سوره سجده ۱-۶
p-752-sajdah-ayaat-1-6 د سجده سورې ژباړه او تفسیر
p-752-sajdah-ayaat-1-6
ګلونو اوریدونکو په تیره برخه کې مو د الله په فضل لقمان سوره پای ته ورسوله سر له ننه سجده سوره درته پیلوو دا د قرآن مجید دوه دیرشمه سوره ده او ایتونه یې په مکې کې نازل شوې دي.
د بخښونکي مهربان خدای په نامه
الف لام میم.
د دغه کتاب نازلیدل چې هیڅ شک پکې نیشته، د نړیوالو د پالونکي له لوري دی.
آیا هغوي وایي چې : (محمد) دا په دروغه جوړ کړی دی؟ (داسې نه ده) بلکې هغه حق دی ستا د پالونکي له لوري؛ چې هغه قام چې تر تا مخکې ورته کوم ویروونکی نه دی راغلی، وویروې، ښایي هدایت شي.
سجده سوره یوه له هغه نه ویشتو سورو ده چې په اول کې یې مقطعه حروف راغلې دي. د بقرې سورې په شان چې په الف لام میم سره پیل کیږي دا سوره هم په همدغو حروفو سره پیل شوې ده. ورپسې ایت ښیي چې دغه حروف د قرآن له نزول سره اړه لري؛ او دهغه کتاب د سترتوب او عظمت ښودنه کوي چې له همدغه عربي الف باوو جوړ شوی دی خو د دغه کلماتو انتخاب او سمون په دې ډول دی چې هیڅ انسان د هغه په شان د یو کتاب د جوړولو توان نه لري.
هغه کتاب چې له حقه یې سرچینه اخستې او بې له حق او حقیقته پکې بل څه نه دي راغلې. البته مخالفان او منکران چې د هغه منلو ته تیار نه دي پيغمبر تورنوي چې دغه ایتونه یې له ځانه جوړ کړې دي او په خداي پورې یې تړلې دي . په داسې حال کې چې هغه مخلوق ته د خبرداري له ورکولو او ویرولو پرته بل هدف نه لري چې خلک د غلطو او سپکو کارونو له انجامه چې هغوی یې کوي وویروي ښایي له پلیتیو او بدیو په لرې کیدو سره نیغې لارې ته هدایت شي.
درسونه:
۱: که څه هم منکران غواړي په قرآن کې شک او شبهه پیدا کړي خو د قرآن په حقانیت کې هیڅ شک نیشته ځکه چې دا د نړۍ د پالونکي له لورې دي.
۲: قرآن د تشریع کتاب دی د دغه کتاب سرچنیه او پنځوونکی هماغه د دغه کایناتو پنځګر او خالق دی.
۳: له بې لاریو او کوږوالي د خلکو د لرې کولو لپاره هغوي ته خبرداری ورکول د پیغمبرانو یو اصلي هدف دی.
خدای ، هغه ذات دی چې اسمانونه او هغه څه چې په مینځ کې یې دي ، په شپږو ورځو کې پیدا کړل، بیا په عرش واکمن شو. ستاسو لپاره له هغه پرته بل ملګری او شفاعت کوونکی نیشته، آیا نه یې رایادوئ؟
تیر ایتونه د خدای له لوري د قرآن د نزول په هکله وو خو دا ایتونه د خدای تعالی له خوا د هستۍ خلقت ته اشاره کوی لکه څنګه چې د قرآن په نزول کې خدای شریک نه لری او د دغه کتاب ټول ایتونه د هغه له لوري دي د هستۍ په خلقت کې هم خدای تعالی هیڅ شریک نه دی لرلی او په ځمکه اړو اسمان کې د هستۍ ټولې برخې د هغه په ارادې پنځول شوې دي.
لکه څنګه چې د پیغمبر د رسالت په درې ویشتو کلونو کې د قرآن ایتونه تدریجا نازل شوې د نړۍ خلقت هم په تدریجي شکل او په شپږو پړاوونو کې شوی دی چې البته ممکنه ده په دې هرې یوې ورځې زیات وخت اخستی وي.
په افسوس سره باید ووایو چې ډیر انسانان د خدای خالقیت او حاکمیت ته پام نه کوي او مخلوقات په خدایۍ نیسي او هغوي خپل سرپرستان یا شافعان ګڼي په داسې حال کې چې بې دخدای له ولیانو چې دهغه په اذن او اجازه به شفاعت کوي هیڅوک او هیڅ کس د انسان شفاعت نه شي کولی او د ګناهانو د بخښل کیدو او یا د الهي نعمتونو د لاسته راوړلو واسطه نه شي ګرځيدلی .
درسونه :
۱: د هستۍ دچارو تدبیر د هماغه ذات په لاس کې دی چې هغه یې پنځولې ده. په بله ژبه داسې نه ده چې خالق او پنځګر، هستي په خپل حال پریښې وي او یا یې مخلوقاتو ته ورسپارلې وي.
۲: انسان تذکر او د نعمتونو وریادولو ته اړتیا لري که نه وي په غفلت او هیرې اخته کیږي.
خدای، (د دې نړۍ) امر له اسمانه تر ځمکې تدبیروي، بیا به په هغه ورځ چې اندازه یې له هغو کلونو چې تاسو یې شمیرئ زر کاله ده، د هغه په لور وخیږي.
هغه په پټو او ښکاروه و پوه (او) عزیز او رحیم دی.
د خدای له لورې د هستۍ د نظام د تدبیر په باره کې د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایتونه یو ځل بیا تاکید کوي او فرمایي: ټوله هستي له اسمانه نیولې تر ځمکې پورې د هغه په تدبیر چلیږي او له هغه پرته په نړۍ کې بل مدبر نیشته نه یوازې د دې نړۍ چارې تدبیروي بلکې ستاسو ټول کارونه ا و کړنې به هم په قیامت کې دهغه لور ته ورګرځي او هیڅه د هغه د علم او قدرت له ولکې بهر نه دي.
له هغه ورځې چې د انسان په نزد د زرو کلونو برابره ده مطلب د قیامت ورځ ده هر هغه څه چې د دې نړۍ تر پایه به پيښیږي په هغه ورځ به د خدای په در کې وړاندې کیږي او خدی د خپل بې نهایته علم په اساس چې د ټولو چارو په پټو او ښکاره و خبر دی او د خپل عزت او رحمت په بنیاد له بندګانو سره چلند کوي.
درسونه
۱: نړۍ خالق او مدبر یو دی او واقعي توحید د خدای لوري ته د ټولو چارو جاروتل دي لکه څنګه چې په خلقت کې هر څه د هغه له لورې دي د چارو تدبیر هغه له هغه او د هغه په لور دی.
۲: د نړۍ او په نړۍ د واکمنو چارو تدبیر د خدای تعالی د بې نهایته علم په اساس دی .
۳: خدای تعالی له هر څه خبر دی که هغه پټ وي او که ښکاره ، ټول هغه ته یو شان دي.