Jul 18, 2020 09:42 Asia/Kabul

p-709-qasas-ayaat-59-63 د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-710-qasas-ayaat-59-63

ستا پالونکی نه غوښتل چې ښارونه تباه کړي، مګر دا چې ( له تباهۍ مخکې) د هغوی په مرکز کې  یو پیغمبر راپاڅوي  چې زمونږ ایتونه   ورته ولولي  او مونږ د ښارونو تباه کوونکي نه وو مګر دا چې  اوسیدونکي یې ظالمان وو.

په تیره برخه کې مو  د هغو کسانو په ځواب کې چې  د خپلې دنیا د ساتلو لپاره  د ایمان منلو ته  تیار نه شول  خدای تعالی وفرمایل: تاسو په خپلو سترګو  د تیرو قامونو کنډوالې لیدلې دي  هغوی  ددنیا په مزو چړچو اخته شول  او سرکښي یې وکړه او مونږ هغوی تباه کړل.

دا ایت د تاریخ په اوږدو کې د یو عام الهي سنت په توګه  فرمایي: البته د نړۍ پالونکی تر هغه وخته چې خلکو ته یو پیغمبر ونه لیږي  چې دخدای خبره دهغوی غوږونو ته ورسوي  هغوی نه هلاکوي  په حقیقت کې د خدای د سزا او عذاب امر هغه وخت کیږي چې خلک الهی ایتونه واوري  او دروغ یې وګڼي. که خلک د پيغمبر له لیدلو او  د الهی وحي له اوریدلو سره سره  د خدای د استازي په وړاندي ودریږي  او  له هغه او دین سره یې ظالمانه چلند وکړي  په همدې دنیا کې په عذاب اخته کیږي  او تباه کیږي.

درسونه :

۱: خدای تر هغه وخته چې په چا غاړې خلاصې نه کړي  سزا نه ورکوي.

۲: د پیغمبرانو دروغ ګڼل او  د حق په وړاندې ودریدل لوی ظلم دی  چې خدای یې په همدې دنیا کې ځواب ورکوي

هغه څه چې تاسو ته درکړل شوې، د دنیا د ژوند سامان او ښکلا یې ده  او هغه څه چې له خدای سره دي لا ښه او پاتیدونکې دي، نو آیا تاسو فکر نه کوئ؟

آیا هغه کس چې ښه وعده مو ورکړې  او هغه به یې وویني، دهغه چا په شان دی چې  د دنیا له متاع ( سامانه) مو برخمن کړ، بیا  به د قیامت په ورځ  (د عذاب لپاره)  له حاضرشوونکو وي؟

دا ایت هم دهغو کسانو په ځواب کې چې  د دنیاوي ژوند د ساتلو په پلمه  د ایمان راوړلو ته تیار نه وو  فرمایي: آیا هغه څه چې د خدای په نزد دي  له هغه څه سره چې په دې فاني دنیا کې له تاسو سره دي تاسو ته برابر ښکاري چې تیار نه یئ هغې ته د رسیدلو لپاره دد نیا له  دې مادي  څيزونو  لاس واخلئ؟ آیا د دنیا دنعمتونو او رزق  ځلا دومره ستاسو سترګې بریښولې دي  چې معنوي  ښکلاوې او ابدي سعادت نه وینئ  او د قیامت تل پاتو نعمتونو ته د رسیدلو لپاره  له هغوی سترګې نه شئ پټولې.؟

د شپیتم ایت پای هم  په غیر مستقیم ډول  دغه کار غیر عقلاني ګڼي  او له هغوي پوښتنه کوی :  آیا تاسو فکر نه کوئ ؟ هو  یوه معمولي شان مقایسه هم  هر عاقل انسان ته ورپوهوي چې  باید پاتیدونکی نعمت په فاني نعمت قربان نه کړو.

ایتونه په دوام کې  ظاهر بینه انسانان  له واقع بینه انسانانو سره چې  د ایمان خاوندان دي  پرتله کوي او فرمایي:  هغه کسان چې نن  د خدای په  وعدو یقین لري  او د خدای لپاره کار کوي ، په قیامت کې به هم  هغوی ته ډیره ښه بدله ورکول کیږي  خو چا چې  په دې مادي دنیا پورې زړه تړلی  او په دې تیریدونکې نړۍ کې مست دي  په قیامت کې د تقوا د توښې په ځای  د ګناهانو پیټی په  اوګه وړي او دوزخ ته بیول کیږي.

