بې نقابه امریکا په تیرې اونۍ کې
د تهران د پشتو حپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه نننۍ برخې کې په تیرې اونۍ کې د امریکا ځینو مهمو داخلی پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې هم دځينو موضوعګانو په اړه تحلیلي برخه لرو ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
*/*/*/*/د امریکا په مشرانو جرګې کې د ډونالډټرمپ پر محاکمې ټينګار
*/*/*/*/*/
د بې وځلۍ له کرښې لاندې د میلیونونو امریکایانو ژوند
*/*/*/*/**
د امریکا د نوي خزانې وزیر منصوبیدا
*/*/*/*/*/*/*/
او د امریکا او روسیې ترمینځ داړیکو ترینګلتیا او راتلونکي ته ئې هیلې ، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځیني مهمې پيښې وې ، اوس مو هم رابولوو،دځينو مهمو پيښو په اړه د تحلیلي برخې آوریدوته
*****/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
= د امریکا په مشرانو جرګې کې د دمحامکې لپاره د ډونالډټرمپ د دوسیې سپارل او د هغه د محاکمې پر ضرورت ټينګار په تیرې اونۍ کې یوه مهمه موضوع وه . د مواخذې د مدیرانو په نامې سره یو شمیر غړو چې دامریکا دکانګرس غړي دي ، دتیرې دوشنبې په شپه ئې د بلوا لپاره د لمسونې په تور سره د ډونالډټرمپ د مواخذې دوسیه دمشرانو جرګې ته ولیږدوله څو د هغې محاکمې په غونډو کې چې ټاکل شوې د فرورۍ په اتمه نیټه جوړه شي ، غور وشي . مشرانو جرګې ته د دوسیې له رسیدا وروسته د مواخذې دمدیرانو دټيم سرپرست جیمي راسکین، په ټرامپ د لیګیدو تورونو اپیل ولوست . د امریکا کانګرس غړو د جنورۍ په دیارلسمه نیټه له پنځو ساعتونو بحث او مباحثو وروسته په تیرو څلورو کلونو کې دټرمپ د دوهمې مواخذې لپاره رائ واخستل شوې چې په درستو غړو کې ورسره دوه سوه دوه دیرشو کسانو ورته م ثبته او همداراز یو سل اوه نوي کسنو هم ورته منفي رایه ورکړه . لسو جمهوری غواړو هم دټرمپ دمواخذې د م وافقانو په ګټه رایه ورکړه . ددې په ترڅ کې چې پنځه استازو هم له رائ ورکولو ډډه وکړه . د جنورۍ په شپږمه نیټّ دټرمپ د پلویانو له بلوا او دامریکا په کانګرس ودانۍ یرغله وروسته چې د اوو امریکایانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغه راز په لسګونونور هم ټپيان شول ،د ټرمپ دمواخذې کار دډ يموکراټيک استازو په ایجنډا کې شامل شو .څو د وخت د ولسمشر مرستیال مایک پنس قانع کړي داساسی قانون له ۲۵مادې څخه په استفادې سره د امریکا ولسمشر لیرې کړي او اختیارات په لاس کې واخلي . دغه غوښتنه په دې باب د یوه پریکړه لیک له تصویبیدا سره سره،د مایک پنس له مخالفت سره مخ شوه . ټرمپ هم د جنورۍ د شپږمې نیټې د پيښې دمنلو په ځاي،پخپلو یولړ کرغیړنو څرګندونو اواقداماتو سره دا پيښه په بشپړ ډول مناسبه وبلله . هغه په عین حال کې ګواښ وکړ،دهغه مواخذه به د غوسې او کرکې دلازیاتیدا لامل شي. خو دهغه مخالفان باؤري دي،هغه هر څه چې دجنورۍ په شپږمه پيښ شوي ،د ټرمپ په غوښتنې او ملاتړ سره شوي دي .دا موضوع یوازې په ډیموکراټانو کې نه ده مطرح او ځيني جمهوری پال هم همدغه نظر لری .

