Oct 04, 2020 16:42 Asia/Kabul
  • په لویدیځي آسیا کې د تیرې اوۍ مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په لویدیځي آسیا کې د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې په پیل کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو ،نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/*/   د کویت د امیر مړینه */*/*/*/*/    په عراق کې د اکتوبر د لومړۍ ورځې  د مظاهرو لومړنۍ کلیزه */*/*/*/*    او د لبنان د حکومتي کابینې له جوړولو د  مصطفی  ادیب ډډه کول ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني مهمې پيښې وې، نو اوس مو هم رابولو د ځينو  مهمو پيښو په باب تحلیلي برخې آوریدو ته */*/*/*/*/*/*//

د کویت امیر شیخ صباح الجابر  الاحمد الصباح امیر د تیرې سه شنبې په ورځ په  ۹۱کلنۍ کې  وفات شو . شیخ صباح الاحمد الصباح د کویت د خارجه وزارت له څوکۍ  له څلورو لسیزو راهسې له ساتلو وروسته  له ۲۰۰۶کال راهسې  په کویت کې  دقدرت په ګدۍ ناست  ؤ  او تر مرګ پورې ئې د فارس خلیج  دڅنډې دغه  هیواد امیري  په ګدۍ ناست ؤ .

کویت د شیخ صباح  په واکوالۍ کې په داخلی حوزې کې تر یوه حده کرار او  په مختلفو حوزو کې تر یوه ټيټې هسکې  درلودلي  دي . که څه هم کویت  د فارس خلیج دملګرتیا شورا د درستو غړو عربو هیوادونو په څير  په خانداني توګه اداره کیږي ، خو  په کویت کې  د دغې شورا دنورو غړو هیوادونو په اپوټه پارلیمان د پام و ړ تر حده  له سیاسی قدرته برخمن ؤ .

 د بهرني سیاست په حوزې کې  د کویت د خداي بخښلي امیر د واکوالۍ ترټولو مهمه ځانګړنه ، په سیمه ایزو ترینګلتیاؤ کې مینځګړیتوب او په لویدیځي آسیا  کې له سولې اوثباته ملاتړ ؤ  چې  په تیره بیا  دغه ځانګړنه  په عربستان کې  د ملک سلمان واک ته له رسیدا وروسته  لازیاته رابرسیره شوه. عربستان د  ۲۰۱۷ کال له جون څخه له قطر سره  اړیکې غوڅې کړي ،  چې دغه اقدام د متحده عربی اماراتو ،مصر او بحرین  له ملاتړ سره یو ځاي شو . شیخ صباح الاحمد الصباح ، د عربانو  له بل هر یوه رهبره زیات  د عربانو د داخلي تاؤتریخوالي د ختمولو لپاره ډيرې هڅې وکړې ،خو دغه هڅې ، دوحې ته د ریاض د واکوالانو د  سپکې یا له ځانه د لاندې بلونکي حیثیّت د  کتنې  په دلیل  کومه نتیجه  نه ده درلوده . په همدې  خاطر  د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني  د شیخ صباح الاحمد  جابر الاصباح د مړینې په غبرګون کې  هغه ، یو لوي رهبر او مینځلاری کس  وبالۀ .

Image Caption

 

Image Caption

 

                کویت  حتی دیمن په روان بحران کې هم د یمن په ضد دسعودي د ائيتلاف د جنګ د  ختمولو لپاره د خبرواترو  کوربه ؤ  چې   دغه خبرې اترې  به ۲۰۱۶کال کې تر سلو ورځو پورې  اوږدې شوي وې .. د کویت   یو هغه  عربي هیواد دی چې  نه یوازې ئې له اسرائيلو سره د  عربو هیوادونو د اړیکو دعادي کولو هرکلی نه دی کړی ، بلکې  داسرائيلي جنایتونو په مقابل کې ئې له فلسطین څخه  دملاتړ په ضرورت ټيڼګار  کړی دی .   

 د شیخ صباح  الاحمد الصباح  په مړینې سره  ۸۴ کلن شیخ نواف الاحمد الجابر الصلاح  چې تر ۱۴کلونو پورې د کویت ولی عهد ؤ ،  ددغه هیواد دنوي امیر په توګه معرفي شو .  د نوي امیر  دلوړې دستورې  دتیرې چارشنبې په ورځې  د کویت د امت په نامې سره په پارلمان کې ترسره شوې . د کویت نوي امیر شیخ نواف پخپلې لنډې وینا کې  وئيلي،د خداي بخښلي  امیر شیخ صباح  کړن لارې ته به دوام ورکړي او په اساسی قانون د هغه په ډيموکراټيک کړچار ویاړي .هغه وئيلي دي چې ژمن کیږي،د کویت هیواد  امنیت ،ثبات اوغوړیدا لپاره  هڅه کوي .

