سوره روم ۲۰- ۲۲
p-729-room-ayaat-20-22 د روم سورې ژباړه او تفسیر
p-734-room-ayaat-20-22
او د هغه (دقدرت) له نښو یوه دا ده چې تاسو یې له (مړې) خاورې پیداکړئ، بیا د انسانانو (په شکل) په (ځمکه کې) خپاره شوئ.
په تیرو ایتونو کې د مړو په ژوندي کولو او د ژوندیو په مړ کولو کې د خداي قدرت ته اشاره وشوه . دا ایت او ورپسې ایتونه د مخلوقاتو په تیره بیا انسانانو په پیدایښت کې د خدای د قدرت نښو ته اشاره کوي په اوله کې فرمایي: ستاسو ټولو انسانانو چې اوس په نړۍ کې خپاره یئ د وجود سرچینه بې ځانه او مړه خاوره ده . دا ایت همداراز له خاورې د لومړي انسان پیدا کیدو ته هم اشاره کیدلی شي چې د قران په ځینو ایتونو کې راغلې دي او او هم دانسان تغذیې او خوړو ته اشاره کیدی شي چې مواد یې نیغ په نیغه یا په غیر مستقیم ډول له خاروې راوځي نو په دې اساس ویلی شو چې دانسان وجود له خاورې دی .
که انسان د خپل پیدایښت او ژوند سرچینې او اصل ته وګوري چې دنړۍ پالونکي څنګ هغه له بې ځانه او مړې خاورې د هغه د ماغزو ظریف سلولونه پیدا کړې دي چې په علومو او فنونو کې د انسان ټول پرمختګونه دهغه پامته داره دي. هغه خاوره چې ادراک او احساس نه لري په یو معجزه ناک بدلون او بهیر کې په داسې سلولونو بدلیږي چې انسان دهغو په وسیله د ادراک ، احساس او حرکت خاوند ګرځي او دا ډیره عجیبه او حیرانوونکې ده .
درسونه :
۱: د ځان پيژندل د خدای د پیژندلو سریزه ده او انسان د ځمکې په مخ د خپل پالونکي یو بیلګه مخلوق دی.
۲: مونږ ټول انسانان له خاورې یوو او خاورو ته به ستنیږو نو باید بې ارزښته ویاړونه پریږدو او په کبر او غرور اخته نه شو.
او دهغه له نښو دا ده چې ستاسو له خپله جنسه یې ستاسو لپاره جوړې ( میرمنې) پیدا کړې چې دهغوي تر څنګ ارامښت ومومئ او ستاسو په مینځ کې یې دوستي او مهرباني وګرځوله . بې شکه چې په دې کې نښې نښانې دي د هغو کسانو لپاره چې فکر کوي.
د انسان د پیدایښت له بحثه وروسته دا ایت د خدای یوې بلې لویې نښې او ایت ته اشاره کوي یعنې د زوجیت قانون ته او فرمایي: خدای تعالی د هر انسان لپاره یوه جوړه ټاکلې چې د هغه ملګرې او د ژوند په لاره کې دهغه مله وي او دهغې په څنګ کې ارامښت ته ورسیږي. دغه شان پيوند د خدای ورکړې مینې په وجه د ښځې او میړه په مینځ کې پیدا کیږي او په ټول عمر کې له یوه بل سره دهغوی د پيوستون او زړه تړښت سبب ګرځي په یقین سره ددغه پیوند یو مهم او لوی اثر د بچیو زیاتیدل او د انسان د نسل د بقا ضمانت دی . کورنی پيوند او مینه همداراز د ټولنې دجوړیدو او د ټولنیزو مسوولیتونو د منلو بنیاد دی.
