Sep 05, 2020 17:35 Asia/Kabul
  • بې نقابه امريکه ۱۳۹۹-۰۶-۱۵

ګرانو او قدرمنو اورېدونکو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره بې نقابه امريکه نومې يو بل مطلب ستاسو په خدمت يوو.

د دوه ځل رائې ورکولو  لپاره له رائې ورکونکو څخه د ټرمپ غېر قانوني غوښتنه، د روان ميلادي کال د نومبر د ولسمشرۍ د انتخاباتو په باره کښې د ټرمپ د نفسياتی جنګ دوام، د امريکې د ناارامه ښارونو د بودجې د پرې کېدو لپاره د ټرمپ حکم، د روغتيا له نړيوالې ادارې څخه  د امريکې د وتلو د اجرائي کېدو د وخت اعلان او د امريکې لخوا د نړيوالې کيفري محکمې د لوړ رتبه چارواکو بائيکاټ په تېره اونۍ کښې د امريکې ځينې مهمې پېښې او بدلونونه وو.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ شمالي کارولينا ته په سفر کښې د دغه ايالت له خلقو وغوښتل چې د پوسټ له لارې د انتخاباتو راستي آزمائنې لپاره دې کوشش وکړي، يو ځل د پوسټ له لارې رائې ورکړي او بل ځل دې په حضوري بڼه رائې ورکړي، چې د فيډرل قوانينو له مخې دا کار غېرقانوني دے. ټرمپ يو ځاي چېنل سره په مرکه کښې له خلقو وغوښتل د پوسټ له لارې د رائې ورکولو د آزمائنې لپاره دې چې هغه يې له سختو مخالفينو څخه دے د پوسټ له لارې له رائې ورکولو وروسته دې د رائې صندوقونو ته ورشي او که کولې شي نو رائې دې ورکړي، معلوميږيچې دغه طريقه لازمي امنيت نه لري. دا په داسې حال کښې دي چې د شمالي کارولينا ايالت د قوانينو له مخې له يوې حوزې نه زياتو ځايونو يات له يو ځل نه زيات ځله رائې ورکول جرم ګڼل کيږي.

له يو ځل نه زيات ځل رائې ورکول د فيډرل قوانينو له مخې هم غېرقانوني کار  دے. د امريکې اکثر ايالتونه د پوسټ له لارې په خپله خوښه د رائې ورکولو لپاره د رائې باڼې رائې ورکونکو ته نه ليږي. په کلراډو، يوتا، هاوائي، اورګان او واشنګټن پينځو ايالتونو کښې دغه چلند يو معمول روش په توګه ترسره کيږي. د کېليفورنيا، نواډا، نيوجرسي،ورمونټ څلور ايالتونه او ورسره د واشنګټن ډي سي کلمبيا سيمه غواړي چې د کورونا د خپرېدو په وجه په کلي توګه رائې اخېستنه په دې طريقې سره ترسره کړي. مونټانا ايالت په دې اړه فېصله کول ضلعو ته پرېښودي دي. د ټرمپ انتخاباتي ټيم او د ري پبلېکن ګوند ملي کمېټۍ له هر يو ايالت څخه چې په د کورونا د مرګوني بحران په وجه د پوسټ له لارې د رائې ورکولو طريقه په نظر کښې لري شکايت کړے دے.