 په عین حال کې  د کویت نوي امیر  د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیّه سره  په ټيلیفوني تماس کې  وئيلي دي ،کویت  به د امت مهمو مسئلو په تیره بیا د فلسطین  موضوع  ته پابنده  و وفادار پاتې شي . هغه  دغه را ز ټينګار کړی ،د ارواښاد  امیر میراث او  د فلسطین له موضوع  په ملاتړ کې د هغه  دلارې دوام ته وفاداره  دی .

Image Caption

 

خوږو دوستانود اکتوبر د میاشتې لومړۍ نیټهد عراق د ۲۰۱۹کال د اکتوبر د میاشتېد مظاهرو لومړنۍ کلیزه وه . عراق د ۲۰۱۹کال د اکتوبر په لومړۍ نیټهد هغو ولسي مظاهرود ترسره کیدا شاهد ؤ چې د واټونو په تاؤتریخوالي بدلې شوې او پکې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې واوښتې . د بهرنیو لوبغاړو په ګوت وهنو سره ، دغه مظاهرېله صدراعظمۍ د عادل عبدالمهديداستعفیلامل شوې .

د تیرکال د اکتوبر میاشتې دمظاهرو یو کال په داسې حال کې تیریږي، چېپهعراق کې مشکلاتلابدتر شوي ا وپه دغه هیواد کې ناکرارۍ هم لازیاتې شوي دي . تر ټولو مهمه امنیتی پيښهد مقاومت دکمانډرانو ، یعنی د ایران د سپاه پاسدارانو دقدسځواک د وخت قوماندان شهید جنرال قاسم سلیماني او د د عراق د الحشد الشعبيولسي مبارز ځواکمرستیال مشرابومهديالمهندسدترورپيښه وه چېد امریکا د ترهه ګر پوځ په وسیله د عراق د بغداد له هوائي ډګر سره نزدېواقع شويده . د امریکا د حکومت دغه اقدام،چې د عراق د حاکمیّت یوه څرګنده خلاف ورزي او د حکومتی ترهه ګرۍ مصداقؤ، په عراق کې د امریکائي ضد خوځښتونو دنوي پړاؤد رامینځةکیدا او د بغداد په حکومت ددباؤ د لړۍلامل شو .

د عراق د پارلیمان په وسیله له دغه هیواده د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو دپلان پر تصویبیدا سربیره،دعراق ځينو ډلو ټپلو همپه عراق کې د امریکا دسفارت او پوځي مرکزونو په ضد حملې پيل کړې.ددغو حملونتیجهد امریکا د ترهه ګرو پوځیانو په وسیلهدیو شمیر پوځي مرکزونو خالي کول او دامریکائي پوځيانو د حالاتو په بابد بغداد او واشنګټندبیا خبرواترو ترسره کیدا وه چې چې تر دې دمه ئې هیڅ مشخصه نتیجه نه ده درلودلې.په عین حال کې په همداوروستیو کې هم په بغداد کې د امریکا د سفارت په ضد دحملو په زیاتیدا سره، واشنګټن اعلان کړی دی ، خپل سفارت به چټي کړي ، بلکې ځیني سرچینې دا هم وائي چېپه همداوروستیو کې ئې خپل سفارت له بغدادهد کردستان اربیل سیمې ته منتقل کړی دی .

Image Caption
Image Caption

 

امریکا په داسې شرائطو کېپه بغداد کې پخپل سفارت په حملو خپه دهاو دا د خپل سفارت د چټي کولولپاره اصلی دلیل ګڼي ، او البته دغو حملو ته له ایران سره د نزدې دمقاومتله ډلو سره په داسې حال کې نسبت ورکويچې پهوروستیو کلونو کې په عراق کې له ټولو زیات د ایرانپه درستوډيپلوماټيکو ځایونو حلمې شويدي . . په نجف او بصرې کې په وروستیو کلونو کې  د ایران کونسلګرۍ  سوزول شوي هم دي .

حقیقت دا دی چې په عراق کې د اریکا د سفارت او پوځي مرکزونو په ضد حملې،دعراق د حاکمیّت په خلاف ورزیو کېد واشنګټن د چلند نتیجه ده چې اوج ئې د بغداد له هوائي ډګر سره نزدې د جنرال قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس ترور ؤ او د امریکاولسمشر ډونالډټرمپ هم رسماددغه غیرقانوني اقدام مسئولیّت په غاړه اخستی دی .   

په عراق کې د اکتوبر د لومړۍ نیټېدمظاهروله لومړنۍ کلیزې سره په یووخت ، دتیرې چارشنبې په ورځې د عراق دکردستانسیمېاربیل هوائي ډګر همد توغندوي حملو کتونکی ؤ .د اربیل په هوائي ډګرشپږ توغنديویشتل شوي دي .داسې ښکاريد وروستی یوه کالد بدلونونو او ددغو حملو ترمینځارتباط شتهدی .ځیني بهرني لوبغاړي او د عراقځيني داخلی بهیرونههڅه کوي ، په دغه هیواد کې ناکراریو تهدمقاومت له ډلو سره نسبت ورکړي .

