Aug 02, 2020 05:06 Asia/Kabul

p-764-ahzaab-ayaat-26-31 د احزاب سورې ژباړه او تفسیر

p-764-ahzaab-ayaat-26-31

 خدای تعالی له اهل کتابو (یهودیانو) هغه کسان  چې د هغوی (مشرکانو) ملاتړ یې کاوه، له خپلو پیاوړو کلاګانو راښکته کړل او د هغوي په زړونو کې یې ویره او وحشت واچوه.  په دوي کې ځینې  تاسو وژل او ځینې مو اسیرول.

او د هغوی وطن او کورونه اومالونه  او (همداراز) هغه ځمکه چې  پکې مو ګام ایښې و ستاسو په واک کې درکړل او خدای د هر څه وس لري.

  په تاریخي روایتونو کې راغلې دي چې  په مدینې ښارې کې د یهودو د قام دریو قبیلو ژوند کاوه  بنی قینقاع، بنی نضیر او بنی قریظه

 چې درې واړو یې له مسلمانانو سره د ګډو سوله ایز ژوند تړون درلود.  دوو لومړیو قبیلو  په دوهم او څلورم هجري قمري کال خپل تړون مات کړ او د مسلمانانو په خلاف یې یو لړ اقدامات وکړل چې په نتیجه کې له مدینې وشړل شول . خو بنی قریظه طایفه لا هم په مدینه کې وه ، دوي د هجر په پینځم کال  د مکې له مشرکانو او د مدینې دخواو شاه د ځینو قبایلو لخوا  د احزابو په جنګ کې   له دغو قبیلو سره هم تړوني شول . په دغه جنګ کې  له بني قریظه سره هم تړونو مشرکانو ماته وخوړله  او یهودیانو له ویرې خپلو کلاګانو ته پناه یوړه .

 پیغمبر اکرم (ص) ته دخدای له خوا امر وشو چې  د دغه تړون ماتوونکي ټولګي کار ورختم کړي.  نو مسلمانانو د بني قریضه کلا کلابنده کړه  او له څه وخت وروسته هغې ته ورننوتل. په دغه پيښه کې  یو شمیر یهودیان چې مقابله یې کوله ووژل شول  خو اکثره یې مسلمانانو ته تسلیم شول  او وسلې یې په ځمکه کیښودلې.  او په نتیجه کې  تړون ماتوونکي یهودیان د مدینې له ښاره  وشړل شول. دغه جنګ  له اقتصادي نظره  د مسلمانانو لپاره ډيرې ولجې له ځان سره لرلې منجمله  په هغو کې د کرهڼې ځمکې او باغونه شامل وو چې په مسلمانانو کې وویشل شول.

درسونه :

۱: اسلام له غیر مسلمو سره د ګډ سوله ایز ژوند سپارښتنه کوي البته تر هغه وخته چې  هغوی هم په سوله او مینې سره   له مسلمانانو سره ژوند وکړي  نه دا چې د اسلام له دښمنانو سره ملګرتیا وکاندي.

۲: د دښمن د پیاوړو  تجهیزاتو او سامانانو په وړاندې  باید  په کمزورۍ او سستۍ اخته نه شئ ځکه چې خدای تعالی کله کله د هغوي په زړه کې ستاسو د  رعب په اچولو سره  تاسو پر هغوی لاسبری  کوي.

۳: د اسلامي ټولنې د چارو په تدبیر کې پر مادي محاسباتو سربیره  د الهي مرستو هیله هم پکار ده .

 

   ای پیغمبره! خپلو میرمنو ته ووایه : که د دنیا ژوند او  زیب و زینت یې غواړئ، راشئ  چې تاسو (د مهریې په درکولو سره) برخمنې کړم او  په ښه طریقه تاسو پریږدم.

او که خدای او پیغمبر یې او د اخرت کور  غواړئ،  نو خدای په تاسو کې دنیکچارو لپاره ډیره لویه بدله او اجر برابر کړی دی.