د روان ميلادي کال د نومبر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بائېلات په صورت کښې له اقتدار څخه د څنګته کېدو لپاره د ټرمپ د ډډې کولو له احتمال څخه زياتې اندېښنې مطرح شوې دي. له دې مخکښط د ټرمپ ډېموکرېټ سيال جوبائيډن ويلي وو چې که ټرمپ د انتخاباتو نتائج ونه مني نو فوځ به يې زور له سپينې ماڼۍ بهر وباسي. جوبائيډن د پوسټ له لارې د رائې اخېستې د بې اعتبار کولو لپاره د هغه کوشش ته په پام سره وويل، ټرمپ به په انتخاباتو کښې د بائيلات په صورت کښې ادعا وکړي چې د پوسټ له لارې رائې غېرواقعي او غير منصفانه دي. هغه تېره مياشت هم په يوه مرکه کښې په دې اړه خبردارے ورکړ او ويلي يې وو  چې ټرمپ په انتخاباتو کښې د بائيلات په صورت کښې په خپله خوښه سپينه ماڼۍ سپارلو ته تيار نه شي. ډونالډ ټرمپ په سروې ګانو کښې له خپل سيال جوبائيډن څخه وروسته دے او له مودو راهسې يې دانتخاباتو  په وروستيو نتائجو کښې شک پېدا کولو لپاره هلي ځلې شروع کړې دي. ټرمپ په ځلونو د پوسټ له لارې په رائې اخېستلو نيوکې کړې دي او ويلي يې دي چې دغه ډول رائې اخېستنې به د ټګۍ سبب شي.

ټرمپ يو ځل بيا په خپلو څرګندونو کښې کوشش وکړ چې د امريکې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د خپلې احتمالي ماتې له خنډ سره د مخامخولو زمينه برابره کړي. ټرمپ وويل، د  نومبر د مياشتط راتلونکي انتخابات به د تاريخ ترټولو فاسد انتخابات وي. هغه د هيڅه ثبوت او شاهد له وړاندې کولو نه بغېر کوشش کوي د  امريکې خلق راضي کړي چې د نومبر رائې اخېستنه به عادلانه نه وي. ټرمپ په دې کار سره کوشش کوي چې د خپلې ماتې په صورت کښې د انتخاباتو نتائج له مشکل سره د مخامخولو لپاره زمينه برابره کړي او د جوبائيډن کاميابۍ ته غاړه کېږنه دي. په تېره بيا دا  چې ټرمپ ټرمپ کړې شوي دي د امريکې اجتماعي او سياسي فضاء دوه قطبي کړي او په  دې فضاء کښې داسې ملاتړي لري چې په هر صورت کښې د هغه خبره مني او حتی حاضر دي له هغه څخه د ملاتړ لپاره سړکونو ته راووځي. ټرمپ کوشش کوي چې په هره طريقه وي د ځان لپاره وخت حاصل کړي. هغه څه موده مخکښې د څويم ځل لپاره په امريکه کښې انتخابات ترپوښتنې لاندې راولي او په يوې عجيبه ادعا کښې يې  وويل چې د نومبر په انتخاباتو کښې د ماتې يوازېنۍ لار دا ده چې په دغو انتخاباتو کښې ټګي اوشي.

داسې ښکاري چې ټرمپ د انتخاباتو په بهير کښې د شک او ترديد د رامنځته کولو،  په ټګۍ باندې د نورو په تورنولو  او د اقتدار د مدعي کېدو لپاره له هغو نه د استفادې په حال کښې دے. دا په داسې حال کښې دي چې ټرمپ له څو مياشتو راهسې د څه ثبوت او سند له وړاندې کولو نه بغېر ادعا کړې ده چې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه د پوسټ له لارې رائې اخېستنه د انتخاباتو په نتائجو کښې د ټګۍ سبب کيږي. ځينې کارپېژاندي باوري دي چې ټرمپ غواړي دانتخاباتو په ځنډولو سره د خپل انتخباتي حالت د بدلولو لپاره موقع ترلاسه کړي.

