Aug 01, 2020 11:06 Asia/Kabul

p-752-sajdah-ayaat-26-30 د سجده سورې ژباړه او تفسیر

p-757-sajdah-ayaat-26-30

آیا هغوی ته نه ده روښانه شوې چې مونږ   له هغوي مخکې ډیر( قومونه او) قبیلې تباه کړې، سره له دې چې  د هلاک شویو کسانو په کورونو کې  تګ راتګ کوي؟ البته په دې  چاره کې (عبرتونه او) نښې دي. ایا هغوی نه اوري؟

په تیره برخه کې خدای تعالی وعده وکړه چې  د مظلومانو انتقام به له ظالمانو اخلی . دا ایت هغوی ته په خطاب کې فرمایي:  آیا دا ستاسو د هدایت لپاره کافي نه ده چې وینئ  او پوهیږئ چې مونږ ډیر تیر ګناهګار قامونه هلاک کړې دي او تاسو دهغوي به کنډوالو کې ګرځئ؟ د عاد او ثمود  د قام کنډوالې د مکې او شام په لاره کې پرتې وې  او د مکې خلک به په خپلو تجارتي سفرونو کې له هغو تیریدل. داسې  ټاټوبي چې په یوه  زمانه کې پکې ډیر پیاوړي او شتمن قامونه اباد وو خو د ګناه ظلم  او فساد په وجه به بلا او مصیبت اخته شول او دهغوی د تمدن ټغر ټول شو.

 ته وا د دغو قامونو کنډوالو  په زغرده  اعلان کاوه او مسافران یې عبرت او پند اخستلو ته بلل خو چا غوږ نه اچاوه او دغو غږونو ته یې پام نه کاوه .

درسونه :

۱: د تیرو قامونو پاتې اثار مخکې له دې چې د تصویر اخستلو او فلم جوړولو لپاره  وي  باید  د تیرو خلکو له برخلیکه د عبرت اخستلو ځای وي .

 ۲: تیر  وخته د راتلونکي لپاره د لارې مشال دی  په دې شرط چې انسان په پرانستو سترګو او غوږونو سره د تیرو وختونو پیښې وڅیړي او مطالعه یې کړي او له هغو عبرت واخلي.

۳: که غوږونه اوریدونکي وي  غلې او پرېښودل شوې کنډوالې هم  زمونږ لپاره پیغام لري.

 ۴:د تیرو خلکو د اثارو او  کنډوالو ساتنه د راتلونکو د عبرت اخستلو لپاره ضروري ده.

 

آیا ویې نه لیدل چې مونږ اوبه  د وچې ځمکې په لور بیای، نو د هغې په وسیله  کروندې راټوکوو چې چارپایان او په خپله ترې وڅښي؟  نو آیا تاسو نه وینئ.

د تیر ایت په دوام کې چې  په مجرمانو دخدای د قهر خبره یې کوله  دا ایت  په ټولو مخلوقاتو د خدای پراخ رحمت ته اشاره کوي او  فرمایي:  آیا نه وینئ چې خدای تعالی څنګه  وچو او شاړو ځمکو ته اوبه رسوي  چې د هغوی د شین کیدو او ابادیدو سبب شي.او د انسانانو او حیوانانو د ژوند لپاره مناسب خواړه برابر شي؟

  حقیقت دا دی چې  په ځمکه کې  ټیټیو هسکو او غرونو رغونو لکه غونډیو او درو ته په پام سره د ځمکې ډیرو سیمو ته  له سمندره د اوبو رسولو امکان نیشته  پر دې سربیره چې د سمندرونو او دریابونو اوبه تروې او ترخې دي او د څښلو امکان یې نیشته.

