسوولیت په غاړه واچوه  په بله ژبه  زمونږ  دنده حرکت او کوشش دی  خو نتیجه دخدای په لاس کې ده .

او (ای موسی) امسا دې وغورځوه. نو کله یې چې ولیدل  چې  هغه امسا په چټکۍ سره ټوپونه وهي لکه  چې  وړوکی او ګړندی مار وي، نو ورته شا یې کړه او وتښتیده او شاته یې هم ونه کتل، ( غږ وشو چې) ای موسی مخکې راشه  او مه ویریږه  ځکه چې ته په امن کې یې.

 لاس دې په ګریوان کې دننه کړه چې سپین او ځلانده بې له  څه بیمارۍ او یا عیبه  راووځي؛ او له ویرې دخلاصون لپاره خپل لاس راغونډ کړه (لاسونه دې  په سینه کیږده) . نو دا دوه  ( معجزې) ستا د پالونکي له لورې د  فرعون او دهغه د  خواوشا کسانو لپاره  دوه دلیلونه دي، ځکه چې هغوي فاسقان او نافرمانه کسان دي.

طبعا کله چې موسی هغه شان غږ چې تر اوسه یې نه و اوریدلی  او ناشنا و  په  اوریدلو او دهغه  عجیبه اور نظارې په لیدلو سره   حق حیرانه پاتې شو  چې دا غږ له کوم ځایه دی او دا لا څنګه  اور دی ؟

 نو خدای تعالی د اتمام حجت او  په خبره د ډاډه کول لپاره چې هغه څه چې موسی یې وینې او اوري د  لوی خدای له لورې دي ،  موسی ته دوه معجزې وښودلې. یو  په مار د امسا د بدلیدلو او بله د لاس د ځلیدلو . د دغه دوو معجزو په لیدلو سره  اول  خو موسی د هغه څه په حقانیت چې لیدلې یې وو  مطمئن شو بیا  ورته دخدای له لورې ماموریت ورکړی شو چې   له دغو دوو معجزو سره  مصر ته ستون شه . دهغه لومړی ماموریت  د فرعون ماڼۍ ته تلل وو  چې یو عمر یې هلته ژوند کړی و  خو دا ځل  د یو خدای منلو ته د فرعون د بلنې او  په بني اسراییلو له ظلم  او ستمه د هغه د منع کولو لپاره .

درسونه :

۱: هغه انسان نور کسان هدایتولی شي چې د خپلې لارې په حقانیت یقین ولري.

۲: په ټولنه کې د بنیادي اصلاحاتو لپاره  اول باید  د ظلم او فساد په جرړو پسې ورشو.

۳: له خطره ویره او تیښته  د انسان  ځانګړنه ده  او له دې نظره پیغمبران هم له نورو خلکو سره څه فرق  نه لري.

پای.