سوره قصص ۵۰-۴۷
p-707-qasas-ayaat-47-50 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-707-qasas-ayaat-47-50
او که داسې نه وه چې کله هغوی ته د خپل عمل په وجه یو مصیبت ورسیږي ، وایي: ای پالونکیه ولې دې مونږ ته یو پیغمبر را ونه لیږه چې ستا پیروي وکړو او له ایمان راړونکو شو، ( دهغوی په عذاب کې به مو بیړه کړې وه)
نو کله چې زمونږ له لورې هغوی ته حق ورغي، وې ویل: ولې هغه ته هغه شان (څیز) چې موسی ته ورکړل شوی و نه دی ورکړل شوی، آیا له دې مخکې یې له هغه څه چې موسی ته ورکړل شوې وو انکار نه و کړی؟ هغوی وویل (تورات اوقرآن) دوه جادو دي چې د یو بل ملاتړ کوي او وې ویل : مونږ د ټولو منکر یوو.
دا ایتونه د تاریخ په اوږدو کې د خدای یو دود ته اشاره کوي او فرمایي: خدای تعالی انسانانو ته عقل ورکړی دی چې او هغوی په خپل عقل سره د ډیرو څیزونو په ښه بد او د ډيرو عقایدو او آدابو او دودونو په سم والي یا غلط والی پوهیږي. سره له دې د خدای دود دا دی چې تر څو یو قام ته پیغمبر ونه لیږي هغوی ته د خپلو کارونو په وجه سزا نه ورکوي ځکه چې په دغه بڼه کې به خطاکارانو عذر او پلمه راوړي چې که زمونږ د هدایت لپاره یو پیغمبر راغلی وای مونږ به هدایت شوې او نجات به مو موندلی و.
ایتونه په دوام کې فرمایي: البته د پیغمبر له استول کیدو وروسته هم ځينې پلمه ګر وایي : ولې حضرت محمد (ص) د حضرت موسی (س) په شان معجزې نه راوړي ؟ ولې دهغه امسا په مار نه بدلیږي او یا ورته سیند نه څیری کیږي چې دښمنان یې پکې غرق شي؟
قران د دغه پلمو په ځواب کې فرمایي: آیا هغو ټولو کسانو چې د موسی په زمانه کې وو او دغه شان معجزې یې ولیدلې ایمان راوړ؟ چې تاسو ګمان کوئ که د اسلام پيغمبر هم دغه کار وکړي نو څوک به د ایمان نه راوړلو لپاره پلمه ونه لري؟
حقیقت دا دی چې پلمه ګرو په هره زمانه کې د خدای معجزو ته سحر او جادو ویل او منلو ته یې تیار نه وو. هم دحضرت موسی مخالفانو هغه ته جادو ګر او هم د حضرت محمد . ځینو کسانو په مار د امسا بدلیدل جادو ګاڼه او ځینو یې د قران ایتونه سحر او جادو باله .
درسونه:
۱: خدای تعالی د پیغمبرانو په استولو سره په خلکو غاړې خلاصې کړې او د هر ډول عذر او پلمې لاره یې بنده کړې ده .
۲: ډیر مشکلات او مصیبتونه د زمونږ دخپلو کړو نتیجه ده او زمونږ نیک او بد په همدې دنیا کې هم اثر لري.
۳: سحر او جادو ګري تر ټولو مشهور تومت دی چې کافرانو په الهي پیغمبرانو لګولی دی منکرانو ادعا کوله چې تورات او قران دوه د جادو کتابونه دي چې د یو بل مرسته او ملاتړ کوي.
(ای پیغمبره هغوی ته) ووایه که رښتیا وایئ (چې قران او تورات د خدای له لورې نه دي) نو د خدای له خوا یو کتاب راوړئ چې تر دغو دوو زیات هدایتوونکی وي چې زه یې پيروي وکړم .
( ای پيغمبره) که ستا دغه وړاندیز یې ونه مانه پوه شه چې هغوی د خپلو هوسونو پیروي کوي او تر هغه چا زیات ګمراه څوک دي چې له الهی هدایته پرته دخپل هوس پيروي کوي؟ بې شکه چې خدای ظالمان خلک نه هدایتوی.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې کافرانو د خدای پیغمبران په جادو تورنول دا ایتونه د اسلام پیغمبر ته په خطاب کې فرمایي: خپلو مخالفانو ته ووایه تاسو چې د دوو الهی کتابونو په توګه د قران او تورات منکر یئ یو داسې کتاب راوړئ چې تر دغو دوو زیات هدایتوونکی وي او ډاډه اوسئ چې که دا کار مو وکړ نو زه یې پیروي کوم . په بله ژبه پیغمبر فرمایي: اصل هدف هدایت ته رسیدل دي که تاسو هم د خدای له خوا مبعوث شوئ او یو کتاب مو راوړ زه یې منم او پیروي یې کوم
البته روښانه ده چې نه هغوی دخدای له لورې داسې یو کتاب راوړی او نه تر قرانه زیات کامل کتاب پیدا کیږی. هغوی خپلو نفساني غوښتنو او هوسونو ته د رسیدلو په فکر کې دي او په دې وجه چې اسماني کتابونه او پيغمبران د خپلو هوسونو خلاف ګڼي تر پوښتنې لاندې یې راولي.
په حقیقت کې هوا او هوس پرستي د حق د منلو مخه نیسي او انسانان ګمراهۍ ته بیایي تر دې چې هوا پرسته کسان ځان ته حق ورکوي چې پیغمبران ګمراه او ځانونه هدایت موندونکي او روڼ اندي وګڼي.
درسونه :
۱: د حق د ثابتولو لپاره باید د مناظرې ، چیلنج او مبارز غوښتلو لاره خپله کړو او د پیغمبر او قران د حقانیت یو دلیل همدغه چینلجول او د مبارز غوښتل دي.
۲: انسان باید د حق تابع وي حتی که مخالف یې هم حق خبره وکړي باید وې مني.
۳: واقعی هدایت هغه دی چې د خدای له بې پایه علم او حکمت سرچینه اخلي نه د انسان له نیمګړي او له هوا او هوس سره له اخښلي علمه .
پای.