Jul 23, 2020 09:34 Asia/Kabul

p-718-ankaboot-ayaat-8-13 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-718-ankaboot-ayaat-8-13

او انسان ته مو سپارښتنه وکړه چې له خپل پلار او مور سره نیکي وکړي او که هغوي هڅه وکړي چې یو داسې څیز چې علم پرې نه لرې له ما سره شریک وګرځوې، نو اطاعت یې مه کوه  ستاسو جاروت زما په لور دی  نو تاسو به له هغه څه چې کول به مو خبر کړم.

او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړې دي  بې شکه هغوی   د صالحانو په  ډله کې راولو.

د اسلام په لومړیو وختونو کې ځینې ځوانانو د اسلام په پیغمبر ایمان راوړ  او  له بت پرستۍ يې لاس واخسته  خو د هغوي میندې او پلرونه مشرکان او بوت پرست وو او له هغوي به یې غوښتل چې د پیغمبر له دینه لاس واخلي.  حتی ځینې میندو په لوږ تړ کاوه  چې په خپلو بچو نفسیاتي فشار راولي  خو بیا یې هم خپل بچیان د اسلام له دینه ونه ړول شول.

دا ایتونه  ځوانانو او هغو ټولو کسانو ته چې د کفر او شرک په کورنیو کې ژوند کوي خطاب کوي  او فرمایي:  په ځينو حالتو کې د کورنیو  رشتو او د دیني او مکتبي رشتو او تعلقاتو په مینځ کې ټکر پیدا کیږي  نو په دغه شان ځایونو کې د دین ساتنه  د والدینو تر رضا زیاته مهمه ده او  د احساساتو او جذباتو په وجه  له دین او ایمانه لاس اخستل نه دي پکار . البته د مور او پلار د عزت اواحترام ساتل همیشه واجب دي  او تر کومې چې ممکنه وي  له هغوي سره نیکي کوئ  او د اړتیاوو په پوره کولو کې یې کوتاهي مه کوئ.

ایت په دوام کې د کورنۍ ټولو وګړو  ته که والدین وي او که بچیان فرمایي ستاسو ټول کارونه په دنیا کې لیکل کیږي  او باید د قیامت په ورځ دخپلو کارونو ځواب ورکړئ  او یوازې هغه کسان په قیامت کې د پاکانو او صالحانو په څنګ کې پاتې کیږي چې د ایمان  او ښه عمل خاوندان وي.

درسونه :

۱: له والدینو سره نیکي او احسان  بې قید او شرطه خبره ده  که هغوي مسلمانان وي او که کافر باید خدمت یې وشي او درناوی یې وکړی شي.

۲: شرک ته بلنه  په حقیقت کې یو بې دلیله او جاهلانه کار ته بلنه ده  ځکه چې شرک  هیڅ عقلي او علمي بنیاد نه لري.

۳: بچیان باید د سمې لارې په انتخاب کې ازاد وي  مور او پلار نه شي کولی هغوي داسې لارې ته چې  په خپله پرې تللې مجبوره کړي.

او ځینې خلک هغه کسان دي چې  وایي: مونږ په خدای ایمان راوړی دی ، خو کله چې د خدای په لاره کې له ځور او شکنجې سره مخامخ شي  د خلکو لخوا ځورونه  د خدای د عذاب په شان ګڼي (او له ایمانه لاس اخلی) او که د خدای له لورې تاسو ته کامیابي او مرسته ورسیږي، وایی: مونږ له تاسو سره وو.  ایا خدای  په هغه څه چې د نړیوالو په زړونو کې دي خبر نه دی؟

او قطعا خدای هغه کسان چې ایمان یې راوړی پیژني او منافقان هم  پیژني.

 په تیرو ایتونو پسې دا ایت د مومنانو یوې بلې ډلې  ته اشاره کوي  چې یوازې د هوساینې او مزو په حالت کې مومنانو وي   خو کله چې هغوی ته د ایمان ساتل سخت شي او ستونزې ولري د مومنانو له ملګرتیا لاس اخلي  او ډډې ته کیږي.  خو کله چې ستونزې لرې شي او مومنان دوباره طاقت  لاسته راوړي ځانونه د ایمان له خاوندانو سره شریک ښیي   هغوی وایي: مونږ په هر ځای کې ستاسو په څنګ کې  او له تاسو سره وو  نو په دې  کامیابۍ کې هم شریک یوو.

