سوره زمر۵۹-۶۳
p-852-Az-Zumar-ayaat-59-63 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (852) - -
تفسیر ساده و روان آیات 59 تا 63 سوره زمر
ابتدا تلاوت آیات 59 و 60 از سوره زمر
«بَلَى قَدْ جَاءَتْکَ آیَاتِی فَکَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَکْبَرْتَ وَکُنتَ مِنَ الْکَافِرِینَ»، «وَیَوْمَ الْقِیَامَةِ تَرَى الَّذِینَ کَذَبُوا عَلَى اللَّـهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ أَلَیْسَ فِی جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَکَبِّرِینَ»
ولې نه! یقینًا تا ته زما ایتونه راغلي وو، نو تا د هغو تكذیب كړى و او تكبر دې كړى و او ته له كافرانو څخه وې.
او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته؟
په تېره برخه کې دهغو کسانو خبره وشوه چې کله د دوزخ اور وویني د غفلت له خوبه بیداریږي او په خپل تېر عمر به د ارمان لاسونه مروړي. هغوی به ارمان کوي چې کاش دنیا ته بیا ستانه شوی چې خپله لاره اصلاح او تېرې ګناهانې جبران کړي.
دا ایتونه فرمایي: داسې نه ده چې خدای تعالی ستاسو په حق کې کوتاهي کړې وي او ستاسو لپاره یې د هدایت او ارشاد اسباب نه وي استولې، هو کله چې تاسو په دنیا کې وئ، پېغمبران او اسماني کتابونه ستاسو د هدایت لپاره راغلل. که له عقله مو کار اخستې وای په اسانه د هغوي په حقانیت پوهېدلې او د هغوی له لارښوونو مو استفاده کولې شوه.
خو ستاسو د کبر او غرور خوی سبب شو چې د حق انکار وکړئ او د الهي پیغمبرانو د بلنې له منلو سروغړوئ، په نتیجه کې ، نن د دوزخ په اور اخته شوې یئ داسې سزا چې مخونه بدرنګ او توروي او له یوه بله د دوزخیانو د نفرت او کرکې سبب کیږي.
بې له شکه په قیامت کې د حق د منکرانو او کافرانو تورمخي، د هغوي د رسوایۍ او خوارۍ ښودونکې ده. قیامت په حقیقت کې د انسان د خپلو عملونو او افکارو د مجسمېدو او د هغوي د پټو رازونو د ښکاره کېدو ځای دی. هغه کسان چې په دې دنیا کې تور او تیاره زړونه لري او عملونه یې هم د فکرونو په شان تور دي په قیامت کې به یې دغه باطني حال په صورتونو کې ښکاره شي او مخونه به یې تور او تیاره وګرځي.
درسونه:
۱: خدای تعالی د عقل او وحي له لارې په خلکو غاړې خلاصوي او بې له اتمام حجته چاته سزا نه ورکوي.
۲: د کفر او د حق د انکار حقیقي سبب د تکبر روحیه ده.
۳: په قیامت کې به د انسان ظاهر او باطن یو شان شي او صورتونه به له زړونو سره همرنګه شي. د چا چې زړونه تور وي دغه توروالی به یې په مخ کې راښکاره شي او مختورن به شي.
تلاوت آیه 61 از سوره زمر
«وَیُنَجِّی اللَّـهُ الَّذِینَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا یَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ یَحْزَنُونَ»
او الله به هغو كسانو ته چې ځان يې (له شرك نه) بچ ساتلى دى، د خپلې كامیابۍ (او فلاح) په وجه نجات وركړي، په داسې حال كې چې دوى ته به نه سختي رسېږي او نه به دوى غمجن كېږي.
د تېرې ډلې په اپوټه چې د تکبر او کفر په وجه مختورن او دوزخیان شول، دا ایت له عذابه د بچ کیدو لاره تقوا او پرهیز ګاري ګڼي او فرمایي: خدای تعالی د تقوا خاوندان ژغوري او هغوي نیکمرغۍ او سعادت ته رسوي.
