Jul 23, 2020 09:57 Asia/Kabul

p-730-ankaboot-ayaat-67-69 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-730-ankaboot-ayaat-67-69

 « آیا ویې نه لیدل چې مونږ (مکه) امن حرم وګرځاوه، په داسې حال کې چې خلک یې له خواوشا تښتول کیږي؟ نو آیا په باطل ایمان راوړي او د خدای د نعمت کفران کوي؟»

په  هغه زمانه کې چې په عربو کې شوکې او  لوټمار  دود و  او د مختلفو قبیلو خلکو به په یو بل یرغلونه کول  ځینې کسان به یې وژل او ځینې  به یې اسیرانول  خدای تعالی مکه  امن ښار وګرځاوه  چې استوګن یې محترم و ګڼل شي او څوک په مکې د حملې جرات ونه لري  لکه څنګه چې د ابرهه د سنبال پوځ په کیسه کې چې  په هتیانو سپارو وو د خدای په امر یرغلګر مکې ته له ننوتلو مخکې  له اسمانه د توتکرکو په نازلیدلو سره له مینځه لاړ.

د ایت د مکې مشرکانو ته په خطاب کې فرمایي:  سره له دې چې خدای دومره لوی نعمت تاسو ته په نصیب کړی  او په امن او هوساینه کې ژوند کوئ ، بیا هم د بوتانو عبادت کوئ او په  یوازیني خدای د ایمان په ځای د بوتانو عبادت کوئ؟ آیا ستاسو دا کار له کفرانه نعمته پرته بل څه دي؟

درسونه :

امنیت د خدای یو لوی نعمت دی او شکر ایستل یې دا دي چې انسان له هر ډول شرک او کفر ډډه وکړي.

۲: د الهی نعمتونو یادونه یو خدای منلو ته د خلکو د بلنې زمینه برابروي.

 

او تر هغه چا زیات ظالم څوک دی چې  په خدای دروغ وتړي یا  چې کله ورته حق راشي هغه دروغ وګڼي؟ ایا د کافرانو ځای دوزخ نه دی؟

په انساني فرهنګ کې ظلم په ټولنیزو اړیکو کې تفسیریږي  او پر اساس یې ظالم  هغه څوک دی چې د نورو حق ضایع کړي خو په دیني فرهنګ کې که څه هم دغه شان ظلم په کلکه غندل شوی،  خو د ظلم لا مهم ډول ته  هم اشاره شوې  چې د نورو ډیرو ظلمونو سرچینه ده . که انسان بت یا نور څیزونه له خدای سره شریک وګرځوي  په خدای به یې ظلم کړی وي ځکه چې  هغه څه چې له خدای سره برابر نه  له هغه سره یې برابر ګڼلې دي . همداراز څوک چې الهي پیغمبران دروغ وګڼي  او دهغوی د پیغمبرۍ تکذیب وکړي  په هغوی یې ظلم کړی دی  ځکه چې د د انسانانو د هدایت په لاره کې د هغوي په نه ستړې کیدونکو زحمتونو او کوششونو یې سترګې پټې کړې  او ددغه لوی نعمت کفران یې کړی دی .

طبیعي ده کله چې په عامو کسانو ظلم په قیامت کې سخته سزا لري  په خدای او پیغمبرانو د ظلم سزا خو به لا ډیره سخته وي.

البته ممکنه ده شرک په مختلفو طریقو سره راڅرګند شي : د بت پالنې په قالب کې او یا د مقام او شهرت پرستۍ  د هوا او هوس د پیروۍ او پیسو پرستۍ په شان په نورو شکلونو کې. نو ځکه مومنان هم د دغه شان شرک له خطر سره مخامخ دي  او باید خپل زړه او روح  په هغو عواملو پورې له تړلو وساتي چې انسان له خدایه لرې کوي.

درسونه :

 ۱: تر ټولو بد ظلم کلتوري او فرهنګي ظلم دی  چې پر اساس یې د حق انکار وشي او حق وځپل شي  او د باطل خبره دود شي ،  هغه ظالم انسان چې حق دروغ ګڼي طبعا حق ته تسلیمیږي هم نه .

 ۲:  په دین پورې د یو شي تړل او ورزیاتول او خپلو سلیقو ته دین ویل  په دین کې یو ډول بدعت او په خدای  یو تور او تومت ګڼل کیږي  باید د دین د تعلیماتو تابع ووسو  نه دا چې وغواړو دین د خپلو سلیقو او افکارو تابع وګرځوو.

 

او کوم کسان چې زمونږ په لاره کې ( کوشش او) هڅه وکړي ضرور به یې خپلو لارو ته هدایتوو او بې شکه خدای  د نیکي کوونکو ملګری دی.

 دا ایت چې د عنکبوت سورې وروستی ایت دی  د خدای په لاره کې جهاد او مجاهدې ته اشاره کوي  چې هم پکې د خدای له دښمنانو سره جهاد شاملیږي او هم د خدای د دین د پراختیا په لاره کې هڅه .

په اسلامي کلتور کې په جهاد کې هم له بهرني دښمن سره جهاد شاملیږي او هم د خدای په لاره کې  کوشش او له نفس سره جهاد او مقابله . مومن انسان باید د خدای د دین ل هدښمنانو سره  مبارزه وکړي  او په دې لاره کې د سرښندنې لپاره چمتووالی ولري همداراز باید له خپل نفس او له ناوړه  نفساني خواهشاتو او ګروهنو سره مقابله وکاندي  چې د هوا او هوس په لومه کې ګیر نه شي.

هغه څه چې دا ایت پرې ټینګار کوي د خدای لپاره د خدای په لاره کې جها دی  کیدی شي ډیر داسې کسان وي چې د  دین له دښمنانو سره جنګیږي  خو هدف یې د نوم او شهرت ګټل او یا د ځینو دنیاوي امتیازونو او جنګي ولجو لاسته راوړل وي  نو تر جهاد او هڅې زیاته مهمه  په کارونو کې اخلاص او صداقت دی که کار په اخلاص سر نه وي  په جنګ کې سر بایلل هم څه فایده نه لري  او دتاوان او خسران سبب کیږي.

 که  جهاد او  هڅه د خدای په لاره کې   وي خدای تعالی د دغه ایت په اساس هم د هدایت وعده کړې او هم د ملاتړ او حمایت ، طبیعي ده چې مقصود او منزل ته د رسیدلو په لاره کې همیشه ډیر زیات خنډونه او ستونزې وي  چې کله کله له هغو سره د مقابلې لاره  اور ورځنې تیریدل سخت وي . نو ځکه خدای تعالی وعده ورکوي چې   په دغو سختو مرحلو کې له تاسو سره د سمې لارې په پیژندلو کې مرسته کوي او په مشکلاتو په بري کیدو  او غلبې کې درسره مدد کوي.

درسونه :

خدای تعای پر عمومي هدایت سربیره چې ټول ورځنې بهرمنیږي هڅاند او مخلص انسانان  په خاص ډول هدایتوي . البته  لومړی ګام باید انسان  په خپله واخلي.

۲: د کارونو په ترسره کولو کې که په خالص نیت او انګیزې سره کار پیل کړو خدای راسره کامیابۍ ته په رسیدلو کې مرسته کوي لاره راته ښیي او یوازې مو نه پریږدي.

۳: که څوک د خدای په لاره کې ګام پورته کړي  او خپله ټوله هڅه او زیار په دې لاره کې وباسي  خدا یې مقصد ته تر رسیدلو پورې لاس نیسي او  کومک یې کوي.