Jul 29, 2020 06:00 Asia/Kabul

p-744-luqman-ayaat-7-11 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر

p-745-luqman-ayaat-7-11

 

او کله چې زمونږ ایتونه هغه ته ولوستل شي، په کبر او غرور سره مخ اړوي، ته وا هغه یې نه دي اوریدلې، [یا] ته وا  غوږونه یې درانه دي نو  هغه ته د درناک عذاب زیری ورکړه.

د تیرې برخې په وروستي ایت کې  خدای تعالی وفرمایل چې ځینې کسان د باطلو او چټي خبرو په خپرولو سره خلک مشغولوي  چې هغوی د حق لور ته لاړ نه شي او د حق له منلو پاتې شي. داسې کسان حتی د قران د ایتونو اوریدلو ته تیار نه دي نو  فکر به پکې لا څه وکړي   چې که منطقي وي نو وې مني. البته  له حقه د دغه مخ اړولو علت  د هغوی کبر او غرور دی  هغوی ځانونه د پیغمبر او مومنانو لوړ ګڼي  او د هغوی دخبرو اوریدلو ته تیار نه دي.

 طبیعي ده چې دغه شان روحیه انسان  راغورځوي او  د خدای په عذاب یې ککړوي.ځکه چې  کفر یې د کبر او غرور له امله دی  نه د جهل او د خدای له ایتونو د ناخبرۍ له امله.

درسونه :

۱: استکباري خوی د حق او حقیقت د منلو خنډ دی او انسان ګمراهۍ او ګړنګ ته بیایي.

 ۲: د باطلو اوچټي خبرو اوریدل  له انسانه د حق خبرې د اوریدلو او منلو روحیه او زمینه اخلي.

 

  بې شکه کومو کسانو چې ایمان راوړی  او نیک کارونه یې کړې دي، د هغوی لپاره  (دجنت) له نعمتونو ډک باغونه دي.

او په  هغه کې تل پاتې دي، دا د خدای حقه وعده ده او هغه عزیز ( ماته نه خوړونکی) او حکیم دی.

 

 البته ومو ویل داسې کسان شته چې د حق د خبرې په ځای  په باطلو خبرو پسې ځي ، دغه شان کسان کفر دودوي او اخر هم د خدای په سخته سزا اخته کیږی خو د دوي په اپوټه داسې کسان هم شته چې   په خدای او قیامت په ایمان او دنیکو کارونو په کولو سره  لویې الهي بدلې او اجرونه لاسته راوړي.

کوم کسان چې د قرآن ایتونه په دقت او ځیرتیا سره لولي او اوري یې او پکې فکر کوي  او د پوهې او شعور له خې ایمان راوړي هغوی د هستۍ د خالق په وړاندې د تکبر کولو په ځای  د خدای او دهغه ذات اوامرو ته تسلیمیږی او  له بندګانو سره په تواضع او خاکسارۍ سره چلند کوي خدای تعالی دغه شان کسانو ته د تل پاتې جنت وعده ورکړې او د خدای دغه وعده قطعا پوره کیدونکې ده ځکه چې هغه عزیز او حکیم  دی. نه د خپلې وعدې له پوره کولو عاجزه دی او نه هم چاته چټي وعده ورکوي.

درسونه :

 ۱:  یوازې ایمان او یا یوازې نیک عمل انسان جنت ته نه بیایي  . بلکه هغه ایمان فایده لري چې عمل هم ورسره وي او انسان ابدي سعادت ته رسوي.

 ۲: جنت د خدای تعالی د ډول ډول نعمتونو کور  دی که هغه مادي نعمتونه وي او که معنوي، نو ځکه هلته به ستړیا، ستوماني او خپګان نه وي.

۳: مونږ باید د خدای تعالی په وعدو او اجرونو یقین ولرو او  هغه د خلکو له وعدو سره پرتله نه کړو ځکه چې ی د خلکو وعدې کیدی شي دروغ وي یا یې له کولو ناتوانه وي.

