Jul 28, 2020 06:38 Asia/Kabul

p-731-room-ayaat-27-29 د روم سورې ژباړه او تفسیر

p-736-room-ayaat-27-29

 

هغه ، هغه ذات دی چې د خلقت پیلوي، بیا یې  ستونی،(او نوی کوي یې) او دا کار هغه ته  لا آسان دی، او په اسمانونو او ځمکه کې تر ټولو لوی صفت  او مثال  دهغه دی او هغه وسیال او حکیم دی.

  په تیرو څو برخو کې ، قران مجید   په هستۍ کې د خدای ځینو ایتونو او نښو ته اشاره وکړه، هغه ایتونه  چې د خدای  تعالی د بې پایه  قدرت او حکمت څرګندویې دي. دا ایت په دوام کې  معاد ته هم اشاره کوي او فرمایي:  هماغه خدای  چې خلقت یې پیل کړی قادر دی چې  دا مخلوق په قیامت کې دوباره راستون کړي.

سره له دې چې د خدای تعالی لپاره  هیڅ یو کار تر بله زیات اسان یا سخت نه دی او د سختۍ او اسانۍ تصور زمونږ انسانانو لپاره دی  چې ډیر محدودیتونه لرو خوخدای تعالی په دغه ایت کې زمونږ انسانانو په ژبه خبره کړې  چې منل یې زمونږ انسانانو لپاره اسان وي  نو ځکه فرمایي: کله چې په تاسو انسانانو کې د یو شي دوباره جوړول او پنځول  تر لومړي ځل جوړولو اسان دي  نو خدای چې هیڅ محدودیت نه لري او د ټولو کمالاتو څښتن آیا د دغه کار طاقت نه لري؟

درسونه :

۱: د خدای تعالی صفتونه د انسان تر تصور او بیانه لوړ دي او هیڅوک او هیڅ شی ورسره د پرتلې وړ نه دی  هغه له  ټولو اړخونو تر مخلوقاتو لوړ دی.

۲: الهي حکمت اقتضا کوي چې له مرګه وروسته یو بل جهان موجود وي او د انسان برخلیک په مرګ سره ختم نه شي.

 

  خدای تعالی ستاسو لپاره په خپله له تاسو مثال راوړی دی. آیا مریان مو په هغه څه کې چې ستاسو روزي کړې مو دي له تاسو سره شریکان دي  چې په  هغه ( مال کې سره) برابر وئ، او لکه څنګه چې له یو بله  (او خپلو شریکانو) ویره لرئ ، له هغوي  هم وویریږئ؟ مونږ دغه شان خپل ایتونه دهغو کسانو لپاره چې  له عقله کار اخلي  په تفصیل سره بیانوو.

مشرکانو له خدای سره داسې څه شریکول چې دخدای مخلوق وو خو هغوی یې د نړۍ په چارو کې د قدرت خاوند او اغیزمن ګڼل. دا ایت د مشرکانو د دغه غلط تصور د نفي لپاره   له انسانانو یو مثال راوړی او فرمایي:  که تاسو مریان او غلامان ولرئ  آیا هغوی ته په خپل مال کې د تصرف حق ورکوئ؟ ایا هغوي په خپل مال کې شریک ګڼئ چې حق ولري  ستاسو مالونه هغه شان چې په خپله یې خرچ کوئ ، هغوی هم پکې تصرف وکړي؟ نو دا څنګه خبره ده چې تاسو خپل مملوک او مریان په خپل مال کې شریک نه ګڼئ خو د خدای مخلوقات چې ټول د خدای مملوک دي  له هغه سره په یوه لیکه کې او برابر ګڼئ او هغوی ته حق ورکوئ چې دخدای په کار کې دخالت وکړي او د خلقت په نظام کې هغوی ته د مختلفو چارو د ترسره کولو نسبت ورکوئ.

 که ستاسو مملوک او مریان ستاسو شریکان وي نو د خدای مخلوق هم دخدای په کار کې شریکیدلی شی! خو که تاسو دا نه منئ چې ستاسو مملوک ستاسو د شریک په شان بې  اجازې ستاسو په مال کې تصرف وکړي نو بیا څنګه منئ چې د خدای مخلوق  د هغه له  اجازې پرته په هغه څه کې چې په خدای پورې اړوند دي دخالت او تصرف ولري؟

درسونه :

 ۱: ضمیر د انسان تر ټولو ښه قاضي دی ، مونږ چې له خپل ځان سره ورته انسانان په دې وجه چې زمونږ تر لاس لاندې یا مو مزدوران یا مریان دي له ځان سره شریک نه ګڼو نو څنګه هغه څیزونه یا کسان چې له خدای سره هیڅ ورته والی او شباهت نه لري او دخدای مخلوق هم دي  د خدای په لیکه کې وشمارو او له هغه سره یې شریک وګڼو؟

۲:  د قران ایتونه د عقل او منطق په اساس  له انسان سره خبرې کوي او همیشه انسانان له عقل او فکر کار اخستلو ته بلي.

 

 

هو، کومو کسانو چې ظلم وکړ ، بې له علم او پوهې یې  د خپلې هوی او هوس پيروي وکړه . نو څوک چې خدای ګمراه کړې ، څوک یې هدایتولی شي؟ او د هغوی لپاره به هیڅ مرستندویه او ملګری نه وي.

 

د تیر ایت په دوام کې خدای تعالی یو مثال راوړی چې په عقل او منطق سره د منلو وړ دی  دا ایت فرمایی:  کوم کسان چې  دخدای لپاره د شریکانو قایلیږي، له عقل او منطقه لرې شوې  او په خپلو نفساني خواهشاتو او غوښتنو اخته شوې دي. هغوي بې له دې چې علمي دلیل ولري  شرک یې کړی او په نتیجه کې یې په ځان ډیر لوی ظلم کړی دی.

 کومو کسانو چې عقل او علم پریښی او د خپلو خواهشاتو پیروي کوي د هغوي د کار نتیجه دا ده چې ګمراه کیږي او د هغوی هدایت ته هیڅ هیله نیشته  ځکه چې د هدایت لپاره ضروري ده چې انسان په حقایقو د پوهیدو لپاره  له عقل او منطقه کار واخلي چې انسان علم او پوهې ته رسوي خو کوم کسان چې نه غواړي  حقیقت درک کړي او یوازې خپلو نفساني خواهشاتو ته رسیدل غواړي داسې کسان د عقل تابع نه دي بلکې د زړه د آرزوګانو او  غوښتنو تابع دي  انسان چې تر څو دغه شان وي،  لاره نه مومي او څوک هم ورسره مرسته نه شي کولی، مګر دا چې په  خپله وغواړي  له نفساني غوښتنو لاس واخلي او د عقل لارې ته ستون شي.

درسونه :

۱: د توحید له نیغې لارې هر ډول کږیدل په  ځان یو ډول ظلم کول دي  او په اسلام کې په ځان ظلم کول  پر نورو تر ظلم کولو کم نه دي  ځکه چې دا  ظلم په خدای او په پیغمبر د ظلم سبب کیږي.

۲: له خدای سره شریک ګرځول چې نن سبا  د بودیزم او هندویزم په شان مکتبونو کې د ډول ډول  بوتانو ، او انساني او حیواني مجسمو د عبادت او پالنې په شکل کې  ترسره کیږي ، په نوي زمانه کې د انسان د جاهلیت نښه ده . نننی انسان  په ټولو چارو کې په عقل او علم سره پر مخ ځي خو د هستۍ د خالق او سرچینې په هکله په خپلو عقیدو کې  په جهل او خرافاتواخته دی.

پای