Jul 29, 2020 05:00 Asia/Kabul

p-744-luqman-ayaat-14-16 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر

p-744-luqman-ayaat-14-16

او مونږ انسان ته دهغه د پلار او مور په هکله سپارښتنه وکړه. مور  یې هغه  حمل کړ په داسې حال کې چې هره ورځ کمزورې کیده او (د پیو ورکولو او) له پیو د پرې کولو موده  دوه کاله ده. ( هغه ته مو سپارښتنه وکړه چې) زما او دخپل پلار او مور  شکر وباسه ځکه چې د (ټولو) جاروت زما په لور دی.

 

 په تیره برخه کې مو خپل بچي ته د لقمان نصیحتونه پيل کړل . دا ایت او ورپسې ایت یعنې څوارلسم او پینځلسم ایتونه    د یوې معترضه جملې په شان دي  چې خدای تعالی  د لقمان د نصیحتونو په منیځ کې راوړې دي.  دې ته په پام  سره چې لقمان خپل بچي ته د پلار په توګه  نصیحت کاوه او هغه یې له شرکه منعې کاوه ، په دغو دوو ایتونو کې خدای تعالی اول بچیانو ته د والدینو ارزښت وریادوي  او بیا د بچیانو په دیني تربیت کې د والدینو رول  ته راګرځي.

 دا ایت فرمایي:  خدای تعالی د مور او پلار دواړو په هکله سپارښتنه کړې ده ځکه چې خدای بچیان د هغوی له لارې پنځوي او دواړه د بچي د نطفې په غوټه کېدو کې رول لري البته د نطفې له غوټه کېدو وروسته  نه میاشته د حامله توب موده او دوه کاله د پیو ورکولو موده د مور په غاړه ده  چې  بچي ته د خپل وجود  برخه ورکوی  او هغه په مورنۍ مینې او  محبت سره لویوي.  نو ځکه د ایت په دوام کې خدای تعالی د مور دغه کړاوونو او زحمتونو ته چې  د هغې بدن او روح ته ډیر فشار او دباو رسوی  او دهغې د سستۍ او کمزورۍ سبب کیږي اشاره کوي چې خپلې مور ته لا زیاته توجه وکړئ. په هر حال پر دې سربیره چې  مونږ باید د خدای د نعمتونو شکر وباسو  ضروري ده چې   د خپل پلار او مور د وجود او زحمتونو منندویي هم ووسو.

درسونه :

۱: د مور پلار درناوی  یو انساني  حق دی نو بچی باید  له خپلو کافرو والدینو سره هم احسان وکړي او حق نه لري د هغوی بې احترامي او بې عزتي وکړي.

۲:  په اسلامي کلتور او لغت کې مور  ډیر ځانګړی مقام لري  ځکه چې  د بچي لپاره لا ډیر زحمت ګالی  او د هغه په ژوند او بقا کې  زیات رول لري.

۳:  په ټولو حالونو کې د خدای حق د والدینو پر محق لوړاوی او مخکېتوب لری او والدینو ته د انسان توجه باید   مونږ  له خدایه چې زمونو ټولو خالق دی غافله نه کړي.

 

او که هغو دواړو (مور او پلار) هڅه وکړه  هغه څه چې ته پرې علم نه لري  له ما سره شریک وګرځوې نو دهغوی خبره مه منه، خو  په دنیا کې له هغوی سره نیک سلوک کوه او  د هغه چا د لارې پیروي کوه چې  زما لورته ستنیږي. (اخر) د ټولو جاروت  زما په لور دی. نو زه به تاسو له هغه څه چې کول مو خبر کړم.

 

  د تیر ایت په دوام کې دا ایته بچیانو ته خبرداری ورکوي چې  له مور او پلار سره  ښه سلوک ته سپارښتنه باید  له هغوي فکری خپلواکي وانه خلي  او د دې سبب نه شی چې بچیان هر څه چې مور او پلار یې وایي بې له چون او چرا ومني او په پټو سترګو د خپلو پلرونو نکیونو د رسومو او آدابو منونکي شي.