د عراق ولسدتیرې پنجشنبې په ورځېدمظاهرو په جوړولو سرهد اکتوبر د لومړۍ نیټې د مظاهرو لومړنۍ کلیزهولمانځله .د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظميهمپه دې ورځېدیوې اعلامیې په صادرولو سره ټینګار کړی دی ،دغه حکومتدلارې د هغې نقشې په اساس چېدعراق دولسسوله ایزو مظاهرو رامینځةکړې ،تاسیس شوی دی ، اوله ولسه غواړم ، په سوله ایز ډول دې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي .

په دغې اعلامیې کېراغلي دي ، د هغو چیلنجونو ماهیّت چېهیوادپه دغې تاریخي حساسې مرحلې کې ورسرهمخامخ دی،د مونږ له خلکو پټنه دی ،. هغه بحرانونه او ترینګلتیاوې چېله مخکې حکومتونو څخهورته په میراث کې رسیدلياودهغو له مینځه تلونکو بیخ بینائي تاسیسانو،عراق او د هغه درست انساني او تاریخي امکاناتدتیلو له عایداتو سره اړونده کړی دياو دا یوه هغه موضوع ده چېهڅه مو کړېدا بدل کړواواقتصاد د داخلی توانمنیو د فعالولو او تولیدپه لور وکاږو.همداراز دکرونائي بحران چیلنجاو نتیجېهمد نوي راپنځیدلو بحرانونو په وړاندېدخپلې ټولنې د پیاوړياو مضبوطولود ضرورتلپاره د خبردارۍ ټلۍ کړنګولي دهچې که وحدتاو یووالی ولرل شو اوداصلاحاتو ملي بهیر پر مخ بوځو ،نوورباندې غالب کیدلی شو.

لبنان د کابینې د جوړولو مامور لومړی وزیر مصطفی ادیبپه دغه هیواد کې دنوي حکومتدجوړولو لپارهدخپل ماموریّتله دوامهانکار کړیاومیشل عون هم دهغه استعفی منلې ده .مصطفی ادیبد لبنان د نوي کابینېله جوړولو دهغه د ډډه کولودعلت په باب وئيلي دي ،د کابینې د جوړولو لپارهدما له شرطونوسره د سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلود نه پخلاکیدا په دلیل مواستعفی ورکړېده . هغهوئیلي دي،زه د کابینې د جوړولود نه سیاسي کولو غوښتونکی وم چېله بده مرغهدغه شرطاو غوښتنه د نويحکومت د کابینېدجوړولو په بهیر کې پوره نه شوه .

داسې ښکاريد ځينو اساسی وزارتونو په سر د سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلودودیزې سیالۍاو همدارازدځينو بهرنیو هیوادونوله لاسوهنو او کارړنګونو سره یوځای ددغو وزارتونودبشپړمسئولیّتونوپه اخستود مارچ د څوارلسم بهیرکلک ټينګار ، دکابینې په جوړولو کېدمصطفی ادیبد ناکامۍ عوامل حسابیږي .

د لبنا ن سیاسی شخصیتونو او ډلو ټپلو د کابنیې په جوړولو کې د ادیبپه ناکامۍغبرګون وښود،خو یوترټولومهم غبرګون د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ دعمومی منشي سید حسن نصر ا...له خواترسره شو .د لبنان د حزب ا.. ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي دتیرې سه شنبې په شپه ددې خبرې په کولو سره چې حزب ا...د سعد حریري یا دهغه په نمایندګۍ بل هر یوه کس له صدراعظمۍ سره هیڅ مشکل نه لري،د مصطفی ادیب دچلند ډولوالی،پخواني لومړي وزیران او همداراز د ولسمشر داختیاراتو په کمولوکې دفرانسې سیاستئې د لبنان د نوي کابینېپه جوړولو کې د ناکامۍ عوامل وبلل.

سید حسن نصر ا...ټينګار کړی،له ۲۰۰۵کال څخه تر دې دمه موجود عُرف،د څوکیو په سر د لومړي وزیر او ائيتلافونو ترمینځموافقه ده .خو هغه پيښه چې رامینځة شوي دا وه ، د وزیرانو نامې له سیاسی ډلو سره له مشورو پرتهټاکل شوي دي . حسن نصر ا... وئيلي دي ، مونږ ته ئې وئيلي چېحکومت باید یوازې څوارلس وزیران ولرياو دوي وزیران ټاکي ،خو دا د مونږ لپاره هیڅکلههم د منلو وړ نه ده .

د تهران ریډیو دپښتو خپرونې خوږومینه والو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا دځینومهمو بدلونونو په باب دننني مطلب وختهمدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورېچې له نوي مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضریږ، په نیاؤمن او پتمن خدايمو سپارو ،نیکمرغه ژوند ولرئ.

  1.  

*************************************************