Sep 09, 2020 08:48 Asia/Kabul

p-847-Az-Zumar-ayaat-38-41 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (847)  

  تفسیر ساده و روان ایات 38 تا 41 سوره زمر  

ابتدا به تلاوت آیه 38 از سوره زمر گوش فرا می‌دهیم:

«وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَیَقُولُنَّ اللَّـهُ  قُلْ أَفَرَأَیْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّـهِ إِنْ أَرَادَنِیَ اللَّـهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ کَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِی بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِکَاتُ رَحْمَتِهِ  قُلْ حَسْبِیَ اللَّـهُ  عَلَیْهِ یَتَوَکَّلُ الْمُتَوَکِّلُونَ»

 او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (،نو) دوى به خامخا  ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله)  په ما د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت تمبوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي.

 

د تېرو ایتونو په دوام کې چې د هدایت موندونکو او ګمراهانو په هکله وو دا ایت یوې مهمې موضوع ته اشاره کوي او فرمایي: مشرکانو د خدای خالقیت مانه او باوري وو چې خدای ټوله نړۍ منجمله انسان پیدا کړی دی خو ګمان یې کاوه چې نور کسان یا شیان د هغوي په برخلیک کې رول لري او ګواکې خدای تعالی  د نړۍ له پېدا کولو وروسته  د بشر د  چلولو چارې هغوي ته سپارلې دي او په خپله د نړۍ د چارو له چلولو څنګ ته شوی دی.

د هغه زمانې او نن ورځې مشرکان د داسې څه عبادت کوي او بلي یې چې نه له انسانه کوم تاوان او بلا غړولې شي او نه انسان ته کومه ګټه رسولې شي.  که هغه د پېغمبر د زمانې د لرګو او کاڼو بوتان و او که نن د هندوانو په معبدونو کې پراته بوتان، هیڅ یو د انسان  د ستونزو په ختمولو کې خسکی رول نه شي لوبولی. د بوتانو په وړاندې تعظیم او عبادت یې د حق له لارې د انسان د بې لارې کیدو او  هغه د هلاکت او غورځیدو سبب کیږي.

 ایت په پای کې فرمایي:  خو مومنان هغو څیزونو ته د پام په ځای چې  په خپله  د خدای مخلوق دي او د نورو مخلوقاتو په شان د خدای تر تدبیر لاندې دي ، یوازې په خدای توکل کوي. نو هغوي د خپلو دندو د سم ترسره کولو لپاره له هڅې او کوششه وروسته  د خپلو چارو نتیجه خدای ته پرېږدي او له هغه غواړي چې هغه څه چې خېر دي د هغوي برخلیک وګرځوي.

 درسونه :

۱: بوت پالو د خدای خالقیت مانه خو د بوتانو لپاره یوازې د ربوالي او شفاعت د رول قایل وو او هغوی یې د خدای او ځان تر مینځ د واسطې په توګه ګڼل او عبادت یې کاوه.

 ۲: د انسان ګټه او تاوان د خدای په لاس کې دی، هغه څه څه چې مونږ یې تصور کوو او په ظاهره یې وینو،  نو ځکه  په هغو څیزونو چې زمونږ په شان مخلوق دي د توکل په ځای، پکار دي  یوازې په خدای توکل وکړو.

  تلاوت آیات 39 و 40 از سوره زمر  

قُلْ یَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَکَانَتِکُمْ إِنِّی عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ»، «مَن یَأْتِیهِ عَذَابٌ یُخْزِیهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیمٌ»

 ته (دوى ته) ووایه: اى زما قومه: تاسو په خپله طریقه (او ځاى) عمل كوئ، بېشكه زه هم ( په خپله دنده) عمل کوم، نو زر به پوه شئ.

 چې په چا به (په دنیا کې) شرموونکی عذاب راشي او ( په قیامت کې به پرې دایمي) او پاتېدونکی عذاب نازل شي.

 دا ایتونه دې ټکي ته اشاره لري چې  باید  د هغه ټولنې چې مونږ پکې ژوند کوو د غلطو کړنو او دودونو پر وړاندې ودرېږدو. لکه څنګه چې د خدای ګران رسول ته د  الله له لورې امر وشو چې  خپلو خپلوانو او قام ته په کلکه اعلان وکړي چې زه د بوتانو پرستش نه منم او یوازې د یوۂ خدای په وړاندې سر ټیټوم.