 

 

 او اسمانونه یې بې له داسې ستنو چې وې وینئ  وپنځول او په ځمکه کې یې کلک غرونه ټک وهل چې (ځمکه) تاسو ونه خوځوي او په هغه کې یې هر ډول خزندګان  خپاره کړل او له اسمانه مو اوبه راواستولې او پکې مو هر  قسم ښه  او ارزښتناک بوټي وټوکول.

دا د خدای خلقت دی نو ماته یې  وښیئ  هغوي چې له خدایه پرته دي ( او تاسو یې له خدای سره شریک ګڼئ) څه یې پیدا کړې دي؟ بلکې ظالمان په ښکاره ګمراهۍ کې دي.

 

د ایتونه  په خلقت کې دخدای د قدرت پینځو نښو ته اشاره کوي،  د هر ډول ستنو پرته چې په سترګو ولیدل شی د اسمانانو او کهکشانونو  د لوی نظام  ټینګښت، د دومره لویو او عظیمو غرونو پیدا کول چې د ځمکې  د ثبات او ارامښت عامل دي،  په وچه ، سمندر او اسمان کې د ډول ډول خزندګانو  خلقت، د باران نازلول او د بوټو زرغونول  ټول په یو شي دلالت کوي او  دا د خدای بې پایه قدرت دی چې  هیڅ شی او هیڅ څیز یې په کارونو کې شریک نه دی.

  په دغو ایتونو نه کتل کیدونکو ستنو ته اشاره شوې چې په خپلو مدارونو کې د اسماني اجرامو او کرو د  استقرار او د هغوی تر مینځ د انډول د  ټینګیدو سبب دي. په دغو ایتونو کې همداراز  له لړزیدو د ځمکې په ساتلو کې د غرونو رول ته اشاره شوې. دا د قران د علمي معجزو څو بیلګې دي . په زړه پورې دا ده چې دغه خبرې په هغه زمانه کې شوې چې  لا  انسان له دغو مسایلو بیخي خبر نه و.

 په هستۍ کې د خدای تعالی  له ښکاره نښو سره سره  په افسوس سره ځینې کسان  د ناپوهۍ له مخې یا د غلطو اخستونونو او افکارو په وجه  ځینې څیزونه یا کسان  له خدای سره شریک ګڼي او فکر کوي دغه کسان یا څیزونه د هغوي په برخلیک کې اغیزشیندونکي دي ته وا خدای د دې نړۍ  کارونه هغوي ته سپارلې دي.

 نو ځکه ایت په دوام کې فرمایي هغه کسان چې تاسو یې له خدای سره شریکا ګڼئ د طبیعت او خلقت د کوم یو شي په پیدا کولو کې د خدای شریکان دي؟ ایا  دوي د یو مچ او ماشي د پيدا کولو توان لري ؟ نو اسمانونه او بوټي به څه پیدا کړي.

ایتونه په پای کې دغه فکر او عقیده  په ځان او خدای ظلم ګڼي   چې انسان هغه شی چې خدای پيدا کړی د خدای شریک وګڼي او د خدای د عبادت په ځای د غیر خدا عبادت وکړي.

 درسونه

۱: په اسمان کې د میلیاردونو ستورو ، سیارو او کهکشانونو  ځوړندوالی   هم د خالق د قدرت نښې دي او هم د قران د معجزه والي دلیل  چې  دغه کار د نه لیدل کیدونکو ستنو کار ګڼي چې  په نن زمانه کې ورته د جاذبې ځواک ویل کیږي.

۲:  اوبو، خاوره ، بوټي او طبیعت د خدای په نزد ارزښت لری ، انسان باید  ژواک چاپیریال ارزښتمن وګڼي او له دغه لوی الهی نعمتونه په ډیره ښه توګه استفاده وکړي.

 ۳: د خدای پيژندلو یوه لاره  د خپل ځان او دنورو د قدرت پرتله کول دي.

۴: کوم کسان چې له خدایه پرته  په بل چا پسې ځی ، په ظلم او زیاتي اخته کیږي ، هغه ظلم چې د انسان د ګمراهۍ سبب ګرځي.

 پای

          ----------------