درسونه :

۱: دنیاوي او اخروي نعمتونه دواړه د خدای له لورې دي  ، باید خیال وکړو چې د دې دنیا محدود او فاني نعمتونه مونږ د اخرت له نامحدودو او ابدي نعمتونو محرومه نه کړي  که نه وي تاوان به مو کړی وي.

۲: د عاقل نښه دا ده چې  په فاني دنیا کې نه غرقیږي او پاتیدونکې دنیا ته په دې تیریدونکې دنیا ترجیح ورکوي  نو په ځای د دې چې دد نیا د ژوند په ظواهرو وغولیږوباید د عاقبت اوانجام فکر وکړو  باید پام ولرو چې  د غفلت او مستۍ له مخې ددنیا کامیابۍ  په اخرت کې د ذلیلانه حاضریدو سبب ګرځي.

۳: د دین په تبلیغ او د  وګړو په تربیت کې  له مقایسه اي رودې استفاده او د  داسې پوښتنو په بڼه د خبرو بیانول چې ذهنونه بیداروي ، ډیر زیات اثرات لري.

او (یاده کړه) هغه ورځ چې  خدای به هغوی ته غږ کړي او وبه فرمایي: چرته دي هغه چې تاسو زما شریکان ګڼل ؟

 هغه کسان به  چې د ( عذاب) حکم  یې حتمي شوی، ووایي: ای پالونکیه! دا هغه کسان دي چې  مونږ ګمراه کړل . لکه څنګه چې مونږ په خپله ګمراه شو هغوی مو هم  بې لارې کړل . مونږ له هغوی بیزاري غواړو او ستا لور ته درځو (هغوی په حقیقت کې)زمونږ عبادت نه کاوه  (بلکې دخپلو هوسونو پيروي یې  کوله)

دا ایتونه  په قیامت کې د مشرکانو حالت ته اشاره کوي  او فرمایی: هغوی به د قیامت په صحرا کې بې له کوم مل او ملګري  حاضر شي  او خدای به ورته خطاب وکړي :  هغه څوک چې تاسو په دنیا کې د خپل ژوند په چارو کې زما شریکان ګڼل  نن چیرته دي  چې تاسو وژغوري؟ایتونه په دوام کې فرمایي:  د کفر او شرک مخکښان به چې  خلکو به یې پیروي  کوله  په ډګر کې حاضر شي او په ځواب کې به ووایي:  دوی ادعا کوي چې  زمونږ پيروان وو او مونږ د دوي معبودان وو خو په حقیقت کې داسې نه ده  دوي دخپلو نفساني خواهشاتو پیروي کوله  او د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په مونږ پسې راتلل  او زمونږ په شان ګمراه شول  نو په حقیقت کې مونږ د دوي معبودان نه وو  او له همدې امله له دوي بیزاري ښکاره کوو.

د قیامت له عدالته ددغه ایتونو انځور د دنیا د محکمو په شان دی   چې کله مجرمان ونیول شي  چې د یو بل په مرسته یې غلا یا بل کوم جرم کړی وي  نو هر یو هڅه کوی چې  ګناه د بل په غاړه واچوي  او ځان بې ګناه وښیي.  مجرمان وایي:  دا نور کسان وو چې مونږ یې وغولولو او دې لارې ته یې راوستلو ،  مقابل لوري به یې هم ووایي چې  خپله ګناه دې زمونږ په غاړه مه اچوه  تاسو په خپل سرغړاندي او  بې لارې وئ، طبیعي ده چې د خدای تعالی په عدالت کې دغه شان ادعاګانې د منل وړ نه دي  او مجرمان به د خپلو عملونو سزا ووینی.

درسونه :

۱: د خدای لپاره د ځینو کسانو یا شیانو شریک ګرځول یو غلط او خیالي  او له حقیقته لرې تصور دی.

۲: هر څوک چې نور کسان د خدای په ځای ځانته وبلي  په قیامت  کې به  په ډیره سخته سزا اخته شي.

۳: غولیدلې او ګمراه خلک هڅه کوي نور خلک هم ګمراه کړي.

۴:  په قیامت کې بې لارې مخکښان  له یوه بله  تبرا  او بیزاري غواړي ، خو دا  هغوی ته هیڅ ګټه نه رسوي  او هغوی ټول به دوزخ ته ځي.