سوره لقمان ۲۹-۳۲
p-744-luqman-ayaat-29-32 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر
p-751-luqman-ayaat-29-34
آیا ودې نه لیدل چې خدای شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننباسي او لمراو سپوږمۍ یې تسخیر کړې ده چې هر یو په خپل خاص وخت کې په حرکت کې دي؟ بې شکه خدای په هغه څه چې کوئ یې خبر دی.
دا په دې خبره دلیل دی چې خدای حق دی او هغه څه چې دوي یې، بې له خدایه بلي باطل دي او بې شکه خدای د لوړې مرتبې خاوند او لوی دی.
په تیره برخه کې په هستۍ کې د خدای تعالی پراخ علم او قدرت ته اشاره وشوه چې په قیامت کې د انسان په بیا پنځولو کې د هغه ذات په پراخ قدرت یو دلیل و دا ایتونه د دغه قدرت یوې بلې بیلګې ته اشاره کوي او پیغمبر او مومنانو ته په خطاب کې فرمایي: په کال کې د ورځې او شپې اوږدیدل چې څلور موسمونه، ژمی، اوړی ، سپرلی او منی له ځان سره لري د خدای تعالی له لورې د ځمکې د تسخیر نښه ده په حقیقت هغه ذات په خپل تدبیر سره په ورځې کې دغه بدلونونه راولي او او دا د علمي معلوماتو له مخه د حساب کتاب وړ دي.
ایت په دوام کې فرمایي: نه یوازې ځمکه د خدای په تسخیر کې ده بلکې لمر او سپوږمۍ هم چې د ځمکې او د ځمکې د خاوندانو په ژوند کې ډیر اثر لري په دې ډول پلان شوې چې د ځمکې د مخلوقاتو بوټو حیواناتو او انسانانو د ژوند لپاره لازم شرایط په مناسب ډول برابر وي.
د دوي د تسخیر دلیل دا دی چې دغه شرایط همیشه باقي نه پاتې کیږي بلکې تر هغه وخته دي چې خدای یې وغواړي او کله چې د خدای په اراده قیامت راشي د نړۍ موجود نظام به ګډ وډ او ختم شي.
درسونه:
۱: د خدای د پيژندلو یوه لاره په طبیعت او هستۍ په اسرارو کې مطالعه ده او قران په دې روده تاکید لري.
۲: د نړۍ نظام او د اسماني اجرامو او ستورو حرکت یو خاص مهال ویش او نظام لري . د دې نړۍ یو انجام او پای ده چې خدای ورباندې خبر دی.
۳: خدای تعالی یو ثابت او پایداره حقیقت دی او هستي یا کاینات له هغه سرچینه اخلي او بې له هغه هر څه چې دي ناپایه او فاني دي.
آیا نه وینې چې کشتۍ د خدای په نعمت سره په دریابونو کې روانې دي چې خدای د (خپل قدرت) ځینې نښې تاسو ته وښيی؟
بې شکه په دې چاره کې د هر صابر او شکر کوونکي لپاره نښې نښانې پرتې دي.
او کله چې یوه (څپانده) څپه د تیرو ورځو په شان هغوی پټ کړي نو خدای په دین کې په اخلاص سره بلي او کله چې هغوی وچې ته ورسوي او وې ژغوري، ځینې د اعتدال لاره خپله کړي (او ځینې د انحراف) او بې له ناشکره تړون ماتوونکو بل څوک زمونږ د نښو انکار نه کوي.
د تیرو ایتونو په دوام کې دا دوه ایتنه په نړۍ او انسان کې د خدای دوو نښو ته اشاره کوي او فرمایي: د اوبو لپاسه د کشتیو حرکت او له دې لارې د مالونو او مسافرو وړل راوړل د خدای د قدرت له نښو دي . په نننۍ نړۍ کې د ګاډو ، ریل ګاډو او الوتکو په شان له ډیرو وسایلو سره سره اوس هم ډیر سامان د کشتیو په وسیله لیږدول کیږي ځکه چې په دریابونو کې پراخې لارې وړیا دي .
دریابونه د ځمکې د مختلفو برخو تر مینځ تر ټولو د لویې شاهراه په توګه د نړۍ مختلفو ځمکې او لرې لرې وطنونه له یو بل سره ګنډي . دریابونه د یو نرم قالین په شان د انسان د خدمت لپاره غوړیدلې او د انسان په خدمت کې یې له وچې او اسمانه سیالي وړې ده.
