سوره روم ۵۰ - ۵۴
p-737-room-ayaat-50-54 د روم سورې ژباړه او تفسیر
p-742-room-ayaat-50-54
نو دخدای درحمت (باران) آثارو ته وګوره چې څنګه ځمکه له مرګه وروسته ژوندۍ کوي بې شکه هم هغه د مړو ژوندی کوونکی دی او هغه په هر څه وسیال دی.
او که یو باد درولیږو چې پرې (پټي) زیړ شوې وویني نو له دې وروسته ناشکره کیږي.(او کفر کوي)
په تیره برخه کې مو د باد او باران او د ځمکې او د مخلوق په تاندوالي او تازګۍ کې دهغه د رول په هکله څو ټکي بیان کړل دا ایتونه فرمایي: باد او باران د خدای په امر عمل کوي او اثار یې هم د هغه په لاس کې دي که هغه وغواړي همدا باد و باران د رحمت سبب کیږي او هغه ځمکه چې په ژمي کې مړه شوې وي د سپرلي په باد و باران سره دوباره ژوندۍ او ښیرازه کوي او که اراده وکړي نو همدغه باد سوزوونکی او تاوان رسوونکی ګرځولی شي چې ټول فصل او کروندې وچې کړي او شنې پاڼې د مني د زیړو پاڼو په شان په ځمکه وغورځیږي.
باد او باران د اسنان او د نورو مخلوقاتو په ژوند کې ډیر زیات برکتونه او اثار لري ، د ونو او بوټو شین والی د هوا او موسم صفایي ، د چینو او کویانو ډکیدل ، د سیندونو ورانیدل او د هوا او موسم د تودوخې انډولیدل د دغه لوی الهي رحمت د اثارو یوازې یو څو نمونې دي. . خو باید یوازې په دغه طبیعي عواملو او ښکارندو پورې محدود نه شو بلکې باید خپل نظر له دې مادي نړۍ ورهاخوا له مرګه وروسته دنیا ته هم وکړو او یقین پیدا کړو چې خدای تعالی دا طاقت لري چې په قیامت کې هم مړي راژوندي کړي او هغوي ته نوی ژوند وبخښیي.
درسونه:
۱: قران ، باران د خدای رحمت ګڼي چې د دغه خاورینې کرې د استوګنو او په خپله د ځمکې د ژوند سبب ده .
۲: باران او د ځمکې دوباره ژوند د قیامت په راوستلو او د مړو په بیا ژوندي کولو کې د خدای د قدرت نښه ده .
۳: کم ظرفیته انسان له ترخو پیښو او ستونزو سره په چلند کې خپل دین او ایمان له لاسه ورکوي او کفر کوي.
( د هغوی زړونه مړه دي)نو ته (خپله بلنه) مړو ته نه شې اورولی، او خپله بلنه کڼو ته چې مخ اړوي نه شي اورولی .
او ته له ګمراهیو د ړندو هدایتوونکی نه یې او یوازې خپله خبره دهغو کسانو غوږ ته رسوې چې زمونږ په ایتونو ایمان راوړي(او د حق په وړاندې) تسلیم دي.
دا ایتونه خلک په څلورو ډلو ویشي:
لومړۍ ډله هغه کسان دي چې په ظاهره ژوندي دي خو په هیڅ حقیقت نه پوهیږي او ایمان نه راوړي.
۲: دوهمه ډله هغه کسان دي چې د پيغمبرانو د بلنې منلو ته چمتووالی نه رلي ، هغوی د حق له خبرې مخ اړوي او ځان ته ډډې ټه کوي.
دریمه ډله هغه کسان دي چې د حق د لیدلو سترګې نه لري او په ګمراهۍ کې ډوب شوې دي.
او څلورمه ډله هغه مومنا دي چې په خپلو سترګو او غوږونو د حق په اوریدلو او منلو پسې دي او کله چې په حق پوه شي په وړاندې یې تسلیم وي.
د ایتونه ښیي چې د قرآن په لغت او فرهنګ کې له جسمي ژوند او مرګه پرته انسانان د روح مرګ او ژوند هم لري ډیر داسې کسان شته چې په ظاهره مړه دي خو د قرآن له نظره ژوندي دي لکه د حق په لاره کې شهیدان . او کیدی شي ډیر داسې کسان وي چې په ظاهره ژوند وي خو د قرآن له نظره مړه دي ځکه چې په ګمراهیو کې ډوب دي او ځانونه یې د الهی هدایت له نوره بې برخې کړې دي.
درسونه :
۱: که انسان د حقیقت د منلو چمتووالی ونه لري ، حتی د خدای د پاک پیغمبر خبره یې هم په زړه اثر نه کوي.
۲: یوازې د سترګو غوږونواو عقل لرل کافي نه دي ، مهمه د حق د منلو روحیه ده چې له مونږ سره مرسته کوي انسان حق واوري او وې مني.
۳: له حق سره ضد او دښمني او ورته شا کول انسان په ژورې او خطرناکې ګمراهۍ کې غورځوي چې ورځنې د ستنیدو امکان کم دی.
۴: د الهي پیغمبرانو او د دین د پیشوایانو دنده د خلکو هدایت او نصحیت دی نه دا چې هغوی دحق منلو ته مجبوره کړي.
۵: یوازې ایمان او د زړه باور او یقین کافي نه دی بلکې په عمل کې خدای ته تسلیمیدل هم لازم دي.
خدای هغه دی چې تاسو یې له ناتوانۍ وپنځولئ بیا یې له ناتوانۍ وروسته ، پیاوړي کړئ بیا یې له توانمنۍ او طاقته وروسته کمزورې او بوډاګان کړئ هغه چې هر څه وغواړي پيدا کوي یې او هغه پوه او وسیال دی.
دې ته په پام سره چې د دغه سورې محور د خدای د نعمتونو او د توحید د نښو بیان دی ، دا ایت د له پیدایښت تر مرګه د انسان د ژوند مختلفو پړاوونو ته اشاره کوي او فرمایي: د زوکړې په وخته تر څو کاله انسان ډیر کمزوری او ناتوانه وي خو د ځوانۍ عمر ته په رسیدلو سره پیاوړی او مزبوت شي خو په بوډا توب کې بیا کمزوری شي دا پړاوونه خدای ټاکلې او تاسو پکې رول نه لرئ. .
که خلقت د انسان په خپل اختیار کې وای هیچا نه غوښتل چې بوډا او کمزوری شي او د هغه جسماني طاقتونه کم شي نو د ځوانۍ طاقت او توان هم د انسان په خپل لاس کې نه دی چې وې ساتي او بوډا او کمزوری نه شي.
درسونه :
۱: د انسان پیل او پای ، کمزوري ده ، څوک چې د دغه دوو کمزوریو په مینځ کې وي باید په خپل طاقت مغروره نه شي ، همداراز دې ته په پام سره چې انسان د توان او طاقت یوه لنډه شان موده لري ، باید د هغې یعنې د ځوانۍ په قدر پوه شي او ترې ډیره ښه استفاده وکړي.
۲: د انسان د کمزورۍ او طاقت مرحلې د خدای لخوا په یو حکیمانه پروګرام سره جوړې شوې او په دې کې د هغه لوی ذات حکمت پټ دی.