سوره قصص ۴۲-۳۸
p-705-qasas-ayaat-38-42 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-705-qasas-ayaat-38-42
فرعون وویل : ای د قام مشرانو! زه ستاسو لپاره له خپل ځانه پرته بل خدای نه پیژنم ، خو ( د لاډیر تحقیق لپاره) ای هامانه په خټو اور بل کړه ( خښتې جوړې کړه) نو زما لپاره یو لوړ برج جوړ کړه ښایي د موسی له خدایه یو څه خبر واخلم او بې شکه زه هغه له دورغجنو ګڼم.
په تیره برخه کې مو وویل چې فرعون او درباریانو یې د حضرت موسی علیه السلام پیغمبري دروغ وګڼله او د هغه معجزې یې سحر او جادو وګاڼه. همداراز هغوی ادعا وکړه چې نیکونو یې د موسی خدای نه پیژنده او د هغه عبادت یې نه کاوه .
دا ایت فرمایی: یو کار چې حضرت موسی علیه السلام له موسی سره د مقابلې او په خلکو کې د حق د کلام د نفوذ د مخنیوی لپاره وکړ دا و چې امر یې وکړ یو لوی برج جوړ کړئ چې هغه او د قام مشران یې پرې وخیږي او وویني چې آیا هغه خدای چې موسی یې ادعا کوي په اسمان کې لیدل کیږي او که نه .
په حقیقت کې فرعون د خلکو د غولولو لپاره داسې امر وکړ هغه غوښتل خلکو ته وښیي چې زه په خپله خدای یم او ستاسو لپاره بل خدای نه پیژنم . خو د دې لپاره چې ګمان ونه کړئ چې زه له موسی سره دښمني لرم او هسې د هغه خبره ردوم داسې یو برج به جوړ کړم چې ستاسو مشران زما په خبره پوه شي او په خپلو سترګو وویني چې په اسمان کې خدای نیشته او موسی دروغ وایي.
درسونه :
۱: کبر او غرور او استکباري روحیه د حق د منلو مخه نیسي.
۲: د حقیقت غوښتنې په تظاهر سره د عوامو غولول د خلکو د افکارو د بې لارې کولو لپاره د مستکبرانو یوه روده ده .
۳: مستکبران ځانونه د هر څه چورلیز او مرکز ګڼي. هغوی ځانونه د ځمکې واکمن او مالک ګڼي او د نورو لپاره د هیڅ حق قایل نه دي. نن هم فرعون صفته طاقتونه شته دي چې ځانونه دنیا د هر څه د اختیار خاوند او مالکان ګڼي.
او (فرعون) او سپایاینو یې په ناحقه په ځمکه کې استکبار وکړ او خیال یې وکړ چې هغوی به زمونږ لور ته نه ستنیږي.
نو مونږ (هم) هغه او لښکریان یې ونیول او دریاب ته مو وغورځول. نو وګوره چې د ظالمانو انجام څنګه و.
دا ایتونه په دې نړۍ کې د فرعون او فرعونیانو د کار پای ته اشاره کوی او فرمایی: د حق په وړاندې د هغوی دریدل او د مبدا او معاد انکار له یوې خوا او په خلکو ظلم له بلې خوا سبب شو چې مونږ هغوی ته په همدې دنیا کې سزا ورکړو او د نیل په لوی دریاب یې لاهو کړو . هو! هغه سیند چې د هغوی د ژوند طاقت او دولت سبب و د هغوي په هدیرې بدل شو او ټول فرعونیان یې ونغرل .
دا ایتونه دوو فرعوني ځانګړتیاوو ته چې دهغوی د تباهۍ سبب شوې اشاره لري: یو د اسکتبار او د ځان منمۍ خوی چې ځان به یې تر نورو لوړ ګاڼه او او بل په غریبانو او تر لاس لاندې کسانو ظلم او دهغوی د طبیعي حقوقو سلبول.
درسونه :
۱: د حق او حقیقت په وړاندې دریدل نه دي پکار ګني تباه او برباد به شو.
۲: په قیامت او د اخرت په حساب کتاب ایمان نه لرل انسان د استکبار او کبر په خوی اخته کوي او همدا چاره د ظالمانو او مستکبرانو د جنایتونو او ظلمونو او کږرویو سبب ده.
۳: د خدای سزا ګانې یوازې په اخرت پورې نه دي محدودې او خدای مستکبرانو ته په همدې دنیا کې سزا ورکوي او ذلیلوی یې.
۴: په تاریخ کې د ظالمانو برخلیک د یو بل په شان او مشترک پاتې شوی دی .
او هغوی مو داسې رهبران وټاکل چې د ( دوزخ د) اور په لور خلک بلي او د قیامت په ورځ به یې مرسته ونه شي.
په دې دنیا کې مو لعنت د هغوی بدرګه کړ او د قیامت په ورځ به ( هم) له بدو او بدرنګانو وي.
په تیرو ایتونو پسې چې په دې دنیا کې یې د فرعونیانو انجام بیان کړ دا ایتونه فرمایي: د قیامت په ورځ چې ګناهکاران به دوزخ ته ځي فرعونیان به له هغوي مخکې روان وي او لکه څنګه چې په دې دنیا کې د ګناهکارانو مشرانو او مخکښان وو په آخرت کې به هم همداسې وي.
په دوي به په دنیا کې همیشه د خپل لاس لاندې کسانو او مظلومانو له خوا لعنت کیده او په ټول تاریخ کې به پرې هم مومنان لعنت کوي دا ناپاکه او بد سیرت به په قیامت کې هم راڅرګند شي او هغوی به په بدرنګو او بدو څیرو کې ښکاره کیږي.
درسونه :
۱: کوم کسان چې په دې دینا کې په خپل طاقت او وسایلو غره دي په قیامت کې به بې یار او مددګاره وي او حتی د خپل ځان د ژغورلو طاقت به هم نه لري نو نورو به څه وژغوري.
۲: په ظالمانو لعنت او ښیرې ورته کول او په خلاف یې شعارونه ورکول هغه چاره ده چې خدای جایزه ګڼلې ده.
۳: کوم کسان چې په دې دنیا کې د کفر او ګمراهۍ له بیلګو پیروي کوي ، په قیامت کې به هم په کافرانو او ګمراهانو پسې دوزخ ته ځي او له هغوي سره به محشوریږي.
۴: په دې دنیا کې د انسان بد عملونه په اخرت کې د هغه د څیرې د بدرنګیدو سبب کیږی.
پای.