سوره زمر۴۲-۴۵
p-848-Az-Zumar-ayaat-42-45 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (848) -
تفسیر ساده و روان آیات 42 تا 45 سوره زمر
تلاوت آیه 42 از سوره زمر
«اللَّـهُ یَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِینَ مَوْتِهَا وَالَّتِی لَمْ تَمُتْ فِی مَنَامِهَا فَیُمْسِکُ الَّتِی قَضَى عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَیُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِّقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ»
خدای د خلکو د مرګ په وخت دهغوی نفسونه (ساګانې) او د هغه کس (ساه) چې مړ نه وي د خوب په وخت كې(قبضوي)، بیا هغه (ساه له ځان سره) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې (د هغه جسم ته) راخوشې كړي، بېشكه په دغو (قبض، ساتلو او پرېښودلو) كې خامخا لويې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي.
لکه څنګه چې ایت فرمایي: خدای تعالی د مرګ په وخت ساګانې قبضوي او د ژوندو ارواوې هم د خوب په وخت اخلي. خو د هغو کسانو ساګانې چې د مرګ حکم یې ورکړی دی، ساتي چې له امله یې هغوي مړه کیږي او نورې ارواوې بیا چې د ژوند د دوام امر یې ورکړی، تر ټاکلې مودې د هغوي بدن ته ستنوي.
د توحید او شرک په بحث کې، یوه مساله چې قران پرې تاکید کوي، دا ده چې د انسانانو ژوند او مرګ یوازې د خدای په لاس کې دی او په دې کار کې له خدای سره هیڅ شریک نیشته.
قران په دغه ایت کې د انسان دوو اړخونو یعنې جسم او روح ته اشاره کوي. د مرګ په وخت د انسان د روح او جسم اړیکي غوڅیږي. جسم له مینځه ځي خو روح د خدای په امر قبضیږي او د قیامت تر ورځې چې بیا له دغه جسم سره یوځای کیږي د خدای په نزد پاتې کیږي.
البته تاسو د خپل ژوند په اوږدو کې هره ورځ یو موقتي مرګ تجربه کوئ او هغه، هغه وخت دی چې تاسو اوده کیږئ. په خوب کې ستاسو له بدن سره د روح اړیکې ډېر کم حد ته رسیږي، په دې ډول چې ته وا په خوب کې کې مړه کیږئ او د بیدارېدو په وخت دوباره ژوندي کیږئ.
اکثره انسانان چې اوده شي خوب ویني او کیدی شي په خوب کې د نړۍ مختلفو سیمو ته سفر وکړي، خوشاله شي او وخاندي یا غمجن شي او وژاړي. دا چاره له جسمه د روح د استقلال او خپلواکۍ نښه ده. ځکه چې دغه ټولې پېښې بې له دې چې جسم کوم حرکت وکړي، رامینځته کیږي.
نو ځکه خوب د خدای د قدرت یوه نښه ده چې که پکې فکر وکړی شي، له یوې خوا د انسان لپاره د عبرت درس دی چې پوه شي ډېر داسې کسان وو چې اوده شول خو له خوبه راپانه څېدل نو کیدی شي دی هم اوده شي او له راویښ نه شي او په خوب کې مړ شي. له بلې خوا، دا په انسان کې د غیر مادي اړخ د شتون یو دلیل دی چې په روایتونو او ایتونو کې ورته روح ویل شوی دی.
درسونه:
۱: روح او جسم دوه جدا جدا حقیقتونه دي او د مرګ یا خوب په وخت له یوه بله جدا کیږي. د مرګ په وخت جسم له مینځه ځی خو روح له مرګه وروسته هم باقي پاتې کیږي.
۲: خوب د مرګ ورور دی. په خوب کې انسان د مرګ یو کمزوری شان حالت تجربه کوي.
۳: انسانان هره ورځ اوده کیږي او راویښیږي خو یوازې عاقل او هوښیار کسان په دې چاره فکر کوي او ترې درس اخلي.
تلاوت آیات 43 و 44 از سوره زمر
«أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّـهِ شُفَعَاءَ قُلْ أَوَلَوْ کَانُوا لَا یَمْلِکُونَ شَیْئًا وَلَا یَعْقِلُونَ»، «قُل لِّلَّـهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیعًا لَّهُ مُلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»
آیا (مشرکانو) د خدای په ځای (بوتان خپل) شفیعان ګرځولي؟ ووایه: آیا که د هیڅ مالک نه وي او د تعقل او سوچ طاقت ونه لري (بیا به هم ستاسو شفیعان وي)
ووایه: ټول شفاعتونه خدای لره دي. د اسمانونو او ځمکې واکمني د هغه ده، نو دهغه لور ته به ستنول کېږئ.
له تاریخي نظره، مشرکانو بوتان د ځان او خدای تر مینځ واسطه ګڼل او ویل به یې: مونږ د بوتانو عبادت کوو چې د خدای په نزد زمونږ شفیعان وي. په حقیقت کې مشرکانو د لرګو او کاڼو بوتان د سپیڅلو چارو سمبلونو ګڼل چې د هغوي په وړاندې به تعظیم سره، د هغوی د پام اوړیدو زمینه برابریږي.
