Jul 18, 2020 09:42 Asia/Kabul

p-709-qasas-ayaat-70-75 د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-712-qasas-ayaat-70-75

 

هغه دی داسې یوازینی خدای  چې بې له هغه بل معبود نیشته.  ستاینه په دنیا او آخرت کې هغه لره ده . واکمني یوازې دهغه ده او هغه ته به ستنیږئ.

 په تیرو څو برخو کې د قران ایتونو  له خدای سره هر ډول شریک او شرک نفي کاوه  که هغه په خالقیت کې شریک وي او که په عبادت کې، دا ایت ربوبي توحید ته اشاره کوي او فرمایي: کوم معبود دی چې پر تاسو د نعمت په نزول کې  له خدای سره شریک وي؟ ټول مادي او معنوي نعمتونه دهغه  له لوري تاسو ته رسیږي  نو یوازې هغه د ستاینې او مننې لایق دی . یوازې هغه  د دې نړۍ او داخرت مالک او واکمن دی . له هغه پرته  دې عظیمې نړۍ ته د  حکم ورکولو قدرت لري؟د عمر په پای کې هم ستاسو جاروت دهغه په لور دی  نه د خیالي معبودانو په لور چې مشرکان یې عبادت کوي.

درسونه :

۱: عبادت او پرستش یوازې   د هغه چا لپاره ښایی چې  د انسان او نړۍ پای د هغه په لاې کې ده .

۲:  د هستۍ په ټولو مخلوقاتو د خدای تکویني حاکمیت او د انسانانو په ژوند دهغه  تشریعي حاکمیت  په ټول مخلوقاتو دهغه له خالقیت او مالکیته سرچینه اخلي.

( ای پیغمبره مشرکانو ته) ووایه: آیا فکر مو نه دی کړی چې که خدای شپه پر تاسو د قیامت تر ورځې  اوږده کړي، بې له خدایه  کوم معبود تاسو ته رڼا راوړلی شي؟ آیا نه اوري؟

ووایه ایا فکر مو کړی دی چې که خدای  ورځه تر قیامته پورې په تاسو اوږده کړي  بې له خدایه کوم معبود تاسو ته شپه راوستلی شي چې  پکې ارامښت ومومئ؟ آیا نه وینئ؟

او دهغه له لطف او رحمته ده چې ستاسو لپاره یې شپه او ورځ وټاکله  چې په شپه کې ارام وکړئ  او (په ورځ کې) د خدای فضل (رزق و روزي) ولټوئ، ښایي شکر ایستونکي شئ.

دا ایتونه په هستۍ د خدای مطلق حاکمیت ته اشاره کوي او فرمایي:  که خدای ځمکه له تاویدو منع کړي  په دې ډول چې هر چرته چې اوس ورځ ده  د نړۍ تر پایه پورې ورځه پاتې شي او  هرچرته چې اوس شپه ده د نړۍ تر پایه پورې شپه پاتې شی  نو ایا ستاسو له دغو خیالي معبودانو چې عبادت یې  کوئ  داسې څوک شته چې ځمکه په حرکت کې راولي  او شپه او ورځ د ځمکې د کرې په مختلفو سیمو کې تقسیمه کړي؟

ایا پام مو کړی چې همدا د شپې او ورځې متناسب څرخ ستاسو اود ټولو ژوندیو مخلوقاتو لپاره څومره   لوی نعمت دی ؟ که د ځمکې نیمې کرې ته  رڼا او د لمر حرارت  نه رسیدلی  نو ارو مرو به په هغه  نیمې کرې کې  ژوند تباه شوی وای  او که په نیمه دنیا همیشه لمر وای  ډیرو مخلوقاتو به نه وای زغملی او ختم شوې به وو.  ځمکې په خپل ځان څرخیږي  چې سبب کیږی شپه او ورځ په خاص نظم سره  او په لنډ وخت کې خپل ځای یو بل ته ورکړي  او د لمر پریواته په وخت د هوا تودوخه کمیږي او د لمر په راختلو سره زیاتیږي.

که څه هم رڼا او تودوښه د انسان او د ټولو ژ،ندیو مخلوقاتو د ژوند لپاره ضروري ده  خو د شپې تیاره او د تودخې کمښت هم د انسان  او د  نورو ډیرو مخلوقاتو د ارام لپاره زمینه برابروي  دا په خپله یو لوی نعمت دی  چې ډیره کمه توجه ورته کیږي.

۱: د هستۍ په نظام او په هغه واکمن نظم او تدبیر کې مطالعې ته بلنه د توحید او خدای پیژندنې تر ټولو  ښه لاره ده ،  په ځان د ځمکې دقیق او منظم څرخ  او د شپې او ورځې رامینځته کیدل  قطعا  د خدای د قدرت نښې دي.

۲: شپه د ارام او ورځه د کار او کوشش لپاره ده .

۳: د خلکو دهدایت او لارښوونې لپاره  په هڅه کې باید له بیداروونکو پوښتنو استفاده وکړو  چې مخاطب په خپله فکر وکي  او د اسلام په حقانیت پوه شي.

۴: د نعمتونو پیژندل انسان د خالق شکر او مننې ته هڅوي  ، کوشش پکار دی چې الهی نعمتونه ځوانانو او هلکانو جینکو ته وروپیژنو  چې په لا ډیر رغبت او مینې سره  د خدای عبادت وکړي.

( یاده کړه) هغه ورځ چې ( خدای) هغوی ته غږ کوي او وایي: کوم دي هغه شریکان چې  په  خپل خیال مو زما لپاره نیولې وو.

او له هر امته یو (پوه او عادل) ګواه راوباسو  او (مشرکانو ته)وایو (په شرک) خپل دلیل راوړئ نو پوه به شي چې  حق   د خدای دی  او هغه څه چې اوبدي یې  ( له لاسه به یې ووځي او له سترګو به یې)  پناه شي .

قران یو ځل بیا هماغه پوښتنه کوي  چې د همدې سورې په دوه شپیتم ایت کې یې وکړه، فرمایی:  هغه کسان چې په دې دنیا کې یې  دخدای په ځای  په انسانانو یا داسې مخلوقاتو پسې لاړل چې ګمان یې کاوه  برخلیک یې دهغوي په لاس کې دی.  د قیامت په ورځ به ترې پوښتنه وشي  هغوی باید د هر امت د پیغمبرانو په شتون کې  چې د  هغوی د دعوت او تبلیغ دنده یې په غاړه لرله  موجه دلیل راوړي چې ولې د پیغمبر له شتون او او د خدای د پیژندلو له امکان سره سره یې خیالي شریکان ونیول او له حقه یې لاسه واخسته ؟

ایتونه په دوام کې فرمایي: نو دغه وخت به د خپلو معبودانو په خیالي والي او چټي والي  خبر شي او پوه به شي چې دغه معبودان هیڅ نه شي کولی  او حق یوازې له خدای او رسولانو سره یې دی .

درسونه :

۱:  په قران کې د قیامت د صحنو یادونه ایمانداره انسانانو یو خبرداری دی چې د شرک خطر جدي دی  او که  خیال ونه ساتي نو هغوی به هم په شرک اخته شي.

۲: پیغمبرانو او الهي ولیان  د قیامت د محکمې شاهدان دي  نو باید خیال وساتو  چې په دغه عدالت کې د خدای رسول له مونږ شاکي نه وي بلکه زمونږ شفاعت وکړي.

۳: شرک کوم کلک ملاتړ او دلیل نه  لري.

۴:  په اخرت کې به پردې لرې شي او  حق او حقیقت به ښکاره شي.