درسونه :
۱: ښځه او سړی له یوه جنسه دي ( د ځینو منحرفو او غلطو نظرونو په اپوټه چې ښځه یو پست او پریوتی مخلوق ګڼي، د اسلام له نظره ښځه او سړی له یوه جنسه دي)
۲: په اسلامي تعلیماتو او فرهن کې هغه کورنۍ مطلوبه او د منلو وړ ده چې پکې ښځه او میړه د یو بل د ارامښت سبب وي نه د ټنشن، اضطراب اختلاف او شخړو.
۳: مینه او محبت ښځو او خاوندانو ته دخدای یوه په زړه پورې ډالۍ ده چې د هغوي پيوند تل پاتې او همیشنی ګرځوي.
۴: لکه څنګه چې مینه او محبت د ښځه او میړه د پيوند او پيوستون عامل دی د ګډ ژوند بقا او دوام هم په مینه او دوستۍ پورې تړلی دی.
او دهغه له نښو د اسمانونو او ځمکې پیدایښت او ستاسو د ژبو او رنګونو ډول ډول والی دی ؛ په رښتیا چې په دې چاره کې د پوهانو لپاره نښې نښانې پرتې دي.
دې ایت د اسمان او ځمکې د خلقت تر څنګ د انسان پیدایښت ته اشاره کړې چې انسان پر ځان سربیره خپلې خواوشا نړۍ ته هم وګوري. له ډیرو پرمختللو سپوږمکیو او ټیلي سکوپونو سره سره انسان د اسمان تل او هغه دومره منظومو او کهکشانونو ته نه دی رسیدلی. سره له دې دهغه په عظمت داده دی . ځمکه هم ډیرې حیرانتیاوې لري چې لا یې هم زیات شمیر د انسان لپاره ناپیژندلې پاتې دي د ځمکې په زړه کې ډیرې زیرمې پټې دي د خاورې په تل کې یې تیلو او ګاز او معدنونه او د سمندرونو او دریابونو په تل کې یې ډول ډول اوبژوي او کبان موجود دي چې انسان ورځینې په پراخه توګه استفاده کوي.
دا ایت یو ځل بیا انسان ته ستنیږي او د هغه دوو مهمو ځانګړنو ته اشاره کوي: د ژبو تفاوت او ډول ډول والی چې د مختلفو لهجو او ژبو د پیدا کیدو سبب شوی او د رنګونو تفاوت او اختلاف چې مختلف توکمه انسانان یې جوړ کړې دي. تصور وکړئ که ټول انسانان یو رنګ او د یو شکل وو او غږونه یې هم یو بل ته ورته وو نو له یوه بله به د انسانانو پیژندنه به څنګه کیده؟ یو بچي به څنګه خپله مور د زرګونو هم عمره سړیو او ښځو په مینځ کې پيژندله . او میرمنو او میړنو په څنګه یو بل پيژندل؟
د مخونو او لهجو همدغه تفاوت او فرق له یوه بله د انسانانو د پيژندلو تر ټولو ښه لاره ده . پر دې سربیره که دغه تفاوت او تنوع نه وای د انساني ټولنې ژوند به ډیر ستوماننونکې او یوشان و. کټ مټ همداسې چې تاسو یو ښار ته لاړ شئ او هلته د ټولو ګاډو ماډلونه او رنګونه یو شان وي.
درسونه :
۱: تجربي علوم له طبیعت او فطرت د لا زیاتې استفادې لپاره له انسان سره په مرستې سربیره ، باید په قادر او حکیم خالق د انسانانو د باور او یقین د زیاتیدو سبب هم شي.
۲؛ د پوهانو او ساینس پوهانو له نظره رنګونه او ژبې د پالونکي د عظمت له نښو دي خو جاهل کسان دغه تفاوتونه د یو بل د مسخره کولو او سپکولو او یا پر یو بل د فخر او ویاړ سب ګڼي.
۳: هره ژبه د ځان لپاره اصالت او ارزښت لري نو هیڅوک حق نه لري نور توکمونه ، قامونه او ژبې مسخره کړي او یا یې سپکاوی وکاندي .
پای.