سوره زمر۴۶-۵۰
p-849-Az-Zumar-ayaat-46-50 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (849) -
تفسیر ساده و روان آیات 46 تا 50 سوره زمر
تلاوت آیه 46 از سوره زمر
«قُلِ اللَّـهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْکُمُ بَیْنَ عِبَادِکَ فِی مَا کَانُوا فِیهِ یَخْتَلِفُونَ»
ووایه: ای خدایه! ای د اسمان او ځمکې پنځوونکیه (ای) په پټو او ښکاره و خبره، ته به په خپلو بندګانو کې په هغه څه کې چې اختلاف یې کاوه ، فیصله کوې.
په تېره برخه کې له توحیدي نظره له مشرکانو د نفرت او په چټي او دنیایي خدایانو پورې د هغوی د زړه تړلو او هیلو خبره وه. دا ایت په دوام کې د خدای رسول ته فرمایی: له هغوي مخ واړوه او د یوازیني خدای در ته چې د اسمانانو او ځمکې پیدا کوونکی او له ټولو رازونو خبر دی، مخ راوګرځوه. هغه چې په قیامت کې به په خپلو بندګانو کې په هغه څه کې چې اختلاف یې درلود فیصله کوي.
په قیامت کې به مطلقه پاچاهي او واکمني د خدای وي چې له ټولو رازونو خبر دی. هغه به په خپلې فیصلې سره اختلافات ختم کړي. د قیامت په محکمه کې به ضدي ګمراهان د حقیقت د انکار هیڅه لاره نه لري او د خپلې لارې په غلطوالي به اعتراف وکړي. خو دغه اعتراف به نو هغه وخت د هغوي په هیڅ کار نه راځي.
درسونه :
۱: د هغو کسانو په اپوټه چې بې له خدایه یې په نورو خدایانو پورې هیلې او زړونه تړلې، باید یوازیني خدای ته چې د هستۍ او کاینانو پنځوونکی دی مخ واړوو او هغه ته پام وکړو.
۲: هغه ذات چې اسمان او ځمکه یې پېدا کړې، د خپلو مخلوقاتو له ټولو ظاهري او باطني چارو خبر دی.
۳: د انسانانو په هکله د خدای فیصله د علم او پوهې له مخې ده، ځکه چې خدای د هغوی له پټو او ښکاره و خبر دی.
تلاوت آیات 47 و 48 از سوره زمر
«وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا مَا فِی الْأَرْضِ جَمِیعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِن سُوءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیَامَةِ وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّـهِ مَا لَمْ یَکُونُوا یَحْتَسِبُونَ»، «وَبَدَا لَهُمْ سَیِّئَاتُ مَا کَسَبُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا کَانُوا بِهِ یَسْتَهْزِئُونَ»
او کومو کسانو چې ظلم کړی، که هغه هر څه چې په ځمکه کې دي او د دې په شان نور هم ورسره وي، د قیامت د سختې ورځې له عذابه د بچ کېدو لپاره به یې ورکړي. او (په هغه ورځ) به د هغوي لپاره د خدای له لورې داسې څیزونه ښکاره شي چې هیڅکله یې ګمان نه کاوه ( په حساب کې یې نه راوستل)
او (په هغه ورځ به) د هغه څه بدوالی چې دوي کړي ورته ښکاره شي او په کومو څيزونو پورې یې چې خندا کوله هغه به یې راونیسي.
د تېر ایت په دوام کې چې په قیامت کې د خدای د فیصلې په هکله و دا ایت فرمایي: هغه ټول کسان چې په دنیا کې ظالمان وو، په ډېرو سختونو عذابونو په اخته شي او ښایي په قیامت کې ورته داسې عذابونه ښکاره شي چې حتی تر دې مخکې یې تصور هم نه کاوه.
د قرآن په لغت کې د ظلم په ټکي کې هم فکري او اعتقادي ظلم شاملیږي لکه شرک او کفر او هم په ټولنه یې کورنۍ کې پر نورو ظلم، خو څرګنده ده چې فکري او فرهنګي ظلم، تر ټولنیز ظلم زیاتې خطرې او تاوانونه لري. ځکه چې په ډېرو مواردو کې ټولنیز ظلم جبرانېدی شي خو فرهنګي او کلتوري ظلم کله کله د روغو نسلونو او ټولنو د بې لارې کېدو سبب کیږي او غمیزه رامینځته کوي. نو اصلاح او جبران یې هم سخت دی.