 د جنګ احزاب یا د خندق دغزا  د کیسې په ختمیدو سره دا ایتونه دوباره  لومړیو ایتونو ته چې د پیغمبر اکرم د میرمنو په هکله وو ورګرځي. او هغوی ته په خطاب کې فرمایي:  تاسو د پیغمبر میرمنې باید دهغه حضرت په شان  د مسلمانو ښځو او جینکو لپاره ښې بیلګې او نمونې وګرځئ نه دا چې دا تمه ولرئ چې د پاچاهانو د میرمنو او ملوکو په شان  د دینا زیب و زینت او کالي جامې او اشرافي ژوند او کور اور ولرئ.

په هر حال د پیغمبر اکرم  د موقعیت ساتنه چې خدای د ټولو مومنانو لپاره بیلګه ګرځولې  ایجابوي چې   په خپل الهی مسوولیت  تر بلې هرې موضوع زیات  پوه شي نو ځکه باید خپلو میرمنو ته اعلان وکړي چې که  تاسو په دې وجه چې د پيغمبر میرمنې یئ  دا تمه لرئ چې هوسا او اشرافي ژوند ولرئ او د ټولنې تر نورو وګړو  له زیاتو  وسایلو برخمن شئ نو دا ارمان به مو پوره  نه شي او تاسو کولې شئ له ما جدا شئ. خو  که دې ته تیار یئ چې د نورو مسلمانو ښځو په شان عام ژوند ولرئ ، د خدای په خاطر ددنیا سختۍ وزغمئ او هر چرته چې ضروري وي نیک کار وکړئ نو خدای به په قیامت کې ستاسو بدله درکاندي.

 درسونه :

۱: داسلامي نظام د مشرانو کورنۍ باید  د دنیا زیب و زینت او تجملاتی ژوند ونه لري .  رهبران او دهغوي نزدې کسان د خلکو له خوا څارل کیږي.

۲: د اسلامي ټولنې مشر باید خپل مقام او منزلت هیر نه کړي  او د خپلې کورنۍ  د نامناسبو غوښتنو تر تاثیر لاندې رانه شي.

۳: په اسلامي ټولنه کې  له یو بله د ښځې او میړه غوښتنې  باید  له دیني تعلیماتو او  اوامرو سره په ټکر کې نه وي او لازمه نه ده چې مقابل لوری دغه  شان غوښتنې ومني.

 

 ای د پيغمبر میرمنو! په تاسو کې چې هره یوه په ښکاره سپک کار وکړي، عذاب به یې دوه برابره وي. او دا ( کار) خدای ته اسان دی.

او په تاسو کې چې هر څوک د خدای او دهغه د رسول په وړاندې عاجزي  وکړي او نیک عمل ترسره کړي، هغې  به ته دوه ځله (دوه چنده) بدله ورکوو او ورپاره مو کریمانه او ارزښتمنه روزي برابره کړې ده.

د تیرو ایتونو په  دوام کې  چې په ټولنه کې د پیغمبر د میرمنو د بیلګه رول په هکله وو دا ایتونه فرمایي: ستاسو نیک او بد کارونه له دې امله چې د نورو مسلمانانو په تیره بیا د ښځو تر نظر او څارنې لاندې دي  نو  د نیکو یا بدو چارو  په خپراوي او تبلیغ کې  ډير اثر لري. نو ستاسو د کارونو بدله د عامو خلکو په شان نه ده ځکه چې له یوې خوا تاسو د وحي په کور کې ژوند کوئ او ددین له احکامو سره اشنا یئ او له بلې خوا  ستاسو کارونه د نورو ښځو لپاره بیلګه دي.

درسونه : 

۱: په الهی سزا او جزا کې  هم د وګړي د اګاهۍ او پوهې اندازه تاثیر لري او هم  په ټولنه کې د هغې د اغیز شیندلو اندازه .

۲: په الهي نظام کې  له دیني رهبرانو او مشرانو او حتی پيغمبر سره خپلوي ، د انسان لپاره د کوم حق سبب نه ګرځي بلکې حتی د دغه شان کسانو سزا د نورو به نسبت دوه برابره حسابیږي.

۳:  د لویو کسانو ګناه او سرغړونه له معمولي کسانو سره فرق کوي. په بله ژبه ،  کله  کله د لوی سړي وړه ګناه د عامو کسانو تر لویې ګناه همه لویه وي. په هر حال د هغوی د ګناه او سرغړونې سزا او  انجام هم تر نورو زیات دی.