د امریکا مشرانو جرګې ته د ټرمپ د مواخذې د دوسیې له لیږدولو سره په یووخت ، د ټرمپ یوه لوړپوړي سیاسی سلاکار جمهوری پالو سناتورانو ته ډاډ ورکړی چې ټرمپ نیّت نه لري ، دریم ګوند جوړ کړي او هماغه راز به جمهوری غواړي ګوند ته وفادار وي . په سپینې ماڼۍ کې دټرمپ دسیاسی چارو د پخواني مدیر برایّن جک پیغام ، هغه ترټولو ورستۍ نښه ده چې جمهوری پال ئې باید د مواخذې د محکومیّت لپاره په نظر کې ونیسي .دا په دې معنا ده چې که ټرمپ په راتلونکو مقدماتي انتخاباتو کې راي وګټلې او له هغو کسانو چې د هغه په مواخذې کې ئې رایه ورکړې ده ، سزا کړي . له بل پلوه د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ د ډونالډټرمپ د مواخذې په باب وئيلي دي،زه فکر کوم دغه پيښه باید رامینځةشي .هغه ټينګار کړی،د ټرمپ مواخذه د هغه او دهغه د کابینې پر پروګرامونو اغیزې شیندلی شي، خو که ترسره شي ، نو ترټولو بدې اغیزې به وي . هغه وئيلي دي ،فکر نه کوم اولسو جمهوری غواړي سناتوران د ټرمپ مواخذې یا محکومیّت ته رایه ورکړي .همداراز وئيل کیږي ، چې دامیرکا د لوړې محکمې مشر جان رابرټس ، چې د ټرمپ د مواخذې لومړنۍ محاکمې د غونډو مشري ئې په غاړه درلود، په احتمال سره به ددغو غونډو مشري ونه لري او دمشرانو جرګې موقتي مشر سناتور پاټریک لیهي دغه مسئولیّت په غاړه اخلي .د اساسی قانون په اساس کله چې ولسمشر چې واک ته رسیدلی، مواخذه کیږي ، د لوړې محکمې مشر باید دغونډې مشري په غاړه ولري .
د یوه امریکائي خبریال اولیکوال ګرت هاک په وینا، ځيني باؤري دي کله چې سناتوران د ټرمپ مواخذه پیل کړي ،دا به یوه لنډه محاکمه وي . حقیقت دا دی چې پارټیک لیهي به دد جان رابرتس په ځاي ددغې غونډې په غاړه ولري. یو ترټولو مهم هغه توپیر دا دی چې له پخوانۍ محاکمې سره په پرتله به ئې ووینو په قطعي توګه هغه به په بشپړ جلا رودې سره عمل وکړي .
د امریکا مشرانو جرګې د تیرې دوشنبې په ورځې د جوزف بایډن د کابینې د خزانې د چارو د وزیرې په توګه جنت یلیّن ته د څوارلسو مخالفو رایو په مقابل کې څلور اتیا موافقې راي ورکړې او دغه شان د اعتماد په دغو رایو سره هغه د امریکا د راتلونکو څلورو کلونو لپاره دخزانې وزیر ه شوه .یلیّن،د مشرانو جرګې دمالي چارو په کمیشن کې توانیدلی ؤ له کوم مخالف پرته ۲۶رایه وګټي . هغه د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ میرمن ده چې دغه څوکۍ به په غاړه ولري . هغه یوه نامتو اقتصاد پوهه او دغه راز په مختلفو ډګرونو کې په زیاتو مهمو اورګانونو کې ئې مسئولیّتونه په غاړه درلودلي دي . هغه غواړي د هیواد په بې وځلۍ او بیروزګارۍ کې د کمښت په راوستو او دغه راز د خلکو د اقتصادي وضعیّت په ښه کولو کې له خپل تخصصه ډ يره ګټه پورته کړي ، او د امریکا اقتصاد د تیر په شان پخپل ځاي وساتي .
په ۲۰۲۰ کال کې په امریکا کې په تیرو پنځوسو کلونو کې ترټولو زیاته بې وځلي لیدل شوې ده او اندازه ئې دسپين پوستو په مقابل کې د په تورپوستو کې دوه برابره زیاته شوې ده .د شیکاګو پوهنتون یو اقتصاد پوه بروس میر او دنوترډم پوهنتون یو اقتصاد پوه جیمز سالیون په دې پوهه شوي دي چې د۲۰۲۰کال په نیمائي کې چې په امریکا کې کرونائي بحران په اوج کې ؤ ، په دغه هیواد کې د بې وځلۍ اندازه دوه اعشاره څلور فی صدي زیاته شوې ده . ددغو څیړاندو ارزونې ښئ چې په امریکا کې په تیر دسمبر میاشت کې د بیروزګارۍ اندازه یولس اعشاریه اته فی صدو ته زیاته شوې ده . په دسمبر کې په ارزونو کې په امریکائي تورپوستو کې دبې وځلۍ اندازه دسپين پوستو په مقابل کې دوه برابره وه . دغه احصائې د هغه اوړي له میاشتو سره په پرتله کې چې د تورپوستو د بې وځلۍ اندازه پکې درې برابره وه ، زیاته شوې ده ، خو له کرونائي بحرانه له مخکې وخت سره په پرتله کې ، کله چې د غه اختلاف او اندازه له دوو برابرو کمه وه ، زیاته شوې ده . د ۲۰۰۸کال له اقتصادي بحرانه وروسته د سپين پوستو او تور پوستو ترمینځ دبې وځلۍ دغه درز اواندازه تر یوه حده کمه شوې ده ، خو له کرونائي بحران پیلیدا روسوته بیا هم دغه درز او توپیر په اوڅاره توګه زیات شوی دی . ارزونې ښئ چې کابو پنځه دیرش میلیون امریکایان دخواړو لپاره کم خوراک لري او په هرو شپږو امریکایانو کې یو کس له لوږې کړیږي . د امریکا ولسمشر جوبایډن هم دتیرې جمعې په ورځې په سپینې ماڼۍ کې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په هیواد کې هره ورځ بیروزګاري د زیاتیدا په حال کې ده ، او بحران دترینګلتیاپه لورړ روان دی . هغه زیاته کړې ، یوازې په تیرې اونۍ کې په امریکا کې نهه لکه کسانو د بیروزګارۍ دبیمې د اخستو غوښتنې کړي دي او په دغې اونۍ کې کابو دیرش میلیون امریکایانو دخواړو لپاره کافي خواړه نه دي درلودلي .