البته د بدچارو سخته سزا، د خدای د عدل او انصاف په بنیاد ده او خدای په ظالمانو ذره شان ظلم هم نه کوي. نو ځکه ایتونه فرمایي: دا سزا د هغوی بدو کارونو پایله ده چې تاسو به په دنیا کې کول او نن د دوزخ د اور په شکل کې درښکاره شوې دي. هغوی چې کله په دنیا کې وو د مالونو او شتمنیو د راغونډولو په فکر کې وو اوګمان یې کاوه چې د ډېر مال په لرلو سره به په دنیا کې نیکمرغه او خوشحال شي.نو د قیامت په هکله به یې چې څه اورېدل او کوم خبرداري به چې ورته کېدل، ورپورې به یې خندا کوله. هغوي د قیامت په هکله د نیکو کسانو خبرداري د جاهلو او غیر متمدنو انسانانو چټیات او وهم ګاڼه.
خو په دغه ورځ چې د محشر په صحرا کې به حاضر شوې وي په خپلو سترګو به ویني چې په کومو څیزونو پورې یې خندا کوله هغه دوي سخت رانېولې او په دنیا کې یې چې څه ګټلې دي هغه یې دلته په کار نه راځي.
درسونه :
۱: د دنیا مال او طاقت په آخرت کې هیڅ په کار نه راځي که څه هم انسان د ټولې دنیا هومره دولت ولري.
۲: د دوزخ سزاګانې په دنیا کې د انسان د غلطو کارونو سزا او نتیجه ده.
۳: د قیامت ورځ د کشف او څرګندېدو ورځ ده او هلته به هر څه ښکاره شي. په قیامت کې به د جنت او دوزخ حقایق انسان ته څرګند شي.
۴: خیال کوئ چې په دیني عقیدو او ارزښتونو پورې خندا ونه کړئ ځکه چې په قیامت کې به مو د پښیمانۍ او ارمان سبب شي.
تلاوت آیات 49 و 50 از سوره زمر
«فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِیتُهُ عَلَى عِلْمٍ بَلْ هِیَ فِتْنَةٌ وَلَـکِنَّ أَکْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُونَ»، «قَدْ قَالَهَا الَّذِینَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا کَانُوا یَکْسِبُونَ»
نو کله چې انسان ته کوم تاوان ورسیږي، مونږ بلي. نو کله چې له خپل لوري هغه ته کوم نعمت ورکړو، وایي: دا نعمت خو زما د خپل علم (او تجربې) په وجه ماته راکړل شوی دی. ( داسې نه ده) بلکې دا نعمت، ( د هغه لپاره) یو ازمېښت دی خو زیاتره کسان یې نه پوهیږي.
په رښتیا کوم کسان چې تر دوي مخکې وو،(هغوی هم) داسې وویل، خو څه چې یې لاسته راوړل د هغوی لپاره یې ګټه نه لرله.
دا ایتونه د ناشکره انسانانو یوې ځانګړنې ته اشاره کوي او فرمایي: اکثره انسانانو ته یوازې په سختیو او کړاوونو کې خدای وریادیږي او هغه یادوي. خو دا خبره موقتي ده او کله چې یې ستونزې ختمې شي خدای هېروي او وایي: دا خو زما خپل علم او پوهه وه چې دغه مشکل مې حل کړ او دا نعمتونه او آسانتیاوې مې لاسته راوړې.
قران د دغه کم ظرفه انسانانو په ځواب کې فرمایي: هغه څه چې تاسو ته درکړل شوې ستاسو د ازمېښت سبب دي چې معلومه شي چې په عمل کې د خدای د دغه نعمتونو شکر وباسئ او که نه کفران نعمت او ناشکري کوئ.
ایتونه په دوام کې فرمایي: د خدای له نعمتونو سره دغه شان چلند په تېر تاریخ کې هم کېده او کوم کسان چې مال دولت یا کوم مقام ته رسېدلې وو خدای به یې هېراوه او ګمان به یې کاوه چې کوم څه یې لاسته راوړې همدا په دنیا او اخرت کې د دوي لپاره بس دي په داسې حال کې چې څه یې ګټلې نه په دې دنیا کې د هغوي په هکله د خدای د ارادې د پرځایښت مخه نېولی شي او نه په اخرت کې هغوي له خپلو بدو عملونو بچ کولی شي.
له دغو ایتونو زده کوو چې :
۱: د ژوند په سختیو او پېښو کې انسان په خپلې کمزورۍ او ناتوانۍ پوهیږي. دغه سببونه د انسان د بېداریدو او د هغه د خدای پاله فطرت د غوړېدو سبب کیږي چې له امله یې هغه خدای ته دعا کوي او ورته مخه کوي.
۲: د انسان هوساینه او ارامښت، د خدای له یاده د غفلت او د غرور او کبر زمینه برابروي.
۳: سختۍ او نعمتونه دواړه د انسان د ازمېښت سببونه دي چې د هغه واقعي جوهر او اصل راښکاره شي او شکرګزاره او ناشکره انسانان له یوه بله وپېژندل شي.
پای.
-------------------
کلید واژه: بسوی نور، زمر، آسمان، زمین، قیامت، عذاب، ظلم، نعمت