د امريکې د ولسمشر، د هغه د عمومي څارنوال او د ري پبلېکن ګوند د مشرانو تکراري جملې او اقدامات ښودنه کوي چې نه يوازې د رائې ورکولود دوکه کولو په لټه کښې دي چې د خپلې کاميابۍ ضمانت ورکړي بلکه ټرمپ او انډيوالانو يې په داخل کښې په زياتو طريقو او پراخواو منظمو هلوځلو سره د امريکې د رائې ورکونکو دوکه کول او د ډېموکرېسۍ کمزوري کول خپل هدف ګرځولے دے، په داسې حال کشې د د امريکې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تقريباً دوه مياشتې پاتې دي  د ګرېنل کالج د ملي سروې ترټولو وروستۍ نتيجې ښودنه کوي چې جوبائيډن له ټرمپ څخه اته امتيازونه مخکښې دے. د دغې سروې له مخې بائيډن ته د خلقو نهه څلوېښت فيصده او ټرمپ ته يو څلوېښت فيصده ملاتړ حاصل دے.

ډونالډ ټرمپ د تېرې هفتې د چارشنبې په ورخ د يو پينځه مخيز فرمان په لاسليکولو سره حکم ورکړ چې د نيويارک ښار او درې نورو ښارونو چې ادعا شوې د دغو ښارونو چارواکو احتجاج کونکو ته د غېر قانوني اقداماتو اجازه ورکړې ده د بودجې د بندولو بهير بند کړي او په دغو ښارونو کښې د پوليسو بودجه کمه شي. ټرمپ په دغه فرمان کښې حکم ورکړ چې د امريکې د فيډرل حکومت ټولنې ادارې دې ژمنې شي چې د هغې بودجې چې د بيا کتنې وړ ګرځېدې شي د مديريت او جزئياتو په زمينه کښې سپينې ماڼۍ ته رپوټونه وليږي. نيويارک، پورټلېند او حتی واشنګټن ښارونه د ترمپ د دغه فرمان په وړومبنيو اهدافو کښې شتون لري. د هغې بودجې اندازه چې کېدې شی د ټرمپ په دغه فرمان سره د يو لړ بدلونونو ښکار شي، ډېره زياته ده، د مثال په توګه نيويارک ښار په کال کښې له فيډرل حکومت څخه اوه ميليارډ ډالره مرسته حاصلوي.په حقيقت کښې ټرمپ په دغه هېواد کښې د بې انصافۍ او نسل پرستۍ په خلاف د احتجاج کونکو په تشدد سره د ځپلو غوښتونکے دے نو ځکه د هغو ښارونو د فيډرل بودجۍ د بندولو اقدام يې کړے دے چې پکښې احتجاجونه زيات شوي دي.

بايد وويل شي چې په اوس حال کښې په امريکه د فاشيزم کتونکي شوو. د روان کال د مۍ په پينځويشتمه د مينه سوټا ايالت د مينياپولس ښار د پوليسو په لاس د امريکائي تورپوستکي جارج فلويډ له وژلې وروسته د امريکې مختلف ښارونه په نسل پرستۍ باند د پراخو احتجاجونو ډګرونه وګرځېدل چې له سلو ورځو تېرېدو باوجود هم هغه شان دوام لري او فيډرل ځواکونه د مظاهرو د ځپلو لپاره له تشدد څخه کار اخلي.

د امريکې خارجه وزارت د تېر زيارت  په ورځ په يوې بيانيه کښې د روغتيا له نړيوالې ادارې څخه د واشنګټن په وتلو باندې په تاکيد سره د ملګرو ملتو له دغې ادارې څخه د بيلېدو لپاره د ترمپ د حکومت د راتلونکي اقدام خبر ورکړ.په دغه بيانيه کښې ادعا شوېده چې له بده مرغه د روغتيا نړيواله اداره نه يوازې له کورونا وائرسو سره په مقابله کښې بلکه په وروستيو څو لسيزو کښې له نوروبحرانونو سره په مقابله کښې نه ده کاميابه شوې. ټرمپ د روان کال د جولائۍ په شپږمه په رسمي توګه ملګرو ملتو د روغتيا له نړيوالې ادارې څخه د خپل هېواد د وتلو درخواست په رسمي توګه ورکړ. خو خو د ملګرو ملتو له دغه نړيوالې ادارې څخه د واشنګټن د بيلېدو بهير به په يو کال کښې ترسره کيږي.په همدې وجه دامريکې خارجه وزارت په دغه بيانيه کښې له دغې ادارېڅخه د امريکې د بيلېدو اجرائي تاريخ د راتلونکي ميلادي کال د جولائۍ شپږمه اعلان کړې ده. ټرمپ همدارنګ په تېرو ورځو کښې وويل چې د روغتيا نړيوالې ادارې لپاره د واشنګټن له باقي پات بودجۍ څخه څه د پاسه شپېته ميلين ډالره به ادا نه کړي او غواړي دغه پېسېد هغو ځينو ژمنو د کمولو لپاره چې د ملګرو ملتو له نرو ادارو سره يې لري خرچ کړي.