خدای تعالی د لمر په وسیله د اوبو په تبخیرولو او په وریځو د هغو په بدلولو سره  دواړه ستونزې حل کړې دي، په دې ډول چې وریځې د بادونو په تګ سره حرکت کوي او د ځمکې په وچو برخو د باران په شکل کې وریږي  پر دې سربیره  د اوبو د بړاس کید واو بخاریدو په  بهیر کې د سمندر د اوبو تریووالی او تریخوالی ختمیږي او د ځمکې استوګنو ته رڼې او خوږې اوبه رسیږي . دا یو لوی نعمت دی چې مونږ ټول یې وینو خو د خدای عظمت ته پام نه کوو په داسې حال کې چې  په طبیعت او فطرت کې د اوبو منظم بهیر  د ځمکې په مخ د مخلوقاتو د ژوند په دوام کې  اساسي رول لري.

درسونه :

 

۱:  د انسان او حیوانانو ژواک چاپیرل او شنه فضا او ماحول د خدای پيژندنې ډیر ښه کلاس دی البته که زده کوونکي یې د خدای د پيژندلو او معرفت په لټه کې وي.

۲:  له سمندرونو او دریابونو په لرو سیمو کې  د وریځو حرکت او د باران ورښت  اتفاقي نه دی بلکې د پالونکي په حکیمانه ارادې سره دی.

 ۳: د باران د ورښت او د بوټو د ټوکیدو نظام  دخدای له ایتونو او نښو دی او باید پکې ځیر شو.

  

 او هغوی وایي که تاسو رښتیا وایئ نو دا کامیابي به (چې وعده یې ورکوئ) کله رارسیږي؟

ووایه د بري په ورځ به د هغو کسانو ایمان راوړل چې کفر یې کړی،  هغوی ته څه ګټه ونه رسوي او هغوی ته به مهلت ورنه کړی شی.

 نو له هغوی مخ واړوه  او په تمه اوسه ځکه چې هغوی هم په تمه دي.

 

دا ایتونه چې د سجدې سورې وروستي ایتونه دي د تیرو ایتونو په دوام کې فرمایي:  کافرانو او مشرکانو به همیشه د خدای له پيغمبره اوریدل چې حق به پر باطل بری مومي او خدای د ایمان خاوندانو ته دا وعده ورکړې ده نو ځکه به هغوی په ټوکو او مسخرو سره پيغمبر او مومنانو ته ویل : دا وعدې چې تاسو یې راکوئ او وایئ چې خدای به له مجرمانو غچ اخلي او د غاړې له خلاصیدو وروسته  به یې هلاک کړي ، کله رارسیږي؟  دا سزا چې تاسو یې وعده کوئ  چې په دنیا کې به پر مونږ راځي  کله ته تحقق مومي؟

خدای تعالی دهغوی په ځواب کې فرمایي:  هغه ورځ به راشي خو ګمان مه کوئ چې که تاسو په هغه ورځ ایمان راوړئ نو درځنې وبه منل شي  او یا به تاسو ته مهلت درکړی شي، په هغه ورځ به  د ستنیدو او جبران لپاره هیڅ فرصت نه وي.

  د سجدې سورې وروستی ایت امر کوي چې  له دې ضدي کسانو چې په حق پوهیږي خو  په  هغه پورې د ټوکې کولو اراده لري  ډډه وکړئ او هغوی ته ووایئ : تاسو په تمه اوسئ چې خدای تعالی زمونږ او ستاسو تر مینځ فیصله وکړي. 

 درسونه :

۱: کله کله یوه پوښتنه په حقیقت د پوهیدلو لپاره نه وي بلکې د مسخره کولو او خندا لپاره وي.

۲: د اضطرار او مجبورۍ په حالت کې ایمان راوړل ارزښت نه لري ځکه چې له انسانه اختیار او اراده اخستل کیږي.

۳: کله چې استدلال او موعظه ګټه نه کوي نو باید له بې لارې او منحرفو کسانو ډډه  او لرې والی وکړو.

دوستانو د قران مجید د سجدې سوره همدلته پای ته رسیږي په بل پروګرام کې به که خدای کول احزاب سوره درته پیل کړو تر هغې مو په لوی خدای سپارو