سوره عنکبوت ۳۰-۲۷
p-722-ankaboot-ayaat-27-30 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر
p-722-ankaboot-ayaat-27-30
او اسحاق او یعقوب مو هغه ته ډالۍ کړاو بچیانو ته مو یې نبوت او اسماني کتاب ورکړ او دهغه اجر مو په دنیا کې هغه ته ورکړ او ضرور به په اخرت کې ( هم) له غوریزو وي.
په تیرونو ایتونو کې د حضرت ابراهیم علیه السلام کیسه په اجمال سره بیان شوه دا ایت د هغو ایتونو په پای کې فرمایی: وروسته له دې چې حضرت ابراهیم علیه السلام له خپل ټاټوبي هجرت وکړ چې نور خلک د حق لارې ته وبلي خدای هغه ته لوی انعامونه ورکړل پاک بچیان او کورنۍ چې دهغه لاره جاري وساتي او د خدای په مهربانۍ سره نبوت ته ورسیږي او په خپل قوم کې د ایمان د څراغ رڼا وي د حضرت اسحاق او دهغه د بچي یعقوب او د یعقوب د بچي یوسف او همداراز موسی او هارون او سیلمان په شان کسان ټول دحضرت ابراهیم علیه السلام له نسله وواو دخدای رسالت او پیغمبري ورسره وه .
دغه انعام او ډالۍ هم دنیایي ده او هم اخروی ، هم دنیک نوم سبب کیږي او هم د خدای له خوا د اجر او ثواب ځکه چې پاک بچی په ژوند کې د پلار د ویاړ سبب وي او د هغه له مرګه وروسته یې په نیکه د یادیدو سبب ګرځي.
درسونه :
۱: نیک بچی د خدای یو انعام دی چې خدای یې نیکو او غوره کسانو ته ورکوی.
۲: په دنیا کې د خدای یو انعام د صالح او پاک نسل لرل دي.
۳: د انحرافي او ګمراه نظر په اپوټه دنیا او اخرت له یو بل سره جمع کیدی شی په اسلامي کلتور کې باید اخرت له دنیا زار نه کړی شي او اخرت ته د رسیدلو لپاره د دنیا پریښودل هم نه دي پکار.
او ( یاد کړه) لوط کله چې یې خپل قام ته وویل: تاسو داسې سپک کار کوئ چې له تاسو مخکې هیچا په نړۍ کې نه دی کړی
آیا تاسو له سړو سره آمیزش ( لواط) کوئ او د ( نسل د دوام) لاره غوڅوئ او په (عامو) ځایونو کې ( دیوبل په مخکې)سپک کار کوئ؟ خو د قوم ځواب یې بې له دې بل څه نه و چې وې ویل: که ته له رښتینو یې نو د خدای عذاب پر مونږ راوله.
له حضرت ابراهیم علیه السلام وروسته دا ایتونه د حضرت لوط برخلیک ته اشاره کوي چې هغه هم پیغمبر و . لوط د حضرت ابراهیم علیه السلام په زمانه کې و او په خپل قام کې یې دحضرت ابراهیم علیه السلام د دین تبلیغ کاوه خو خلکو نه یوازې دهغه بلنه ونه منله بلکې هغه یې د خپلو خبرو په وجه چې هغوی یې له سپکو کارونو منعې کول په جلاوطنۍ او وژلو وګواښه.
دا ایتونه د انسان یو ډیر سپک او بد کار ته چې مثال یې حتی په حیواناتو کې هم نه لیدل کیږي اشاره کوي او فرمایي: د خدای پیغمبر حضرت لوط به همیشه خلکو ته یادونه کوله چې له یو بل سره د سړو جنسي اړیکې او آمیزش ډیر سپک کار دی چې ښځو ته دسړو د بې پامۍ او په نتیجه کې د نسل د تباهۍ سبب کیږي دا کار په طبیعت کې د روان دود په خلاف دی د کوم مطابق چې د نر او ښځې تر مینځ یو ډول جنسی کشش موجود وي او دغه کار خو حیوانات هم چې یوازې غریزه لري نه کوي.