 ښایي داسې میندې او پلرونه وي چې د هغوي عقیدې غلطې او انحرافي وي او هڅه کوي بچیان یې هم هغه غلطې  نظریې ومني خو خدای تعالی چې د انسان پنځوونکی دی  اجازه نه ورکوي چې  بچی د کورنۍ د عاطفي او جذباتي اړیکو په وجه د والدینو غلطه عقیده ومني که څه هم مور او پلار خپه شي او بچی له کورنۍ وباسي.

ایت په دوام کې فرمایي:  سره له دې که مور او پلار کافر یا مشرک وو  له هغوی سره همیشه ښه سلوک  او غوره چلند پکار دی ، بچیان په هیڅ ډول حالاتو کې حق نه لري  له والدینو سره اړیکې غوڅې کړي  بلکې تر هغه وخته چې ژوندي دي باید له هغوي سره ښه سلوک او ناسته پاسته ولري او له هغوی سره له هر ډول تندخوي او یا بې احترامۍ ډډه وکړي،  د دغه والدینو حساب کتاب دې خدای ته پریږدي  ځکه چې هغه له ټولو حالاتو او  چارو خبر دی او ضروري ده چې بچیان د والدینو په خلاف له هر ډول اقدامه ډډه وکړی. 

  درسونه :

۱: د والدینو اطاقت مشروط دی نه مطلق، د هغوی غوښتنه  او حکم تر هغې اعتبار او ارزښت لري چې د خدای له حکم سره په ټکر کې نه وي.

۲: د ملي فرهنګ ، دود دستور او یا نورو عناوینو په نامه د نیکونو د ادابو او رسومو پیروي  په هغه بڼه کې ارزښت لري چې له عقل او شرعې سره په ټکر کې نه وي که نه وي له تیرو کسانو به ړوند او بې منطقه تقلید دی چې هیڅ ارزښت نه لري.

 ۳: د اسلام له نظره  له غیر مسلمو سره ګډ سوله ایز ژوند په هغه بڼه کې روا دی چې د دغه ګډ او سوله ایز ژوند او راشه درشه په وجه  مسلمانان د هغوی د عقیدو او ارزښتونو تر اثر لاندې رانه شي او دهغوی د کلتور پیروي ونه کړي.

 

 ای بچیه که ستا (عمل)د غوښت د یوې دانې هومره  وي او  په یو کاڼي کې دننه  او یا په اسمانونو او ځمکه کې وي،خدای تعالی به یې (په قیامت کې د حساب لپاره) راوړي ، ځکه چې خدای تعالی دقیق او پوه دی.

 

معمولا انسان چې کله د ښو او بدو کارونو حساب کتاب کوي نو لوی کارونه ګوري  او له وړو کارونو غفلت کوي او تیریږي ترې په داسې حال کې چې د همدغه وړو کارونو بیا بیا تکرار د لویو کارونو زمینه برابروي . له همدې امله د انسان په برخلیک کې د وړو کارونو اثر تر لویو کارونو کم نه دی.

د ایت یو ځل بیا  خپل بچي ته د لقمان  نصیحتونو ته ورګرځي  او د حضرت لقمان له خولې د بندګانو په عمل کې د خدای تعالی ځیرنې او دقت ته اشاره کوي او وایي: ای بچیه !  ستا کار که وړوکی وي او که لوی ، ښکاره وي او که پټ، د خدای لپاره یې فرق نیشته  حتی  په ډیرو پټو ځایونو کې ډیر واړه کارونه هم د خدای له نظره پټ نه دي  خدای تعالی به په قیامت کې د هغه کار حساب کتاب کوي او د هغه په بنیاد به تاته سزا یا جزا در کوي

درسونه:

 ۱: د قیامت محکمې آو حساب کتاب ته پام اړول او بچیانو ته یې وریادول  د والدینو یوه دنده ده .

۲: خدای تعالی د انسان په وړو او لویو عملونو خبر دی  په قیامت  او د خدای تعالی له خوا په دقیق حساب کتاب د انسان ایمان د هغه د اصلاح سبب ګرځي.

۳:  د انسان عمل له مینځه نه ځي بلکې په خپله عمل او آثار یې د قیامت تر ورځې له انسان سره وي.

 پای