د دریاب د نعمت له یادولو وروسته قران یوې پیښې ته چې په دریابونو کې رامینځته کیږي او د فطري خدای پيژندنې نښه ده اشاره کوي او فرمایي: کله چې په سمندر کې توپان راشي او بوږنوونکې او ویرونکې څپې د کشتۍ لپاسه راواړوي او هر لوري ته یې بیایي دکشتۍ خلک چې ځانونه د مرګ او تباهۍ په درشل کې ویني په دغو شرایطو کې سورلۍ له دې چې څوک راشي او هغوی وژغوري هیله نه غوڅوي خو په ناآګاهانه ډول داسې طاقت او قدرت ته متوجې کیږي چې کولی شي هغوی له دغه بوږنوونکي حالته وژغوري نو په ډیر خلوص سره خدای بلي او یوازې له خدایه مرسته غواړي.
البته ناشکره انسانان کله چې پیښه او خطره لرې شي او هغوی له خطره وژغورل شي او غاړې ته ورسیږي نو هغه ذات چې دوي بللی و او نجات یې ورکړی و هیروي او ښایي دهغه انکار هم وکړي سره له دې ډیر داسې کسان شته دي چې د دغه شان حالت په راتګ سره خپل رب او پالونکي ته متوجې شي او له خطره له ژغورنې وروسته بیا دخدای په لاره روان شي او د دوي ایمان پایداره او همیشنی دی.
درسونه:
۱: ښکارندو او مسایلو ته په باید په عام نظر ونه ګورو ، دریابونه او سمندرونه او د هغو طبیعي ښکارندې ټولې دخدای له ایتونو او د خدای د پيژندلو له لارو ګڼل کیږي.
۲: انسان فطرتا خدای پيژاندی دی خو مادي اسباب او وسایل دهغه په فطرت پرده اچوي ، د مشکلاتو او پیښو راپیدا کیدل او په نتیجه کې یې له عادي اسبابو د هیلې غوڅیدل د انسان له فطرته پردې لرې کړي او خدای ته د انسان د خالصانه پام او توجه سبب کیږي.
۳: د ځینو کسانو ایمان دایمي او همیشنی دی او د ځینو وقتی او موسمي.
ای خلکو! د خپلو پالونکي پروا وکړئ او وویریږئ له هغه ورځې چې هیڅ پلار به د خپل بچي او هیڅ بچی به د پلار په کار رانه شي، بې شکه دا د خدای حقه وعده ده . نو د دنیا ژوند دې تاسو ونه غولوي او غولوونکی (شیطان) تاسو دخدای په (بخښنه) تیر نه باسي.
بې شکه د قیامت له وخته یوازې خدای خبر دی او هغه دی چې باران نازلوي او هغه څه چې د (میندو) په رحمونو کې دي پرې خبر دی او هیڅوک نه دي خبر چې سبا به څه لاسته راوړي او هیڅوک نه دي خبر چې په کوم وطن به مري، بې شکه خدای پوه او خبر دی.
په دغو ایتونو کې چې د لقمان سورې وروستي ایتونه دي عامو خلکو ته په ژوند کې د تقوا سپارښتنه شوې او د هغې د دلیل په بیان کې وایي: د دنیا په اپوټه چې د کورنۍ غړي په ستونزو کې د یو بل مرسته کولی شي او د یو بل مشکلات هوارولی شي په قیامت کې هیڅوک د نورو بوج په خپلو اوګو نه وړي او له یو بل سره د مرستې امکان نیشته نو مه په کورنیزو اړیکو غره کیږئ او مه د دې تمه لرئ چې بې له نیک عمله به درباندې د خدای لطف او مهرباني وشي او هسې په هسې به جنت ته لاړ شئ په قیامت کې د انسان معامله له خدای سره ده په ټولو غیبي چارو خبر دی منجمله د قیامت په وخته د انسان د مرګ په وخت او د میندو په خیټو کې د بچیانو په حالت. د یادولو ده چې د میندو په خیټو کې د بچیانو په هکله د خدای علم یوازې دهغوي په نر یا ښځه والي پورې نه دی محدود د بچي استعدادونه، روحیات، اخلاق او نور داسې په سلګونو معلومات پکې شاملیږي چې انسان ورته لاسرسی نه لري او یوازې خدای پرې خبر دی . په هر صورت انسان باید دا خیال ونه کړي چې خدای د هغه له پټو کارونه ناخبره دی.
درسونه :
۱: په قیامت کې حسب او نسب په کار نه راځي کله چې زوی او پلار د یو بل په کار نه راځي نو د نورو خبره خو معلومه ده .
۲: د قیامت واقع کیدل حتمی او ارو مرو دي که څه هم مونږ یې په وخت نه یوو خبر ، لکه څنګه چې د هر انسان مرګ ضرور راتلونکی دی خو هیڅوک یې له ځایه او وخته نه دي خبر او یوازې خدای په دغو چارو خبر دی.
۳: دنیا غولوونکې ده او انسان د قیامت له یاده غافله کوي.
پای.