قران په دغو ایتونو کې د دغه غلط تفکر په ځواب کې فرمایی: دا چې څوک او یا څه شی ستاسو او د خدای تر مینځ واسطه او شفیع کیدلی شي، د خدای په لاس کې دي نه دا چې تاسو هر څه وغواړئ د ځان لپاره یې واسطه او وسیله وګرځوئ. په تېره بیا کله چې د بوتانو په شان د بې ځانه څیزونو عبادت کوئ چې نه عقل او شعور لري او نه د کوم کار کولو توان.
که تاسو منئ چې ټوله هستي خدای پېدا کړې او یوازې هغه د نړۍ د چارو مالک او واکمن دی، نو ولې بیا د بې ځانه بوتانو عبادت کوئ او له هغوي شفاعت غواړئ.
په هر حال، شفیع باید د شفاعت لپاره د خدای له خوا اجازه ولري. د قران د ایتونو له مخې، الهي پېغمبران د خلکو او خدای تر مینځ واسطه وو او دا کار د خدای په اجازې سره و، لکه څنګه چې د حضرت یوسف په قصه کې د هغه وروڼه له خپل کاره پښېمانه شول او پلاره یې یعقوب د خپلو ګناهانو د بخښلو لپاره د ځان او خدای تر مینځ واسطه وګرځاوه.
درسونه:
۱: قران په خپله شفاعت نه ردوي بلکې د بوتانو او هغه څه چې مشرکانو یې عبادت کاوه شفاعت ردوي.
۲: زمونږ او خدای ترمینځ واسطه او شفیع باید تر مونږ لوړ وي نه ټیټ. هم درک او شعور ولري او هم له مونږ سره د مرستې کولو او د حاجتونو د پوره کولو وس/ مونږ څنګه له هغو بوتانو چې نه عقل او شعور لري او نه طاقت د مرستې تمه لرلی شو؟
۳: د هستۍ او کایناتو نظام، د علتونو او اسبابو په بنیاد جوړ شوی دی، خو د علتونو او اسباب تاثیر هم د خدای په لاس کې دی.
تلاوت آیه 45 از سوره زمر
«وَإِذَا ذُکِرَ اللَّـهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِینَ لَا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُکِرَ الَّذِینَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُونَ»
او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه(الله) نه غیر دي(، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي
په دغه ایت کې له توحید سره په چلند کې د قیامت د منکرانو او مشرکانو ناخوښ احساس او کرکې ته اشاره شوې او فرماییي: کله چې د یوازیني خدای نامه واخستل شي نو د هغو کسانو زړونه چې په اخرت ایمان نه لري، له نفرت او کرکې ډکېږي خو کله چې د نورو معبودانو خبره شي نو په خوښۍ او خوشالۍ کې ډوبیږي. مشرکان او ډېر سست ایمانه کسان چې یوازې دنیا ویني او په اخرت ایمان نه لري کله چې د خدای او دهغه د بې پایه علم او قدرت په هکله خبره وشي نو ډېر خپه او بېزاره کیږي ځکه چې د دغه شان کسانو زړونه په خدای کلک ایمان نه لري او ګمان کوي چې کارونه نور خلک کوي نه خدای! دوي په ژوند کې په هر چا تکیه کوي خو په خدای توکل نه کوي.
دوي د خدای په وړاندې چې د نړۍ پنځوونکی دی د تعظیم سره نه ټیټوي، خو د خپل ځان په شان کسانو په وړاندې په ګونډو کیږي او درناوی یې کوي. په حقیقت کې د هغو کسانو نوم او یاد چې لوړمقام او حیثیت لري، د هغوي لپاره د ویاړ سبب وي او خپل پوره کوشش کوي چې ځان هغوی ته نزدې کړي په دې کار سره د خوښۍ احساس کوي او ګمان کوي چې نیکمرغۍ ته رسېدلې دي.
د دوي په مقابل کې بیا هغه مومن کسان دي چې د یوازني او قادر خدای د نوم په اورېدلو سره خوشالیږي او تاندوالی او خوښي پیدا کوي او دې ته تیار دي چې هر څه ولري د خدای په لاره کې یې قربان کړي، د هغوي لپاره د خدای نامه د زړه خوشالوونکې ده او زړونه یې له رڼا او خوشالیو ډکوي.
درسونه:
۱: د واقعي ایمان یوه نښه دا ده چې وګورو د خدای په نوم او یاد سره مو زړونه ارام مومي او خوشالیږي یا له خدایه بغیر د بل چا نوم زمونږ د خوشالۍ سبب کیږي.
۲: که د خدای اوامرو ته په وړه سترګه وګورو او بې پروایي ورته وکړو او د بشر قوانین لوړ وګڼو، په شرک اخته شوې یوو که څه هم د ایمان ادعا ولرو.
پای.
کلید واژه: بسوی نور، زمر، خواب، جسم، روح، شفاعت، آخرت، مشرکان