سوره قصص ۳۷-۳۳
p-704-qasas-ayaat-33-37 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-704-qasas-ayaat-33-37
موسی وویل: ای پالونکیه! ما له هغوی ( فرعونیانو) یو کس وژلی او ویریږم چې ومې وژني.
او ورور مې هارون چې ژبه یې تر ما روانه ده له ماسره ولیږه چې ملګری مې وي او زما تصدیق وکړي، ځکه چې ویریږم (فرعونیان) ما دروغ وګڼي.
په تیره برخه کې مو وویل چې خدای تعالی په طور غره کې حضرت موسی ته ماموریت ورکړ چې د فرعون دربار ته ورشی او هغه او درباریان یې یوازیني خدای ته وبلي.
دا ایتونه فرمایی: حضرت موسی د دغه ماموریت د ترسره کولو په لاره کې دو ستونزې خدای ته وړاندې کړې یوه دا چې ده د یو بني اسراییلي کس په حمایت کې یو قبطي سړی وژلی و او د فرعون سپایان د هغه د نیولو لپاره تیار شوې وو. له دې وروسته حضرت موسی علیه السلام دوهمې ستونزې ته اشاره وکړه او وې ویل : زما ژبه ډیره روانه او فصیحه نه ده او ښایي یوازې دغه لوی ماموریت سرته ونه رسولی شم نو پریږده چې ورور مې هارون هم له ماسره لاړ شي چې که فرعونیان ما دروغ وګڼي نو له ماسره مرسته وکړي او په خپله روانه او صفا ژبه له حقیقته دفاع وکړی.
درسونه :
۱: د مسوولیت د منلو په وخت باید ښه صادقانه خپلې ستونزې او کمزورې ټکي مطرح کړو او دهغو د ختمولو لپاره هم مناسب وړاندیز او لارې چارې وړاندې کړو.
۲: روان او ګویا بیان د نورو کسانو د جذبولو کې یو اغیزشیندونکی عامل او د کامیابو تبلیغاتو لپاره یوه لازمه وسیله ده.
۳: د لویو ذمه واریو په ترسره کولو کې د نورو له امکاناتو او توانمنیو هم استفاده پکار ده او هر ځواک باید په خپل ځای وکاروو ضروري نه ده چې ټول کارونه په خپله وکړو.
خدای وفرمایل: (ای موسی اندیښنه مه کوه) مونږ به ستا مټ ستا د ورور ( په وسیله) پياوړی کړو او ستا لپاره به لوړاوی او تسلط وګرځوو. نو زمونږ د ایتونو (اونښو) په برکت به پر تاسو بریالي نه شي او تاسو او هرڅوک چې پيروي مو وکړي، کامیاب به وي.
خدای تعالی د حضرت موسی علیه السلام دعا ومنله او اجازه یې ورکړه چې په دغه خطرناکه لاره کې ورسره ورور هم ملګرتیا وکړی چې په دې توګه د موسی دواړه ستونزې حل شي. اول دا چې څوک په موسی د تیري جرات یا یې د وژلو اراده ونه کړی شي او بله دا چې د فرعون دربار ته د هارون په بوتللو سره هغوي په روښانه منطق او ګویانه دلیل سره پر فرعونیانو لاسبري شي او د الهي معجزو په ښودلو سره په هغوی غلبه ومومي.
سره له دې چې هارون له موسی مشر او په بیان کې پياوړی او فصیح و خو په حضرت موسی علیه السلام کې داسې کمالات وو چې په خاطر یې خدای هغه د پيغمبر او د کتاب او شریعت د خاوند په توګه غوره کړ . ورور هارون یې هم سره له دې چې پیغمبر و خو باید د دوهم کس او ملګري په توګه له موسی سره پاتې شوی وای . یعنې یو باید په خپلو معجزو سره فرعون حیرانه کړي او بل په خپلو خبرو سره هغه پړ کاندي.
درسونه :
۱: له باطل سره په مبارزه کې ضروري نه ده چې د حق او باطل پلویان یو هومره هوي کله کله دوه کسان هم چې پیاوړی او روښانه استدلال ولري او په ډیرو باطلو کسانو بریالی کیږي.
۲: د خدای لپاره د کارکوونکو کسانو او د حق د پلویانو باید ملاتړ وشي چې د ظالمانو لاس ورته ونه رسیږي او ورباندې ولکه ونه مومي.
۳: حتی الهی پيغمبران هم د حق د پيغام د رسولو او له باطل سره د مبارزې لپاره راتلونکې ته هیلې او ورباندې یقین ته اړتیا لري خدای حضرت موسی او هارون او لارویانو ته یې د کامیابۍ وعده ورکړه او هغوی یې هیلمن کړل .
نو کله چې موسی له روښانه ایتونو سره فرعونیانو ته ورغی ، وې ویل : دا (معجزې)تش جعلي او جوړ شوی جادو دی او مونږ له خپلو پلرونو داسې څه نه دي اوریدلې.
موسی ( د فرعونیانو په ځواب کې) وویل: زما پالونکی په هغه چا چې د هغه له لورې یې هدایت راوړی او په هغه چا چې (نیک) انجام لري ښه خبر دی ، بې شکه ظالمان به کامیاب نه شي.
حضرت موسی او ورور یې هارون ځان د فرعون دربار ته ورساوه او د درباریانو په ټول کې حاضر شول. هغوی د یوازیني خدای لور ته د فرعونیانو له بلنې وروسته هغوی ته الهی معجزې وښودلې، هغه امسا چې په مار بدله شوه او د حضرت موسی علیه السلام لاس چې په ګریوان کې له ننباسلو وروسته به ځلانده راوته .
خو د فرعونیانو غبرګون چې هم یې د موسی او هارون منطقي خبره اوریدلې وه او هم یې معجزې لیدلې وې بې له تومت او تکذبیه بل څه نه و. فرعونیانو ادعا کوله چې د یوازیني خدای پرستش داسې خبره ده چې زمونږ پلار نیکونو نه ده کړې نو مونږ یې هم نه منو. هغوی وویل: معجزې هم جادو او سحر دی چې موسی له ځانه راوړې او په دروغه یې په خدای پورې تړي او هغه د خدای کار ګڼي.
د دغه تکذیبونو په ځواب کې حضرت موسی وویل: که ما دا خبرې له ځانه جوړې کړې او په خدای پورې مې تړلې وي خدای تر تاسو ښه پوهیږي او پرې ښه خبر دی. نو باید ما رسوا کړي او پرې نه ږدي چې زه ځان دهغه پیغمبر وګڼم او د خلکو د هدایت په ځای هغوی ګمراه کړم .
البته ستاسو د دغه تکذیبونو اصل سبب زما د دلیل او استدلال ناکافي والی نه دی بلکه ستاسو ظلم او زیاتی دی چې غواړئ هماغه شان یې جاري وساتئ چې په خپله ګمان د خپل حکومت بقا تضمینه کړئ. نو زما خبره نه منئ او دا سبب کیږي چې تاسو په دنیا او اخرت کې کامیابه نشئ.
درسونه :
۱: د دیني تعلیماتو په منلو کې عقل او منطق او برهان معیار دی نه د تیرو کسانو او پلرونو کارونه او خبرې یې.
۲: تومت او دروغ ګڼل د تاریخ په ټپال کې د پیغمبرانو او د مصلحانو د مخالفانو تر ټولو لویه حربه پاتې شوې ده .
۳: د الهي پیغمبرانو د هدایت پیروي د سعادت او نیکمرغۍ او د ښه عاقبت سبب کیږي.
پای .