سوره زمر۲۲-۲۳
p-843-Az-Zumar-ayaat-22-23 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (843)
تفسیر ساده و روان آیات 22 و 23 سوره زمر
تلاوت آیه 22 از سوره زمر
«أَ فَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلامِ فَهُوَ عَلى نُورٍ مِنْ رَبِّهِ فَوَیْلٌ لِلْقاسِیَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِکْرِ اللَّهِ أُولئِکَ فی ضَلالٍ
«آیا هغه کس چې خدای یې سینه د اسلام د (منلو) لپاره پرانستې ده او د خپل پالونکي له لوري له رڼا برخمن دی، (د هغه چا په شان دی چې په تعصب، ضد او غرور اخته دی؟) نو هلاکت دی هغو کسانو لره چې د سخت زړه والي له امله خدای نه یادوي. هغوي په ښکاره ګمراهۍ کې دي.»
قرآن او اسماني وحي د باران د دانو په شان ده چې د زړه په ټاټوبي نازلیږي. لکه څنګه چې یوازې تیاره او چمتو ځمکه د باران له ژوند بخښونکو څاڅکو برخمنیږي، همدا شان یوازې هغه زړونه د خدای له ایتونو ګټه وړي چې د خدای د مهربانۍ او خودسازۍ په برکت یې لازم چمتووالی لاسته راوړی وي.
انسانان د حق په منلو کې یو شان نه دي، قران ځینې کسان د پراخې سینې او د روح د لوی والي خاوندان بللې او ځینې یې بیا د تنګو سینو لرونکي معرفي کړې دي.
دا ایت د انسان په ژوند کې پر خدای د ایمان اثار بیانوي او فرمایي: په مادي نړۍ پورې د جهان محدودول، ژوند او بیلا بیلو اړخونو ته یې د انسان د نظر د لنډېدو سبب ګرځي. د خدای منکر انسان سعادت او نیکمرغي د دنیا په مزو او خوندونو کې ګڼي نو ځکه یې روح تنګ او محدود وي. خو په خدای ایمان لرونکی انسان چې د غیبو په عالم یې هم عقیده وي، دنیا د اخرت لپاره یوه سریزه ګڼي او روحی یې لوړ ظرفیت او وړتیا لري.
په خدای ایمان د انسان وړتیا زیاتوي او سترګې یې پرانیزي. د دغه شان انسان د لید افق اویا یا اتیا کلونو ته محدود نه وي چې په مرګ سره ختم شي، بلکې هغه د ځان په وړاندې ابدي او بې پایه نړۍ ویني . د دغه شان انسان روح پرانستې او خلاص وي او په یوې وړې شان اشارې یا تذکر او یا نصیحت سره راویښیږي. هغه د هغه رڼا په برکت چې د خدای له کتابه یې اخلي، په تیارو او د نړۍ په ستونزو کې سمه لاره پېدا کوي او د ژوند لاره په سلامتیا سره وهي.
د دغه شان کسانو په مقابل کې بیا یوه بله ډله کسان دي چې حتی ډېر پیاوړې دلیلونه او لوړې موعظې هم په هغوي څه اثر نه لري. د هغوی روح او فکر محدود دی، ته وا د حقیقت د موندلو او اخستلو لپاره د هغوي په وجود کې هیڅ ظرفیت نیشته. هغوی سخت زړي او بې نوره کسان دي چې د خدای هدایت یې زړه ته لاره نه ده موندلې.
البته څرګنده ده چې کوم کسان د خدای انکار کوي او یا خدای هیروي، همیشه په پریشانۍ او اضطراب کې وي. ځکه چې د هغوي لپاره مرګ د هر څه د بایللو په معنا دی.
درسونه :
۱: په خدای د ایمان په برکت د انسان زړه پرانستل کیږي او د هغه د نظر افق او لید یې پراخیږي. ایمان د انسان ظرفیتونه لوړوي او څوک چې ایمان لري همیشه د حق په وړاندې تسلیم وي.
مومن انسان، د خدای په نور سره د ژوند له ټیټو هسکو ډکه لاره وهي او د ژوند په ګړنګونو کې د غورځیدو او ښوېېدو خطر یې کم وي.
۳: شرک او کفر او د حق انکار، د زړه د سختیدو سبب کیږي، سنګدلي پر زړه د خدایي رڼا د ځلیدو مخه نیسي او په نتیجه کې انسان په ګمراهۍ او تیارو کې ډوبیږي.
تلاوت آیه 23 از سوره زمر
«اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدیثِ کِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذینَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلینُ جُلُودُهُمْ وَ قُلُوبُهُمْ إِلى ذِکْرِ اللَّهِ ذلِکَ هُدَى اللَّهِ یَهْدی بِهِ مَنْ یَشاءُ وَ مَنْ یُضْلِلِ اللَّهُ فَما لَهُ مِنْ هادٍ»
الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، مكرر (او غبرګ) دى، چې له ده نه د هغو كسانو پوستكي ځیګ كېږي چې له خپل رب نه وېرېږي، بیا د دوى پوستكي او د دوى زړونه د الله ذكر ته نرم شي، دغه د الله هدایت دى، چې چا ته وغواړي په ده سره هدايت وركوي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك لار ښودونكى نشته.
