Aug 17, 2020 11:54 Asia/Kabul

p-821-As-Sāffāt-ayaat-174-182 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (821)  

درنو او محترمو اوریدونکو د تیرو خپرونو په دوام کې په دې پروګرام کې  د صافات سورې وروستي  ایتونه یعنې له ۱۷۴ څخه تر ۱۸۲ ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کیږي.

١٧٤-١٨٢

ابتدا به تلاوت آیات 174 تا 177 از سوره صافات  

«فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِینٍ»، «وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُونَ»، «أَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُونَ»، «فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنذَرِینَ»

 نو  یوه موده  له هغوی ( کافرانو) مخ واړوه.

او هغوی ته وګوره  چې ډیر زر به ( د خپلو عملونو سزا) وویني.

نو آیا هغوی زمونږ د عذاب لپاره بیړه کوي؟

نو کله چې (زمونږعذاب)  د هغوی په در راکوز شي نو ویرول شوې کسان به څومره  بد سهار ولري.

  په تیره برخه کې  پر باطل د حق د کامیابۍ او او پر کافرانو  او منکرانو د پیغمبرانو د ملګرو بریالیتوب ته اشاره وشوه. دا ایتونه پیغمبر اکرم ته د خطاب په دوام کې فرمایي:  یوه لنډه موده مشرکان او هغه کافران چې له حقه یې مخ اړولی په خپل حال پریږده چې هغوی ته یادونه وشوي او خبره ومني او ستانه شي او خدای په خپله د هغوي حساب کتاب وکاندي او  خپل عذاب په هغوی نازل کړي.

بیا فرمایي : هغوی به ډیر زر د خپل کار نتیجه وویني او د ایمان خاوندان به هم د هغوی ماته او ذلت وویني. البته کافران همیشه په بې باورۍ سره  او د مسخرو له مخې وایي چې دا عذاب به چې تاسو یې وعده راکوئ کله رارسیږي؟ ته وا د هغوی د عذاب په نازلیدلو بیړه کوي. په داسې حال کې چې کله پرې عذاب نازل شي هاله به په حقیقت پوه شي خو بیا به نو هیڅ ګټه نه کوي.

 

 درسونه:

۱: د اعتراض یا ګواښ  له مخې له مخالفانو مخ اړول د پیغمبرانو یوه روده ده. د ضدي او سپین سترګو کسانو د اصلاح او تربیت په لاره کې، کله کله ضروري وي چې هغوی یوه موده  په خپل حال پریښودل شي ښایي یادونه ورته وشي او د حق لارې ته ستانه شي.

۲:  له مخالفانو مخ اړول او ترې قهریدل باید  موقتي او د منطق له مخې وي ( پکار نه ده چې همیشنۍ او د غچ اخستلو له مخې وي) چې د ضدي او ګمراه کسانو د اصلاح او ستنیدو لاره بنده نه شي.

۳: د دین منکران او دښمنان به په همدې دنیا کې د ماته تریخ خوند څکي چې د نورو لپاره د عبرت درس شي. مونمان به  هم باید  دهغوی عاقبت او انجام  وګوري.

  تلاوت آیات 178 تا 182  سوره صافات  

«وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِینٍ»، «وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُونَ»، «سُبْحَانَ رَبِّکَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُونَ»، «وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِینَ»، «وَالْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِینَ»   

 

  او ترې یودې مودې له هغوي مخ واړوه.

او ورته وګوره  چې ډیر زر به ( د خپلو عملونو سزا) وویني.

پاک او سپيڅلی دی ستا پالونکی، د عزت خاوند پروردګار، له هغو (صفتونو) چې دوي یې پرې ستایي.

او سلام دې وي پر استازو ( مرسلانو).

او حمد او ستاینه هغه خدای لره مخصوصه ده چې د نړیوالو پالونکی دی.

  په تیرو خبرو د تاکید لپاره  قرآن یو ځل بیا د اسلام پیغمبر او د ایمان خاوندانو ته په خطاب کې فرمایي:  هغوی چې د حق په وړاندې ضد او سپين سترګي کوي او د حق اوریدلو او منلو ته تیار نه دي یوه موده په خپل حال پریږدې او په تمه اوسئ چې خدای ورته د خپلو عملونو سزا ورکاندي.

د صافات سورې وروستي ایتونه فرمایي: عزت او طاقت  ستا پالونکي لره دی او په آخر به د ایمان خاوندان عزتمن شي او کافران او مشرکان به د ذلت خوند وڅکي.

 که د ایمان خاوندان په خدای توکل وکړي او یوازې په هغه تکیه وکاندي، ډاډه دې اوسي چې خدای به د کافرانو پر وړاندې هغوی بریالي کړي. هغه خدای چې له هر ډول سستۍ او ناتوانۍ پاک اوسپيڅلی دی او هره اراده چې وکړي د  کولو وس یې لري.

 د تاریخ  په ګواهۍ خدای  تعالی همیشه د خپلو استازو  او پیغمبرانو ملاتړی او ملګری پاتې شوی او په هغوی یې په خپله سلامتیا او امن کې راوستې دي. نو ځکه باید د هغه خدای چې د عزت او ستر توب خاوند او د نړۍ چلوونکی او مدبر دی حمد او ستاینه وشي.

درسونه :  

 ۱: د مخالفانو او کافرانو د سزا په هکله د خدای وعدې به ارو مرو پوره کیږي او شک پکې نه دی پکار.

۲:  یوازې د نړیوالو پالونکی د ستاینې وړ دی، ځکه چې  د ټولې نړۍ او پینۍ مالک او مدبر دی او د ټولو کمالونو او ښکلاوو سرچینه دی.

عزیزانو په همدې ځای د صافات سوره هم پای ته رسیږي په بل پروګرام کې به که خدای کول صاد سوره درته پیل کړو . ستاسو د نظرونو او وړاندیزونو په تمه ، تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.