سوره لقمان ۱۲-۱۳
p-744-luqman-ayaat-12-13 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر
p-746-luqman-ayaat-12-13
او په رښتیا چې مونږ لقمان ته حکمت ورکړ چې د خدای شکر ادا کړي او څوک چې شکر وکړي د ځان لپاره یې کوي او څوک چې ناشکري وکړي (خدای ته تاوان نه رسوي ځکه چې) خدای بې نیازه او ستایلی دی.
دا ایت او ورپسې څو نور ایتونه د حضرت لقمان او خپلو بچیانو ته دهغه د نصیحت په باره کې دي. د هغه څه په اساس چې د قران له ایتونو او روایتونو لاسته راغلې لقمان پیغمبر نه و خو یو ډیر غوره او هوښیار انسان و چې خدای ورته حکمت ورزده کړی و. حکمت داسې بصیرت دی چې د الهی معرفت په سیوري کې لاسته راځي او اثار یې د انسان په وینا او عمل کې ظاهریږي. د ژبې ، خیټې او شهوت کنټرول، امانتداري، تواضع او له چټي او لغوه کارونو ډډه کول له هغو چارو دي چې په انسان کې د حکمت د پیدا کیدو زمینه برابروي البته د حکمت مقام ته رسیدل یوازې له حضرت لقمان سره مخصوص نه دي او د روایتونوله مخې هر مومن انسان چې په خپله وینا او عمل کې صادق او خالص وي خدای تعالی ورته دغه لوی مقام ورکوي.
سره له دې چې د لقمان نصیحتونه هغه خبرې دي چې خدای تعالی نیغ په نیغه هم په قرآن کې بیانولې شول خو دغه نصیحتونه یې د د لقمان له خولې خپل زوي ته بیان کړې دي چې هم زمونږ لپاره د حکمت واقعي معنا څرګنده شي او هم نورو ته په نصیحت او لارښوونه کې زمونږ دنده او فرض .
خپل بچي ته د لقمان سپارښتنې په دوو خبرو کې رالنډیږي : یو سنجیده او سمه خبره کول او په کورنیزو او ټولنیزو اړیکو کې سم او سنجیده عمل کول او بل په ژوند کې د خدای تعالی د اوامرو ترسره کول ، دا ده د حکمت معنا او واقعي حکیم هغه دی چې دغه دوه ځانګړنې ولري او خلک هم هغه ته وبلي.
طبیعي ده چې دغه شان مرحلې ته رسیدل او د دغه شان لوی نعمت لاسته راوړل ډیر شکر او مننه غواړي ، واقعي شکر او مننه ، په خپل ځای کې د هر نعمت استعمالول دي چې ګټه یې دوباره په خپله انسان ته رسیږي او د هغه د لوړاوي او ترقۍ او تکامل سبب ګرځي لکه څنګه چې له نعمتونو ناوړه او بې ځایه استفاده د نعمتونو کفران او ناشکري ده . حتی که انسان په ژبه د خدای ذکر او تسبیح هم ووایي. ځکه چې په ژبه شکر او په عمل کې کفران او ناشکري هیڅ فایده نه لری بلکې د تاوان سبب کیږي او تاوان یې په خپله انسان ته رسیږي نه خدای ته .
درسونه :
۱: عام انسانان که سم چاري، پاک او د ښه او غوره عمل خاوندان وي د خدای لطف او مهرباني یې په نصیب کیږي او حکمت ته رسیږي که څه هم ډیر د علم لوړې درجې ونه لري.
۲: د انسان د عمل ګټه او تاوان په خپله هغه ته ستنیږي ، همداراز د خدای تعالی د نعمتونو شکر او یا ناشکري هم انسان ته ورګرځي نه خدای ته.
او (یاد کړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوي ته، په داسې حال کې چې نصیحت یې ورته کاوه، وویل: ای زویه! له خدای سره هیڅ شی شریک مه ګرځوه په رښتیا سره چې شرک ډیر لوی ظلم دی.
خپل زوي ته د لقمان لومړی نصیحت له شرکه ډډه کول او ځان ساتل دي. که هغه په عقیده کې شرک وي او که په عمل کې . بت پالنه او د لمر ، ستور سپوږمۍ او حتی حیواناتو عبادت په تاریخ کې په مختلفو قامونو کې دود و . ډیر کسان د جهل او ناپوهۍ له امله تصور کوي چې دغه بې روحه څیزونه او یا ځینې روح لرونکي څیزونه د انسان په ژوند او برخلیک کې تاثیر او اغیزه لري نو ځکه د نړۍ او انسان د چارو په چلولو کې د هغوي لپاره د ربوبیت او مدیریت قایل دي او د هغوی عبادت او پرستش کوي.
ډیر مومنان هم چې د خدای په یووالي عقیده لري ، بې له دې چې له خدایه پرته د بل چا په وړاندې سر په سجده شي په عمل کې مشرکان دي هغوی د دولت او طاقت بندګان دي او خپلو دغو غوښتنو او ارمانونو ته درسیدلو لپاره هر جرم او غلط کار کوي.
لقمان حکیم چې د شرک په افتونو او تاوانونو خبر دی مخکې له دې چې خپلې اخلاقي موعظې او سپارښتنې پیل کړي خپل زوی له هر ډول شرک او له خدای سره له شریک ګرځولو منعې :وي او هغه ډیر لوی ظلم ګڼي داسې ظلم چې تاوان یې اول په خپله انسان ته رسیږي بیا د خدای رسولانو او دین ته .
په زړه پورې ده چې دغه ایت په غیر مستقیم ډول د بچیانو په ښوونه او روزنه کې د والدینو دنده هغوی ته د سمو عقیدو ورزده کول بیانوي البته د بیان طریقه هم مهمه ده د نصیحت او مشورې طریقې طریقه تر آمرانه او د حکم ورکولو تر لحنه ډیره موثره او ګټه وره ده او بچیان یې زر او ښه مني. په تیره بیا که په دغه طریقه کې جذباتي او د مینې او احساس له الفاظ استفاده وشي لکه ای زما بچیه، ای خوږه زویه او داسې نور.
درسونه :
۱: ټول انسانان نصیحت ته اړتیا لري. د قران د ایتونو او روایتونو له مخې کله کله به امام علي (ع) خپلو ملګرو ته فرمایل: « ماته نصیحت وکړئ ځکه چې په اوریدلو کې داسې اثر دی چې په پوهیدلو کې نیشته»
۲: مونږ باید د بچیانو د تربیت او نصیحت طریقه له لویانو او حکیمانو زده کړو چې په دې لاره کې کم له خطا سره مخامخ شو.
۳: له خپلو بچیانو غافله کیدل نه دي پکار، بچي همیشه د مور او پلار نصحیت او موعظې ته اړتیا لری د بچیانو د تربیت یوه ډیره ښه لاره هغه ته د شخصیت او درناوي ورکول ، له هغه سره مینه ناک سلوک او په مینې سره خبرې دي.
پای.