Jul 29, 2020 05:00 Asia/Kabul
  • سوره لقمان ۱۷-۱۹

p-744-luqman-ayaat-17-19 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر

p-748-luqman-ayaat-17-19

ای زویه! لمونځ قایم کړه او (خلکو) ته د ښو کارونو  امر کوه  او له بدو کارونو یې منعې کوه او په هغه (سختیو او مصیبتونو) چې تاته رسیږي، صبر کوه  ځکه چې دا په کارونو کې د کلک عزم لپاره (ضروري) دی.

 

 په تیرو ایتونو کې مو خپل بچي ته د حضرت لقمان علیه السلام  ځینو نصیحتونو ته اشاره وکړه. په اعتقادي بنیادونو له تاکیده وروسته  په دې ایت کې لقمان  ډیرو ښو عبادي او ټولنیزو  مسایلو ته اشاره کوي او خپل بچي ته فرمایي: د توحید له منلو وروسته   ستا لومړۍ دنده د خدای تعالی عبادت او  له هغه سره لمنځ او تسبیح یې دي  چې د لمانځه په شکل کې ترسره کیږي  لمونځ تا له خدای سره پیوندوي  او ستا په زړه کې ایمان کلکوي.

البته یوازې لمونځ کافي نه دی او دا چې یوازې خپل فکر کوې هم بسنه نه  کوي بلکې  باید نور خلک هم ښو کارونو او غوره چارو ته وبلي چې  په ټولنه کې ښیګړې دود شي، له بدیو سره باید  مبارزه وشي او پرې نه ښودل شي چې په ټولنه کې بدۍ خپرې او پخې شي ، په طبیعي ډول  په ټولنه کې شتون پیدا کول  او د هغې په څنګ کې د ښیګړو د دودولو او  د بدیو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅه  یو لړ سختۍ او ستونزې هم له ځان سره لري  ځکه چې په بدکاره کسان په هر ممکن شکل  له حق سره مخالفت کوي  خو مومن انسانان باید  له ستونزو او ناخوالو سره د مخامخیدو په وخته  میدان خالي نه کړي بلکې ټینګ او ثابته قدمه د حق په لاره کې هڅه وکړي  چې هڅې یې نتیجه ورکړي.

 درسونه :

۱: الهي مقصد ته د رسیدلو لپاره کلکه اراده او هوډ  په خدای د ایمان له  لوازماتو دي  او بې له دې هیڅ کار نتیجه نه ورکوي.

۲:  لمانځه ته د بچیانو بلل او بیا  په دې خبره ټینګار  د بچیانو په هکله د والدینو یوه دنده ده .

۳:  باید خپل بچیان په دې ډول وروزو چې د ټولنې د مسایلو په وړاندې د مسوولیت احساس وکړي او د ټولنې د بدو او سپکو کارونو  په وړاندې بې پروا پاتې نه شي.

 

 او خپل مخ ( په کبر سره) له خلکو مه اړوه  او  په ځمکه په کبر او غرور سره مه ګرځه ،  بې شکه چې خدای هیڅ کبرجن ویاړخرڅوونکی نه خوښوي.

  په دې ایت کې حضرت لقمان  ځینو بدو اخلاقي کارونو او سلوکونو ته اشاره کوی او خپل زوی له دغو کارونو منعې کوي کبر اوغرور او ځان خوښونه  چې  په اصل کې د  ځان لوړ ګڼلو نتیجه ده  د ډیر ټولنیزو  کارونو  سرچینه ده  په دغه ایت کې د دغه غلطو اخلاقو او کړنو دوو  بیلګو ته اشاره شوې ده:

یو د نورو  د وړوکې ګڼلو   لپاره   نورو ته بې پامي او دهغوي سپکاوی دی، ځینې کسان  نوم او مشهورتیا  یا مال او دولت ته د رسیدلو په وجه په دغه شان اخلاقو اخته کیږي  هغوي ګمان کوي چې ذاتا تر نورو لوړ دي.

یو بل ټکی چې لقمان  ورته اشاره کوي په خلکو کې  په لاره د تللو څرنګوالی دی. ځینې کسان د تواضع او خاکسارۍ په ځای  داسې په کبر او غرور سره په لاره ځي  ته وا د ټولو  خلکو باداران او   سرداران دي او نور باید د هغوي په وړاندې عاجزه او متواضع وي.

 درسونه :

۱:  له خلکو سره ښه او په ورین تندي سلوک  خپلو بچیانو ته د حضرت لقمان  یوه سپارښتنه ده. خدای تعالی  د دغه حکیمانه نصیحت په یادولو سره  په حقیقت کې  ټولو خلکو ته ددغه غوره کار سپارښتنه کوي.

۲: مور او پلار باید له هماغه وړوکوالي بچیان داسې تربیت کړي چې  په ډول ډول اخلاقي ناروغیو لکه کبر او غرور اخته نه شي.

 

او په لاره په تګ  کې مینځ لاری اوسه او اواز دې ټیټ ساته  ځکه چې تر ټولو ناخوښ غږ د خرونو غږ دی.

 

لقمان  له دوو اخلاقي  بدیو د خپل بچي له منع کولو وروسته  په دغه ایت کې هغه ته د دوو ښو اخلاقي کارونو سپارښتنه کوي او وایي:   د ژوند په لاره کې په تګ  کې له اعتدال او مینځ لارۍ کار اخله  د ژوند په سړک مه خو افراط او تند روي کوه او په  تفریط او سستۍ او پرکالۍ اخته کیږه.  مه ګړند ځه او مه غړند بلکې  په طبیعي ډلو او معتدل حرکت کوه.

 نه یوازې په رفتار او تګ کې بلکې په ګفتار او وینا کې هم د اعتدال خیال ساته  مه ډیرې ورو او کرار خبرې کوه  چې نور یې وانه اوري او مه دومره چغې وهه چې نور وځوروې، داسې ګمان مه کوه چې خلک ستا په لوړ غږ خوشالیږي  او په دې  وجه ستا خبرې مني.  د خلکو په نزد تر ټولو بد  اوناخوښ غږ د خره دی ځکه چې تر طبیعي  حده لوړ دی.

 درسونه : 

۱: یو شی چې ضروري دی والدین یې خپلو بچیانو ته وښیي   په لاره تګ او خبرو کولو کې د ټولنیزو ادابو خیال ساتل دي .

۲:  له افراط او تفریطه ډډه کول او په   کارونو کې په میانه روۍ او اعتدال پابندي   هغه  چارې دي چې خدای تعالی یې په قرآن کې یادونه او سپارښتنه کړې ده .

۳:  چغې سورې وهل او د  غږ لوړول د خدای په نزد یو غندلی او ناخوښ کار دی ، باید خپل غږ ټیټ واستو  له بې ځایه چغو سورو ډډه وکړو   او نرم او ارام بیان  ولرو.   

 

 پای.