د تېرو ایتونو په دوام کې دا ایت اول د قران څو ځانګړنو ته اشاره کوي او بیا د مومنانو او کافرانو حالات پرتله کوي چې په تېرو ایتونو کې هم راغلې دي.
د قرآن ایتونه له یو بل سره اختلاف نه لري او هیڅ ایت یې له بل سره په تضاد کې نه دی. نو ځکه مشابه او له یو بل سره رغېدونکي دی. لکه څنګه چې خالق او مخلوق، له یو بل سره د پرتلې وړ نه دي د خالق خبره هم د مخلوق له خبرې سره نه شي پرتله کېدای او قرآن د خالق کلام او د ترټولو ښه خبره ده. په قران کې د خدای کلام، له یوه واحد سبک او سیاقه پېروي کوي چې هغه د نورو له خبرو حتی د پېغمبر له خبرو هم بېلوي. سره له دې چې قران د پېغمبر په خله جاري شوی او مسلمانانو له پېغمبره اورېدلی خو د قرآن په ایتونو او د پېغمبر په هغو حدیثونو کې چې د حدیثو په سرچینو کې راټول شوې دي ډېر فرق دی.
سره له دي چي ټول ایتونه له یوه نظره یو بل ته ورته دي او یو هدف تعقیبوي،خو د قرآن روده دا ده چې په ډېرو مواردو کې یې ایتونه د یوې موضوع دوه متضاد اړخونه جاجوي. یعنې د هغه قاعدې په اساس چې وایي: هر یو شی په خپل ضد سره پېژندل کیږي د قرآن روده دا ده چې د حق پیاوړې او منطقي معارف له سستو او بې بنسټه معیارونو سره پرتله کوي، قران همداراز د حق یا باطل د لارې د انتخاب د نتایجو یادونه کوي چې خلک د دواړو لورو په پېژندلو او پرتله کولو سره په خپله ښه لاره انتخاب کړي.
د مثال په توګه ځینې ایتونه د ایمان او د مومنانو په باره کې دي او ځینې د کفر او کافرانو په باره کې، ځینې یې د الهي بدلو اواجرونو او ځینې یې بیا د سزاګانو او عذابونه په هکله/ ځینې یې له الهي اوامرو سره اړه لري چې د حلال او واجبو چارو بیانوونکي دي او ځینې یې د الهي نواهیو په هکله دي چې د حرامو او ناوړه کارونو بیانونه کوي. همداراز ځینې یې د هدایت او د هغې د عواملو او ځینې یې د ګمراهې او د هغې د عواملو په باره کې دي.
قران په دغه پرتلیزې رودې سره انسانان هڅوي چې د هر څیز منفي او مثبت اړخونه وجاجوي او تر ټولو ښه لاره غوره کړي.
یو بل ټکی دا چې مومن انسانان د ویرې او هیلې په حالت کې ژوند کوي هغوی خپلو خطاګانو او کمزوریو ته په کتلو سره، په ویره او خشیت کې وي او الهي الطافو او مهربانیو ته په پام سره د خدای رحمت او مغفرت ته هیله من وي او زړونه یې کرار مومي.
بې له شکه د قران ایتونه د ټولو لپاره نازل شوې خو یوازې هغه کسان چې د حق د منلو په لټه کې وي د هغې له هدایته برخمنیږي او کوم کسان چې د حق انکار کوي، له الهی هدایته محرومیږي او په ګمراهۍ او ضلالت اخته کیږي.
درسونه :
۱:
قرآن تر ټولو ښه او غوره کلام دی.
۲: د قرآن ایتونه له یو بل سره اختلاف نه لري او یو هدف تعقیبوي، هغه له یو بل سره شباهت او ورته والی لري او د ایتونو په مینځ کې هیڅ ناغږملي او تضاد نه لیدل کیږي.
۳: د ایمان خاوندان د عذاب د ایتونو د تلاوت په وخته په ویره او خشیت اخته کیږي او د رحمت د ایتونو په تلاوتولو سره هیله منیږي.
۴: خدای تعالی د ټولو انسانانو لپاره د هدایت اسباب برابر کړې او قران د ځینو خاصو کسانو د هدایت لپاره نه دی نازل شوی. قران د ټولو د هدایت کتاب دی او ټول ورته لاسرسی لري خو هغه کسان چې د حق د منلو په لټه کې وي د هغه له هدایته برخمنیږي.
پای.
----------------
کلید واژه: بسوی نور ، زمر، ایمان، نور، هدایت