امريکې د نړيوالې کيفري محکمې په بائيکاټ لاس پورې کړے دے. دغه نړيواله اداره په جنګي جنايتونو او د بشريت په خلاف په جنايتونو د غور کولو مسئوله اداره ګڼل کيږي. د امريکې د خزانې وزارت د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د هالېنډ په لاهه کښې د نړيوالې کيفري محکمې په خلاف په يو اقدام کښې د دغې محکمې دوه لوړ رتبه چارواکي بائيکاټ کړل

د امريکې دغه بې مخينې او غېر قانوني اقدام د نړيوالې کيفري محمې له سخت غبرګون سره مخامخ شو او په يوې بيانيه کښې يې د دغه بې مخينې او د نه قبول وړ اقدام په ردولو سره تاکيد وکړ چې داسې يو اقدام يوازې د عمومي جنايتونو په وړاندې په محفوظه توګه د مبارزې لپاره زمونږ ګډې هلې ځلې کمزورې کوي. ټرمپ د روان کال د جون په يولسمه د نړيوالې کيفري محکمې په خلاف د بائيکاټولو د مجوز يو اجرائي فرمان جاري کړ.

ټرمپ دغه مجوز په افغانستان کښې د امريکې د جرائمو په باره کښې  نړيوالې کيفري محکمې د تحقيقات په وجه عملي کړ. شواهد د دې ښودنه کوي چې د نړيوالې کيفري محکمې د لوړ رتبه چارواکو له بائيکاټولو څخه د امريکې اصلي مقصد په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو په جنايتونو او همدارنګ په نيواکي فلسطين کښې د صهيونېسټانو په جنايتونو باندې د دغې محکمې له هر ډول غورڅخه د مخنيوي لپاره دے. همدارنګ دا چې هغه طريقه چې واشنګټن دغه مقصد ته د رسېدو لپاره اختيار کړې ده د ټرمپ د حکومت د هم هغې ثابتې او همېشنۍ رويې يعنې بائيکاټ په بنياد ده. په حقيقت کښې امريکه د نړۍ په خلاف د بنديزونو په لګولو روږدې شوې ده او دغه کار ته د دښمنو، سيالو او دوستانو هېوادونو په باره کښې او اوس هم د نړيوالو ادارو په خلاف له خپلو غوښتو څخه پېروۍ ته د هغوي د مجبورولو په هدف سره دوام ورکوي. خو د امريکې دغه اقدام له نړيوال منفي غبرګون سره مخامخ شوے او په  اوه شپېته هېوادونو  مشتمل يوې دلې د تېر جون په وروستيو کښې د نړيوالې کيفري محکمې په خلاف د امريکې د ګواښونو په غبرګون کښې د يو ګډې بيانيې په صادرولو سره له دغې نړيوالې قضائي ادارې  څخه په خپل ملاتړ تاکيد وکړ. د ټرمپ د حکومت د دغه زورورۍ او غېر قانوني اقدام په خلاف دغه نړيوال دريځ د امريکې د ګوښه کېدو او د يو اړخيزو اقداماتو د مقبوليت نه لرلو ښودنه کوي.

----------

 

ټیګونه