سعادت او کامیابي هماغه تل پاتې او همیشنی خوند دی. که څه هم د خوندورو خوړو او څښاکونو استعمالول انسان ته خوند ورکوي خو د کامیابۍ او سعادت نښه نه ده ځکه چې دغه خوندونه پایداره نه دي او له یوې مودې وروسته له مینځه ځي. خو د عمل او معرفت د حاصلولو په شان خوندونه د انسان د سعادت او کامیابۍ سبب ګرځیدلی شي ځکه چې د حقیقت او د معرفت د درک کولو خوند یو پاتېدونکی او همیشنی خوند دی.
دنیاوي خوندونه که څه هم د یوې مودې لپاره دوام کوي خو د دنیا د ژوند د لنډوالي په وجه د اخروي خوندونو په مقابل کې ډېر لږ او ناڅه شمېرل کیږي. په دې ډول ، واقعي سعادت او کامیابي په هغو چارو کې ده چې انسان په اخرت کې پایداره او ابدي خوندونو ته ورسوي هغه له هر غمه او خپګاونه وژغوري او هیڅ خطر او نقصان ورته ونه رسوي.
درسونه:
۱: د دنیا په ژوند کې تقوا په اخرت کې د کامیابۍ او سعادت عامله ده.
۲: تقوا یو داسې سپر ده چې انسان له بدیو او سپکو کارونو ساتي.په قیامت کې به پرهیزګاران له بدیو لرې وي او په غم او پښیمانۍ به نه اخته کیږي.
تلاوت آیات 62 و 63 از سوره زمر
«اللَّـهُ خَالِقُ کُلِّ شَیْءٍ وَهُوَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ وَکِیلٌ»، «لَّهُ مَقَالِیدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِینَ کَفَرُوا بِآیَاتِ اللَّـهِ أُولَـئِکَ هُمُ الْخَاسِرُونَ»
الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې څارونکی دی.
خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله د ایتونو منکران شوې، هم دغه كسان تاوانیان دي
د دغه سورې د ایتونو چورلیز، عموما د توحید او شرک بحث دی. نو ځکه ایتونه یو ځل بیا د توحید موضوع ته ګرځي او دې حقثقت ته اشاره کوي چې د نړۍ د چارو تدبیر او د هغوي ساتنه د هماغه چا په لاس کې ده چې هغه یې پېدا کړې ده. نه دا چې ګمان وکړئ خدای تعالی نړۍ پېدا کړې او په خپل حال یې پرېښې ده او یا یې د نړۍ چلول او اداره کول بل چاته سپارلې دي.
دا ایتونه په حقیقت کې یو ډول د مشرکانو او بوت پالو په عقیده ، طعنه او کنایه ده. ځکه چې ډېر مشرکان خدای تعالی د انسان او نړۍ د خالق په توګه مني خو خیال کوي چې هغوي د داسې څیزونو عبادت کوي چې د هغوي په ژوند اثر شیندي، ته وا د نړۍ د چارو چلول د هغو معبودانو په لاس کې دي چې هغوی یې د خپلو چارو ساتونکې او چلوونکي ګڼي.
د قران له نظره هر څوک چې د خدای په ځای د بل چا عبادت وکړي او بل څوک د نړۍ په چارو کې موثر وګڼي واقعي تاوان موندونکي دي ځکه چې له هغه خدایه چې د ټولې هستۍ مالک دی او د ځمکې او اسمانونو کنجیانې یې په لاس کې دي، مخ اړوي او پر ځایې د ناتوان او کمزورو مخلوقات عبادت کوي چې هغوی ته هیڅ ګټه او تاوان نه شي رسولی او هغوی هیڅ نه شي کولی نو له انسانه د خطر د لرې کولو او یا ورته ګټه رسولو توان نه لري.
درسونه :
۱: ټول کاینات په خلقت او پایښت کې خدای ته محتاج دي. په بله ژبه هغه هم د نړۍ پېدا کوونکی دی او هم یې چلوونکی او ساتونکی . نو د خدای په خالقیت او ربوبیت کې هر ډول فرق کول او یا خدای خالق ګڼل خو رب او د کایناتو چلوونکی یې نه ګڼل یو ډول شرک ګڼل کیږي.
۲: توحید داسې نظر دی چې باید د انسان د ژوند په ټولو ارکانو او زاویو کې روان او موجود وي. او د انسان د ژوند په کومې خاصې برخې پورې نه محدودیږي.
پای.