که ګمان کوئ چې  ستاسو لاره سمه ده  نو خپله لاره جاري وساتئ، زه به هم  په خپل خدای په ایمان سره خپل کار جاري ساتم  چې په اخره کې وګورو چې ستاسو انجام څه کیږي او زما څه.

 دا ایت د ( لکم دینکم ولی دین- ستاسو دې خپل دين وي او زما دې خپل دین) په شان ده چې پیغمبر صلی الله علیه و اله وسلم د هغې په ویلو سره له مشرکانو سره له هر ډول ساز باز او د هغوي د غلط دین په وړاندې  له تسلیمیدو په ډاګه د ویزارۍ اعلان کوی.

په دوام کې ، پیغمبر مشرکانو ته خبرداری ورکوي چې د خپلو کارونو د انجام په فکر کې دې ووسي، ځکه چې هم به په دې دنیا کې په قهر اخته شي او هم به په آخرت کې. البته که سزا درکړی شی دا ستاسو د خپل کار نتیجه او ستاسو خپل انتخاب دی او خدای په ظلم سره چاته سزا نه ورکوي.

 درسونه :

۱: مومن انسان کلکه اراده لري او پياوړی وي او په مفسدو او بې لاریو په ککړ چاپېریال کې نه خرابېږي دغه شان کسان د ټولنې له غلطو افکارو او عقیدو رنګ نه اخلي.

۲: الهي رهبرانو همیشه خپل دریځ په جار او په کلکه اعلان کړی هغوي په دیني عقایدو له چا سره معامله نه کوله او یوه ذره یې هم شاتګ نه کاوه.

  تلاوت آیه 41 سوره زمر  

«إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَیْکَ الْکِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا وَمَا أَنتَ عَلَیْهِم بِوَکِیلٍ»

بېشكه مونږ  (دا) کتاب د خلکو (دهدایت) لپاره په حقه په تا نازل کړ.نو څوک چې هدایت شي په خپله ګټه یې ده او څوک چې ګمراه شي یوازې په خپل تاوان ګمراه کېږي او ته پر هغوی وکیل او څارندویی نه یې.

 دا ایت د وحي په اخستلو او خلکو ته یې په رسولو کې د پېغمبر دندې او فریضې ته اشاره کوي او فرمایي:  خدای تعالی، هغه څه چې د خلکو د هدایت لپاره ضروري وو، د حق او حقیقت په اساس خپل پېغمبر ته وحي کړې دي. او هغه هم بې له کمي زیاتي هغه خلکو ته رسولې او د دغه کتاب په شکل کې مکتوب او تل پاتې شوې دي.

 په دې مینځ کې ځینې دهغه خبره مني او  په خپل ژوند کې له الهي هدایته برخمنیږي او ځینې د تعصب او بې ځایه او ړانده تقلید په وجه د هغه خبره نه مني او په ګمراهۍ کې پاتې کېږي.

 طبیعي ده چې د پېغمبر چې د خلکو دلسوز  او لارښود دی ارمان دا دی چې ټول خلک ایمان راوړي خو کله چې ځینې خلک نه غواړي ایمان راوړي نو هغوي دې کار ته نه شو مجبورولی او پېغمبر ځان د هغوی وکیل او سرپرست نه شي ګرځولی.

 درسونه:

۱: د قرآن بنیاد د حق بیان او د هستۍ د حقایقو بیانول دي. خبرې یې ټولې حق دي او هیڅ ډول باطل ورته لاره نه لري. قران په دې خاطر نازل شوی چې انسان یې لارښوونو ته په توجه سره نیغه لاره ومومي او هدایت شي.

۲: انسانان د خپلې لارې په انتخاب کې ازاد دي البته باید  په مسوولیت  سره هغه لاره چې انتخابوي یې او دهغې اثار او پایلې ومني.

۳: د پېغمبرانو دنده د الهي وحي رسول دي، نه د هغې منلو ته د خلکو مجبورول.

پای.