د امریکا ولسمشر جوبایډن دجنورۍ په شپږویشتمه نیټه وئيلي دي، د روسیې په چلند اندیښمن دی . بایډون سره له دې ، د :نوي سټارټ : نومې تړون د تمیدیدولو لپاره له روسیې سره د تعامل لپاره دخپل هیواد چمتووالی هم اعلان کړی دی . (البته وروستي خبرونه ددې ښودنه کوي ، د امریکا خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،له روسیې سره ئې؛نوي سټارټ ؛ نومې تړون تر پنځو نورو کلونو لپاره تمدید کړی دی)د امریکا ولسمشر وئيلي دي مونږ هم له روسیې سره د نوي سټارټ موافقې په چوکاټ کې د خپل هیواد ګټو په لړ کې کار کوو او هم دا د روسیې لپاره هم روښانه کوو ، چې پخپل چلند کې دې هغه که د سولاروینډز په پيښې کې وي او که د آلکسي ناوالني په قضیې کې او که په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو د وژنو لپاره د جایزې له ټاکلو سره په اړونده راپورونو کې وي ، بدلون راولي او مونږ په دې اړه اندیښمن یوو .


د سپينې ماڼۍ ویندوئې جن ساکي هم د تیرې دوشنبې په ورځې روښانه کړې ده د جوبایډن حکومت د روسیې د حکومت په وړاندې د امریکا دحکومت د سیاست د ټاکنې لپاره په کلي ارزونو بوخت دی . هغه وائي ، ولسمشر د روسیې اقداماتو د ځواب ورکولو حق ، د انتخاباتي کمپاین په وخت او د خپلې انتخاباتي رودې په اساس لري او پر میز دغه شان ټاکنه لا شته . داسې ښکاري که د بایډن حکومت له هماغه پیله ، د روسیې په ضد غیر دوستانه او حتی غلیمانه دریځ او د ماسکو دګواښلو کړچار ئې غوره کړی دی . دا لهجه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جوبایډن او ولادیمیر پوتین په لومړنیو ټیلیفوني خبرو کې هم روښانه ده .
ددې په مقابل کې د روسیې خارجه وزارت د ناوالني په موضوع کې د امریکا د لاسوهونکو دریځونو په غبرګون کې وئيلي دي،چې درز رامینځةکول،په تیره بیا په خطرناک کرونائي بحران کې د امریکا د ډيموکراسۍ یو آوزار دی. ماسکو امریکائي واکوالانو ته سپارښتنه کړې ده د نورو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې په درولو سره دې دخپلو مشکلاتو حل کولو ته پام وکړي . الکسي ناوالني د روسیې د حکومت یوه مخالفه لویدیځ پاله څيره ده چې د تیرې میاشتې په وروستیو کې له جرمني د ماسکو هوائي ډګر ته د واردیدا په وخت نیول شوی دی . لویدیځي هیوادونو هڅه کړې ده ، پر روسیې ددباؤ د اچولو لپاره د ناوالني دوسیې څخه استفاده وکړي .
د روسیې دامنیت او انرژۍ د مرکز د مشر آنتون خلوپکوف په ونیا،امریکا د ناوالني دمسمومیّت له موضوع ، د اروپا د انرژۍ له بازاره د روسیې د شړلو لپاره زیاتره استفاده کوي .
خوږو دوستانو دبې نقابه امریکا نومې اونيز پروګرام نننۍ برخې وخت همدلته پاي ته رسیږي ، نو له تاسو هم اجازه غواړو ،بریالي ووسئ
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************