Jul 23, 2020 09:34 Asia/Kabul

p-719-ankaboot-ayaat-14-18 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-719-ankaboot-ayaat-14-18

او په رښتیا چې مونږ نوح د  هغه د قام په لور په پیغمبرۍ ولیږه. هغه پنځوس کم زر کاله په هغو خلکو کې ژوند وکړ  ( خو اکثرو یې ایمان رانه وړ) نو توپان پرې راغی  په داسې حال کې چې ظالمان وو.

او مونږ هغه او  د کشتۍ سپاره وژغورل او هغوی مو د نړیوالو لپاره  یوه نښه وګرځول.

دا ایتونه او ورپسې ایتونه د تیرو قامونو  چې د نوح او ابراهیم او موسی په شان  پيغمبرانو په وخت کې یې ژوند کاوه   کیسې ته اشاره کوي  او دهغوی د ایمان او ملګرتیا  یا نافرمانۍ او کوتاهۍ اندازه  بیانوي.

د دغه ایتونو له مخې سره له دې چې حضرت نوح علیه السلام کابو زر کاله دغه خلکو ته نصیحت وکړ او خبرداري یې ورکړل  خو ډيرو کمو کسانو په هغه ایمان راوړ او اکثریت د کفر او دښمنۍ لاره خپله کړه  نو د خدای په غوښتنه  یو سخت عذاب چې توپان او سیلاب و  په هغوی نازل شو او ټول مخالفان او دښمنان  تباه شول  او یوازې مومنان وژغورل شول  چې د نورو قامونو لپاره د عبرت سبب شي او پوه شي چې که یو امت د ظلم لاره خپله کړي او د حق په مقابل کې ودریږي هلاکیږي.

درسونه :

۱: ایمان او کفر د قومونو په هلاکت او نجات کې په همدې دنیا کې تاثیر لري.

۲: د قرآن له نظره زر کاله عمر هم ممکن دی  نو د حضرت   امام مهدی علیه السلام په ژوندي پاتې کیدو عقیده چې کابو دولس سوه کاله یې کیږي  یوه ممکنه خبره ده .

۳: د دین په تبلیغ کې  صبر او پایداري ضروري ده  او د اکثریت خلکو د ایمان راوړلو تمه نه ده پکار.

او ( یاد کړه) ابراهیم هغه وخت  چې خپل قام ته یې وویل: د خدای عبادت وکړئ او د هغه پروا ولرئ دا کار ستاسو لپاره  غوره دی که پوه شئ.

بې شکه  تاسو د خدای په ځای د بوتانو عبادت کوئ  او لوی دروغ اوبدئ، په رښتیا چې  هغه کسان چې دخدای په ځای یې عبادت کوئ ستاسو د روزۍ مالکان نه دي  روزي  له خدای سره ولټوئ  او د هغه عبادت وکړئ او دهغه په وړاندې شکر ګزاره ووسئ او هغه ته به جاروځئ.

له حضرت نوح وروسته حضرت ابراهیم  د خدای دوهم اولوالعزم پيغمبر دی  چې خلک یې د بوتانو له عبادته منعې کول  او هغوی یې د یوازیني خدای عبادت ته بلل هغه حضرت د  بت پرستۍ یو سبب  د خلکو مالي ضرورتونه ګڼل او هغوی ته به یې فرمایل:  که تاسو د فقر او بې وزلۍ له مخې د بوتانو عبادت کوئ  پوه شئ چې دغه جسمونه ستاسو په ژوند او ستاسو د ضرورتونو په پوره کولو کې هیڅ  رول نه لري.

خو که دخدای عبادت وکړئ  او دهغه د نعمتونو شکر وباسئ  هم به ددغه  بې ځانه بوتانو له بندګۍ خلاص شئ او  هم به دهغه ذات په وړاندې سجده کړې وي چې   په دې دنیا کې ستاسو رزق او روزی  دهغه په لاس کې ده او له مرګه وروسته هم  ستاسو  معامله او انجام  له هغه سره دی.

درسونه :

۱: له ګناهانو له ډډه کولو پرته عبادت او پرستش  هیڅ ګټه نه لري.

۲: څوک چې د خدای په ځای نور نور څیزونه  په خپلو ژوند کې  اغیزمن ګڼي په یو ډول شرک اخته دي.

۳:  دین لکه څنګه چې خلک  په ژوند کې  د راحتۍ او هوساینې د حصول  او د  مادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره  هڅې ته ګڼي له هغوي غواړي  چې د نعمتونو شکر وباسئ او یوازې دهغه عبادت وکړئ.

او که ما دروغ وګڼئ،( تعجب نه لري ځکه چې) تیرو امتونو هم  خپل پيغمبران  تکذیب کړې وو او پر پیغمبر  د ( دین) د روښانه  تبیلغه زیات بله ذمه واري نیشته .

د تیرو ایتونو په دوام کې حضرت ابراهیم علیه السلام   به دې ایت کې بت پرستانو ته په خطاب کې فرمایي: زه تمه نه لرم  ټول خلک  په خدای ایمان راوړي ځکه چې د تیرو قامونو تجربه ښیي چې ډیرو خلکو پيغمبران تکذیب کړې  او دهغوی بلنه یې نه ده منلې  زما او د ټولو الهي پیغمبرانو دنده  د الهی بلنې او دعوت رسول دي   خو دا چې خلک یې مني او که نه  کوم مسوولیت نه لرم  زه د خپل مسوولیت  په وړاندې  چې د  خدای د دین تبلیغ دی  باید ځوابګوی ووسم  که ټول خلک کافران شی زما په غاړه هیڅه  نه دي.

درسونه

۱: پیغمبرانو خلک د ایمان راوړلو ته نه مجبورول او خپله دنده یې  د پيغام رسول ګڼل  نه د خلکو مجبورول

۲: مومنان دې  تمه نه لري  چې ټول خلک د هغوي په شان  په خدای ایمان راوړي  که هغوي خپله تبلیغي دنده ترسره کړي د کافرانو په وړاندې مسوولیت نه لري.

پای.