Jul 29, 2020 05:00 Asia/Kabul

p-744-luqman-ayaat-25-28 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر

p-750-luqman-ayaat-25-28

 

او که  له هغوي وپوښتې چې چا اسمانونه او ځمکه پیدا کړې؟  ضرور به ووایي: خدای! ووایه: ستاینه او مننه خدای لره ده  خو زیاتره کسان نه پوهیږي.

هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي د خدای دي بې شکه خدای  هماغه بې نیازه ستایل شوی دی.

دا ایت د عامو انسانانو منجمله بت پالو مشرکانو له خوا د عامو انسانانو یوې ډیرې څرګندې منل شوې خبرې ته اشاره کوي او فرمایي: که له هغوي پوښتنه وکړې چې چا دا نړۍ پنځولې بې له ځنډه وایي چې  خدای! ځکه چې ټول انسانان په فطري ډول پوهیږي چې  هغوی په خپله ځان نه شي پیدا کولی نو نړۍ او مخلوقات به څه پیدا کړي حتی بت پرسته مشرکان هم اعتراف کوي چې  بوتان د هغوی او د نړۍ پیدا کوونکي نه دي بلکې د  نړۍ د چارو په تدبیر کې د خدای شریکان دي.

ایتونه په دوام کې د مشرکانو د دغه اقرار په اساس وایي : که خدای د نړۍ پنځوونکی دی نو د ټولو مخلوقاتو پالونکی او د ټولې هستۍ واکمن هم هغه دی او له ستاینه او مننه او ورپسې عبادت او پرستش هم باید یوازې دخدای لپاره وي نه د نورو څیزونو یا کسانو لپاره.

 درسونه :

۱: مشرکان د خدای د خالقیت منکران نه وو بلکې دهغوی د انحراف او بې لارۍ سبب  د بوتانو عبادت او له  هغو د شفاعت غوښتل وو.

۲: د خدای پيژندل یوه فطري چاره ده حتی مشرکان هم د خدای خالقیت مني.

۳: ډیر انحرافات او ګمراهۍ د جهل او ناپوهۍ نتیجه ده. د پيغمبرانو او دخدای د ولیانو حرکت او پاڅون د خلکو د خبرولو او د هغوی د ګمراهۍ او بې لارې توب د مخنیوي لپاره دی.

 

او که هغه ټولې ونې چې د ځمکې په مخ دي قلمونه شي او سمندرونه (سیاهي)  او بیا اوه نور سمندرونه هم  د هغو مرستې ته راشي ( او رنګ  شي) د خدای د کلماتو (لیکنه) به ختمه نه شي په رښتیا چې خدای عزیز او حکیم دی.

 دا ایت د هستۍ او مخلوقاتو عظمت ته اشاره کوي او فرمایي: د هستۍ او کایناتو په باره کې د انسان علم ډیر محدود دی ځکه چې که سمندرونه رنګ او سیاهي شي او ونې قلمونه  د خدای د مخلوقاتو او کاینانو شمیرنه نه شي کولی.

  په انساني نړۍ کې کلمات د مطالبو بیانوونکي دي خو په دې ایت کې له الهي کلماتو مطلب د دې هستۍ ډول ډول مخلوقات دي چې ټول د پالونکي د بې پایه علم او قدرت ښودونکي دي . معمولا پوهان د خپلو مطالبو د لیکلو لپاره له کاغد او قلمه کار اخلي  چې خپل علم بیان کړي  خو  د خدای تعالی علم  هیڅ حد او پوله نه لري تر دې چې  که ټولې ونې قلم او ټول سمندرونه سیاهي شي بیا هم د هستۍ په کتاب کې د  خدای د علم د لیکلو توان  نه لري. هغوي د خدای مخلوقات، د خدای مهربانۍ او بې پایانه نعمتونه نه شي شمیرلی.

 درسونه :

۱: هستي او مخلوقات تر  هغه حده  ډیر لوړ او عظیم دي چې انسان پرې تر اوسه پوه شوی دی. نړۍ ته باید  په محدود او وړوکي نظر  ونه ګورو ځکه چې دا کار ساده اندیشي او لنډ فکري ده .

۲: د هستۍ ټولې ښکارندې او مخلوقات د نړۍ په واحد پالونکي ګواهي ورکوي باید پام ولرو او د جعلي او خیالي معبودانو عبادت ونه کړو ځکه چې د هغوی علم  ، عزت او حکمت یوازې د یوازیني خدای له لورې دی.

 

د خدای په نزد ستاسو ټولو پنځول او راپاڅول، نه دي مګر د یو کس ( د پنځولو او پاڅولو) په شان. بې شکه خدای اوریدونکی کتونکی دی.

د  تیر ایتو په دوام کې چې د هستۍ او د خدای د مخلوقاتو سترتوب یې بیان کړ دا ایت د خدای تعالی بې پایه طاقت ته اشاره  کوي او فرمایي: د هغه د قدرت  په نزد د  یو انسان او یا په ټول تاریخ کې د درستو انسانانو پنځول یو شان دي او د خدای د بې پایه قدرت په وړاندې سختي آساني یا کمی زیاتی هیڅ معنا نه لري.

 نه یوازې په دې جهان کې د انسانانو پنځول بلکې په قیامت کې د هغوی راپاڅول هم  د قادر خدای لپاره اسان  دي  دا چې خدای وغواړي هغه ټولو انسانان چې د تاریخ په اوږدو کې مړه شوې په یو ځای په قیامت کې راژوندي کړي د هغه لپاره ډير اسان کار دی زمونږ د محدود علم او قدرت له نظره د ډیر شمیر پينځول ګران کار دی خو د خدای لپاره د  شمیر کمی یا زیاتی څه فرق نه کوي.

ایت په دوام کې فرمایي: هغه نه یوازې د انسانانو د دوباره پنځولو طاقت لري بلکې په دې دلیل چې اوریدونکي او لیدونکی دی دټولو بندګانو له کارونو خبر او پرې پوه دی او د خپل علم په اساس بندګانو ته سزا یا جزا ورکوي.

 درسونه :

۱: وخت او ځای یا شمیر د انسانانو لپاره معنا لري خو د الهي علم او قدرت په وړاندې  د یو مخلوق شمیر  او یا یې زماني او مکاني عناصر هیڅ  اثر نه لري  د مثال په توګه د هغه لپاره د یو انسان یا د یو میلیارد انسانانو پیدا کول هیڅ فرق نه کوي او ټول کارونه د هغه لپاره اسانه دي.

۲: که پوه شو چې خدای تعالی زمونږ ټولې خبرې اوري  او زمونږ ټول کارونه ویني نو په خپلو کارونو کې به له زیات دقت او ځیرتیا کار اخلو او د ګمراهۍ امکان به کم وي.

پای.