ایتونه په دوام کې فرمایي: خدای تعالی د ټولو انسانانو له باطنه خبر دی  او پوهیږي چې کوم کسان د ایمان د ساتلو لپاره د مرګ تر حده تیار دي  او کوم کسان  په لږې شان سختۍ سره له ایمانه لاس اخلي.

درسونه :

۱: د ځينو کسانو ایمان د ژبې تر حده دی  او له زړه نه ده . نو  د ایمان په هره ادعا باور نه دی پکار ځکه چې واقعي ایمان   په سختی کې د ښکیلیدو په وخت معلومیږي.

۲: کله کله ایمان راوړل یا  یې ساتل  ګران کار وي  خو د ایمان خاوندان په دې لاره کې   د هر ډول سختۍ زغملو  ته تیار وي  او مني یې.

۳: منافقان فرصت طلبه کسان دي  دسختیو  او خطرې په وخت تښتي  او د راحتې او کامیابۍ په وخت  ځانونه د خلګو مل او ملګري  ښیي  چې د هغوی له بریاوو استفاده وکړي.

او کوم کسان چې کافران شوې دي  هغو کسانوته چې ایمان یې راوړی وویل : زمونږ د لارې پيروي و کړئ مونږ ستاسو د ګناهانو پیټی اخلو  حال دا  چې  هغوی به ستاسو له ګناهانو هیڅه په غاړه وانخلي  ضرور دروغ وایي.

 او بې شکه  هغوی به د خپلو ( ګناهونو) پیټی او له هغې سره دنورو پیټي په اوږو اخلي  او  په رښتیا  چې د قیامت په ورځ به له هغوي  دهغه څه چې  (په  خدای او رسول پورې یې) دروغ تړل پوښتنه کیږي.

مشرکانو هڅه کوله مومنان له خپله ایمانه وغړوي او د شرک لارې ته یې ستانه کړي.دا ایت فرمایي: هغوی به هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی و  ویل : زمونږ او خپلو پلرونو لارې ته ستانه شئ  او له پیغمبره لاس واخلئ  که  دا کار خطا او ګناه نه وي  نو  په تاسو او مونږ هیڅ ګناه  او ګرمه نیشته  او  که ګناه هم وي  مونږ ستاسو ګناه په خپله غاړه اخلو  او پر تاسو څه نیشته .

ایتونه په دوام کې  فرمایی:  هغوی په دغه ادعا کې دروغ وایي  ځکه چې کفر او  سزا یې دخدای په لاس کې ده  نه د هغوی. هغوی د ګناهکارو له اوګو  د سزا پیټی نه شي لرې کولی  او هغوی نه شی معاف کولی.  البته که څوک د دغه غلطې خبرې په وجه  ګمراه شي او له ایمانه لاس واخلي  په قیامت کې به سزا وویني او هغه مشرک کس به هم پر خپلې سزا سربیره  د ګمراه کړو کسانو د ګناه پیټی هم په اوګه وړي .

درسونه :

۱: دښمنان له مومنانو لاس نه اخلي  کله په شکنجې  کله په ازار او دروغو وعدو  او کله نورو طریقو سره  دکفر  او شرک لارې ته د مومنانو د بیا ستنولو هڅه کوي.

۲:  په اسلامي نړۍ لید کې هیڅوک  د نورو د ګناه پیټی په خپله  غاړه نه شي اخستلی  او دا ادعا نه شی کولی چې ستا ګناه زما په غاړه .

۳: خو څوک چې بل څوک ګمراه کړي په ګناه کې یې شریک دی  او د هغو کسانو د ګناهونو ذمه وار دی چې د هغه پّه وسیله بې لارې شوې دي  البته  دا کار په خپله د ګناهکار کس له ګناه څه نه کموي او هغه ته به  هم د خپلو ګناهونو سزا ورکول کیږي.

پای .