د لوط قام نه یوازې دغه سپک کار کاوه بلکې په هغوي کې عمومي حیا دومره ختمه شوې وه چې د نورو انسانانو په اپوټه چې دغه کار په پټه او د نورو له سترګو لرې کوي ، دوی به دغه کار په عمومي ځایونو کې او د یو بل په وړاندې کاوه دوي به دغه کار یو ډول عیش او عشرت ګاڼه . ایتونه په دوام کې فرمایي: هغوی نه یوازې د حضرت لوط علیه السلام له نصیحتونو او خبرداریو څه سبق وانه خسته او د خپل غلط کار د اصلاح لټه یې ونه کړه بلکې په ډيرې خند او مسخرو سره یې هغه حضرت ته ویل که ستا خدای زمونږ په دغه کار خپه کیږي او په مونږ د عذاب د نازلولو اراده لري نو ورته ووایه چې عذاب دې یې په همدې دنیا کې نازل کړي او مونږ له مینځه یوسي . په بله ژبه هغوی غوښتل حضرت لوط ته ووایي چې ته د خپلې پیغمبرۍ په ادعا کې دروغجن یې او هسې زمونږ د کار مخه مه نیسه .
درسونه :
۱: دیني مشران یوازې د خدای په لور د انسانانو د بلنې مسوول نه دي بلکې هغوی باید له ټولنیزو مفاسدو او ګډوډیو سره هم مقابله وکړي او له مفاسدو د ټولنې د پاکولو هڅه وکړي.
۲: که په ټولنه کې فساد عام شي نه شو ویلی چې له منکراتو نهي کول نور اثر نه لري نو ولې ځانونو ته تکلیف ورکوو ، بلکې نهی عن المنکر باید جاري پاتې شي.
۳: الهي پیغمبران انسان د له صحیح لارې د جنسي اړیکو سړولو ته هڅوي او د دې په مقابل کې د جنسي بې لاریو بې خرته ازادیو او هم جنس بازۍ په وړاندې ودریږي.
۴: ګناه چې تر څو په ټولنه کې اعلانیه او پراخه نه شي یو فردي او وګړنیز کار ګڼل کیږي خو کله چې په عوامو کې خپره شي او د عمومي حیا له حدونو تیره شي نو بیا په یو ټولنیز منکر بدل شي او باید ورسره مقابله وشي.
۵: هم جنس بازي چې نن سبا په ځینو لویدیځو هیوادونو کې جایز کار ګڼل کیږي په ټولو اسماني دینونو کې یو سپک او ناخوښ کار ګڼل کیږي او پیغمبرانو ته امر شوی چې ورسره مقابله وکړي.
(لوط) وویل : ای زما پالونکیه له ما سره د دغه (فاسد او) ورانکار قام په وړاندې مرسته وکړه.
کله چې هغه ګناهکار قام حضرت لوط دروغجن وباله او نبوت یې تر پوښتنې لاندې راوسته هغه حضرت خدای ته پناه یوړه چې د نبوت په ادعا کې دهغه د صداقت د ښودلو لپاره یوه معجزه وښیي. داسې معجزه چې هم د هغه د رسالت نښه وي او هم د خطاکارانو د سزا او پر باطل د حق د کامیابۍ سبب وي. هغوی چې په ګناه یې ویاړ کوي او پاکي او پاکلمني غلط کار ګڼي یو لړ فاسد کسان دي چې د فساد لمنه پراخوي او هغه یوه عامه او معمولي خبره ګڼي. دغه کسان دومره له خپلې اصلي لارې غړیدلې دي چې که پاک او پاک لمنه کسان ورته یادونه او نصیحت وکړي په هغوی پورې خاندي او ټوکې ورپورې کوي.
درسونه :
۱: په اسلامي کلتور کې هم جنس بازي په یو ډول په ځمکه کې د فساد دودول ګڼي کیږي او څوک چې علنا دا کار کوي باید سخته سزا ورکړل شي.
۲: په ټولنه کې د فساد د خپریدو په مقابل کې باید په کلکه ودریږو او له خدایه هم پر مفسدانو د غلبې لپاره مرسته وغواړو.
پای.