Jul 23, 2020 09:34 Asia/Kabul

p-723-ankabtoot-ayaat-31-35 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-723-ankabtoot-ayaat-31-35

او کله چي زمونږ استازو ابراهیم ته د (بچی د پيدا کیدو) زیری راوړ، وې ویل: مونږ به د دې ښار خلک تباه کړو ځکه چې ظالمان دي.

(ابراهیم)وویل: لوط (هم) هلته دی، ( پرښتو) وویل:  مونږ ته ښه پته ده چې څوک هلته دي. ضرور به هغه او کورنۍ یې وژغورو  بې له میرمنې یې چې (په عذاب کې) له پاتیدونکو ده.

 په تیره برخه کې مو وویل چې  د لوط د قام خلک فاسدان  او تباهکاره وو هغوی د حضرت لوط منطقي خبرو ته د غوږ اچولو په ځای  په هغه پورې خنداګانې وکړې  او په دروغو یې تورن کړ. خو حضرت لوط د تبهکارانو د ګواښونو او فشارونو په وړاندې  شاته نه شو او له نهی عن المنکر نه یې لاس وانخسته  هغه له  خدایه وغوښتل چې  پر هغو فاسدو خلکو یې لاسبری او کامیاب کړي.

دا ایتونه فرمایي خدای تعالی حضرت ابراهیم علیه السلام ته ځینې پرښتې ولیږلې  چې هم هغه ته په بوډا توب چې د بچي د پيدا کیدو خبر ورکړي او هم یې د لوط په قام د عذاب له نازلیدلو خبر کاندي  ځکه چې حضرت لوط  په هغه سیمه کې د حضرت ابراهیم علیه السلام له خوا  د  تبلیغ لپاره لیږل شوی پيغمبر و او خدای د ګناهکارانو د سزا کولو په هکله دهغه دعا قبوله کړې وه .

قران فرمایي: حضرت ابراهیم علیه السلام د الهی عذاب د نازلیدلو د خبر په اوریدلو سره د حضرت لوط د برخلیک په هکله اندیښمن شو  ځکه چې لوط هم په هغه ښار کې اوسیده .خو پرښتو یې په ځواب کې وویل  چې د الهی سنت په  اساس  مونږ وچ او لامده یو ځای نه سوزوو. او یوازې تباهکاري کسان سزاکیږي  حتی د لوط میرمن  هم چې د مومنانو له لیکې جدا شوې  او له کافرانو سره یو ځای شوې وه  له دغه قانونه مستثنی نه وه  هغه  سره له دې چې د پیغمبر په کور کې یې ژوند کاوه   له ژغوریدونکو نه وه .

درسونه :

۱: الهي پرښتې د هستې د نظام چاروالې دي  هم د الهي مینې او زیرې راوړونکي دي او هم د الهی قهر او سزا مامورې.

۲: د جنسي غریزې په سړولو کې  له صحیح لارې انحراف ظلم ګڼل کیږي  په ځان ظلم په کورنۍ او په ټولنې ږ

۳: که په یوه ټولنه کې ظلم زیات او عام شي   دهغه ټولنې خلک هلاکت ته نزدې شي.

۴: میرمنه او بچیان د لارې په انتخاب کې آزاد دي  د لوط میرمنې دکافرانو لاره ونیوله  خو بچیانو یې دپلار لاره انتخاب کړه.

او کله چې زمونږ پرښتې  لوط ته ورغلې ( دهغو په لیدلو) یې  حال بد شو او لاس یې د هغوی ( له ملاتړه) لنډ شو (په خپل کار کې پاتې راغی).پرښتو وویل مه ویریږه او غم مه کوه بې شکه مونږ به تا او ستا کورنۍ وژغورو مګر میرمنه دې چې  هغه به په قام کې پاتې شي.

مونږ به د دغه ښار په خلکو د هغه ګناه په وجه چې  کوله یې  له اسمانه یو عذاب نازل کړو.

او له دغه (وران شوې) ښاره به  دهغو کسانو لپاره چې له فکره کار اخلي  روښانه نښه پریږدو.

د قران له نورو ایتونو  پوهیږو چې حضرت لوط علیه السلام پرښتې ونه پيژندلط  ځکه چې هغوی د ډیرو ښکلو او ښایسته ځوانانو په  شکل کې راغلې وې  نو اندیښمن و چې  په میلمنو یې دغه فاسد او  ککړ خلک  تیری ونه کړي   له دې امله په غم او خفګان اخته شو او کار ورته سخت شو  چې څنګه د خپلو میلمنو عزت او  حرمت ساتلی شي.

خو پرښتو ځان  وروپیژنده  او ورته ډاډ یې ورکړ چې د ناولو کسانو لاس به ورته ونه رسیږي  ځم چې دغه ګناهکار قام به ډیر زر  په یوې داسې سزا اخته شي چې هیڅ نښه نښانه به یې پاتې نه شي  بې  له ورانو او کنډواله کورونو .

د دغه ایتونو له مخې  پر ګناه ټینګار  او په ټولنه کې یې جاري ساتل او پراخول  یوه خطرناکه خبره ده  چې نه یوازې عام خلک بلکې ښایي د ټولنې ټول وګړي د خدای په قهر اخته کړي  هغه هم یو داسې قهر او عذاب چې د نورو لپاره د عبرت سبب شي.

د قران د نورو ایتونو په  اساس الو په سدوم ښار کې سخته زلزله راغله  او د هغو خلکو کورونه یې  وران کړل  بیا پرې دکاڼو باران ووریده  او هر څه او هر کس د کاڼو او خاورو لاندې  ښخ شول .

درسونه :

۱:که ټولنه فاسده شي ښایي فساد یې ټولو ارکانو او ستنو ته  ورسیږي په دغه بڼه کې حتی پاکې کورنۍ هم په خپلو کورونو کې په امن نه شي پاتې کیدلی  او د خپلو بچیانو لپاره اندیښمنې وي.

۲: د میلمه د حریم او عزت ساتل د کوربه په غاړه دي  او باید د کوربه په  کور کې دهغه  حرمت او عزت وساتل شي.

۳: مومن دیني غیرت لري او په هر ځای کې چې   خطر ، بې لاري او فساد  وګوري  پرې غبرګون ښیي نه دا چې  له  بې عزتیو او بې حیایو همداسې بې پروا تیر شي.

۴:  کورنیزې اړیکې او له  نیکو کسانو سره د خپلوۍ د نسبت ساتل  په دنیا او اخرت کې د  نجات او ژغورنې یوازینۍ عامل نه دی  ځکه چې کیدی شي یوه ښځه د پیغمبر میرمنه وي خو دوزخ ته لاړه شي لکه د لوط ښځه او کیدی شي د فرعون میرمنه  لوی جنت ته لاړه شي.

پای